Feb 08, 2023 13:57 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا (۴) منجي په ادیانو کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د هیلې رڼا له ننني (۴م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

لکه څنګه چې برښنا له ختیځه لوېدیځ ته راښکاره کېږي، نو د انسان د زوی ظهور به هم په آسمان کې راښکاره شي، بیا به د انسان د زوی نښه په آسمان کې راڅرګنده شي او په هغه وخت کې ټولې قبیلې سینه زني کوي او د انسان زوی به وویني چې د آسمان په ورېځو کې په ځواک او عظمت سره راځي.  (د متی انجیل، 24 باب، 27 آیت)

انسان د یو اصلاح کوونکي او بدلون غوښتونکي مشر په لټه کې دی، چې هغه یوې مطلوبې او غوره ټولنې ته ورسوي. موږ دا حقیقت په تېرو پروګرامونو کې په مختلفو دلایلو سره ثابت کړ، په ځانګړې توګه دا حقیقت چې خلک د کمال طبیعت او د عدالت په لټه کې دي. خو د ژمنه شوي ژغورونکي د ظهور یو بل دلیل، د مختلفو الهي او غیر الهي مذهبونو او مکتبونو له لوري د داسې هوښیار شخص د ظهور په اړه ډېری زیری دی. د دینونو او مذهبونو د پیروانو له خوا د دغو ژمنو منل او د هغوی د پوره کېدو لپاره د هغوی لېوالتیا او دعاګانې د دې ښکارندویي کوي، چې انسان د یو ستر او وړ انسان د ظهور په تمه دی، چې له ظلم او بې عدالتۍ څخه یې خلاص کړي.

الهي ادیان له هغه ځایه چې ټول د خدای له لوري دي او ګډ ارزښتونه لري، د آخرالزمان په منجي باور درلودل چې د خدای تعالی له لوري له ظلم او بې عدالتیو څخه د خلکو ژغورل دي، ډېری تبلیغ کوي. په حقیقت کې د دې هیله بښونکي او غوره انسان ظهور، د آسماني دینونو ترمنځ ګډ ټکی دی. البته باید پام وکړو چې له اسلامه پرته، په خواشینۍ سره نور دینونه د وخت په تېرېدو او د بېلابېلو لاملونو له امله، تحریف شوي دي او د دې انځور له مخې چې د منجي په اړه وړاندې کېږي، ډېر دقیق نه دي. له دې سره، هغه چې په دې ادیانو کې د موعود په اړه راغلي دي، ډېری ورته والی لري. په لومړي سر کې د آخرالزمان منجي، د مسیحیت له اړخه څېړو.

مسیحیت د هغه دین په توګه چې ډېری پیروان لري ، له تاریخي او اعتقادي اړخه له منجي ګرايۍ سره ټینګې رېښې لري. د مسیحیانو له آنده، که څه هم حضرت عیسی(ع) د یهودیانو په دسیسې سره ووژل شو، خو بېرته ژوندی شوی دی او یوځلې بیا به د خلکو د ژغورلو لپاره راشي. البته قرآنکریم د هغه حضرت وژل کېدل ناسم ګڼي او ټینګار کوي چې، دی د خپل پروردګار خواته تللی دی. البته ډېرو انجیلونو او دې ته په کتو چې له حضرت عیسی(ع) څخه لسګونه کاله وروسته لیکل شوي دي، د مسیحیت له اړخه د منجي په اړه روښانه او جامع انځور ترلاسه کول ډېر سخت دي. په ځانګړې توګه دا چې د وخت په تېرېدو سره د مسیحیت په تعالیمو کې تحریف رامنځته شوی دی.

په انجیلونو کې د موعود منجي په اړه له ډېری نومونو لکه «د آدم زوی» ، «د خدای زوی » او «رښتینی روح» له نومونو کار اخیستل شوی دی. د مسیحیانو په مقدس کتاب کې د هغوی د ظهور پر وخت او د هغه مهال او وروسته وختونو پېښو په اړه د نړۍ وضعیت روښانه شوی دی. د متی انجیل، 24 باب په 27 آیت کې راغلي دي: لکه څنګه چې برښنا له ختیځه لوېدیځ ته راښکاره کېږي، نو د انسان د زوی ظهور به هم په آسمان کې راښکاره شي، بیا به د انسان د زوی نښه په آسمان کې راڅرګنده شي او په هغه وخت کې ټولې قبیلې سینه زني کوي او د انسان زوی به وویني چې د آسمان په ورېځو کې په ځواک او عظمت سره راځي.

د «اعمال رسولان» کتاب په لومړي باب او ۱۱ آیت کې لولو: دوی وویل: اې انجیلي خلکو، ولې دلته ولاړ یاستئ او آسمان ته ګورئ؟ عیسی آسمان ته ولاړ او څرنګه چې ولاړ یوه بله ورځ به راستون شي. په مسیحیت کې د موعود ګرایۍ ځانګړنې دا دې چې یوازې خدای تعالی د آخرالزمان منجي د ظهور له وخته خبر دی او له دې امله ټول باید هروخت دې سترې پېښې ته چمتو و اوسو.

 د مرقس انجیل په ۱۳ باب او په ۲۶ آیت کې په دې اړه راغلي دي: له هغې ورځې او ساعت څخه له پلار پرته نور هېڅوک خبر نه دي، نه ملائیکې او نه زوی( حضرت عیسی)، نو ووېرېږئ، وېښ شئ او دعا وکړئ، ځکه نه پوهېږئ چې هغه وخت کله راځي. خو هغه څه چې تاسو او ټولو ته وایم دا دي چې وېښ و اوسئ.

د آخرالزمان منجي د ارزښت او اغېزمنتیا له امله، له معمول سره سم، داسې فرصت غوښتونکي پیدا کېږي، چې ځان منجي ګڼي. په انجیل کې هم په دې اړه خبرداری ورکړل شوی او ویل شوي دي: بیا که تاسو ته یو څوک ووایي: دا چې مسیح دلته یا هلته دی، باور مه کوئ، دروغجن مسیحیان او انبیا راڅرګندېږي او داسې سترې معجزې او نښې به ښکاره کړي، چې که شونې وای غوره کسان یې هم بې لارې کول. دا دی تاسو ته  مې مخکې خبر درکړ. (متی انجیل ، 24 باب، 24 آیت).

په آخرالزمان کې د حضرت مسیح(ع) له راتلو وړاندې، داسې پېښې لکه: ډېری جګړې، د ساري ناروغیو ډېروالی، قحطي، د ظلم او تیري ډېروالی او همدارنګه غیرطبیعي پېښې لکه: د لمر او میاشتې توروالی او د ستورو لوېدل به رامنځته شي.

د لوقا انجیل په ۲۱ باب کې دا پېښې داسې بیان شوي دي: سترې زلزلې، قحطي او وبا رامنځته کېږي او له آسمان څخه ستر او وېره وونکي څېزونه به ښکاره شي.  اورشلیم (بیت المقدس) به د امتونو تر پښو لاندې وي، ترڅو د امتونو وخت پایته ورسېږي او په لمر، میاشتو او ستورو کې به نښې رامنځته شي او پر ځمکې به د امتونو لپاره حیرانتیا او زړه تنګون راشي او د ځمکې پر مخ د هغه سختو او حیرانوونکو پېښو د وېرې له امله به د خلکو زړونه ضعف وکړي او بیا به د انسان زوی وویني چې پر ورېځ سپور شوی او په ځواک او عظمت سره راځي.

د ظالمو پادشاهانو او د دجال په مشرۍ د دوو حیرانوونکو حیواناتو ستر بریدونه د مسیحیانو د منجي د ظهور وروستۍ نښې دي. د مسیحیانو په باور، په فلسطین کې د (آرماګدون) په سیمه کې د یوې الهي فرښتې او د حضرت عیسی(ع) په مشرۍ د مؤمنانو د لښکر او د دې شیطاني لښکر ترمنځ ستره جګړه رامنځته شي او ظالمان ټول وژل کېږي او دجال په اور کې اچول کېږي او بیا د هغه حضرت زر کلن حکومت پیلېږي. په دې وخت کې، شیطان په ځنځېر سره تړل کېږي او هوساینه، آرمښت، برکت، امنیت او عدالت به د خلکو لپاره رامنځته شي.

البته دا حکومت د مؤمنو انسانانو پورې ځانګړې دی، چې موعود منجي خپله دوی ټاکي،  څرنګه چې د متی په انجیل، ۲۵ باب او ۳۱ آیت کې راغلي دي: او کله چې د انسان زوی په خپل ځواک سره له ټولو مقدسو ملائیکو سره راشي، پر ستر تخت به کښېني او ټول ملتونه به د دوی خواته راټول شي او هغوی به دوی له یو بل څخه بېل کړي بیا به ملائیکه ووايي: اې د خدای برکت موندونکو، راشئ او هغه هېواد چې د عالم له پیله تاسو ته چمتو شوی وو، ترلاسه کړئ.

په راتلونکې برخه کې به د مسیحیانو آخرالزماني باورونو په اړه، ډېره څېړنه وکړو.

د آخرالزمان منجي ترټولو مهم رسالت، د معنویت او د خدای دین ژوندي کول او له خرافاتو او تحریف څخه یې ساتل دي.

په هغه دعا کې چې د حضرت امام رضا(ع) له لوري د اسلام د ستر منجي حضرت مهدي موعود(عج) په اړه نقل شوی، لولو:

اَللّـهُمَّ طَهِّرْ مِنْهُمْ بِلادَکَ، وَاشْفِ مِنْهُمْ عِبادَکَ، وَاَعِزَّ بِهِ الْمُؤْمِنینَ، وَاَحْىِ بِهِ سُنَنَ الْمُرْسَلینَ، وَ دارِسَ حُکْمِ النَّبِیّینَ، وَجَدِّدْ بِهِ مَا امْتَحى مِنْ دینِکَ، وَبُدِّلَ مِنْ حُکْمِکَ، حَتّى تُعیدَ دینَکَ بِهِ، وَعَلى یَدَیْهِ جَدیداً غَضّاً مَحْضاً صَحیحاً لا عِوَجَ فیهِ، وَلا بِدْعَةَ مَعَهُ، وَحَتّى تُنیرَ بِعَدْلِهِ ظُلَمَ.

خدایه! خپل ښارونه او ځمکې د دوی(ظالمانو) له شتونه پاک کړه، او د دوی په له منځه وړلو سره د خپلو(ځورېدلو) بندګانو زړه ته شفا ورکړه، او مؤمنانو ته (د منجي په ظهور سره) عزت ورکړه، او د پيغمبرانو سنتونه ژوندي او د دوی له منځه تللي احکام تازه کړه، او د هغوی په وسیله هغه څه چې ستاسو له دین څخه لېري شوي او ستاسو احکامو بدلون کړی دی، نوی کړه، ترڅو ستاسو دین د هغه (موعود منجي) په شتون سره بیاراستون کړې، او د هغوی په لاس نوی، خالص او سم کړې، ترڅو په راتلونکي کې کوږوالی او انحراف ونه لېدل شي او ورسره بدعت او ناسموالی نه وي.

ژباړه: زماني

ټیګونه