په غزه کې یو بل فلسطیني خبریال هم په شهادت ورسېد
پارس ټوډې- فلسطیني خبریال اسلام الکومي د صهیونیسټي رژیم د پوځ په برید کې په شهادت ورسېد.
د صهیونیسټي رژیم له لورې د خبریالانو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې د جنایتونو په دوام، فلسطیني خبریال "اسلام الکومي" له خپل زوی سره یوځای، د غزې ښار په جنوب کې د الصبره په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم د اشغالګر پوځ د توغندیز برید له امله په شهادت ورسېد.
له دې سره، د سې شنبې په سهارني بریدونو کې د صهیونیسټي رژیم د پوځ له خوا د غزې په بېلابېلو سیمو باندې، ۱۶ نور فلسطینیان په شهادت ورسېدل.
دا ۱۶ فلسطینیان د صهیونیسټي رژیم د پوځ په هوايي، ځمکنیو او توغندیزو بریدونو کې د غزې په مرکز او جنوب کې شهید شول. د فلسطین روغتیا وزارت اعلان کړی چې: د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې څخه تر اوسه د غزې د شهیدانو شمېر له ۶۲ زرو څخه اوښتی او له ۱۵۶ زرو څخه زیات نور هم ټپیان شوي دي.