Mar 25, 2023 15:04 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې(۲۳) د احد جګړه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۲۳م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د آل عمران سورت د۱۴۰م او له ۱۴۴څخه تر ۱۴۶م آیت شأن نزول څېړو.

د احد د جګړې په منځ کې ناڅاپه غږ پورته شو: "ما محمد وواژه، ما محمد وواژه." له دې وروسته یوه بل چا وویل: محمد وژل شوی دی، په دې وخت کې وو چې عمرو بن قمیئه حارثي په نوم یوه کس د رسول الله (ص) په لور ډبره وغورځوله. تیږې د آنحضرت تندی او غاښونه مات کړل، ټیټه شونډه یې پرې او پر مخ یې وینه خپره شوه.

په دې وخت کې دښمن غوښتل چې پېغمبراکرم (ص) ووژني، نو د اسلامي لښکر يوه بيرغ لرونکي "مصعب بن عمير" د رسول الله (ص) ځان وژغوره او خپله شهيد شو. څرنګه چې مصعب له پېغمبر اکرم سره مشابهت درلود، نو دښمن فکر کاوه چې پېغمبر اکرم يې وژلى دى. د پېغمبراکرم (ص) د مړينې د خبر خپرېدل څومره چې د کفارو روحيه پياوړې کړه، د مسلمانانو روحونه يې ولړزول. زیات شمېر مسلمانان د جګړې له ډګره وتښتېدل. حتی ځینو فکر وکړ چې بیرته له اسلامه وګرځي او له ابوسفیان څخه د ساتنې غوښتنه وکړي.

خو د امام علي (ع) په شان یوې وړې ډلې مقاومت وکړ او نورو ته یې د استقامت بلنه ورکوله. د رسول الله (ص) له دغو وفادارو اصحابو څخه یو «انس بن نضر» وو، هغه ډلې ته یې په خطاب کې چې له جګړه یې لاس اخیستی وو، وویل: ولې داسې ناست یاست؟ هغوى وويل: رسول الله (ص) ووژل شو. هغه وویل: له هغه وروسته  ژوند څه ارزښت لري؟ تاسو هم د هغه مقصد لپاره وجنګېږئ، کوم چې رسول الله (ص) په همدې لاره کې جهاد کړی او په هماغه لاره کې مړه شئ او د شهادت شربت وڅښئ. بیا یې دعا پیل کړه او وویل:"ای خدایه! زه له تا څخه د دوی د خبرو لپاره بخښنه غواړم او د دوی له عملونو ډډه کوم." بیا یې پر دښمن برید وکړ او تر هغه پورې جګړه وکړه، چې د سفیان په نوم د یوه کس له لوري په شهادت ورسېد.

بیا د آل عمران سورت ۱۴۴م آیت نازل شو چې پکې راغلي دي:« وَ ما مُحَمَّدٌ اِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ اَ فَاِنْ ماتَ اَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلی‏ اَعْقابِکُمْ وَ مَنْ یَنْقَلِبْ عَلی‏ عَقِبَیْهِ فَلَنْ یَضُـرَّ اللهَ شَیْئاً وَ سَیَجْزِی اللهُ الشَّاکِرینَ: محمد(ص) یوازې د خدای رسول دی او له هغه څخه مخکې نور رسولان هم وو. که هغه مړ شي یا ووژل شي، آیا تاسو شاتګ کوئ؟ او څوك چې شاتګ وکړي، هېڅكله خداى ته زيان نه رسوي او خداى ډېر ژر  شکر کوونکو ته بدله وركوي."

دا آيت په ټولو پېړيو کې ټولو مسلمانانو ته ښه درس ورکوي، خو په خواشینۍ سره چې د اسلامي نړۍ ډېری جوړښتونه اوس هم د کسانو پر بنسټ ولاړ دي، نو له دې امله، ډېر ژر له منځه ځي.

او دا چې اسلام هېڅکله شخص پوري تړلی نه دی. په اصل کې، دا د یوه مذهب یا سازمان د بقا کیلي ده، نو ځکه، هغه پروګرامونه او سازمانونه چې د یو شخص پر بنسټ وي، غیر صحي او غیر طبیعي سازمانونه ګڼل کېږي، چې ډېر ژر به له منځه ولاړ شي.

نو مسلمانان بايد له دې آيت څخه په الهام اخیستو سره، خپلې چارې په داسې ډول تنظيم کړي، چې له غوره کسانو پوره ګټه واخلي، خو په عين حال کې بايد پر هغوی تکيه ونه لري.

د احد د جګړې له غمجنې پایته رسېدو وروسته، مشرکین په ظاهره توګه بریالي مکې ته ستانه شول. خو د لارې په اوږدو کې دوی مدینې ته د بېرته ستنېدو او د مسلمانانو د پاتې ځواک د ځپلو او لوټلو فکر وکړ. له بل لوري، مدینې ته د احد له سیمې څخه د مسلمانانو په راستنېدو سره، د هغو ښځو د غم  غږونه چې خپل خاوندان یې له لاسه ورکړي او ماشومان یې یتیمان وو، له هر لوري څخه پورته شول.

په همدې حال کې، د ځینو هوساینې غوښتونکو او فرصت غوښتونکو منافقانو د ناسمو خبرو، د مسلمانانو غمونه نور هم زیاتول او تر ټولو ډېر د رسول الله (ص) زړه یې دردولو. له دې ټولو سربېره، مدينې ته د قريشو د لښکر د راتګ خبر، د اندېښنې او وېرې څپې رامنځته کړې.

په دې وخت کې خدای پاک د مسلمانانو د روحیې او مورال پیاوړي کولو او دا چې وکولای شي په هغه سختو شرایطو کې، د دښمن ګواښونو پروړاندې ودرېږي او له مدینې دفاع وکړي، د آل عمران سورت ۱۴۰م آیت نازل کړ ، په دې آیت کې راغلي دي:« إِنْ یَمْسَسْکُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْکَ الْأَیَّامُ نُدَاوِلُهَا بَیْنَ النَّاسِ وَلِیَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِینَ آمَنُوا وَیَتَّخِذَ مِنْکُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لَا یُحِبُّ الظَّالِمِینَ : كه تاسو ته كوم زیان رسېدلى، نو هغه قوم ته هم  ورته زیان رسېدلى او موږ دا [د ماتې او بریا] ورځي د خلكو په منځ كې بدلوو [تر څو هغوى ته عبرت وګرځي] او خداى هغه كسان چې واقعا ایمان يې راوړى وي معلوموي او له تاسو څخه شاهدان اخلي او خدای تعالی ظالمان نه خوښوي.

په دې آيت کې الله (ج) د احد ماته د بدر له جګړې سره پرتله کړې ده، چې څنګه مشرکان د بدر په جګړه کې د مسلمانانو له لوري له سختې ماتې وروسته ونه درېدل او د احد په جګړه کې يې بدله ورکړه. نو تاسو هم د دې ناکامۍ د جبرانولو لپاره مه درېږئ.

د دې آيت په نازلېدو سره، ټولو هغه کسانو ته دنده ورکړل شوه چې د احد په جګړه کې برخه اخيستې وه، د دښمن د تعقيب لپاره تیاری ونیسي او کومو کسانو چې په احد کې برخه نه وه اخستې، په مدينه کې پاتې شي. په دې توګه رسول الله (ص) له مدینې منورې څخه د اسلامي لښکرو سره روان شو، چې زیاتره یې د احد په جګړه کې ټپیان شوي وو. بیا یې د حمراء الاسد په نوم سیمه کې (له مدینې اته میله لرې) ودرېدل. د قريشو لښکر هم د روحې سيمې ته چې له مدينې څخه څه ناڅه دېرش ميله لرې پروت وو، هلته يې کېږدۍ درولې وې.

په هغه شپه ابوسفیان د عبدالقیس د قبیلې څو سپاره کسان ولېدل چې یثرب ته روان وو. هغه ترې وپوښتل: چېرته ځئ؟ هغوی وویل: موږ یثرب ته د خوراک چمتو کولو لپاره ځو. ابو سفیان وویل: که تاسو زما له طرفه محمد ته پیغام ورسوئ، زه د هغه په بدل کې تاسو ته خوراک درکوم. دوی ومنله او ابوسفیان ورته وویل: محمد ته ووایه چې موږ به بیا درسره جنګ ته درځو.

په حمراء الاسد کې سپرو کسانو د رسول الله (ص) سره وکتل او د ابوسفیان پیغام یې ورته ورساوه. رسول الله (ص) په نرمۍ سره وفرمایل: «حَسبُنا اللّه و نِعمَ الوَکیل؛ زموږ لپاره الله کافي دی او هغه زموږ لپاره ښه مرستندوی دی.

په همدې شپه رسول الله (ص) خپلو صحابه کرامو ته امر وکړ چې د دښتې په پراخو سیمو او مختلفو ځایونو کې اورونه ولګوي ترڅو دښمن فکر وکړي چې د مسلمانانو شمېر ډېر دی.

دې کار او د مسلمانانو استقامت د مشرکانو روحيه کمزورې کړه، داسې چې یوشمېر يې ابو سفيان ته ورغلل او ورته يې وويل: مسلمانان اوس ټپيان دي. که موږ بیا له دوی سره مخ شو، دوی به پر موږ بریالي شي. ابوسفیان د دوی خبره ومنله او امر یې وکړ چې مکې ته وګرځي.

کله چې حضرت علي د احد له جګړې څخه راستون شو، پر بدن يې ۶۱ ټپونه وو. پېغمبر اکرم، ام سليم او ام عطيه ته  امر  وکړ چې د هغه درملنه وکړي. څه موده وروسته هغوی په اندېښنو سره رسول الله (ص) ته راغلل او ویې ویل: ای د خدای رسوله! د علي د بدن د هر ځای درملنه چې کوو، یو بل ټپ خلاصیږي. موږ د هغه د ټپونو د شدت له امله د هغه د ژوند لپاره ویره لرو.

پېغمبراکرم (ص) د مسلمانانو له يوې ډلې سره د علي (ع) ليدو ته ورغى او وليد چې د هغه بدن له ټپونو ډک دى. رسول الله (ص) په داسې حال کې چې خپل مبارک لاسونه یې د علي د بدن پر ټپونو مسح کول، ورته یې وویل: اې علي! څوک چې د خدای په لاره کې زیان وویني، خدای هغه ته اجر ورکوي. امام علي (ع) په داسې حال کې چې د رسول الله (ص) په لیدو سره یې ژړل، وفرمایل: زما مور او پلار دې ترتا قربان شي، اې د خداے ګران رسوله! زه د خپل رب شکر ادا کوم چې له جګړې څخه د تیښتې لپاره ما شاتګ ونه کړ.

بيا پېغمبر اکرم، علي (ع) ته د قريشو د لښکر د راتګ خبر ورکړ او وفرمایل: اې علي! ابوسفیان د بیرته راستنېدو اراده کړې او موږ ته یې د جګړې بلنه راکړې، علي (ع) وفرمایل: ای د خدای رسوله، که دوی هر څومره ځواکونه له موږ سره د جګړې لپاره راغونډ کړي، موږ به له هغوی سره له جګړې لاس وانخلو او مخامخ به شو.

دلته د آل عمران سورت 145 او 146 آيتونه نازل شول او د علي (ع) د سرښندنې ستاينه يې په لاندې ډول کړې ده:« وَمَا کَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ کِتَابًا مُؤَجَّلًا وَمَنْ یُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْیَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَنْ یُرِدْ ثَوَابَ الْآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا وَسَنَجْزِی الشَّاکِرِینَ/  وَکَأَیِّنْ مِنْ نَبِیٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّیُّونَ کَثِیرٌ فَمَا وَهَنُوا لِمَا أَصَابَهُمْ فِی سَبِیلِ اللَّهِ وَمَا ضَعُفُوا وَمَا اسْتَکَانُوا وَاللَّهُ یُحِبُّ الصَّابِرِینَ : او هېڅ نفس د الله له حكم پرته نه مري، [خداى، مرګ] د تقدير په توګه ټاکلى دى، او څوك چې د  دې دنيا ثواب غواړي، موږ به يې په دې دنیا کې وركړو او څوك چې د هغه دنیا ثواب وغواړي، په هغه دنیا کې به يې وركړو او ډېر ژر به شکر کوونکو ته اجر ورکړو. او څومره پیغمبران دي چې له هغه سره یوځای ډېرو کسانو په پراخه کچه مبارزه کړې او د خدای په لاره کې د هغه څه په مقابل کې نه دي کمزوري شوي چې دوی ته ورسېدل او کمزوري او [دښمن ته] تسلیم نه شول او خدای له صبر کوونکو سره مینه لري."

ژباړه: زماني