Feb 07, 2023 15:20 Asia/Kabul
  • د ایران سیل(131)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران سیل نومې لړۍله ننني یو سل یودیرشم مطلب سره ستاسو په خدمت کې يوو،په دغه ننني مطلب کې قم سپيڅلی ښار ته ګرځو او ددغه ښار له طبیعي جاذبو سره هم بلدیږو،نو هیله ده چې دخوښې وړ مو وګرځي.

   دوستانو لکه څنګه چې خبر ئۍ قم  د ایران یو مقدس ښار دی او  داښار د حضرت بی بیی معصومه سلام ا..علیها د سپيڅلی  او ملکوتي حرم د شتون په خاطر له ځانګړي ا همیّته برخمن دی  او د ایران  دمختلفو ښارونو او درستې  نړۍ په تیره بیا داسلامی نړۍ د ډيرو زیارتوالو کوربه وي .  مناسبه ده پوهه شئ  چې قم  له ډيرو ارزښتمنو  تاریخي او طبیعي جاذبو هم برخمن دی ، نو بلنه درکوو ، په دغه سفر کې له مونږ سره ووسئ.

دوستانو د قم پخوای بازار، د ایران دمعمارئ یو شاهکار شمیرل کیږي او  له پيل،څلور مربع شکل(چهارسوق)،سترې تیمچې او وروستئ تنګې برخې جوړ دی.د قم د قدیمي بازارستره تیمچه په درست هیواد کې ترټولو لوي ضربي چت لري او د بازار هره یوه برخه د ایران له ډیروپخوانیو او کم پیداکیدونکې او مثال ورکونکي معمارۍ برخمن دی چې دایران د دودیزې  معمارۍ اصول  ئې په جوړیدا کېد سیمې صحراي کیدا ته په پام سره په ښه ډول کارولي  دي.د قم دقدیمي بازار هره برخه  په مختلفو پړاؤنو کې جوړه شوې  او  وخت په تیریداسر ه ئې پراختیا موندلې ده . په کلي توګه د قم د بازار مخینه  د سلجوقیانو، ایلخانیانو،صفویانو ،قاجاریانو او پهلوي لړۍ سره اړونده  ده.دغه ټولګه  د بازار او زاړۀ بازار په دوو ځایونو مشتمله ده،د ۱۳۷۶لمریز کال د د لیندۍ یا قوس د میاشتې په شپاړسمه نیټه په ۱۹۳۷شمیرې سره  د ایران د یوۀ ملی اثر په توګه ثبت  شوی  او دقم د یوه ډیر په زړه پورې لیدونکي ځاي په توګه د ډیرو سیلانیانو  کوربه دی.

Image Caption

 

د قم بازار ستره تیمچه د نوي بازار په شمال کې واقع ده  چې د قم په درو سترو تیمچو کې یوه ده . ددغه ستر بازار په مینځ کې یوشمیر جوماتونه هم شته  چې    د مسګرانو جومات ، دملا جومات،د امام حسن جومات، د نجارانو جومات، د پامنار جومات او رضویه جومات  ئې ترټولو مهم دي.

دقم سنتی یا دودیز بازار  چې تل د عطرو بوئ  راځي .له کلونو کلونو راهسې د هغو مسافرانو کوربه دی چې سجده ګاه، او مصلی  او حلواګانې  اخلی څو د یادر په توګه ئې خپلو خپلوانو او دوستانو ته ډ الۍ کړي.

            د نوي بازار  د لارې په داخل کې د حاج عسګرخان حمام  واقع دی . د حمام په مینځۍ لاره کې یوه ډبرینه کتیبه لیدل کیږي . ددغې کتیبې په اساس، ددغه حمام جوړیدا  ۱۲۱۶قمری کال  ذکر شوی  او په دغه حساب سره  ئې ودانۍ دقاجاریه  پړاؤ لومړیو او د فتح علی خان قاجار  سره اړه لري. دیوې مستطیل ډوله  دروازې له لارې   حمام  ته واریدیلی شي، چې څو پوړئ د لاندې په لور  لاره لري، او بیا د حمام اصلي لومړنۍ فضا ته واردیدلی شو چې یولس مربع میټره  اړخونه لري. ددغې فضا په مینځ کې یوه ګبنسۍ ده  چې پر اتو ستنو او پنځو ضلعو ولاړه ده  او ورپسې یوه  بله اته  اړخه واړه ګبنسۍ ده چې د حمام دوهمې سترې ګنبسۍ ته لاره لري.ددغې ګنبسۍ نقشه هم په مربع شکل سره کابو لس مربع میټره ده  چې  په مینځ کې ئې څلور ستنې دي  او ګنبسۍ پاسه پرې جوړه ده  په آخر کې د اوبه ستر ډنډه یا ټینګۍ  ده  د  لومړنۍ ګنبسۍ په  فضا کې د قالیو د بدلولو برخه ده  او دګنبسۍ لاندینۍ جوړښت ساده دی د دوهمې ګنبسۍ فضا د  د ځان د وینځلو  اصلی برخه ده چې دم ګړۍ  ئې په شاوخوا کې د واړو واړو برخو به جوړیدا سره    ورڅخه استفاده کیږي.

خانه یزدان پناه، چې د یزدان پناه په  عمارت  هم مشهور دی ، د قم یو بل جاذب  او لیدونکی ځای دی چې له زاړۀ بازار سره نزدې او د ښار په قدیمي جوړښت  کې واقع دی . دغه تاریخي خونه  چې  مخینه ئې قاجار او پهلوي  پړاؤ ته  ورګرځي، ډيره په زړه پورې ستره دروازه او سرتاخت لري.دغه سرتاخت په څلور ستنو ولاړ دی او له ښختو جوړ شوی چې جذابیّت ئې له ورایه ښکاري.

 جالبه ده پوهه شئ چې  ددغې ودانۍ  دیوالونه د خټو جوړ شوي او په ټول کې  لازیات د یزدان پناه کور ښکلا  ئې دوه چنده کړې ده.د یزدان پناه  د خونې تر ټولو غوره او په زړه پورې کوټه،په لویدیځي برخې کې د په پنځو دروازو سره د میلمانو کوټه ده،درې دروازې ئې د خوب د کوټې له شمالی او جنوبی  او لاندینئ برخې ته رسیږي.  

Image Caption

 

         یو بل جالب ټکی چې ددغه تاریخي خونې په باب  چې همدااوس په یوه ریستوران بدله شوې ده  دا دی چې میلمانه په  کوټو ،هالونو او د ودانۍ په  انګڼ کې  په ډول ډول ایرانیو دودیزو خواړو  او یخو او ګرَمو شربتونو سره منل کیږی  چې ګواکې  تیر وختونو ته ئې سفر کړی او ددغې خونې میلمانه  پخپل وخت کې غوره او نامتو میلمانۀ شوي دي.

که څه هم ښیرازه طبیَعت،لوړ ا و دنګ غرونه، دشنو اوبو سواحل او داسې نور تاریخي ځایونه  ډير په زړه پورې او لیدونکي دي،خو په دښتې کې هم ډیرې حیرانونکي او په زړه پورې منظرې شته دي چې  په بل هیڅ یوه ځاي کې نه لیدل کیږي.په مالګې پوښل شوي دښتې،طلائي غونډئ،د ریګو یاشږو طوفانونه، خاکي غرونه او غونډئ او داسې ځیني نوره برخې ټوله د قم صحرا بې مخینې لرلیدونه دي.

 د قم سترې  لارې د جعفریه  په لور په پنځلس کلومیټرۍ کې د ؛ظغرود نکي ګنبد یا  د مالګینې ګبند په نامې سره د قم د مالګې غر دی او د قم ولایت یوه طبیعي جاذبه حسابیږي. د قم دنمکی ګنبد  دمځکې پيژندنې تاریخ  شپیته ملیون مخکې کلونو ته ګرځي.

Image Caption

 

  د قم د طغرود نمکي ګنبدچې دنړۍپه تناسب یوازینۍ نمکي ګنبسۍ ده،په  مینځ کې یوه واړه دریاچه یا جهیل لري. په دغې ګنبسۍکې د مالګې د تهه یا بلورونه د غونډیو په شکل سره مشخص دي  او ډيرې ښکلی منظرې وړاندې کوي  او  یوه خاصه او طبعي جاذبه حسابیږي،د قم دنمکي ګنبد  د مّځکې پيژندنې  تاریخ ئې شپیته میلیون کلونو نه  رسیږي. دغه لړۍ تر درو کلومیټرو پورې اوږده ده

 دګنبد په مینځ    دمالګې جهیل دی او په دغې  ګرَمې سیمې کې د ډيرې زیاتې تودوخې  په علت فصلي وروسته پاتیوالی دی  او تریؤ اوبه په بخاراتو باندې په بدلیدا سره  او په نورو ځایونو کې د غونډَیو په جوړیدا سره  په ډير ښکلي  بڼو سره  مختلف ټيلونه یا غونډئ ښکلی منظرې وړاندې کوي.

ددغه ګنبد مالګه سپينه ،سره ، قهوه اي،زرغونه او آبی رنګه  ده  چې د هر یوه لیدونکي نظر ځان ته جلبوي . د سیمې رنګ بندي داسې ده چې په لومړي نظر کې، په ذهن کې  د مریخ  سرۀرنګه سیاره بریښوي . له دغو پوټینشلونو څخه د مځکې پيژندنې  له پلوه  دډول ډول ټاټوبو د پيژندګلوۍ لپاره  استفاده کیدلی شي، ددې په ترڅ کې چې د اکو ټوریسټ یا اکو سیلانیانو   لپاره یو جذاب او د لیدو وړ ځاي دی .

Image Caption

 

د قرم ښار یوه بله ښکلي سیمه د حوض سلطان  یا سلطان جهیل  یا هماغه د مالګې جهیل دی . دغه جهیل د صحرا یا د ښتې په مینځ کې دی او ځيني سینونه هم دغه جهیل ته رسیږي.زیاتره سینونه  تریو اوبه لري او له جبَیو مځکو تیریږي  او په همدې  خاطر دغه جهیل  د  مالګې په یوه جهیل بدل شوی دی. تاسو  ددغه جهیل تر یوه حده پورې پکې ګامونه کیښودلی شئ او پر خپل بدن یا کپړو باندې د مالګې اغیزې لیدلی شئ.د مالګې پنډوالی سبب شوی څو د جهیل په نزدې کې،د مالګې پنځه ګوټه ذرې رامینځةشي  او د سیلانیانو  توجه ځان ته جلبوي .البته باید پوهه شئ چې هرڅومره د جهیل مینځ ته ورځئ، نو سطح ئې له پنډيږي او دخټو په څير پکې تګ ګران شي او ممکنه ده  ستاسو پښې پکې ښخې شي.

        دوستانو د ایران سیل نومې لړۍ د دغه یوسل یو دیرشم مطلب وخت هم همدومره ؤ نو په دې هیلې سره چې  خوښ شوی به مو وي، په نیاؤمن خداي مو سپارو ،بریالي او سوکاله ووسئ.

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه