Mar 09, 2023 18:27 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۲۱) یهودیان

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۲۱م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د آل عمران سورت د ۷۲، ۷۷ او له ۹۳ څخه تر ۹۷ آیت شأن نزول څېړو.

د تورات کتاب د وروستي الهي پیغمبر ظهور اعلان کړی وو. له همدې امله ځینو یهودیانو د حجاز سیمو ته هجرت وکړ. د دوی عالمانو او ساینس پوهانو په دوامداره توګه د ظهور نښې نښانې څارلې، نو دوی وتوانېدل چې له قریشو مخکې د رسول الله (ص)له زېږېدنې څخه خبر شي.

په یوه روایت کې راغلي چې امام باقر(ع) وفرمایل: په کومه شپه چې پیغمبر(ص) دې نړۍ ته سترګې وغړولې، د اهل کتابو یو عالم قریشو ته راغی. هغه د بني مغیره له اولادې څخه چې د هغې ورځې له مشهورو کورنیو څخه وو پوښتنه وکړه: آیا نن شپه ستاسو په منځ کې کوم ماشوم پیدا شوی دی؟ هغوی وویل: نه. وویل: يو ماشوم بايد پيدا شي چې نوم يې احمد وي او په هغه باندې بايد تورې تورې نښې وي. .. شاید پیدا شوی وی او تاسو خبر نه یاست!

د یهودي سړي له وتلو لږه شېبه وروسته، د عبدالله بن عبدالمطلب د زوی د زېږېدو خبر راغی. نو هغه یهودي سړی یې راوغوښت او وویل: هو، زموږ په منځ کې یو ماشوم پیدا شوی دی. هغه وپوښتل: مخکې له دې درته ووایم که وروسته؟ هغوی وویل: مخکې. وويل: نو ما هغه ته بوځئ، تر څو زه پرې غور وکړم، دوی هغه سړی ماشوم ته بوتلو.

کله چې هغه سړي ماشوم ته وکتل او شا یې ولیده، هغه بې هوښه شو کله چې د نبوت مهر یې ولید. نو هغوی هغه حضرت واخیست او مور ته یې ورکړ او وویل: خدای دې ستا ماشوم ته برکت ورکړي. او کله چې هغه سړی په هوش راغی، نو وویل: په تاسو څه وشول؟ هغه وویل: په خدای قسم! له بني اسرائيلو څخه د قيامت تر ورځې پورې پیغمبري واخیستل شوه. دا هغه څوک دی چې بني اسرائیل به له منځه وړي او کله چې یې ولید چې قریش په دې خبره خوشحاله شول، وویل: په خدای قسم! له تاسو سره به داسې څه وکړي چې د ختیځ او لوېدیځ خلک به تري یادونه وکړي.

يهودیان چې ظاهراً مدينې ته یې هجرت وکړ، ترڅو د خداى له وروستي پېغمبر سره يو ځاى شي، د وروستي الهي پیغمبر د پيدايښت او ځانګړنو په اړه پوهېدل. خو د پېغمبراکرم (ص) له بعثت څخه وروسته په هېڅ تاريخي کتاب کې د يهودیانو د استقبال او مکې ته د هغوى د علماوو د ورتګ خبر نشته. په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې يو زيات شمېر مشرکانو چې له دغو يهودیانو څخه يې د اسلام خبر اورېدلی و، اسلام يې قبول کړ.

دا مسأله عربانو ته دومره حیرانوونکې وه، چې د مدینې یوه مشر "معاذ بن جبل" دوی ته وویل: ای یهودیانو! د پرهېزګارۍ عمل وکړئ او اسلام قبول کړئ. په داسې حال کې چې موږ مشرک وو او تاسو موږ ته خبر راکړ، چې هغه به مبعوث کېږي او د هغه صفات مو موږ ته بیانول!

یهودیانو فکر کاوه چې د خدای وروستی رسول به له دوی څخه وي. هغه پیغمبر چې د یهودیانو تسلط به په نورو خلکو پیاوړی او د دوی مقام به لوړ کړي. خو د خداى وروستى پيغمبر د بني هاشمو له قبيلې څخه يو عرب وو، چې عادلانه چلند يې کاوه او د خلکو تر منځ يې برابري کوله.

په دې اساس یهوديانو د اسلام د نوي دین د له منځه وړلو هوډ وکړ. دوی د مسلمانانو د ایمان د ګډوډولو لپاره ماهرانه پلانونه وکارول. د دوی یوه دسیسه د مسلمانانو پر دیني بنسټونو برید وو. په دې توګه د یهودیانو دولسو عالمانو له يو بل سره هوډ وکړ چې سهار وختي پېغمبر(ص)ته ورشي او په ظاهره توګه مسلمان شي. بیا د ورځې په پای کې، له دې دین څخه لاس واخلي.

دوی پرېکړه وکړه چې خلکو ته ووایي: موږ محمد او د هغه دین ولید، خو له هغه څه سره چې په تورات او انجیل کې راغلي دي، سمون نه لري. دوی په دې پلان سره غوښتل چې خپلو ملګرو او لارویانو ته دا وښيي چې که اسلام يو ښه ښوونځی واى، نو د علم او کتاب خاوندانو به نه پرېښود. په حقیقت کې د دې کار په ترسره کولو سره به هم په مسلمانانو کې شک پیدا شي او هم به د نورو یهودیانو د مسلمانېدو مخه ونیول شي.

خدای تعالی هم د دوی پلان د آل عمران سورت د ۷۲م آیت په نازلولو سره څرګند کړ او وفرمایل: «قالَتْ طائِفَةٌ مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ آمِنُوا بِالَّذی أُنْزِلَ عَلَى الَّذینَ آمَنُوا وَجْهَ النَّهارِ وَ اکْفُرُوا آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ: د اهل كتابو (يهودیانو) يوې ډلې وويل: (په ظاره توګه لاړ شئ) او پر هغه څه چې پر مومنانو نازل شوي دي، د ورځې په پيل كې ايمان راوړئ او په پای کې کافر کېږئ (او راوګرځئ)! ښايي دوى (له خپل دين څخه) راوګرځي.

یهودیانو تل ځانونه غوره او نور خلک بې سواده او وحشي ګڼل. دوی نشو کولای چې وویني خدای تعالی د مسلمانانو لپاره قرآن کریم؛ هغه له حقه ډک او د لوړو معارفو لرونکی کتاب نازل کړی دی. له دې سربېره چې هره ورځ یوه ډله خلکو د اسلام په سپېڅلي دين ايمان راوړلو. دې عمل د یهودي مشرانو اندېښنې ډېرولې. ځینو یې خپل ټولنیز مقام د پخوا په پرتله ډېر په خطر کې لیده.

نو له دې امله دوی د پیغمبر او د هغه د کتاب د انکار لپاره په هر ډول ګام لاس پوري کاوه، د بېلګې په توګه، دوی په تورات کې د وروستي پیغمبر نښې له منځه یوړل او پر ځای یې نور شیان ولیکل. تر ټولو بدتره چې دوی په دې ښکاره تحریف بسنه ونه کړه او قسم یې وخوړ هغه څه چې دوی لیکلي د خدای له لوري دي.

د آل عمران سورت ۷۷م آیت همدغه حقیقت ته اشاره کوي. خداى تعالی په دې آيت كې هغوى ملات کړي او فرمايي: « انَّ الَّذینَ یَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَ أَیْمانِهِمْ ثَمَناً قَلیلاً أُولئِکَ لا خَلاقَ لَهُمْ فِی الْآخِرَةِ وَ لا یُکَلِّمُهُمُ اللَّهُ وَ لا یَنْظُرُ إِلَیْهِمْ یَوْمَ الْقِیامَةِ وَ لا یُزَکِّیهِمْ وَ لَهُمْ: هغه کسان چې خپل الهي تړون او قسمونه په لږ قیمت پلوري، د دوی لپاره به په آخرت کې هېڅ ګټه نه وي او خدای د قیامت په ورځ له دوی سره خبرې نه کوي او دوی ته د قیامت په ورځ نه ګوري او دوی (له ګناهونو څخه) نه پاکوي، او د دوی لپاره دردناک عذاب دی.

کله چې پیغمبر (ص) یهودیانو او عیسویانو ته خپل ځان د ابراهیم (ع) د خالص دین لاروی معرفي کړ، بیا هم د عذر او خنډ  پیدا کول پیل شول. د یهودو یوه ډله رسول الله (ص) ته په تمسخر سره ر اغله او وویل: ته چې ځان د ابراهیم د دین لاروی یادوې، څنګه د اوښ غوښه او شېدې حلال ګڼې؟ د ابراهيم په دين کې دا دواړه حرام دي! دا موږ یو چې باید د ابراهیم (ع) په دین وویاړو، ځکه د هغه په پیروۍ موږ د اوښ غوښه او شېدې پر ځان حرام ګڼو. نه یوازې ابراهیم، ​​بلکې حتی نوح او د ابراهیم څخه مخکې نورو پیغمبرانو هم دا منع کړي وو. په هرصورت، تاسو څنګه د ابراهیم د دین په اړه خبره کوئ؟

په دې وخت کې د آل عمران سورت له ۹۳ څخه تر ۹۵ آیتونه نازل شول او په ښکاره یې د ابراهیم پروړاندې د یهودیانو تور رد کړ او وفرمایل: دا ټول خوراکونه د بني اسرائیلو لپاره حلال وو، پرته له هغه څه چې بني اسرائیلو پرځان حرام کړي وو. قرآن د حضرت يعقوب (ع) د ناروغۍ له امله د ځينو خوراکونو د حراموالي يادونه کړې ده، خو د هغه پيروانو دا يو الهي حرام ګڼلی، په داسې حال کې چې د تورات له نزول مخکې بني اسرائيلو ته هېڅ خوراک حرام نه و.

البته د يهودیانو د ظلم له امله د تورات له نزول وروسته، د عذاب په توګه پر هغوی ځينې خوراکونه حرام شول. نو هغه څوک چې ابراهیم پوري دروغ تړي، نشي کولای د هغه په دین کې و اوسي او د هغه پر ​​دین وویاړي. « کُلُّ الْطَّعَامِ کَانَ حِلّاً لِبَنى إِسْرَ ءِیلَ إِلّا مَا حَرَّمَ إِسْرَ ءِیلُ عَلَى‏ نَفْسِهِ مِنْ قَبْلِ أَنْ تُنَزَّلَ الْتَّوْرَیةُ قُلْ فَأْتُواْ بِالْتَّوْرَیةِ فَاتْلُوهَآ إِنْ کُنْتُمْ صَدِقِینَ‏ / فَمَنْ افْتَرى‏ عَلَى اللَّهِ الْکَذِبَ مِنْ بَعْدِ ذَ لِکَ فَأُولئِکَ هُمُ الْظَّلِمُونَ‏: د بني اسرائيلو لپاره ټول خوراکي توکي او خواړه حلال وو، پرته له هغه څه چې حضرت يعقوب (ع) د تورات له نزول څخه مخکې پر ځان حرام کړي وو، ووایه: که رښتیا وایاست (چې دا له وړاندې په تورات کې حرام وو) تورات راوړئ او تلاوت يې کړئ (تر څو وګورئ چې ډېر شيان مو د وحي له نازلېدو وړاندې، پر ځان حرام کړي دي). نو له دې وروسته، هرڅوک چې پر خداى دروغ وايي، هغوى ظالمان دي.

یهودیانو د خپلو دسیسو په دوام کې د اسلام د ستر پیغمبر پروړاندې اعتراض وکړ او وویل: ته څنګه ځان د ابراهیم (ع) له دین څخه ګڼې، په داسې حال کې چې له تا پرته نور ټول پیغمبران د ابراهیم (ع) له کورنۍ او د اسحاق له اولادې څخه وو. له هغه څخه تېر، بیا ټولو بیت المقدس ته درناوی او د هغه په لور یې لمونځ کړی دی، خو تا له هغه قبلې څخه مخ واړوه او کعبه مو د قبلې په توګه غوره کړه.

په دې وخت کې ٩٦ او ٩٧ آيتونه نازل شول او وفرمايل: که کعبه د مسلمانانو قبله شوې، نو د حيرانتيا خبره نه ده، ځکه چې دا د توحيد لومړى کور دى او له دې څخه ډېر لرغونى معبد نشته. باید په دې پوه شو چې د کعبې کور د آدم (ع) له خوا جوړ شوی دی، چې د نوح په طوفان کې یې زیان ولید، ابراهیم هغه بیا جوړ کړ. په دې آيتونو کې خداى تعالی فرمايي: «إِنَّ أَوَّلَ بَیْتٍ وُضِعَ لِلنّٰاسِ لَلَّذِی بِبَکَّهَ مُبٰارَکاً وَ هُدیً لِلْعٰالَمِینَ /  فِیهِ آیٰاتٌ بَیِّنٰاتٌ مَقٰامُ إِبْرٰاهِیمَ وَ مَنْ دَخَلَهُ کٰانَ آمِناً وَ لِلّٰهِ عَلَی اَلنّٰاسِ حِجُّ اَلْبَیْتِ مَنِ اِسْتَطٰاعَ إِلَیْهِ سَبِیلاً وَ مَنْ کَفَرَ فَإِنَّ اَللّٰهَ غَنِیٌّ عَنِ اَلْعٰالَمِینَ: لومړنی کور چې د خلکو (او د خدای مناجاتو) لپاره وټاکل شو، د مکې په ځمکه کې دی، چې له برکتونو ډک او د نړۍ لپاره د لارښود سرچینه ده. په دې كې د ابراهيم (ع) د ځاى څرګندې نښې دي او څوك چې دې ته ننوځي په امن كې به وي او د خداى رضا لپاره دا د خلکو دنده ده، چې د هغه د كور هوډ وکړي، څوك چې دې ته د تللو توان ولري او هغه څوك چې كافر شي (او حج پرېږدي نو خپل ځان ته يې زيان رسولى دى) خداى له ټولو جهانونو بې نیازه دى.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه