Mar 13, 2023 15:56 Asia/Kabul
  • کتابونه دعلم باغونه(50)

د تهران دپښتو خپرونې  خوږو مینه والو په دې شیبو کې کتابونه دعلم باغونه نومې لړۍ له ننني پنځوس مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.

  خوږو دوستانو د ایران یومشهور شاعر او عارف شمس الدین یا شمس تبریزي د به جلال الدین محمدبلخي  مولانا مشهور شاعر روحاني پلار دی . هغه مولانا ته د خپلوتر ټولو ښکلو  آثارو  او شعرونو د لیکلو لپاره الهام بخښلی دی.خوله شمس تبریزي د؛مقالات؛په نامې سره یوازې یو کتاب  پاتې دی چې  هغه د هغه د شاګرانو په وسیله غوڼډ کړئ شوی دی.

ځینی لیکوالانو دخپل حرفه وي عمر په اوږدو کې زیات کتابونه نه لیکل،خو هماغه آثار  څو ځله په چاپيدا سره د نړۍ په مشهورو لیکوالانو کې د هغوي د خالق په  نامې یاد شوي دي .البته  کله هم  کیسه بشپړ اپوټه ده او یو ادبی شخصیّت د هغو کتابونو دشمیر په خاطر چې چاپ شوي ، مشهوریږي.

د اسپانیان یوه لیکواله ک ورین تلاډود څه دپاسه څلور زره لنډو ناؤلونو په  لیکلو سره ددغه لیسټ په سر کې ده او د نړۍ تر ټولو  زیارکښې لیکوالې عنوان ئې ګټلی دی  ددغې ناؤل لیکونکې  چې په ۲۰۰۹کال کې مړه شوې ده ، په ټول کې څلور سوه میلیونه لاسي نسخې پيدا شوي دي.په   ۱۹۹۴  کې  د نړۍ د ریکارډونو په کتاب کې د تلاډو نامه  ،د اسپانیولي ژبې  د ترټولو زیارکښې  لیکوالې په توګه ثبت شوې ده.

د جرمني رولف کاموزاک د خپل ژوندپه پړاؤ کې ،څه دپاسه 2900 کتابونه  چاپ شوی دي او د هغه له مرګ وروسته هم څه دپاسه سل  کتابونه د چاپ لپاره زار ته ولیږدول شول. هغه  چې په ۱۹۳۸کال کې زیږیدلی ؤ ،به ۲۰۰۷کال کې  ئې له نړۍ سترګې پټې کړې .

 داسې ښکاري اسپانیائي لیکوالان  د خپلو نورو همکارانو په نسبت زیارکښ وو،ځکه چې ددغه جدل دریمه روتبه  هم د اسپانیولي ژبې د شاعر او ډرامه لیکونکي لوپ دووګا  ته رسیدلې ده  چې په ۱۶۳۵کال کې مړ شوی دی  له هغه کابو دوه زره دوه سوه کتابونه پاتې دي .

یو رومانیائي  لیکوال نیکلابورګا پخپل حرفه وي عمر کې 1359 آثار خپرّ کړي دي . ددغه لیکوال  چې په ۱۹۴۰کال کې مړ شوی، پنځه ویشت زره  مقالې ئې لیکلي دي.

د نړۍ پنځم زیارکښ لیکوال،انګریز ژوند لیکونکي (English biographer)  چارلز همیلټن  دی .همیلټن د خپل  عمر په  پاي کې یعني په ۱۹۶۱ کال کې  خپل وروستی کتاب ولیک. د هغو کلمو شمیر چې دغه لیکوال  پخپلو یوزر دوه سوه ناؤلونو کې  کارولي دي،تقریبا سل  میلیوټ ټکی دی ، همیلټن خپل کتاب  په شلو مستعارو نامو سره چاپول.

 البته  هغه ټول لیکوالانو چې د خپل عمر په اوږدو کې ئې ډیر کتابونه نه لیکل او خو  بیاه م وخت په وخت په هماغو لږو اثارو سره   ډير مشهوریدل.حتی ځینی انسانان د هغو  اغیزوپه خاطر چې د هغو ژوند او  افکارو سره پر لیکوالانو کیږي،نړیوال شهرت پیدا کوي.

 په شمس تبریزي مشهور شیخ شمس الدین محمد بن علی بن ملک داد تبریزي (1186 تا1247 میلادي کال پورې)،یو هغه شخصیّت دی چې دغه ډول ژوند ئې کړی دی او له هغه څه  خاص مکتوب آثار نه دي پاتې هغه ویناوې  چې  هغه په مجلسونو  او مختلفو موقعو کې کړي دي،د هغه د مریدانو په وسیله  غونډې شوي او د؛ شمس  و تبریزی مقالاتو؛ په نامې سره ئې چاپ کړ يدي . د شمس تبریزي   د مور او پلار به باب  دومره خبر  یوو چې  هغه پخپلو مقالو کې  دوي په ډیرې مهربانۍ او نازک زړۀ سره یاد کړي دي . شمس تبریزي  د خپل پلار په باب لیکلي دي ،؛نیک انسان ؤ؛ البته عاشق نه ؤ ، د صحنې نیک انسان ؤ او یو بل عاشق::

د شمس تبریزي ژوند،د ابهام په پردې  کې پټ دی ،ځکه چې د خپل وخت له خلکو سره  له هر اړخه اختلاف درلود. هغه خپلې عرفاني لیدتوګې  او شهرت پټوۀ او خپل ژوند ئې په ریاضت او سیّل کې تیروۀ. د سفر عاشق ؤ  او په هغو ښارونو کې چې  ورتلو،کله کله به ئې ماشومانو ته دقرآن زده کړې ورکولې  او  کله به ئې قالینې اوبدلې  او د دهغو له عایداتو به ئې خپل ژوند تیروۀ.

په باؤري  تاریخي سندونو او سرچینو کې ،دشمس تبریزي  ددفن ځاي په اذربایجان غربی ولایت کې په خوي ولسوالۍ کې  او د شمس په نامې په کوڅې کې او د شمس تبریزي  د منارې په نامې سره دیوې لرغونې مینارې ترڅنګ بلل شوی دی.

  یو لیکوال او ډيپلوماټ جیمز موریه په ۱۸۱۳کال کې دغې سیمې لیدو ته ورغلی ، پخپلې سفرنامې کې لیکي،د خوي ښار په آخر کې یوه  مقبره ده چې د شمس تبریزي په نامې سره د یوه مشهور کس  ده،د شعر او پوهې خاوند کس چې د ایران یو لوي شاعر مولوي استاد پاتې شوی دی.

Image Caption

 

شمس تبریزي پخپلو لیکنو کې د  هغو خوبونو خبرې کړي چې په هغو کې  هغه ته خداي  ډاډ ورکړی چې د وخت په رارسیداس ره به خپل مناسب همراه پیدا کړي .شمس تبریزي  د ۱۲۴۴میلادي کال د دسمبر په شپږمه نیټه   قونیه ته ورسید او خوبونه ئې بدل شول. هغه له مولوي سره لیده کاته وکړل او په هغه ځواکمن او خوش اخلاقه شخصیّت چې ئې درلود،مولانا باندې ئې اغیزې وشیندلې. له شمس تبریزي سره له کتنې تر مخکې پورې،مولوي یو هغه عالم اوفقیه ؤ چې د دیني علومو په تدریس بوخت ؤ له شمس تبریزي سره  په کتنې سره مولوي د هغه مجذوب شو  او درس او  وعظ ئې پریښود او د شمس  ارادتمند شاګرد شو .

شمس تبریزي لکه څنګه چې پخپله ئې  وئيل،د خبرو او لیکول سړی نه دی  خو هغه ؤ چې مولانا مولانا ئې لیکینې او شعر وئيلو ته اړ کړ،بې له دې چې له مولانا څخه ئې  داسې څه غوښته درلودلي وي .په حقیقت کې هغه  په هغو اغیزو سره چې په مولانا ئې شیندلي وې،هغه ئې نورو علَمَونو ته وکاږۀ  هغه عَلَمُونه چې له هغه  ئې یو مولانا جوړ کړ. شمس  تظاهر کونکی  ؤ له خلکو سره د تبلیغ او خبرو کولو سړی هم نه ؤ.پخپله ئې په کرتو وئيل،  زه په دغه عالَم کې  له چا سره هیڅ کار نه لرم ، د دوی لپاره  نه یم راغلي. هغه کسان چې  د  دنیا لارښونکي دي ، د هغوي په رګ ګوته ږدم .

        د شمس تبریزي تر ټولو غوره اثر،مولانا دی چې که مولانا نه وائ، بې شکه شمس هم په تاریخ کې ورک شوی ؤ.البته شمس هغه ته کومه نوي پوهه ونه ښودله  او  هغه ته ئې کومه نوي نظر نه درلود.ددغه تفکر په سیوري کې ؤ چې مولانا هرڅه له شمس سره له کتنې وروسته یوبل ډول ولیدل.خداي تعالی،انسان،هستي  او حتی ځان په یوه بل ډول  لیدۀ او این ډيره د حیرانتیا خبره  ده او په حقیقت کې دا په دې معنا وه چې  مولانا،په یوه بل مولانا بدل شو .

که هغه  له شمس سره له کتنې مخکې،د اعتقاد د اندازې په اساس له انسانانو سره ګروهنه او  قدسسی مرکزونو ته د هغوی په پابندي چلند کولی،او جرمني  ورباندې کار کاوۀ،نوله هغې کتنې وروسته وه چې ټول انسانان له دې اړخه  چې انسان وو،د هغه لپاره ئې احترام درلود.

Image Caption

 

د شمس دوهم اثر،په قونیه  کې د مولانا د یارانو په ټول کې ګفتارونه او  خبرې  دي چې ځينو هغه لږې سختې لیکلي دي او په مسلمه توګه ځینو د هغه   څرګندونې  ونه لیکئ شوې او د هغه ځيني عبارتونه او کلمې د ځینو له قلمه پاتې شوي دي.د؛مقالات شمس تبریزي؛نومې کتاب،د هغو پوښتنو اوځوابونو ټولګه ده چې  دهغه او مولوی ترمینځ یا  د مریدانو او منکرانو ترمینځ شوي  دي، له مقالو سره یو ځاي،د خوږو او خوندورو ویناوو او د کیسو  ټولګه، چې په قونیه کې د هغه داوسیدو په مودې کې  دهغه پر ژبې جاري شوې ده. وروسته د مولانا اوشمس مریدانو دا غونډه کړه او دا په ډیرو برخو کې د جملو او محتوا د ماتولو لامل ده .

 شمس پخپله کومه خبره نه لیکله  او خپل نه لیکل ئې داسې توضیح کړي دي،زه د لیکنو هیڅکله  هم عادت نه لرم،خبرې په دې خاطر چې ئې نه لیکم،  په ماکې پاتیکیږی او هره شیبه  راته په یادراځي  او دا ما هره شیبه راګرځوي، او آن کوي مو. د بدیع الزمان فروزانفرپه لیکنه، دشمس  په مقالاتو او د معنوي مثنوي ترمینځ   پیاوړی ارتباط شته دی او مولانا ر پخبل کتاب مثنوي کې د شمس  ډيرې مقالاتو مطلبونه او  کیسي او داسې نوره څه  کارولي دي . د شمس تبریزي مقالات ، په فارسي ژبه دي او د هغو په حکایتونو کې محتوااو په زړه پورې مواد  په دوو برخو ویشلی  شو.

دغه روښانه محتوا او په زړه پورې  مواد  داسې چې لوستونکی ئې په آسانۍ سره  ترلاسه کوي. په هغو کې  داسې کیسې  چې له  داستان  له مخکې خبرو څخه  ئې محتوا ترلاسه کیدلی شي . دمثال په توګه  په یوه روایت کې راغلي دي ، په دانسان کې داسې څه عیب وي چې د هغه په زرګونو هنرونه  پټَوي او یو هنر کیدی شي چې  هزار عیبونه پټوي . دا مضمون ، یعني په ډيرو عیبونو کې د  څه ناڅه ښکلا لیدل له دې وروسته په یوه حکایت کې په ساده او آسان مثال سره بیان شوي  دي.

ناڅرګندې محتوا ، د حکایت دمضمون استنباط  دمخاطب  په غاړه اچوي،په دغه ډول حکایتونو کې ،کله هم مخاطب  د حکایت لحجې او د شخصیّتونوځینو تفکراتو او ټکو تکراریدا او ټينګار ته په پام سره په آسانۍ سره په حکایت کې د محتواؤ او معناؤ باندې پوهیدلی شي،البته له هغو ځيني بیرته لټون او بیرته ځواب وئيلو ته اړتیا لري.

   مولانا خپله تجروبه پخپل یوه غزل کې   داسې وائي .

چنان مستم چنان مستم من امروز

که از چنبر برون جستم من امروز

 

چنان چیزی که در خاطر نیابد

 

چنانستم چنانستم من امروز

 

به جان با آسمان عشق رفتم

 

به صورت گر در این پستم من امروز

 

گرفتم گوش عقل و گفتم ای عقل

 

برون رو کز تو وارستم من امروز

 

بشوی ای عقل دست خویش از من

 

که در مجنون بپیوستم من امروز

 

به دستم داد آن یوسف ترنجی

 

که هر دو دست خود خستم من امروز

 

چو واگشت او پی او می‌دویدم

 

دمی از پای ننشستم من امروز..

 

مبند آن زلف شمس‌الدین تبریز

که چون ماهی در این شستم من امروز

( دیوان شمس ، غزل 1185 )

(سیماب)

 

ټیګونه