May 31, 2023 13:45 Asia/Kabul
  •  د کیسو جنګ  (۷)

د سویډن خارجه وزیرې انالیندپه داسې حال کی د ایرانی سړیو او میرمنو د حقوقو خبره وکړه چی د دو ایرانی انجلیو سمیه او غزال د خپلو سویډنی خاوندانو په لاس د وژل کیدا خبر د دغه هیواد په رسندویو کې څه خاص انعکاس نه درلوده

د ایران د تیر کال بلواګانې له ایرانی میرمنې د ملاتړ په پلمه پیل شوې اوپه نه باور کونکی ډول ، غږمله او پراخه توګه د لویدیځو رسندویو او سیاستوالانو له لوری اسلامی انقلاب پرضد یوځل بیا وکارول شوې . په دې ډول چی امریکایی کمیډین بنجامین د لاس انجلس په یوه عمومی واټ کې د فساد د یوه مرکز د انځور په خپرولو سره چی د مهسا امینی ، زن ، زندګی ، ازادی بینرونه پرې لګول شوی وو ، دغه ټویټ خپور کړ ، غوږ مه ږدئ، هغو غواړی  له تاسو سکارف واخلی تر څو تاسو په روږدی بدکارو بدلې کړی . هغه یوازې څیز چی هغو د تاسو له ازادۍ غواړی ، د تاسو عزت او کورنۍ محافظت دی ، شریعت تاسو سره ظلم نه کوی بلکې د تاسو ساتنه کوی .

تیرکال په داسې حال کی د زن زندګی او ازادی شعار په پراخه توګه ټرینډ شو چی حتی د جرمنی ، کاناډا ، بلجیم ، اسپانیا په شان ځینو اروپایی هیوادونو خارجه وزیرانو په یوه غږمله اقدام کی د کلیپونو په خپرولوسره له ایرانی میرمنو سره د خواخوږۍ خبره وکړه . مثلا د سویډن خارجه وزیرې  انالیندپه داسې حال کی د ایرانی سړیو او میرمنو د حقوقو خبره وکړه چی د دو ایرانی انجلیو سمیه او غزال د خپلو سویډنی خاوندانو په لاس د وژل کیدا خبر د دغه هیواد په رسندویو کې څه خاص انعکاس نه درلوده او یا د فرانسې خارجه وزیرې میرمن کاترین کولونا د ایران په ځینو ښارونو کې د بلوا ګرانو تاوتریخوالی سوله ایز وباله او د ایران په داخلی چارو کی په لاس وهنې سره یې وویل چوپتیا یوه ټاکنه نده هغه کسان چی مسول دي  ، مواخذه کیږی . دا په داسې حال کی ده چی د دغه هیواد چارواکو حتی د یوی ۵۰ کلنۍ  فرانسوۍ میرمنی چی په فیس بوک کې یې د فرانسې ولسمشر ماکرون ته کنځل کړی وه ، ونه زغمل شوه او هغه یی ۱۳ زره ډالره جرمانه کړه ، خو د دغه هیواد په مطبوعاتو کې د بیان د ازادۍ په پلمه د میلیارډونو مسلمانانو سپیڅلتیاو ته د سپکاوی ملاتړ کوی .

یوه ایرانی کارونکی په ټویټر کې د اروپایی سیاستوالانو دوکی او سیاسی کارۍ په غبرګون کې د فرانسوۍ لوبغاړی میرمن ژولیت بینوش د انځور په څنګ کې چی خپل ویښتان یې مثلا له ایرانۍ میرمنې سره د پیوستون په نښه لنډ کړی وو ، ولیکل ، هغه ورځې چی غوښتل یې تنورګرم پاتې شی فضا احساسی او هیجانی وی ، د ایرانی ځوان وینه تویه شی له دغه فرانسوۍ لوبغاړۍ تر نورو بداخلاقه لوبغاړو یې چمتوکړل . خو نن د فرانسې د اونیو اعتراضونوپه وړاندی چوپه خله پاتې دي ایا باور وکړو چی زمونږ زړه سواندۍ وې ؟باور وکړو دغه فرانسوی سلبریټی چی تراوسه د فرانسې د مظاهرو په اړه حتی یو پوسټ هم ندی ورکړی ، ایرانۍ میرمنې له فرانسوی میرمنو مهمه دي ؟

Image Caption

 

دا هغه پوښتنه ده چی د ډیرو کسانو ذهنونه یې مشغول کړی دي . په لویدیځه نړۍ کې که په میرمنو تیریو شمیرنې ووینو نومتوجه به شو چی په لویدیځه ټولنه کی په میرمن ظلم او د دوهمې درجې ښاریز په توګه د میرمنو کړول هماغه راز دوام لری . د رویټرز په تامسون موسسه کې د ترسره شویو تحقیقاتو په اساس امریکا د میرمنو لپاره په  ناامنولسو لومړیو هیواونو کې شامله ده  ، هغه ځای چی لږ تر لږه په یوه لسیزه کی له کوم بدلون پرته پاتی دی .  په انګلستان کې د ځان وژنی د شمیر د مرکز د راپور له مخې چی میرمنو پرضد د سړیو له تاوتریخوالی سره اړونده معلومات راغونډوی ، په لسو کلونو کی په انګلستان کې کابو ۱۵۰۰ میرمنې وژل شوي دي . دا شمیر په دې معنا دی چی په هرو دریو ورځو کې په انګلستان یوه میرمنه وژل شوی ده . په جرمنی کی هم د دغه هیواد د جنایی پولیسو له لوری د وړاندی شویو شمیرنو په اساس یوازې په ۲۰۱۸ کال کی په کورنی تاوتریخوالی کی څه د پاسه ۱۲۰ میرمنې وژل شوی دي . د فرانسی د کورنیو چارووزارت د ۲۰۱۹ کال د راپور په اساس په د غه هیواد کی د کورنۍ تاوتریخوالی له ټول ټال ۱۴۹ قربانیانو ،۱۲۱ میرمنې وې چی د تیرکال په نسبت ۲۸ فیصدی وده ښی . 

په داسی حال کی چی په لویدیځ کې په کورنۍ او ټولنه کی د میرمنو په نسبت د تاوتریخوالی لوړ شمیر موجود دی ، ولی دایران د تیر کال د منی په بلواګانو کې یوځل ټول د ایرانی میرمنو مدافع شول تر دی چی یوه ایرانی کارونکی په یوه پوسټ کې د میرمنو په شمول د مظاهرچیانو په ارتباط د فرانسوی پولیسو د تاوتریخوالی د یوه کلیپ په اړه په طنز سره ولیکل کاش ایرانۍ میرمنه وې چی دنیا د تا غږ اوریدلی وی .

د تهران پوهنتون استاد ښاغلی فواد ایزدی په ایران کې د میرمنو او بشری حقوقو د موضوع په اړه د لویدیځو سیاستوالانو او رسندویو حرکت یوه سیاسی مسله وبلله نه انسانی او ارزښتی . هغه باوری دی چی د ایرانی میرمنو عفاف  د اسلامی انقلاب د قدرت یو اړم دی . هغه وایی دا چی د یوه هیواد میرمنې مقاومې ، با حیا او پیاوړی وی ، حتما د هغه هیواد د قدرت له عناصرو بلل کیږی .هغو غواړی دا له ایرانه واخلی او هغه په ځای فساد او لوچه توب رامینځته شی  تر څو ایران هم د هغو دهیوادونو په شان  له اخلاقي مشکلاتو سره مخامخ شی . همدغه مشکلات به د لارې په دوام کی د امنیت د کمیدا په یوې مولفې بدل شی . هغو پخپله دا اغیز تجروبه کړی دی . په ایران کی څه میرمن او څه سړی عفت او حیا لری . دا په ایران کی د قدرت اړم دی . هغه هیواد کی چی له فساد سره مخامخ شی نو پکی دا اړم کمزوری کیږی .

ښاغلی ایزدی په دوام کی د دې خبرې په کولو سره چی په سیمه کی له یو تر یونیم لکو امریکایی عسکرو له شتون سره سره امریکا ونه توانیده په عراق او افغانستان کی بریالیتوب ترلاسه کړی ، وایی د دغې ناکامۍ یو دلیل په امریکایی ټولنه کی پراخ فساد دی . د امریکا پوځ او وسله وال ځواک هم د امریکا د ټولنې یوه برخه ده او په هغو کې فساد وجود لری .

پینټاګون په ۲۰۲۱ کال کی یو راپور خپورکړ چی ښی له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶ کلونو کې د امریکا د  پوځ په اډو کې په څه د پاسه شل زره کسانو جنسی  تیری شوی دی ، البته له دغو کسانو سره هغه څو زره کسان هم باید ورزیات شي چی راپور یې ندی ورکړی . کله چی دغه پوځ په جنسی تیریو کی ښکیل دی او داسی کړچار لری نو په پریکنده توګه لازم کارندوالی نشی درلودلی . په همدی اساس هغو غواړی د ایران ټولنه هم ځان په شان کړی تر څو د امریکا د شمیر په شان له هر دریو میرمنو یا په دو کې په یوې میرمنې په خپل عمر کی تیری وشی ، له دې امله که مقابل لوری وتوانیږی له ایرانه امنیت واخلی نو هغو لپاره به یوه د ګټې خبره وی . دا چی وکولی شی د ایرانی ولس اخلاقی کلتور څه سړی ، څه میرمنه ، بدل کړی تر څو خپل ناوړه هدف ته ورسی .

د رسندیو یو مهم کار کلیشه جوړونه  او اپوټه ښودنه ده . په دې معنا چی د واقعیت او هغه انځور ترمینځ چی رسندوی  له یوه مفهوم په ذهنونوکی جوړوی ، واټن وجود لری . بل شانته ښودل د حقیقت په نمایش کی د رسندویو مهندسی ده  ، داسی بریښوی چی موضوع په عقلانی او منطقی توګه مطرح شوی خو په حقیقت کی د مخاطب  احساس او عواطف هدف ګرځیدلی دي  ، مثلا د ستر په اړه په ټولنه کی د فعالو ستره دارو میرمنو منطق او استدلال کم رسندوی کیږی . د تازه مسلمان شوی برتانوی میرمنی لوزن په شان کسان چی د خپل انتخاب په اړه وایی  زه د لیبرالیزم له نهایت راغلی یم ، هغه ځای چی هر څه وغواړئ  ، اغوښتئ او له هر کس سره هروخت چی وغواړئ ملاقات کولی شئ ، هغو دوی ته ازادی وایی ، انسان دا فکر کوی چی ترې ناوړه استفاده کیږی ، دا ښه حس ندی ، د پاکۍ او تکامل احساس نه کوئ ، کله چی له دغسې چاپیریال اسلام ته راشئ ، سبحان ا... نور دغه چټیات نه ترسره کوئ ، خپل مخ او زبه د خدای د رضا لپاره ساتئ ، هغه ژبه او کپړې استفاده کوئ نو تا ساده ښی . اسانه نده ، میرمنې ښکلا سره مینه لری چی سینګار وی ، خو د هغه چا لپاره باید ښکلی شو چی واقعا درسره مینه لری نه د پردیو لپاره ، واقعا دغه ټکی ته رسیدلی یم او په ما یې اغیز کړی دی .

په پرله پسې  کلونو کې لویدیځو رسندویو د ایرانی میرمنې په اړه په کلیشه جوړونې سره د خپل مخاطب لپاره  څه ښه او څه بد چوکاټ او معیار ټاکلی دی او عام مخاطب د ایران له ټولنې او ایرانیانو په ډیرې کمې پیژندنې سره  هماغه وایی چی رسندویو ورباندې منلی دی ، په داسې حال کی چی په هغو کی ډیرو ته پته نشته د ایران جغرافیایی سیمه چیرته ده . طبیعی ده چی اطلاع هم ونلرلی شی ، ایران په هغو ګوته په شمیر هیوادونو کی شامل دی د پوهنتونونو څه د پاسه ۵۰ فیصده فارغ التحصیلان یې میرمنې دي او دا چی له امریکا سره دشمیر په پرتلنه کی په ایران کی د متخصصو میرمنو ونډه ۹۸ فیصده و په امریکا کی ۸۵ فیصده ، په ایران کی په هرو یو لک امیندوارو میندوکې  د مړینې شمیر اوه فیصده ، په امریکا کی ۲۳ فیصده ، په ایران کی د میرمنو ډاکټرانو چټی  ۹ میاشتې او په امریکا کی صفر دی .

 

پای

 

 

 

 

 

ټیګونه