Jun 25, 2023 12:42 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د افغانستان  او پاکستان ځیني مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د افغانستان او پاکستان په تیرې اونۍ کې  د بدلونونو په اړه له اونیز بروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پیل کې درته په دغو دواړو هیوادونو کې دځينو مهمو بدلونونو یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،بیا مو هم رابولوو د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

*/*/*/

د ایران او افغانستان د اقتصادي  مبادلاتو مخ په وده زیاتیدا

*/*/*/*/

له افغان کډوالو سره په ارتباط کې د ایران له اسلامی جمهوریته د کابل قدرداني،

*/*/*/

د پاکستان دحکومت له تحریک طالبان سره د  روغې جوړې په باب د طالبانو د وړاندیز ردیدا

/*/*/*/

او  په سمندر کې له پناه غوښتونکو پاکستانیانو د  ډکې کشتۍ ډوبیدا، په تیرې اونۍ کې  د افغانستان او پاکستان ځینی مهمې پیښې وې، البته اوس مو هم رابولوو د ځينو مهموموردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

***************************

            دوستانوتیره اونۍ د اقتصادي ملګرتیاؤ له پراختیا او دغه راز له افغان کډوالو سره په ارتباط کې د  کابل  واکوالانو د ایران د  اسلامی جمهوریت قدرونه وکړه . د ایران د اسلامی جمهوریت  دتجارت د پراختیا په ادارې کې د افغانستان  د برخې مشر حمید رضا کربلائي اسماعیلي  په هغه   سفر کې چې کابل ته ئې درلود، د افغانستان د طالبانو  دتجارتي  او اقتصادي  چارو د وزارت  له چارواکو سره ئې د تخنیکی او انجنئيرینګ ،درملیزو اوطبي تجهیزاتو، پیټروکیمیکل محصولاتو، خوراکي موادو  د خدماتو  او هم  افغانستان ته د  د وتلو په سرحدي ګمرکاتو کې د موجوده بیخ بینائي تاسیساتو   په حوزو کې  د ایران او افغانستان د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا  لارې چارې وارزولې .

په دغه سفر کې کربلائي اسماعیلي ، د  افغانستان د  روغتیائي چارو د وزارت  له سرپرست قلندر عباد، د تجارت او پانګونې د کوټې له لومړي مرستیال  محمد یونس مهمند، د افغانستان د ګمرکاتو  له مومی مشر مولوی عبدالمتین سعید، د تجارت د وزارت د سرپرست له لوړپوړي مرستیال اوسلاکار  قاروق عزیزي  او د اسلام قلعه د سرحدي   کمیشنرۍ له مسئول  حاج لالا سره  کتنه او خبرې اترې وکړې.

ددغه سفر په بریاؤ کې ،د ګمرکاتو د بیخ بینائي تاسیساتو  د سمولو  او ترجیحي تعرفو  په حوزې کې د خبرواترو پیلیدا او د انجنئيرینګ   بیخ بینائي تاسیساتو د بشپړتیا په حوزې کې  لومړنیو موافقو ته اشاره کولی شو. لورو د ترجیحي تعرفو دلومړۍ مرحلې د اجرائي کیدا لپاره  د لسو شیانو لیست برابر کړی چې د تائيدیدا په بڼه کې  به د شیانو شمیر نوره هم زیات شي. همداراز وټاکل شوه د میلک ،۷۸میل او دوغارون  سرحدی ګمرکاتو   د  کار وخت   د هغه ګمرک د اړتیا په اساس د صادراتي او ټرانزیټي بهیر د آسانولو لپاره تر  هغه وخته پورې چې  په ورودئ او خروجئ کې  د ګاډو دریدا  او تمکیدا نه وي، بدلیږي.

           د پولې د اوسیدونکو لپاره د سرحدي مبادلاتو  په اړه د څلور سوه ډالري اندازې د ټاکلو په باب د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر بیا بیا ټینګار او د حکومتی کابینې وروستۍ مصوبې ته په پام سره وټاکل شوه چې د چارو د عملیاتي کولو لپاره د کاري ډله جوړه شي. پر دې سربیره،د ایرانیو تجارتي او پانګونې د شرکتونو او د خصوصي برخې په  ملګرتیا سره د افغانستان د تاجرانو د پانګونې او د ایران په وسیله د انرژۍ د بیخ بینائیو په رامینځةکولو سره په پولې باندې د ګډ صنعتي زون د جوړولو په باب د ګډ صنعتي زون د جوړولو په باب هم یولړ موافقې وشوې .

  افغانستان هم د تفتان-چمن-اسلام قلعه-مشهد له لارې د خراسان رضوي ته د پاکستان  د ټرانزیټي لارې د پرانیستو لپاره چې ددغې یو زر پنځه سوه کلومیټره فاصله له زرو کلومیټرو هم تر کمې فاصلې پورې کموي،چمتووالی اعلان کړ.د ایران په پوهنتونونو کې د طبی او غیر طبي تخصصي زده کړې په مختلفو حوزو کې د افغانستان دغوره محصیلینو منل، او  افغانستان ته د ایرانیو استاذانو د لیږلو په وسیله په طبي برخې کې د تخصصي عملې د زده کړو په باب دوه اړخیزه ملګرتیا هم نوره هغه موردونه وو چې  لورو ئې د اجرا په باب  چمتووالی اعلان کړ.په سیالو هیوادونو کې رامینځةشوو ځانګړو شرائطو ته په پام سره د درملنې د ټوریزم د بهیر آسانتیا،د هغو صادراتي طبي تجهیزاتو او درملو د مجوز په صادرولو کې  آسانتیا چې په دایمي او دومدار ډول د افغانستان په مصرفي بازار کې ورته لاس رسي کیدلی شي، هم د خبرواترو نور  موردونه وو.

 د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو وزیر د پناه غواړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یولړ دستورو کې د افغان پناه غواړو د کوربتوب په خاطر د ایران د اسلامی جمهوریت قدرونه اوستاینه وکړه. د افغانستان د کډوالو د چارو وزیر خلیل الرّحمن حقاني په دغو دستورو کې چې د ملګروملتو نماینده هم پکې شتون درلود،ووئیل،دوست هیوادونه او اورګانونه او موسیسې  مسئولیّت لري څو د افغان پناه غواړو  او کډوالو په مشکلاتو غور وکړي. حقاني ټينګار وکړ،خ پل هیواد ته د افغان پناه غواړو  د بیرته ستنیدا زمینه برابره ده او په تیر یوه کال کې  څه  دپاسه دوه میلیون کسان خپل  هیواد ته ستانۀ شوي دي.   

Image Caption

 

د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو وزیر  ووئیل، په درست افغانستان کې د عمومی امنیت په خاطر  له ګاونډیو هیوادونو څه دپاسه دوه میلیون  پناه غواړي، دغه هیواد ته ستانۀ شوي دي او  د دوی د بیرته هستون کولو  سره دمرستې لپاره  د ملګروملتو مرستې اساسی رول لري . دهغه په وینا نړیوالو اورګانونو ته ډاډ ورکوو چې په افغانستان کې مرستې په بشپړ شفافیّت سره  ویشل کیږی، ځکه په دې باب ډير شک اوشهبات مطرح دي.

   د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر  ځانګړي استازي تیره اوۍ په یولړ څرګندونو کې ووئيل، تهران تیار دی څو افغانستاندریل پټلۍ له لارې  نړیوالو بازارونو او آزادو اوبو سره یو ځای کړي. په کابل کې د ا یران د اسلامی جمهوریت  سفیر او د افغانستان په چارو کې د  اسلامی ایران دولسمشر ځانګړي استازي  ننګرهار ولایت ته په سفر  کې ددغه ولایت  له والي سره په خبرو کې ووئیل،  دافغانستان د ولس مجاهدتونو نتیجه ورکړه  او دغه مجاهدتونه  له افغانستانه د نیواکګرو د تښتې او شړلو سبب شول. اوس د افغانستان د بیا رغونې لپاره  شرائط برابر شوي دي. هغه زیاته کړه ، افغانستان  ډيرې زیاتې طبیعي زیرمې لري،خو د نیواکګرو شتون سبب شوی ددغه هیواد  خلک  له خپلو طبیعي سرچینو حخه استفاده و نه کړئ شي.  کاظمي قمي  ددې خبرې په کولو سره چې  د ایران اسلامی جمهوریت  د یوه دوست،ورور او ګاونډي هیوادپه توګه  تل د افغانستان د ملت ترڅنګ ولاړ دی ، ووئيل، د افغانستان موضوع ته د مونږ نظر، اسلامی او انساني نظر  دی او  دواړه ملتونه  د یوه بل په غم او ښارۍ کې شریک  دي.

په افغانستان کې د ایران سفیر  ټینګار وکړ،  اوس وخت رارسیدلی دی چې  د افغانستان  له ثبات او بیا رغونې سره مرسته وکړوڅو  دغه هیواد له جنګ او جګړو  او ترینګلتیاؤ څخه ووځي  او د هوساینې او ښه ژوند په لور ح رکت وکړي. هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې  د ایران اسلامی جمهوریت په مختلفو ډګرونوپه تیره بیا په کرهڼېزو ، صنائعو، انجنئرینګ او طبي ډګرونو کې ښه تخصص او تجروبې لري  او تیار دی دغه تجروبې  د افغانستان  په اختیار کې ورکړي. د کاظمي قمي په وینا، دافغانستان پراختیا او هوساینه  د ایران او دسیمې د هیوادونو په ګټه ده  او دسیمې له امنیت سره به مرسته وکړي. هغه زیاته کړه ، غواړو،د چابهار آزاده سیمه  د افغان تاجرانو او سوداګرو  لپاره فعاله او  او همداراز  افغانستان  د ریل پټلۍ له لارې له نړیوالو آزادو سمندري اوبو سره  وګنډو. په کابل کې د  ایران د سیاسی نمایندګۍ مشر ددې خبرې په کولو سره چې ننګرهار دکرهڼې لپاره  ښه ظرفیّت لري، ووئيل،تیار یوو،د خپلې اړتیاوړ کرهڼيز محصولات له افغان  کروندګرو واخلو .

Image Caption

 

        حسن کاظمي قمي همداراز په طبي او د سلامتیا په حوزې کې  د ایران د یوه مخکښ ولایت په توګه خراسان رضوي  او ننګرهار ترمینځ  دطبی ملګرتیاؤ پر پیاوړتیا هم ټینګار و کړ. هغه همداراز  په ایران کې په مختلفو وختونو کې  د ۳۵ زره افغان محصیلینو  زده کړو ته په اشارې سره  ووئیل، هڅه  کوو افغان محصیلین وهڅووڅو افغانستان ته بیرته ستانه شي او  له خپلو تخصصوونو څخه دې پخپل هیواد کې استفاده وکړي.

د ننګرهار والي  مولوي  محمد رباني  ناصح  هم په دغې کتنې کې د میلیونونو افغان  کډوالوڅخه د ایران د اسلامی جمهوریت  دکوربتوب په قدرونې سره  ووئيل،  اوس په افغانستان کې  جنګ پاي ته رسیدلی دی  او د افغانستان لپاره یوه نوي پاڼه پرانیستل شوې ده . هغه روښانه کړه،د افغانستان سرپرست حکومت  غواړي ، له  دغه فرصته په استفادې سره ،د ایران د اسلامی جمهوریت او پاکستان پشمول له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره  خپلې اړیکې پراخې کړي،ناصح  ټينګار وکړ غواړو د ایران او افغانستان  له ښو اړیکو په ښه ډول استفاده وکړو او د ایران له اسلامی  جمهوریته غواړو  ،  دنړۍ له هیوادونو سره د افغانستان د سرپرست حکومت دتعامل زمینه برابره کړي.

د افغانستان د ننګرهار والي له افغانستان سره د ایران د مرستو په قدرونې سره هم ووئیل،  مونږ  ددغو مرستو په تیره بیا دد کرهڼې ،د ښونې او روزنې  او درملنې او روغتیا په زمینو کې د مرستو د دوام غوښته کوو.

Image Caption

 

                تیره اونۍ پاکستان هم له مختلفو بدلونو او پيښو سره مخ ؤ . د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې  میرمنې زهرا ممتاز بلوچ  په یوه خبری کنفرانس کې د تحریک طالبان یا هماغه ټی ټي پي  ترهه ګرې ډلې له مسئولانو سره د  د سولې د خبرواترو د بیا پيلولو لپاره د مینځګړیتوب  په باب د  کابل د وړاندیز په اړه ووئيل،هماغه شان چې  له دې مخکې د پاکستان خارجه وزیر وئیلي دي،اسلام اباد به له هغو کسانو سره چې د عامو پاکستانیانو او د  پولییسو د   چارواکو او مامورانو  د وژلو مسئول  دی ،خبراترې ونه کړي. هغې په دوام کې د افغانستان شمالی ولایتونو ته  د افغانستان د حکومت په وسیله دپاکستانیو طالبانو   دمنتقلولو  په باب دیوې پوښتنې په  ځواب کې  ووئیل،  زه  له افغانستان سره د مونږ د خبرواترو جزیاتو  ته نه واریدیږم، خو  له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې ګواښ هماغه شان  د مونږ په ایجنډا کې دی ،مونږ په دوامدار ډول   د ترهه ګرس له ګواښ سره   د مقابلې په باب  دافغانستان له موقته حکومت سره  په تعامل کې یوو او دا یو دوامدار بهیر دی.  میرمن بلوچ په دوام کې ووئيل،  اسلام اباد هیله مند دی  او تمه لری  چې  ورکړل شوي ژمنې  چې په هغو کې د پاکستان ،افغانستان او چین  ترمینځ درې اړخیزه اعلامیه هم شامله ده ، عملی  شي څو افغانستان دپاکستان پشمول د خپلو ګاونډیانو لپاره د بې ثباتۍ او ترهه ګرۍ سرچینه نه شي.

له دې مخکې  د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد  وئیلي وو،که  پاکستانی لوری وغواړي ، چې مونږ  مینځګړیتوب وکړو،نو پوهیږو  چې دمونږ مینځګړیتوب  اغیزشیندونکی دی. بې شکه مونږ  دغه کار کوو ،ځکه  ګټه ئې سیمې ته رسیږي او مونږ  ددې غوښتونکي یوو چې  په سیمې کې جنګ جګړې نه وي . ځیني کارپيژاندي په دې اند دي چې د خبرو ترو مخکینیو پړاؤنو ناکامۍ ته په پام سره  دپاکستان  حکومت به  مستقیما  له تحریک طالبان پاکستان  یا ټي ټي پی مسئولانو سره  خبرې ونه کړي او که  په راتلونکي کې کومې خبرې اترې کیږي هم نو د کابل  له لارې  به ئې ترسره کړي.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه