Feb 25, 2023 14:58 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه ۴۸

د ژوند اولنی تمځای او وروستی تمځای دواړه له کتاب سره زیات خوندبخښونکي دي او په طبیعي توګه د دغو دواړو تمځیو ترمینځ د ژوند لاره د کتاب په ملتیا سره لا ښه او لاخوږه او لا قراره وهلی شو

په کتاب سره درملنه book therapy یوه پخوانۍ کلمه ده. د کتاب درلمنې بنیادي مفهوم د لوستلو له لارې بیاسمونه ده. کتاب درملنه د لوستونکي او ادبیاتو ترمینځ تعامل دی. په کتاب سره د درملنې په طریقه کښې د لوستلو وړ مطالب چې د لوستونکي په واک کښې راځي، درملیز او شفا بخښونکې اغیزه لري.

له دې امله چې ماشومان و ځلمیان به ډیرو مواردو کښې ځانونه د کتاب د شخصیتونو یا د داستان د اصلي اتلانو پر ځاې ګڼي، که چیرې په کتاب درملیزو پروژو کښې مناسب کتابونه غوره شي نو ورسره ورته کیدل مرسته کوي چې خپلې ستونزې وپیژني. هغوي کله چې پوهیږي له ستونزو سره په مقابله کښې یوازې نه دي نو د آرامښت او امنیت احساس کوي او یوازې توب او اندیښنه یې کمیږي. کله چې دغه ورته والی بڼه نیسي، د نفسیاتي پاکوالي بهیر هم ترسره کیږي. له ځانه دغه خبرتیا ماشوم او ځلمي ته توان ورکوي چې له پيښو څخه خپلې لاسته راوړنې بدلې کړي او خپل کړچار ښه او سم کړي.

*/*/*/*/

تحقیقات او څیړنې ښودنه کوي چې د کتاب درملنې اغیز شیندنه هغه وخت چې د لوبو له لارې درملنې Play Therapy په شان طریقو سره ګډه شي، په پام وړ توګه زیاتیږي. د لوبو درملنه او کتاب درملنه د یو بل ترڅنګ یوه غوره ټولګه جوړي، ځکه چې کتاب درملنه په منلو باندې ټینګار لري او د لوبو درملنې ټینګار د احساساتو او ستونزو په بیان باندې دی.

کلونه وشول چې د دنیا د مختلفو سیمو څیړاندي او ارواپوهان دغه طریقې کاروي او ترلاسه شوې پایلې یې شهادت ورکوي چې کتاب درملنه، د ځینو ګډوډیو او ناروغیو د درملنې په لړ کښې د کارنده طریقو په توګه استعمالیدې شي.

دوستانو د خپرونې په دوام کښې دغه ډول څو تجربو ته اشاره کوو.

د آسټریا یو سیاستوال او استاد ولفګانګ سوبوتکا (Wolfgang Sobotka) وايي: تجربي تحقیقات ښودنه کوي چې په روغتونونو کښې خلاقیت او نوښت د ناروغانو په چټکې ښه کیدنې باندې مثبته اغیزه کوي.

هغه د آسټریا په یو ولایت کښې «د لوستلو لپاره وخت« په نامه د یوې نوښتپالې او مخکښ ډلې تجربې ته اشاره کوي چې د سیمې له روغتونونو سره په ملګرتیا سره یې، د روغتونونو د ماشومانو په وارډونو کښې تل د ټیلیویژن د کتلو د پروګرام پر ځاې، نور په زړه پورې پروګرامونه وړاندې کړې دي. د روغتونونو په وارډونو کښې (د کتاب کاونټرونه Book counters) چې کتابونه او فکري لوبې په کښې موجودي وي، په روغتونونو کښې د ماشومانو په غمناک معمول کښې یو تازه روح پوکولی او په وارډونو کښې خلاقیت او دوستانه اړیکې پراخې شوې دي او نتیجه یې د ناروغانو چټک ښه کیدل دي.

د مطالعې دغه ځایونه د ماشومانو لپاره د روغتون له خفګان او تکراري رواله د وتلو یوه لاره ده. څیړنو وښودله چې د دغې طرحې له اجرا وروسته، د ماشومانو ویله او اندیښنه کمه شوې او په وجود کښې د یې د شفا او ښه کیدو انرجي رامینځته کیږي او په نتیجه کښې ډیر زر ښه کیږي.

سوبوتکا باوری دی چې «د کتاب کاونټر» د لوستلو او لوبو او خوشالیو د دنیا په لور یوه دریمڅه ده  او د ماشومانو لپاره یو فرصت دی چې وتوانیږي په نوي چاپیریال کښې د خواوشا له کسانو سره لا ښه اړیکه ټینګه کړي او ورسره مرسته کوي چې په روغتون کښې د بستري کیدو ورځې پرې په اسانه تیرې شي.

*/*/*/*/*/

د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو کلونو کښې د کورني جنګ او انقلاب په پیلیدو سره په سویل ختیځې آسیا کښې د لائوس هیواد زیاتره خلک د خپل کور کهول پریښودو ته اړ شول او په هند و چین کښې په یوې سیمې کښې پناه اخیستو ته اړ شول.

په دغو حالاتو کښې د چانتاسون  اینتاوانګ" Chantason Intavang په نامه د لائوس یوې ښځې چې په جاپان کښې اوسیدله، باور درلود چې یوازې د کډوالو په توګه د انسانانو قبلول د هغوي ستونزې نه ختموي. هغې غوښتل چې له کډوالو ماشومانو سره مرسته وکړي. په دې وجه یې په ۱۹۸۲ کال کښې «د لائوس ماشومانو ته د تصویري کتابونو د ډالۍ کولو تنظیم (Association for Sending Picture Books to Lao Children)  جوړ کړ. دغه تنظیم په پیل کښې د لائوس پناه غواړو ماشومانو ته د جاپان یوازې تصویري او د کیسو کتابونه لیږل خو څو کال پس یې په لائوس کښې د ماشومانو د کتابونو د چاپ او نشر له صنعت څخه د ملاتړ لپاره د اړتیاوړ شیانو لیږل پیل کړل، د هغو کتابونو د چاپ کولو لپاره چې لائوسي لیکوالانو او هنرمندانو د خپل هیواد د ماشومانو لپاهر برابرول. کوم فعالیتونه چې په جاپان کښې پیل شول، د وخت په تیریدو سره په لائوس کښې تعقیب شول او پراختیا یې وموندله او نن سبا د دغې پروژې له پیلیدو د څو لسیزو له تیریدو ورسوته دغه تنظیم د یو غیرحکومتي ارګان په چوکاټ کښې په لائوس کښې د ادبیاتو او د ماشومانو د حقوقو د دودولو لپاره فعالیت او کار کوي.

«د بوډا کیدو هنر» د مشهور جرمن فلاسفر آرتور شوپنهاور " Arthur Schopenhauer  د هغې هنري ټولګې اووم کتاب دی چې د هغه د فکري فلسفي ژوند د وروستیو اتو کالو په اخرنیو لیکنو مشتمل دی. هغه په دغه کتاب کښې د خپل تفکر وروستیو کلونو ته یوه کتنه کوي او د نورو ډیرو متفکرانو د معمول په اپوټه، د خپل ژوند په وروستي تمځي کښې هڅه کوي د خپلو نورو آثارو څخه یولړ ټکي بیان او تشریح کړي، نا ویلې ووايي او له دې لارې ځان د بوډاتوب له ساکن والي او بیکارۍ وژغوري.

شوپنهاور له یوې خوا د خپل ژوند او د هغه د واقعیت فلسفیانه چلند ته په کتلو او له بلې خوا د بوډاتوب او مړینې په اړه د خپلو او نورو پخوانیو تیوریکي کارونو څخه په ډډه کولو سره، د زوړتیا غمګین کلونه د زوړ عمر په خوږو کلونو بدلوي. د جرمني دغه فلاسفر په دې کتاب کې هم د خپلو نورو لیکنو په څېر په غرور، ساده او فکري ډول لیکلو ته دوام ورکوي او د خپل عمر له غوښتنو سره سم نه د غم په څنډه کې ناست غمجن دی او نه عصبي او نه د مرګ په تمه ناست فیلسوف دی.

هغه په دې کتاب کې د زوړ عمر د تصور په اړه په عملي او فکري طریقې سره هڅه کوي چې هغه د امکان تر حده د خوږ او ګټور وخت په توګه یاد کړي. شوپنهاور په دې کتاب کې د خپلو نورو کارونو په څیر هڅه کوي چې د بوډاتوب د عمر په اړه مختلف نظریات او لیدتوګې وړاندې کړي او هغه د ژوند په یو واحد طرز بدل کړي.

د لیکلو درملنه یا کتاب درملنه د دغه فلاسفر په باور، د دغه پړاؤ د خفګان او لټۍ اکسیر او درمل دي البته د دغو کلونو د خوږولو لپاره د شوپنهاور حل لاره د ځینو عامه پالو لیکوالانو په اپوټه په جرنالیسټي او د ټولو د پوهیدو وړ طریقه نه ده او هیڅکله د داسې څیز سپارښتنه نه کوي. هغه د لرغونو متفکرانو د افکارو په پیروۍ سره هڅه کوي چې په بوډاتوب کښې خپله هیڅ ورځ د یوې لیکې له لیکلو پرته تیره نه کړي چې د زوړوالي په سختوالي او زیږوالي باندې د هڅې او غور یو رنګ ووهي.

بوډاتوب د عمر یو حساس پړاؤ دی چې که له سلامتیا او نسبي هوساینې سره مل شي نو د ژوند خوږې ورځې دي. هغه څه چې نن سبا ورته علم توجه کوي، یوازې د ژوند د پړاؤ اوږدول نه دي بلکې د ژوند کیفیت هم د هغه د کمیت په اندازه یا حتی ورڅخه زیا ت د پاملرنې وړ وګرځي.

د بوډاګانو مطالعه او کتاب لوستل یو ډیر ګټه ور کار دی چې د زاړه عمر کسانو کښې مغزي او ذهني توانمنۍ او هم داشان روحي او احساسي توانمني رامینځته کولی یا پياوړې کولې شي. د څیړاندو د تحقیقاتو له مخې، په بوډاتوب کښې کتاب لوستل د بوډاګانو په بدن او روح باندې مثبتې اغیزې کوي. په دغو مثبتو اغیزو کښې د سټریس کمیدل، د بې خوابۍ کمیدل، د مغزو د کار پياوړتیا، د افسردګۍ یا ډیپرشن کمیدل او د هغه درملنه شامله ده.

پر دې سربیره د بوډاتوب په دوران کښې مطالعه د هغوي لپاره جذابیت رامینځته کوي. یو بوډا کس هغه وخت چې په مختلفو برخو کښې ډیر او نوي معلومات ولري او وکړې شي چې په بحثونو کښې ګډون وکړي او د نورو پاملرنه ځان ته واړوي، په حقیقت کښې د نورو لپاره جذابیت پيدا کوي او دا له نورو سره د تعامل په بیره باندې اغیزه کوي.

کتاب لوستل یو زوړ او بوډا انسان ټولنیز کوي او د لغتونو له یوې داسې پراخې سویې سره یې بلدوي چې له نورو سره په خبرو کښې ترې کار واخلي. هم داشان کله چې زاړه کسان مطالعه کوي، د کتاب د لیکلنې تر اغیزې لاندې راځي او حتی په لیکلو کښې هم ډیره توانمني ترلاسه کوي. ډیر لیدل شوي دي چې په مطالعې میئنو مشرانو د کتاب او د خپلو خاطراتو او یادونو لیکلو ته مخه کړې ده. لکه څنګه چې د بوډاګانو بدن تحرک او ورزش ته ضرورت لري، د هغوي ذهن هم د الزایمر او د عقل د زوال په شان ناروغیو د مخنیوي لپاره ورزش ته اړتیا لري چې مطالعه او کتاب ولوستل ورپاره ترټولو غوره او ښه ډول ورزش دی. پر دې سربیره د هغوي معلومات ډیروي چې  بلآخره د هغوي په بدني سلامتیا او د ځان په خیال ساتلو کښې یې مرسته کوي.

*/*/*/*/*

څیړنې ښودنه کوي چې کتاب درملنه د ځان د مدیریت کولو د توانمنیو د ځانګړنو د ښه والي لامل کیږي او په نتیجه کښې د ژوند کیفیت ښه کوي.

د ژوند په ښه کولو او د اوزګار وخت په ګټه ور کولو کښې د کتاب او مطالعې له رول نه انکار نه شي کیدې خو بوډاګان د نظر د کمزورۍ او بې حوصلګۍ په شان ستونزو په وجه له کتاب نه استفادې او مطالعې کولو ته کمه لیوالتیا لري حال دا چې کتاب د هغوي ډیر غوره ملګری کیدې شي او د افسردګۍ او د تیر وخت په هکله د سوچونو او فکرونو په شان د روحي ناروغیو زمینه له مینځه وړې شي. څومره ښه ده چې د کورنۍ کسانو دا کار په غاړه واخلي او د ورځې یو څو دقیقې، هغوي ته کتاب ولولي. دا کار ورور ورور په کورنۍ کښې د مشرانو د احترام د کلتور د دودیدو، د صمیمیت د رامینځته کیدو او د کورنۍ د غړو ترمینځ د کتابخوانۍ د کلتور سبب کیږي.

البته الیکټرانک کتابونه او غږیز پيغامونه، د کتاب د وړاندې کولو داسې نوې طریقې دي چې مشران ترې ګټه پورته کولې شي.

څه موده مخکښې په ایران کښې (د قرآن د قراءت د اوریدو په وجه د روحي دباؤ څیړنه) په نامه یو تحقیق وشه. په زړه پورې ده پوه شئ چې نتایجو یې وښودله چې له قرآن څخه استفادې د بوډاګانو د سټریس په درملنه کښې بنیادي مرسته کړې ده او زیاتره مخاطبانو باور درلود چې د قرآن د قاري غږ یې د ذهن لپاره ارامښت او قراري ډالۍ کړې ده. یو مهم ټکی دا دی چې هر کس چې له قرآن سره بلد وي او مینه ورسره ولري، د دغه په زړه پورې غږ په اوریدو سره، لازیات ارامښت ترلاسه کوي او پریشاني یې کمیږي. د دغه تحقیق هیله مندوونکې نتیجه او د بوډاګانو له نفسیاتي سلامتیا سره د قرآن د تلاوت معناداره اړیکه، د زیات عمر د کسانو د ستونزو په کمولو او د هغوي د ژوند په ښه کولو کښې کتاب درملنې ته د پاملرنې په لړ کښې په علمي تحقیقاتو باندې تایید ټاپه وه.

*/*/*/*/

 

ټیګونه