بې نقابه امریکا
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې درته په تیرې او نۍ کې د امریکاځينو مهمو بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم دځینو موردونو په باب رابولوو،د تحلیلي برخې آوریدو ته،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
*/*/*/*/
د امریکا په ښونځیو کې په بحراني وضعیّت او وسلوالو تاؤیخوالو د جوبایډن اعتراف
*/*/*/
د ۲۰۰۱کال د جنګي قانون له لغوه کیدا سره د مشرانو جرګې مخالفت
*/*/*/*/
د امریکا له بانکونو دمیلیارډونو ډالرو ویستل
*/*/*/
او له سورئې د امریکائي پوځ د ویستلو لپاره د جمهوری غواړو سناتورانو غوښته ،په تیرې او نۍ کې د امریکا ځيني مهمې پيښې وې ،البته دځينو موردونو په باب مو اوس هم رابولوو، دتحلیلي برخې آوریدو ته .
********************
په امریکا کې د و سلوالو تاؤتریخوالو په دوام کې،امریکائي چارواکو وئيلي دي ، چې په تنسي ایالت کې په نشویّل سیمې کې په یوه ښونځي کې په ډزو کې اوه کسان وژل شوي دي. ددغه ښونځي ویندوي ووئيل، ډزو کونکې چې یوه پیغله وه، د ښونځي په دوهم پوړ کې له پولیسو سره په ښکیلیدا کې ووژل شوه. ددغه مسئول مقام په وینا، هغې پیغلې دوه ټوپک او یوه تمانچه درلوده. د امریکا ولسمشر جوزف بایډن چې هماغه شان په دغه هیواد کې د وسلوالو تاؤتریخوالو په پيزواني کولو کې بې وسه دی ، په تنسي ایالات کې په دغه ښونځي کې ئې د تیرې دوشنبې ورځې ډزې نفرت خورونکي بللې او له کانګرسه ئې غوښتي څو د یرغلیزو وسلو دممنوعیّت پشمول د وسلو د پياوړو وسلو د خوندي ساتلو قوانین تصویب کړي.جوبایډن وئيلي دي ، دغه تاؤتریخوالي ټولنو ته تاوان رسوي او مونږ باید د خپلو ښونخیو د ساتنې لپاره لازیاته هڅه وکړو،څو په زندان بدل نشي.پر دې اساس زه یوځل بیا له کانګرسه غواړم چې د یرغلیزو وسلو د ممنوعیّت مسوده دې تصویب کړي. اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې مونږ په دغې زمینې کې پرمختګ وکړئ شو.د سپینې ماڼۍ ویندوي کاریّن ژان پیّر هم ددغې تراخې پیښې په غبرګون کې ووئيل،مونږ تردې دم ه ددغې تراخې پيښې له بشپړ کیسې خبر نه یوو. د امریکا ښونځي په دوامدار ډول د وسلوالو تاؤتریخوالو قرباني کیږي. ښونځي باید د مونږ د ماشومانو د یادونې لپاره یو کرار او باثباته چاپیریال شي.ژان پيّر روښانه کړې ده،جوزف بایډن په دې زمینې کې د کانګرس د اقدام غوښتنه کړې ده ،ځکه نور دغه ډزې د زغملو وړ نه دي پاتې شوي .کانګرس باید د وسلوال تاؤتریخوالي اپيډمي ددریدا لپاره اقدام وکړي.نور څومره ماشومان باید ووژل شي،څو جمهوري غواړي او کانګرس د یرغلیزو وسلو د ممنوعیّت مسوده تصویب او په امریکا کې د پخواني ارزونکي سسټم کمزورتیا ختمه کړي.د ۲۰۲۳کال له پیله تردې دمه په امریکا کې یوسل دیرش ځله ډزې شوي دي. ډله ایزې یا ړندې ډزې هغو ډزو ته وئيل کیږي،چې په ګرَمو وسلو سره ترسره شي او څو قربانیان واخلی.د وسلوالو تاؤتریخوالو آرشیو دمرکز احصائې ښئې چې په مارچ میاشت کې په امریکا کې د ډله ایزو ډزو اته دیرش پيښې شوي چې پکې لږترلږه ۵۷کسان وژل شوي او کابو ۱۳۳نور ټپیان شوي دي .
د امریکا مشرانو جرګې په چورلیټ اکثریّت سره د ۲۰۰۱کال د قانون دلغوه کولو په باب پلان ته چې سپينې ماڼۍ کې ته د پراخو جنګي اختیاراتو په ورکولو تفسیر شوی ؤ،منفي رایه ورکړه. د امریکا څو ولسمشرانو همدغه اقدام په تیرو شلو کلونو کې په درستې نړۍ کې د لسګونو پوځي لاسوهنولپاره د یوه قانوني پشتوانې په توګه ذکر کړی دی.هغه اصلاحیه چې په عراق د متحده ایالاتو د یرغلونو د شلمې کلیزې په مناسبت د جمهوری غواړي سناتور رنډپل په وسیله وړاندې شوه،په ۲۰۰۱کال کې له پوځي ځواک څخه د استفادې د مجوز د لغوه کولو(AUMF) لپاره یوه اصلاحیه وه چې د نهو موافقو رایو په مقابل کې په ۹۶مخالفو رایو سره رد شوه . د هرګوند یوازې څلورو نمایندګانو او همداراز خپلواکه سناتور برني سنډرز ددغه قانون ملاتړ وکړ. رند پل د جنګ په باب له راي اخستو وروسته په یوې اعلامیې کې ووئيل،نن ما دمتحده ایالاتو مشرانو جرګې ته دا فرصت ورکړڅو د ۲۰۰۱کال د ستمبر د یولسمې نیټې د جنګ مجوز لغوه کړي،څو دخپل اساسی قانون قدرت بیرته واخلو او نړۍ ته یو پيغام ولیږو چې مو یو سوله غواړی ملت یوو. مونږ باید باید له سمبولونو لا بره شو او اساسی قانون ته خپل احترام ، دقانون حاکمیّت ته خپله وفاداري او خپله صادقانه هیله مو نندارې ته وړاندې کړي وائ، چې دایمي جنګ نه ،بلکې سوله ، دمونږ میراث شي. له پوځي ځواکه داستفادې مجوز د جارج ډبلیو بوش په وسیله د ۲۰۰۱ کال دستمبر په اتلسمه نیټه په قانون بدل شو،د کانګرس دڅيړنیزې ادارې د راپور په اساس،په د اسې حال کې چې دغه مسوده دترهه ګرو حملو د عاملانو په ضد دپوځي اقدام دتائيد په خاطر وه،د بوش له وخت څخه تردې دمه هر ولسمشر ورڅخه له هیواده په بهر کې د څه دپاسه څلویښتو لاسوهنو لپاره استفاده کړې ده. د قانون پراخ عبارت همداراز د هغو عملیاتو دتوجیه لپاره چې هم القاعده او هم ورسره اړونده ځواکونه،په شیشت کې راولي،تفسیر شوی دی، که څه هم په حقیقت کې په دغه عبارت کې نشته .له دې سره سره ولسمشرانو ،بوش، اوباما ټرمپ او بایډن ددغه تفسیر په اساس،لازیات او پراخ عمل کړی دی او له دغه مجوزه ئې له ۲۰۰۱کال څخه ئې له افغانستان څخه په شروع کولو سره،لږترلږه په دوویشت هیوادونو کې دپوځي اقدام لپاره استفاده کړې ده.سناتور رنډپل ژمن شوی چې ددغه مجوز دلغوه کولو لپاره هڅو ته دوام ورکوي او ټینګار لری چې ولسمشر نه ،بلکې کانګرس ،د اساسی قانون په اساس باید دجنګ داعلان اختیارات په اختیار کې ولرل شي. هغه همداراز له ۱۹۹۱کال او ۲۰۰۲کال څخه د جلاجلا پوځي لاسوهنو د مجوزونو د لغوه کولو لپاره ئې له یوې سبمولیک مسودې ملاتر کړی دی، په دې امید سره چې په رسمي توګه د فارس خلیج او عراق جنګ پاي ته ورسوي. دا ددواړو ګوندونو له ملاتړه برخمن دی .
د امریکا جی پی مورګن بانک دې ته په اشارې سره چې په تیر یوه کال کې ، ددغه هیواد بانکونو له خپلو اکاؤنټونو څخه زر میلیارډ ډالر له لاسه ورکړي، ووئيل،په دغوکې نیمې نغدې پیسې د سیلیکون ویلي بانک له دیوالیه کیدا وروسته وخت سره اړونده دي.په امریکا کې د روسیا الیوم چینل خبریلا سامي لمسر وائي،په امریکا کې د بانکونو د دیوالیه کیدا دبحران دبرخلیک په باب اندیښنې ختمې شوي نه دي .مالی بازارونه او زیرموه کونکي (Financial markets and depositors)په اندیښنو سره د بانکونو د دیوالیه کیدا د سریال ددوام احتمال په نظر کې لري.د امریکا خزانې وزارت هڅه کوي، دمالی بازارونو اعتماد احیاء کړي او په دې خاطر په دیوالیه شوو بانکونو ک کې د زیرمه کونکو او غنډونکو ملاتړ کوي او نورو بانکونو ته نغدې پیسې وړاندې کويڅو د دیوالیه کیدا دپراخیدا مخه ونیسي.البته دغه اقدامات د وروستیو دیوالیه کیدا دلیلونه نه ختموي .د امریکا دخزانې وزیر جانت یلیّن په دې زمینې کې وائي،د امریکا خزانې وزارت له حیاتي چیلنجونو سره دمقابلې لپاره هڅې ته دوام ورکوي. اصلي لومړیتوب د امریکا له اقتصاده ملاتړ دی .د دوو بانکونو وروستۍ دیوالیه کیدا، ډيرې اغیزې شیندلي دي او په بانکي چینل باندې د خلکو د اعتماد د ترلاسه کولو لپاره چورلټ او چټک تدبیرونه مو غوره کړي دي.د امریکا حکومت هڅه کوي، ددغه هیواد په بانکي چینل باندې د زیرمه کونکو اعتماد جلب کړي،خو دحکومت اقدامات،د خلکو د آرامښت سبب نه کیږي، بلکې دبانکي بحران په جبئ کې د ډوبیدا په باب د دوي ویره او وحشت زیاتیږي.
د امریکا په کانګرس او مشرانو جرګې کې د جمهوری غواړو نمایندګانو یوې ډلې په سورئې کې د نښتو له تازه څپې وروسته چې د یوه امریکائي ټيکدار د هلاکت او دشپږو امریکائي پوځیانو دټپی کیدا لامل شوي ، له سورئې ئې د امریکا د وتلو لپاره خپله غوښته تکرار کړې ده . جمهوری غواړي سناتور مټ ګاټز پخپل ټویټر پاڼې کې لیکلي دي ، په هردواړو ګوندونو کې جنګ غواړي وائي ، په سورئې کې د پوځيانو شتون د قادرت دانډول دساتلو لپاره ضروري دیږ دا چاره سمه نه ده، که دغه شان باؤر موجود وي،نو باید په مستقیم ډول د هغو امریکائي ځواکونو کورنۍ،چې په سورئې کې دیره دي، باید هلته هستوګن شي او د ایرانیو ډرونز په وړاندې دې دتیلی څاګانو ساتنه وکړي،قانع کړي.مونږ باید خپل پوځیان بیرته کور ته راولوو. هغه ددې خبرې په کولو سره چې ډيره غمجنه چاره ده چې هماغه شان په سورئې کې د امریکائي عسکرو د وژل کیدا وزخمي کیدا شاهدان شوو. د ویرجنییا ایالت څخه د کانګرس غړي بن کلین د ګاټز له څرګندونو سره موافقه وکړه او پخپل ټولنیز چینل کې ئې ولیکل، ددغې اونۍ تاؤتریخوالی ، دقیقا، له سورئې د امریکا دوسلوالو پوځیانو وتلو ته او خپلو کورونو ته د دوي بیرته ګرځیدا ته دهغه د رای دلیل ؤ. د کنټاکي ایالت سناتور رانډپال هم وروستۍ نښتې له سورئې د امریکائي پوځیانو د ویستلو پر ضرورت ددلیل په توګه وبللې . هغه پخپل ټویټ کې لیکلي دي ،دمونږ پوځیان له سورئې خپلو کورونو ته راولئ او درست غیر قانوني جنګونه له همدا ننه پاي ته ورسوئ. دغه امریکائي سناتور زیاته کړې ده ، د جنګ دپيلولو قدرت کانګرس ته بیرته وګرځوئ . دمونږ پوځیان ددې وړ دي. دامریکا اساسی قانون همدغه غواړي.
د امریکا یوه لوړپوړي پوځي چارواکي ووئيل،چې د امریکاډير لږ فیصدي ځوانان په متحده ایالاتو په پوځ کې خدمت سره دلچسپي لري. د پوځ مرستیال وزیر ګابه کامریلو په دې موضوع په افسوس کولو سره ووئيل،په امریکا کې د ځوان نسل یوازې نهه فیصدي ځوانان په پوځ کې خدمت کولو سره ګروهمن دي .د هغه په وینا دا په وروستۍ لسیزې کې تر ټولوټيټ نصاب دی.
د پنټاګان مرستیال زیاته کړې چې د امریکاځوان نسل مطلقادسربازۍ دخدمت په باب هیڅ معلومات نه لري.له دې مخکې هم یوه پخواني امریکائي ریزرؤ پوځي در وسیې له وسلوال ځواک سره د احتمالی نښتې په پڼه کې د امریکا د پوځ لپاره یو ؛ غمجن راتلونکی ؛ اټکل کړی ؤ . د پنټاګان وروستۍ موندنې همداراز دمتحده ایالاتو په پوځي پیلوټانو کې په سرطان دککړیدا د لوړ شمیر ښودنه کوي. نیوي ټایمز انټرنیټي سیاټ لیکلي دي ، د هوائي ځواک پر عملې سربیره ، دلومړي ځل لپاره مشخصه شوې ده چې مځکني ځواک عمله چې پوځي الوتکو ته سونګ رسوي ،ساتي ئې ، هم په سرطان ککړیږي. ددغه راپور په اساس ،پنټاګان په نهه لکه پوځیانو باندې پخپلې یوه کلنې مطالعې کې چې له ۱۹۹۲کال راهسې تر ۲۰۱۷کال پورې په مودې کې ئې په پوځي الوتکو سره ئې الوت کړی او یائې ورباندې کار کړی دی ،پوهه شوي دي چې هوائي عمله لازیاته په سرطان ککړیږي. د سینې سرطان د پروسټاټ سرطان هم د امریکا دهوائي ځواک په عملې په نسبت لا کم خوریږي. دغې مطالعې ښودلې چې دمځکني ځواک عمله د مغزو،عصبي نظام او پختورګي سرطانونو سره هم لاس او ګریوان دي ، په داسې حال کې چې په پوځ کې په کار بوختې میرمنې لازیاتې د سینې په سرطان ککړې دي .
دوستانو د د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤنو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو، ا... مو مل او ملګری .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************