Feb 12, 2023 14:32 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه (۴۷)

د تبس د لرغونی ښار د کتابتون په دروازه لیکل شوی وو ، د روح درمل ځای .

کتاب درملنه  ، روان درملنه د کتاب لوستلو له تخنیک په استفادې سره ده . کارپیژاندو د درملنې دغه روده په مختلفو حوزو کې پراخه کړه او کوشش یې وکړ چی له دغي وردي د ماشومانو حتی لویانو د روانی او بدنی ګډو‌ډیو د در ملنې لپاره استفاده وکړي . درملیز کتاب درې پیژندل شوی مرحلې لري ، یوشان والې ، یعنی وګړې له کیسې سره یوځای کیږی ، روانی صفایی یعنی وګړې خپل احساسات ازادولې شی ، دننه فکرکول یعنی وګړې خپل افکار ، احساسات او کړچار ونه بیا مومي او تجروبه کوی یې .

دکتاب درملنې ټکې (bibliotherapie)د لومړی ځل لپاره سامویل کروتز په ۱۹۱۶ کال کی ابداع کړ او په انتلانتیک مجله کې یې وکاروه . د دغه ټکی لپاره تر  ټولو ساده تعریف د درملنې لپاره له کتاب استفاده دی . په حقیقت کی په کتاب لوستلو سره له ټولو سره مرسته کیدلی شی حتی هغه کسان چی اوس مشکل نلری .

د مختلفو متونونو او سرچینو ته په کتنې سره پوهیږو چی کتاب درملنه یوه نوی روده اویوازې  اوسنی وخت پورې اړه نلری اود هغه جرړې د انسان په ژوندکې د کتاب د شتون مخینې ته ورګرځی . د تبس د لرغونی ښار د کتابتون په دروازه لیکل شوی وو ، د روح درمل ځای .

Image Caption

 

ارسطو باوری وو چی ادبیات درملیز اغیز لري ، همدارازلرغونو رومیانو ته معلومه شوی وه د لوستلو او درملنې ترمینځ ارتباط موجود دې .

له کتاب درملنې سره د مذهب ارتباط په روغتونونو کې د کتابتونونو د پرانستلو سبب شول چی یوه زړه نمونه یې ۱۳ میلادی پیړۍ ته ورګرځی . په تاریخ کی راغلی دی چی په قاهره کی د المنصور په روغتون کې د طبی څارنو په وخت د ناروغانو لپاره د عاملانوپه وسیله د قران لوستلو خدمات وړاندی کیدل .

امریکایی ډاکټر بنجمین راش په ۱۸۱۰ کال کی کتاب لوستل له ګډوډی د ناروغانو د لیری ساتلو لپاره د ناروغ د درملنې یوه برخه وګرځوله . هغه اثر چی راش په دې زمینه کې خپور کړ ، د طبی مشقونو په دوران کی ډیر اغیزشینده او سبب شو چی د ۱۹ پیړۍ په وروستیو کې روانی ناروغانو ته د کتابتون خدمات په حیرانونکی توګه پرمختګ وکړ .

د کتاب درملنې په اړه لومړی مقاله په ۱۸۴۸ کی د جان مینسن ګالت په وسیله د امریکایی ډاکټرانو موسسې د مدیرانو په غونډه کې وړاندی شوه . د هغه په مقاله کی د درملیز کتاب اصول او کارندوالی ، د ناروغانو ډلې او د هرې ډلې لپاره د مناسبو کتابونو ډول والې معرفی شوی وو . ګالت څوکاله وروسته د خپلې مطالعې په پرمختګ سره د روانی ناروغانو د درملنې لپاره له کتابه استفاده وکړه .

په دې دلیل چی د کتاب درملنې په حوزه کې د ناروغۍ په شناخت سربیر ه د کتاب پیژندنه هم ضروری وه او له بل پلوه د دغه تخنیک په  اغیز باور زیات شوی وو ، ورو ورو د کتاب دارانو او ډاکټرانو ترمینځ د ملګرتیا ضرورت احساس شو .

د کتاب دارۍ او اروا پیژندنې ترمینځ لومړنۍ ملګرتیا په ماساچوسټ کې په مک لین روغتون کې پیل شوه . د امریکا د کتاب پالونکیو انجمن یو هغه لومړنې حرفه ای سازمان وو چی په درملیزو او تحقیقاتی موسسو او روغتونونوکې یې د کتابتونونو د رامینځته کولو له لارې له شلمې پیړۍ مخکې دود کړ .

د شلمې پیړي په لومړیو کی ډیرو ډاکټرانو د روانی ناروغیو د هیجانی مشکلاتو د حل لپاره  دکتاب لوستلو سپارښتنه وکړه . د تعلیم او تربیت په حوزه کې هم د کتاب درملنې کارند والی له ۱۹۴۰ لسیزې پیل شو . په ۱۹۶۰ لسیزې کې کتاب درملنې په نشه ایزو موادو د روږدی کیدا ، ویرې ، د فکر کولو بدلون ، بلوغ ، مرګ  او ټولو استثنایی موردونو کی پرمختګ وکړ او په ۱۹۷۰ لسیزې کې د کتاب درملنې د نظری اصول لومړنی کلاسونه پیل شول . له دې وروسته اروا پیژاندو ، تربیتی مربیانواو اړونده کارلرونکي له کتاب درملنې سره دلچسپۍ پیدا شوه ، تر دې ځایه چی په راتلونکیو کلونو کې په دې زمینه کی ډیرې مقالې خپرې شوې ، که څه هم په دغو کې ډیرې مقالې په نوی درملیزې رودې د باور نه کولو ښودنه کوله ، خو د هغې د پراختیا لپاره پریکنده ګروهنه هم ښودل کیدله .

Image Caption

 

په کتاب درملنه کې کتابونه د لوستونکیو د تفکر او لیدتوګی د هدایت لپاره د پیاوړی اوزار په توګه په نظر کې نیول کیږی . د لوستونکی او لیکنې ترمینځ د تعامل د بهیر له لاری د شخصیت د سنجولو ، ودې ، سازګارۍ  او د روانی تعدیل په خاطر کتاب درملنه یو یا له یوه زیات هدفونه درلودلی شی .

تراوسه د کتاب درملنې لپاره هیڅ ځانګړی روده نده تدوین شوی . د کتابتون جوړول د دغه فعالیت یوه پراخه برخه کیدلې شی . دغه کتابتونونه له عمومي کتابتونو نو سره توپیر لری  ځکه خپل خاص هدفونه تعقبوي . کتاب درملنه د کنکاش او پلټون کولو پړاو دې چی دقیقې پلانونې ته اړتیا لری او په هغه کې دواړه لوري باید له کتاب درملنې سره موافق وی . که څه هم د کتااب درملنې په اړه بیلا بیل نظورنه وجود لري خو۵ پړاونه یې ټولوترمینځ مشترک دي .پیژندل ، د لیکنې انتخاب ، وړاندی کول ، خالی کول  او بصیرت .

کتاب درملنه کومو کسانو په لاس اجرا کیږی ؟د کتاب درملنې کس ممکنه ده د ښونځی استاد ، کتابتون پال یا د  اروایی روغتیا ماهر وی . مهم ټکی دا دې چی کتاب درملنه باید په ډیر ظرافت سره ترسره شی او هرڅوک یې پړه پرغاړه انشی اخیستلې .

د کتاب درمکلنې اغیزې ډیرې زیاتې دي . د پیژندنې له پراختیا ، اګاهۍ اود نورو له کیسو سرهل ه بلدتیا نیولی تر هغو شخصیتونو بلګې اخیستلو سره چی مرسته کونکې یې په کتاب کی معرفی کوی .

البته کتاب درملنه د هغه د ګټو ترڅنګ محدودتیونه هم لري چی پکې دغو موردونو ته اشاره کیدلې شی ، د بی شواده او کم سواده کسانو په اړه د هغو کارندوالی محدود دی . د هغو کتابونونو شمیر د درملنې ټول اړخونو ته پکې اشاره شوی وی ، کم دې  او زیاتره کتابونه په پوهنوتونوکې د تدریس لپاره لیکل شوی دی او د عامو خلکو لپاره پرې پوهیدل اسان ندي . پر دې سربیره ممکنه ده ځینې مرسته کونکي د کتاب له پیلولو وروسته د مطالعې له دوامه  ډډه وکړی یا د مطالعې له سمې رودې سره بلد نه وی او په ډیرو سختو ناروغیو کې ځواب ترلاسه نکړې شی .

نن سبا د نړۍ په ډیرو سیمو کې دکتاب درملنې د تخنیکونو لپاره ضروری معیارونه وجود نلري  او ماهر او روزل شوی کتاب پالان ډیر کم دي چی د کتاب درملنې د تخنیک د مختلفو اړخونو په اړه ډیرو کمو څیړنو ته په پام سره تراوسه په پراخه توګه دغې رودې ته هیله نشی درلودلی . البته د نیا په سترو ښارونو کی د درملیزو کتابونو دفترونه شته دي او د مشورې کار د سکایپ له لارې ترسره کیږی او یوشمیر لیکوالان هم له دغو پروګرامونواو طرحوسره یوځای شوي دي خو تراوسه هم مطلوب ځای ته تر رسیدا اوږده لاره پرته ده .

کتاب درملنه دوې اصلی برخې لري . په دوی کې یوه روده هغه کتابونه دي چی له فلسفې د روحي  ، عاطفي ، سټریس ، د میرمن او خاوند د ژوند ، له بیلتون ، بی وزلۍ او رواني مشکلاتو د درملنې لپاره استفاده کیږي . بله برخه کتابونوکې له ادبیاتو استفاده کیږی . د بیلګې په توګه دغه کسان د سټریس په اړه له کتابونو داسې کتاب غوره کوی چی وګړې یې ولولی اوبیا یوه موده وروسته  بیا خپل درمل کونکی ته مر اجعه وکړی . هغه مهم کسان چی له ادبی حوزې وګړیو ته وړاندیز کیږی ، داستایفسکی او هغه لیکوالان دي چی د انسان د روح د روانکارانو په توګه مطرح دي ، په دوی کې ویلیم شیکسپیر او مارسل پروسټ ته اشاره کولې شو .

Image Caption

 

د کتاب درملنه کونکي له روایتونو او د دغو لیکوالانو له کتابونو د ښه ژوند کولو لپاره خپلو مراجعه کونکیو لپاره استفاده کوی او په دې سربیره چی د هغو درملنه کوی ، په هغو د مطالعې عادت هم سیسټماټیک کوی .

هغه کسان چی له کتاب درملنې استفاده کوی ، انفرادی یا ډله ایزې غونډې لري . په ډله ایزه کتاب لوستنې کې هغه کسان چی ګډې اندیښنې یا ستونزې لري ، سره راغونډیږي او له یوه بل سره د نظر تبادله کوی . حتی ممکنه ده په یوه ډله ایزه کتاب درملنې په یوه غونډه کې څوک شتون ولرلې شی چی روحی ستونزه یا سټریس هم ونلرلې شی خو ورپاره مهمه وی چی خپله سلامتیا وساتلې شی او په راتلونکی کی په ناروغۍ اخته نشی . داسې کسان له دغو غونډو د خپلې سلامتیا هدف ته د رسیدا لپاره استفاده کوی او ځان لپاره یې د کتاب ارزښت په بشپړه درک کړی دی .

جالبه ده پوهه شئ چی په وروستیو کلونواو د کتاب درملنې په نویو پړاونو کې په ادبیاتو سربیره له موسیقۍ ، ډرامې او نورو هنری څانګو هم استفاده کیږی .

پای

 

 

ټیګونه