Feb 15, 2023 12:57 Asia/Kabul
  • د ایران سیل ۱۳۲

د تهران راډیو مینه والو یو ځل بیا د ایران سیل له پروګرام سره مو په خدمت کښې یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو.

د ایران د مختلفو ولایتونو د سیل په دوام کښې تهران ولایت ته راورسیدو او په راتلونکو څو پروګرامونو کښې به د دغې ولایت پيژندګلوي او د هغه د مهمو ښارونو او د تاریخي او طبعي جاذبو په هکله به وغږیږو. په دې هیله چې تر پاې راسره مله ووسئ.

*/*/*/

تهران ولایت د تهران ښار په مرکزیت سره د ایران په شمال کښې پروت دی. تهران د ایران پایتخت او ترټولو زیات نفوس لرونکی ښار دی او د ښاري پراختیا له نظره نه یوازې په ایران کښې بلکې د دنیا په سترو ښارونو کښې شامل دی.

بهارستان (Baharestan)، شهریار(Shahriar )، اسلامشهر (Eslamshahr)، ری (Shahr-e-Rey)، پاکدشت (Pakdasht)، پردیس (Pardis)، پیشوا (Pishva)، دماوند (Damavand)، شمیران (Shemiranat)، شمیرانات (Shemiranat)، قرچک (Qarchak)، قدس(Qods)T رباط کریم (Robat Karim)، ورامین (Varamin)، فیروزکوه (Firuzkuh) و تهران (Tehran)  د دې ولایت ولسوالۍ دي.

په تهران ولایت کښې د ګرځیدو او سیل په پیل کښې فروزکوه ولسوالۍ ته ځو. دا د دماوند غره په لمنه کښې یو ښایسته ښار دی چې ښکلې منظرې لري. دا ښار د تهران لوایت په شمال ختیځ کښې پروت دی او چاپیره یې د البرز د لړۍ غرونه دي. د دنګو دنګو غرونو شتون او د سمندر له سطحې د دې ښار لوړوالی سبب شوی چې فیروزکوه د کال په ګرم موسم کښې هم سړه او په زړه پورې هوا ولري او په هم دې وجه د سیل او ارام کولو لپاره د پلازمینې د خلکو یو ښه مقصد دی. د تهران او د دې لوې ښار له آلودګۍ نه د خلاصي لپاره یوازې په دوه ساعته ډرائیونګ سره، د فیروزکوه ښایسته او په زړه پورې آب وا لرونکې سیمې ته رسیدې شئ. دا ولسوالي له مازندران ولایت سره پوله لري او د ایران له پلازمینې ۱۴۵ کیلومیټره لرې ده.

د مناسب جغرافیايي موقعیت  او د مساعدې آب و هوا او هم داشان د سیندونو او د خوږو اوبو د سرچینو په وجه، په دې ولسوالۍ کښې باغداري ډیره دود ده. د فیروزکوه له کرهڼیزو محصولیاتو څخه غنمو، جوارو، زردآلو یا خوبانیو، مڼو، ګیلاس، ناشپاتۍ، غوزانو، انګورو او آلبالو ته اشاره کولې شو. د دې سیمې زیاتره خلک له مازندراني قومونو څخه دي او په خپلو ځانګړې لحجې یعنې فروزوکوهي خبرې کوي.

*/*/*/*

د فیروزکوه نوم د ایران له تاریخ او اسطوره ؤ سره غوټه خوړلې ده. ځیني خلک دغه ښار له دماوند سره او د فریدون او ضحاک له افسانې سره چې د ایران  ډیر لرغوني اساطیر وو، اړونده بولي.

«محمد بن جریر طبری» (Muhammad ibn Jarir al-Tabari)  چې له ۸۳۹ نه تر ۹۲۳ کلونو ترمینځ تیر شوی دی، د «تاریخ الرسل و الملوک»(همانHistory of the Prophets and Kings)  په نوم یو کتاب لیکلی دی چې په مختلفو تاریخي پړاؤنو کښې د ایران د تاریخ په هکله دی. طبري په دغه کتاب کښې فیروز کوه ښار ته هم اشاره کړې ده. هغه باوري دی چې فیروزکوه هم هغه ښار دی چې د ساساني لړۍ اتلسم باچا فیروز ساساني چې له ۴۵۹ نه تر ۴۸۴ پورې یې دوران و، جوړ کړی دی. د فیروز کوه د فیروز کوه ډیر لرغونوالي ته په پام سره، په اطرافو کښې یې ډیرې لرغونې غونډۍ موجودې دي. له دغو غونډیو څخه د پیرګمر، سیاه ده او سرتپه لرغونو غونډیو او هم داشان د ګور سفید په شان نورو ډیرو پخوانیو غونډیو ته اشاره کولې شو.

په دې کښې د زیاتره غونډیو لرغونوالی له میلاده مخکښې له دویمې نه تر څلورمې زریزې رسیږي چې د سیاست بې مثاله جاذبې دي. لرغونې غونډۍ په حقیقت کښې هغه نسبتاً دنګې لوړې دي چې په پخوانۍ او لرغونې زمانه کښې د ایران د ابتدايي خلکو د استوګنې ځایونه وو. دغه لوړې له تاریخي او د تیرو خلکو د پیژندلو له لحاظه ډیر اهمیت لري.

ګرانو او قدرمنو دوستان د فیروزکوه ولسوالۍ د پیژندګلوۍ په دوام کښې مو په خدمت کښې یو.

د فیروز کوه سیمې یوه ډیره مهمه طبیعي جاذبه «تنگه واشی» (Tang-e Vashi i) یا «تنگه ساواشی» (Tangeh Savashi)  ده. دغه درّه د فیروزکوه ولسوالۍ په کابو ۲۰ کیلومیټره فاصله کښې پرته ده. واش کلمه په مازندراني ژبه کښې چمن ته وايي او تنګه واشي د هغې درې په معنا ده چې شنه او د چمن لرونکې دښته لري.

دغې ښایسته درې ته د تګ لپاره وړومبې باید «جلیزجند» (Jelizjand) کلي نه تیر شو. له کلي نه له تیریدو وروسته هغه سیند راځي چې د تنګه واشي په اوږدو کښې بهیرږي او په پورته غرونو کښې له یو آبشار نه سرچینه اخلي. دغه دره له دوو برخو جوړه شوې ده، د وړومۍ درّې نوم «واشي» دی او دویمه دره«سا» نومیږي. کوم آبشار چې د دغو دوو درو په سر کښې دی، هغه هم د دې درو نوم ته په پام سره د «ساواشي» په نوم مشهور دی. دغه آبشار ۱۵ میټره لوړ دی او په پاې کښې یې یو وړوکی تالاؤ جوړ شوی دی چې ډیر ښایسته او د لیدو وړ دی.

لکه څنګه چې مو وویل، تنګه واشي ته د رسیدو لپاره باید له جلیزجند کلي نه واوړو. دغه کلی د درې د لارې په سر کښې راځي. یو داسې کلی دی چې تاؤ راتاؤ او لوړې ژورې لارې لري. د میلمه پالو او مینهنکو خلکو په شتون سره په جلیزجند کلي کښې ګرځیدل ځانته ډیر خوند لري. په دغه کلي کښې د هغوي د پنج ګیاه مشهورې شوملې یا شلومبې اخیستې شئ. په دغو شلمبو کښې پنځه ډوله خوندور او ګټه ور غریز بوټي اچول کیږي.

له کلي نه له تیریدو وروسته به یوې زرغونې او ښایسته دښتې ته ورسیږئ چې د غنمو او الوګانو له کروندو او د میوو له باغونو ډکه ده. زیاتره وختونه بزګر په خپل کار لګیا وي او د سیلانیانو په ورین تندي هرکلی کوي.  

*/*/*/*/*/*

له شنې زرغونې دښتې له تیریدو وروسته تنګه واشي ته رسیږو. په دې سیمې کښې د کښیناستو ځاې نشته او باید په خوړ یا سیند کښې دننه چې دواړو لورو ته یې غروونه دي، تګ وکړو. په تنګه واشي کښې تګ د هر چا لپاره اسان نه دی. دا سیمه که څه هم د تهران د خواوشا د سیل یو غوره مقصد دی خو د ماشومانو او د بدني کمزورتیا لرونکو کسانو لپاره له دغې لارې تیریدل ناشوني دي تقریباً یو نیم کیلومیټر په اوبو کوښې د دغې لارې له وهلو وروسته د ساواشي ښایسته دښتې ته رسیږو. دغه ښایسته دښته د کیمپنګ لپاره ډیره مناسب ځاې دی.

خو دویمه دره یې چې ورڅخه باید تیر شو، «تنګه سا« نومیږي. دا له تیرو کاڼو ډکه دره ده چې ورڅه تیریدل تجربې ته ضرورت لري. د اوبو ژورتیا یې له تنګه واشي کمه ده او لاره یې لنډه ده. د دې لارې په اوږدو کښې، په کاڼو باندې د روانو اوبو او لاندې یې د توییدو منظرې، واړه او ښایسته آبشارونه جوړ کړي دي.

د تنګه سا پاې ته په رسیدو سره، ساواشي آبشار راڅرګندیږي چې د ښایست تماشا یې، د انسان ستړیا ختموي. د درې دا برخه بیخي ډبرینه ده او په کښې د کښیناستو او ایساریدو لپاره ډیر مناسب ځاې نه لري.

*/*/*/*/

د تنګه واشي په لاره کښې یوه تاریخي او سیاسحتي جاذبه، د هغې تاریخي کتبه ده چې د لارې په اوږدو کښې ځان څرګندوي. دغه کتیبه په ایران کښې د قاجار په پړاؤ پورې اړونده ده او کابو ۱۸۵ کاله لرغونوالی لري او په وړومبۍ درې یعنې تنګه واشي کښې یې ښي اړخ ته لیدې شئ. دغه کتیبه د «فتحعلی شاه قاجار» (Fath-Ali Shah Qajar)  په حکم جوړه شوې ده. هغه له دې مخکښې چې باچاهۍ ته ورسیږي، د شیراز واکمن و او د تخت جمشید (Persepolis) و نقش رستم (Naqsh-e Rostam)  وغیره په شان آثارو تر تاثیر لاندې راغلی و. له تاریخ او هنر سره د هغه دغه مینه سبب شوې چې حکم ورکړي په مشهورو او تاریخي ځایونو کښې په کاڼو باندې ځیني تصویرونه وکني. په دغو کښې یوه مشهوره کتیبه هم دا د تنګه واشي کتیبه ده.

د تنګه واشي د کتیبې موضوع، د شاه او د هغه د ملګرو له خوا د ښکار یوه صحنه ده، د کتیبې حاشیې یا غاړو د یو چوکاټ په شان، اصلي رول لوبوي او د شاه احوال او د فتحعلي شاه د باچاهۍ د زمینې پيښې بیانوي. د کتیبې په مینځ کښې فتحعلي شاه په یو اس باندې سپور لیدل کیږي چې یوه هوسۍ ښکار کوي. په کتیبه کښې موجود نور نقشونه معمولاً د شهزادګانو دي. خو د فتحعلي شاه رول د نورو کسانو په پرتله ستر دی. نور کسان د هغوي اهمیت ته په پام سره په وړو نقشونو کښې، په تازي سپیو سره د هوسیو یا مارغانو په ښکار لګیا ښودل شوي دي.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه