د آمریکا داخلی بدلونونو ته کتنه
-
د آمریکا داخلی بدلونونو ته کتنه
د معمول سره سم، په تیره اونۍ کی د امریکا ډیرو مهمو سیاسی، اقتصادی، ټولنیزو او پوځی بدلونونو ته یوه کتنه لرو، هیله ده چی د پام وړ مو وګرځی. د هیروشیما ښار له اټمی بمبارۍ څخه د ۲۵ زره ۸۴۱ ورځو په تیریدو سره، بلآخره د امریکا ؤلس مشر، باراک اوباما، د بشر د تاریخ د ډیرې ویرونکې بمبارۍ ځای ته، چی د همدغه هیواد په وسیله سرته ورسیدله؛ لاړ.
ډیر لږ شمیر وژلو کړای شوی، چی د ۱۹۴۵ م کال د اګسټ په شپږمه نیټه،د هیروشیما د اټمی بمبارۍ په اندازه، د څو دقیقو په ترځ کی، د یو ګنه ګونی ښار اوسیدونکی نابود کړی. له دغه ویرونکې پیښې څخه د څه دپاسه ۷۰ کالو له تیریدو وروسته، اوباما هیروشیما ته سفر وکړ، ترڅو د مړو د خاطرې د نمانځلو په ځای کی، د ګلو ګیډۍ کښیږدی، پرته له دې څخه چی د دغه جنایت په خاطر، د امریکا د دولت له خوا معذرت وغواړی.
اوباما ؛ هیروشیما ته له تلو څخه څو ورځې وړاندی، د هیروشیما او ناکازاکی د اټمی بمبارۍ د دستور په ورکولو کی، د امریکا د هغه وخت د ؤلس مشر«هری ترومن» تصمیم؛ په ضمنی توګه، تائید کړ، او ویی ویل: قوماندانان د جګړې په وخت، د ضروت وړ تصمیمونه غوره کوی. امریکا؛ پدی اقدام سره نړۍ د یو پکټی قدرت دورې ته ور داخله کړه، چی تر څلورو کالو پوری، یعنی د شوروی اتحاد تر لمړنۍ اټمی آزموینې پوری یی دوام وکړ. له هغه وخت څخه تر اوسه پوری، نړۍ؛ له اټمی جګړې او د ځمکې په کره کی د ژوندانه له نابودۍ څخه د ویرې، تر سیوری لاندی ده. هر څومره چی، د هیروشیما له اټمی بمبارۍ څخه وخت تیریږی، لا زیات څرګندیږی، چی امریکائیانو د پاندورا جعبې په خلاصولو سره، نه یواځی څو لکه جاپانیان ووژل، بلکه د ټولې نړۍ لپاره یی مصیبت رامنځته کړ.( د پاندورا جعبه؛ د لرغونی یونان په ادبیاتو کی یوه افسانه ای جعبه ده، چی ټولې بلاګانې او بدبختۍ پکی دي.)
د امریکا پولیسو؛ د کالیفرنیا ایالت د «انیهایم» په ښار کی د دغه هیواد د ؤلس مشرئ په انتخاباتو کی د جمهوریت غوښتونکو د کاندید، ډونالډ ټرامپ، په جنجالی دریځونو باندی له اعتراض کونکو سره مقابله وکړه، او د هغوی ۸ تنه یی ونیول. په کالیفرنیا کی اعتراض کونکو؛ داسی پلاکارډونه له ځانونو سره وړل، چی پری لیکل شوی ؤو« ټرامپ باید له انتخاباتو څخه ځان څنګته کړی.»
په وروستیو میاشتو کی، له مکزیک سره د امریکا په ټولو پولو کی د دیوال جوړولو، د یوولس میلیونه غیر قانونی مهاجرو د ایستلو، او امریکا ته د مسلمانانو د ورتلو د منعې په شمول؛ د ډونالډ ټرامپ سیاسی دریځونو ، د زیات شمیر کسانو قهر او اعتراض پارولئ دئ. همداراز، د ټرامپ دریځنیونی او څرګندونی، د جمهوریت غوښتونکی او ډموکراټ ګوندونو د مشهورو څیرو له پراخ اعتراض او نارضایتۍ سره مخامخی شوی دي. د هغو له جملې څخه، د امریکا پخوانۍ خارجه وزیری، او د ډموکراټ ګوند مخکښ کاندیدې، هیلاری کلنټن، د تیرې جمعې په ورځ، د امریکایی میلیاردر، او د جمهوریت غواړی ګوند څخه د هغې د سیال کاندید«ډونالډ ټرامپ» نظر څرګندونی، خطرناکی او تفرقه اچونکی، او د امریکې د راتلونکی لپاره زیان راوړونکی وبللې.
د جمهوریت غواړی ګوند یو شمیر مشرانو هم، تر اوسه پوری د ډونالډ ټرامپ له ملاتړ څخه ډډه کړې ده. د آمریکا پخوانی ؤلس مشر، جورج ډبلیو بوش، او ورو یی، جب بوش، چی پخوا والی ؤ، او د جمهوریت غواړی ګوند د انتخاباتی مبارزو په پیل کی یی ګډون درلود، اعلان وکړ: له ډونالډ ټرامپ څخه ملاتړ نه کوی. د امریکا د پارلمان د جمهوریت غواړو رئیس، او د جمهوریت غواړی ګوند یو مشر، پل رایان هم، له ټرامپ سره له خپلې وروستۍ کتنې څخه پس، څرګنده کړه: چی له هغه سره د ځینو موضوعګانو په سر د نظر اختلاف لری. د دغو شرایطو با وجود؛ ډونالډ ټرامپ د جمهوریت غواړی ګوند نهایی کاندید دئ، او د ۲۰۱۶ م کال د نوامبر میاشتې، دؤلس مشرئ په انتخاباتو کی یی، د دغه ګوند د کاندید کیدو لپاره، لازمی رایې لاسته راوړی دي. پداسی حال کی چی د جمهوریت غوښتونکی ګوند زیاتره مشران، د ښځو په باره کی د ډونالډ ټرامپ د څرګندونو او تندخویه شخصیت له کبله اندیښمن دي. نوی نظرسنجۍ ښیې چی له عامه خلګو څخه په میلیونونه کسان، له هغه څخه هرکلئ کوی. امریکایی میلیاردر ډونالډ ټرامپ، چی د املاکو په برخه کی یی پراخې پانګونی کړی دي، په ۱۹۸۰ مو او ۱۹۹۰ مو لسیزو کی، د عامو خلګو د خوښی وړ ټلویژنی پروګرامونو په اجرا کولو سره، شهرت ته ورسید.
د امریکا د ؤلس مشرئ د روان کال په انتخاباتو کی د ډموکراټانو د کاندید دمعرفی کولو په درشل کی، د ډموکراټانو مخکښه کاندیده، هیلاری کلنټن، د دغه هیواد د خارجه وزارت د قوانینو په نقضولو باندی تورنه شوه. د امریکا د خارجه وزارت د لویې څارنوالۍ دفتر، د یو راپور په ترځ کی اعلان وکړ: د دغه هیواد پخوانۍ خارجه وزیرې، هیلاری کلنټن، د الکټرونیکی آرشیف د ساتنې په زمینه کی،د دغه وزارت قوانین نقض کړی دي. د امریکا د خارجه وزارت د لویی څارنوالۍ د دفتر د راپور خپریدا، د دغه هیواد د پخوانۍ خارجه وزیرې له خوا، د امنیتی مقرراتو د رعایتولو د څرنګوالی په هکله، د څو میاشتنیو مفصلو تحقیقاتو د پای ټکئ دئ. میرمن کلنټن تورنه ده، له ۲۰۰۹ م کال څخه، تر ۲۰۱۳ میلادی کاله پوری، چی د امریکا خارجه وزیره وه، د خپلو الکټرونیکی مکاتباتو ستره برخه، منجمله د د دولتی سِری اسنادو د یوې برخې مبادله، د شخصی سِروِر ونو له لارې سرته رسولې ده. دغه سرورونه؛ په امریکا کی په دولتی لوړو سطحو کی د پیغام د منتقلولو لپاره، لازم اسټنډرډونه نه لری. ویل شوی دي، چی کلنټن پداشان بی احتاطیو سره، سِری او حساس اطلاعاتی او امنیتی اسناد، د هکرونو په وسیله د غلا کیدو په درشل کی راوستی دي. په عین حال کی، کلنټن تورنه ده؛ چی د داشان تورونو د مطرح کیدو په سر کی یی، حقیقت بیان کړئ نه دئ، او د عمومی افکارو د اړولو لپاره یی هڅه کړې ده.
که څه هم؛ د هیلاری کلنټن د امنیتی تخلفانو دوسیه، په تیرو وختونو پوری مربوطه ده، سره له دې حاله، له دې کبله چی هیلاری کلنټن، د امریکا د ؤلس مشرئ په راتلونکو انتخاباتو کی، د ډموکراټ ګوند د وروستۍ کاندیدې په توګه د ټاکل کیدو په درشل کی ده، دغه موضوع له دوه چنده اهمیت څخه برخمنه شوې ده. په بله وینا، شاید په اوس حال کی د امریکا د پخوانۍ خارجه وزیرې له خوا، د امنیتی خبرداریو ناڅه شمیرل، چندانی اهمیت ونه لری، مګر داچی یو کس، د بی پامۍ او امنیتی مقرراتو ته د بی پروایۍ پداشان مخینې سره، د امریکا د ؤلس مشرۍ مقام ته ورسیږی، او په عین حال کی د امریکا د ټولو وسله والو ځواکونو لوی قوماندانه وی، د کلنټن د مخالفانو له اعتراض سره مخامخ شوی دي.
دغه کسان باوری دي؛ په اصل کی یوه داسی سیاستمداره، د ؤلس مشرۍ مقام ته د رسیدو صلاحیت نه لری، او امریکایی رایه ورکونکی باید، په ټول ټاکنو کی هغې ته رایه ورنه کړی. البته د کلنټن وکیلان او پلویان باوری دي، چی د نوموړې بی پروایې، د سِری اطلاعاتو د افشا کیدو سبب شوی نه دي، او په همدی دلیل، دغه موضوع باید په امریکا کی د جمهور رئیس کیدو لپاره، پر لازمو صلاحیتونو باندی اغیزه و نه شیندی. د نظر سنجیو په اساس، په امریکا کی په نظر سنجۍ کی د برخه والو زیات شمیر کسان، د میرمن کلنټن له ؤلس مشرۍ سره مخالف دي. د هغوی سترې ډلې، د ایمیلونو دوسیه، د دغه مخالفت دلیل بللئ دئ. داسی بریښی چی، که د کلنټن انتخاباتی کمیټه و نشی کړای، په راتلونکو اونیو کی امریکایی رایه ورکونکی قانع کړی، ډیر امکان لری چی د دغې امریکایی سیاستوالې، ډیر ستر آرمان، یعنی د امریکا په تاریخ کی په لمړنۍ ښځينه ؤلس مشرې باندی بدلیدا، بلآخره د دغه هیواد د خارجه وزارت په دوره کی، د هغې تر تخلفاتو قربانی شی.
د امریکا پخوانی ؤلس مشر، جیمی کارتر، پدی هیواد کی د توکم پالنې د یو ځلې بیا رائیجیدو په باره کی خبردارئ ورکړ. کارتر د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کی وویل: د امریکا په خاوره کی د توکم پالنې سترې ذخیرې پټې وې، چی په اوس حال کی د هغو یوه برخه، یو ځلې بیا راڅرګنده شوې ده، او ډونالډ ټرامپ هم، له دغو ذخیرو څخه خپله ونډه اوچتوی. کارتر ټینګار وکړ: د امریکا د ؤلس مشر په توګه د باراک اوباما تاکل کیدا، یو ډول مخ په وړاندی حرکت ؤ، او همدغې مسئلې؛ د یو شمیر جمهوریت غوښتونکو عکس العمل له ځانه سره درلود؛ چی د یو تور پوستی له ؤلس مشر کیدو سره مخالف ؤو، او تر اوسه لا هم مخالف دي. د امریکا د متحده ایالاتو تاریخ، حتی د دغه هیواد له جوړیدو څخه، ۲۳۰ کاله وړاندی د توکم پالنی له موضوع سره اخښلئ ؤو. په امریکا کی؛ تر ۱۵۰ کاله وړاندی پوری،د غلامۍ په شمول،د توکم پالنې یوه ډیره پلان شوې او قهرجنه ښکارنده روانه وه. له هغه وروسته هم، که څه هم د مرئې توب مسئله لغوه شوه، خو هیڅکه په امریکا کی د توکم پالنې ټغر ټول نه شو. حتی په ۱۹۶۰ مه لسیزه کی د مدنی حقوقو د غورځنګ بریاوی هم، د دی سبب نه شو چی د امریکا په ټولنه کی د تور پوستو او سپین پوستو ترمنځ، د توکمونو ګډیدل او ترکیب رامنځته شی. البته؛ په وروستیو لسیزو کی په امریکا کی د سیاسی او ټولنیزو بدلونونو د بهیر لور، هغې خوا ته ؤ؛ چی بلآخره یو تور پوستی وکړای شو د ؤلس مشرۍ مقام ته ورسیږی. سره له دې حاله؛ په ۲۰۰۸ م کال کی په انتخاباتو کی، د باراک اوباما بریالیتوب هم، پدی هیواد کی د توکم پالنې او تبعیض پخوانئ دود، پایته و نه رساوه.
پدې موده کی، د میلیونونو مسکینو او کم عاید لرونکو امریکایی تور پوستو، د ژوندانه وضعیت؛ نه یواځی ښه شوئ نه دئ، بلکه د څو وروستیو کلونو د مالی کړکیچونو د عواقبو له کبله، لا کمزورئ او خراب شوئ دئ. په عین حال کی، په امریکا کی پخوانی توکمی تعارضات، په اوس حال کی، د توکم پالو غورځنګونو د نوې ښکارندې په رامنځته کیدو سره، پیاوړی شوي دي. په امریکا کی یو شمیر توکم پال جریانونه؛ باوري دي چی د تور پوستو، لاتینی الاصلو او مسلمانانو په شمول، نژادی لږکیو؛ له اندازې څخه زیاته وده کړې ده، او د سیاسی او اقتصادی بدلونونو متن ته داخلی شوی دي. په همدی دلیل، سپین پوستو توکم پالو تصمیم نیولئ، د نژادی لږکیو په خلاف حمله کی، د امریکا په نورو نژادونو او اقوامو باندی، د سپین پوستو برترې وساتی. همداراز؛ د لاتینی الاصلو او مسلمانانو په ضد، د جمهوریت غواړی ګوند د کاندید، ډونالډ ټرامپ، کرکه خورونکی ویناوې، له یوې خوا؛ په امریکا کی د توکم پالو علاقمنیو د را ژوندی کیدو څرګند مثال دئ، او له بلې خوا؛ توکم پالو تعارضاتو او تیریو ته لمن وهی. دا اندیښمنې وجود لری، چی د ډونالډ ټرامپ ویناوی، په امریکا کی د توکمی خونړیو لانجو او کشمکشونو، ستر ویده دیب له خوبه ویښ کړی، او د امریکې ټولنه، د مدنی حقوقو له غورځنګ څخه مخکنۍ قهرجنې او نا آرامې دورې ته ور وګرځوی. په اوس حال کی داسی نه بریښی چی نژادی لږکۍ، د یوویشتمې پیړۍ په دویمه لسیزه کی، د پخوانۍ دورې د تبعیضاتو او نا برابریو په وړاندی تسلیم شی. پداسی حال کی سپین پوستو برترۍ غوښتونکی هم نه غواړی، د څو نژادی سیاستونو په وړاندی، له پخوا څخه په زیاته اندازه چوپتیا غوره کړی. د دغو دؤو قومی او توکمی ځواکونو برخورد کولای شی، د امریکا ټولنه د نا آرامیو خواته ورکښه کړی، په تیره بیا دا چی؛ که ټرامپ، د امریکا د روان کال د نوامبر میاشتې په انتخاباتو کی ګټونکئ شی.
د امریکا ؤلس مشر، باراک اوباما، د پاکستان په خاوره کی د دغه هیواد د ټروریسټی ضد حملو په دوام باندی ټینګار وکړ. اوباما، د افغانستان د طالبانو د سرغنی، ملا اختر منصور، د وژلې د خبر په تائیدولو سره، وویل: امریکایی ځواکونه، د پاکستان په داخل کی ټروریسټی ضد عملیاتو ته دوام ورکوی. ده زیاته کړه: د ترهه ګرو پټن ځای هر چیری چی وی، باید له منځه لاړ شی. اوباما پداسی حال کی د پاکستان په خاوره کی د امریکا د ټروریسټی ضد حملو په دوام باندی ټینګار وکړ؛ چی د یاد هیواد دولت، د پاکستان په فضا کی د امریکا د بی پیلوټه الوتکو د وروستۍ حملې په اعتراض کی، په اسلام آباد کی د امریکې سفیر احضار کړ. له دې وړاندی، د پاکستان لمړی وزیر، محمد نواز شریف هم، د پاکستان په خاوره کی د امریکایی بی پیلوټه الوتکو عملیات، د دغه هیواد د حاکمیت نقضول وبلل، او ویی غندل. د پاکستان په خاوره کی د امریکا د بی پیلوټه الوتکو په حمله کی، د افغانستان د طالبانو د سرغنی، ملا اختر منصور وژل کیدو، یو ځلې بیا د واشنګټن او اسلام آباد اړیکی خړ پړی کړی دي. سره له دې چی د افغانستان د طالبانو د سرغنی، ملا اختر منصور د وژلې په موخه، د پاکستان په خاوره کی د امریکایی الوتکو حمله، د دغه هیواد د مقامونو د منفی عکس العمل سره مخامخه شوې ده، خو احتمال ورکول کیږی؛ چی د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ، ډیپلماټیکه لانجه، سنجوله شوې او د ملا اختر منصور د وژلو لپاره، د دؤو اړخیزو همکاریو په چوکاټ کی وی. پدغه احتمالی ډرامه او نقشه کی، پاکستان، په لومه کی د ملا اختر منصور د ګیرولو او وژلو لپاره، د امریکی د دولت سره همکارې کړې ده، او د دؤو هیوادونو د مقامونو وروستۍ لانجه، یواځی د پاکستان په خاوره کی د ټروریسټی ضد حملو لپاره، د سپینې ماڼۍ له پروګرام څخه د اسلام آباد د خبر نه لرلو د القا کولو په منظور ده.