Apr 14, 2024 14:07 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د ځینو مهمو بدلونونو په باب اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو.په پيل کې ددغو هیوادونو ځینو مهمو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیا مو هم رابولوو، د ځینو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .

 

*/*/*/*/

د افغانستان د طالبانو حکومت او د اهل تشیّع د حقوقو  او غوښتو تعقیبیدا

*/*/*/

افغان کډه په سر شوي مهاجر او دایران د حکومت او ولس میلمه پالنه

*/*/*/

په پاکستان کې د ترهه ګرو پيښو او ج  او د ایران د ولسمشر  کیدونکی سفر

/*/*/*/

او د پاکستان  ولس  او د نیمکرغه اختر په دستورو کې  د فلسطین له مظلوم ولس سره  پیوستون او همدردي ،  نو اوس مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

********************

            دوستانو په تیرې   اونۍ کې  د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا یوه پلاوي  ددغه هیواد شمال ته د سفر پر مهال ټينګار وکړ، دغه شورا له واکمن لوري څخه د اهل تشیَع  د ټولنې غوښتې   تعقیب کړي دی  د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا پلاوي  له خلکو او عالمانو سره د لیدو کتو او دهغو يد نظر د معلومولو په موخې سره  سرپل  او جوزجان  ولایتونو  ته سفر کړی دی.د افغانستان  دشمال حوزې ولایتونو د شیعه عالمانو د شوراګانو د وضعیّت  ارزول  او د خلکو دمشکلاتو حل ، ددغه سفر ترټولو مهمې موخې وې. په دغو لیدو کتو کې  د سرپل او جوزجان ولایتونو عالمانو او اوسیدونکو ، د عالمانو له پلاوي سره  خپل وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې  او  ددغو غوښتو د ارزونې او سپړنو غوښتونکي شول.

 دافغانستان د شیعه عالمانو د شورا  یوه مسئول  حجةالاسلام سید حسن صالحي  د سرپل ولایت له عالمانو او نیوکه کونکو سره په کتنې کې  ووئيلو د شیعه عالمانو شورا  له حکومته د اهل تشیّع  غوښتې په دوامدار ډول تعقیبوي  او هماغه شان  د افغانستان د ملت او حکومت ترمینځ د ښه تعامل غوښتونکي دي .

د سرپل  ولایت  د شیعه عالمانو د شورا مرستیال  حجةالاسلام  غلام محمد نظري  هم له لیږل شوي پلاوي سره په خبرو کې  د اهل تشیّع  په غوښتو د ارزونې  باندې په ټينګار سره  ووئيل، په دغه ولایت کې  د ځاي حکومت او   داهل تشیّع د ټولنې ترمینځ  ښې اړیکې ټینګې دي .

             په تیرې اونۍ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو  چارو وزارت د اطلاع رسونې مرکز په یوې اعلامیې کې د پناه غواړو او بهرنیو وګړو  په باب  ځینو فضا جوړونو ته ځواب  ورکړ او ټینګار ئې وکړ،په دې باب ددغه وزارت دریځ روښانه دی.ددې اعلامیې متن  داسې دی ؛د کډوالو او بهرنیو وګړو  په باب ځینو فضا  جوړونو ته  په ځواب کې  ټيڼګار کیږي،  چې

1    د افغانستان خرابولو  لپاره دځينو سایټونو هڅه  په سخته رد کیږي.

2    افغانستاني مهاجر  باید خپل ټاټوبي ته بیرت وګرځي  او افغانستان آباد

          کړي .بهرني وګړي  له مجوز پرته ،  د  ټيکدارانو په وسیله   به خپل

            هیواد ته بیرته وګرځول شي.

4      په  هیواد کې د نورو  افغانستانیانو د منلو  امکان  نشته

5      د هغو افغانستانیانو  منظمیدا  چې  په هیواد کې د موقته  شتون

              اجازت لري. ضروري دي.  

6     د هغې  مرکې په باب بیا فضا  جوړونه چې میاشتو میاشتو مخکې خپره شوي ، په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د مهاجرو او پناه غواړو موضوع یوه جدي انساني مسئله ده  چې زیاتره برخه ئې په یوه هیواد د نورو هیوادونو د تیریو په دلیل  او د  هغه  هیواد پر خلکو د جنګ او بحران  د تپلو له امله یوه غمیزه رامینځةشوه او د ګاونډیو هیوادونو په لور ئې د پناه غواړو یو سیل  راپورته کړ.

            د افغانستان د مسئلو یو کارپوه محسن رویی صفت په دې باب وائي،د نړیوالو قوانینو له پلوه،په افغانستان کې د آرامښت او امنیت ثبات او  ددغه هیواد د وګړو دداخلی جنګ ختمیدا ته په پام سره  هیڅ ځاي کې مهاجر   نه شمیرل کیږي. له دې امله دوي  د افغانستان  له ګاونډیو هیوادونو څخه خپل هیواد ته په بیرته ستنیدا سره ، د افغانستان په بیا رغونې او پرمختګ کې ونډه درلودلی شي. په عین حال کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د دینی او کلتوري  مشترکاتو او دتمدني  حوزې په اساس، له افغان مهاجرینو څخه   میلمه پالنه کړې ده.

په  تیرې اونۍ کې د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو  چارو وزیر  د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس  دسیاسی دفتر له  مشر  سره په  تمامس کې  د وحشي صهیونیسټي رژيم  په حملې کې د هغه  دکورنۍ د غړو  دشهادت په باب تسلیّت ووایۀ. امیر خان متقي  له اسماعیل هنیّه سره  په تماس کې د تسلیّت په وئيلو سره او د شهیدانو د شهادت د منلو لپاره  په دعا سره  ووئيل، د شهیدانو وینه به حتما میوه ورکړي.  هغه زیاته کړې ده ، مونږ باؤري یوو ،  ددغې سرښیندنې په  نتیجې کې به قطعا د فلسطین ټاټوبی  د تیریګرو صهیونیسټانو  له منګولو آزاد شي. متقي صیب   په دې خبرې په ټینګار سره  چې  افغانستان  هم  د ډيرو سرښیندنو په نتیجې کې خپلواکي ترلاسه کړې ده ، د فلسطین له  مجاهد ولسه  ئې وغوښتل ، مقاومت  ،استقامت او صبر ولرئ.

د افغانستان د طالبانو د  خارجه وزارت له خوا  د خپرې شوي خبرتیا په  اساس،   اسماعیل هنیه هم  د افغانستان  ولس  د خپلواکۍ د مبارزو  مخکښ وباله او وې وئيلو  چې مونږ   د دوي لاره تعقیبوو، په  دې امید سره چې  د مونږ دشهیدانو وینه  هم میوه ورکړي.  په عین حالک ې  په قطر کې د طالبانو سفیر او دغه ر از  د سیاسی د فتر  مشر  هم  د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر د کورنئ د غړو  دشهادت دختم په دستورو کې ګډون وکړ.

 په دوحې کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفارت  په یوې خبرتیا کې   د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر  اسماعیل هنیّه د کورنۍ د غړو د شهادت د ختم په دستورو کې په قطر کې د  سفیر محمد نعیم او د سیاسی دفتر د مشر سهیل شاهین د شتون خبر ورکړ.  په دوحې کې د افغانستان سفارت  په دغې خبرتیا کې وئیلي دي ، شپږ میاشتې کیږي، چې  وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم  په دوامدار ډول  دفلسطین پر مظلومو خلکو بې آمانه بمبارئ او حملې کوي، دغه سفارت  پر صهونیسټ رژیم په سختو نیوکو سره وائي ،تردې دمه  څه دپاسه ۳۳ زره فلسطینیان چې زیاتره ئې ښځې او ماشومان دي ، شهیدان  شوي  او څه دپاسه ۷۷ زره نور ټپیان شو ي دي.

 له دې مخکې  د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو  او بهرنیو چارو وزارتونو ویندویانو  هم په جلاجلا اعلامیو :ې  د صهیونیسټ رژيم  د  جنایتونو په محکومولو او  مظلومو خلکو ته په تسلیّت وئیلو سره  ټينګار کړی چې د فلسطین دملت مقاومت او سرښیندنې به د دوي د بریالیتوب  اونصرت پيلامه وي.

Image Caption

 

  په تیرې اونۍ کې  د پاکستان په ترټولو مهمو پيښو کې  چې رامینځةشوي ،یوه پاکستان ته دسفر لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ته د پاکستان د ولسمشر  بلنه وه .د پاکستان د ولسمشر  د ماڼۍ  د اطلاع رسونې برخې په یوې اعلامیې کې وئیلي دي،ددغه هیواد ولسمشر آصف علی زرداري  د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي سره د اختر د نیکمرغه اختر  په مناسبت په ټيلیفوني تماس کې خبرې اترې وکړې.  په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،زرداري  په دغه تماس کې په دمشق کې  د ایران په سفارت د اسرائيلو په حملې کې  د دوي د ځینو مهمو کمانډرانو او عزیزانو  په شهادت د هغوي کورنیو او  د ایران حکومت او ملت ته د تسلیّت او خوخوږئ په وئيلو سره  په غزې کې د  انساني بحران او نسل وژنې  په باب  اندیښنه څرګنده کړه او  دفوري اوربند دټينګیدا غوښته ئې وکړه .

دواړو لورو  د تعاملاتو د پراختیا لپاره په دواړو هیوادونو کې  متقابل ظرفیّتونه   ډیر او ډول ډول وبلل او  وې وئیل چې ایران او پاکستان  په کلتوری ، تجارتي ،  او انرژۍ زمینو کې  دملګرتیاؤ د پراختیا لپاره  ډيرې ښې زمینې لري  او باید  ددغوظرفیّتونو  د بافعل کولو  په لاره کې  عملی ګامونه پورته شي .   ا براهیم ریئسي  د داعش پشمول   د مختلفو فتنو  په ختملو کې د اسلامی امت د ځوانانو د ایمان او غیرت په قدرونې اوستاینې  سره  ټينګار وکړ، ددواړو هیوادونو داړیکو پراختیا د سلطه ګرو  قدرتونو د خوښې وړ نه ده  او دوي په فتنه اچونې سره  د دوو اسلامی هیوادونو او  ملتونو ترمینځ په درز رامینځةکولو پسې دي . البته باید له ترهه ګرۍ سره په ګډې مبارزې کې  دملګرتیاؤ په پیاوړتیا سره ، د تهران او اسلام اباد ترمینځ  دد وستۍ د لوړتیا او دغه راز د دښمنانو د غوښتو د پوره کیدا خنډ شو ..

  په تیرې اونۍ کې د ایران او پاکستان دګمرکاتو  مشرانو دتحارت  د آسانتنیاؤ او پراختیا په موخې سریه په اسلام اباد کې  خبرې اترې او د ګمرکي خنډونو د لیرې کولو لپاره  د پنځلسمې مادې په اساس سره موافقې ته ورسیدل.د ایران د ګمرکاتو عمومی مشر  محمد رضواني فر د پاکستان د ګمرکاتو له عمومی مشر  او د عایداتو د  فیډرل  پلاوي  مسئول فرید اقبال  سره په پنځلسمې مادې کې د ګمرکي خنډونو د ختمولو او د تحارت د پراختیا او آسانتیاؤ  په موخې سره ځیني موافقې وکړې. چې په عملیاتي کولو سره  د دواړو لورو له خوا د یوه  اجرائي ټيم  په جوړیدا سره د دواړو هیوادونو  ترمینځّ تجارتي مبادلات زیاتولی او الیکټرانیکي راکړې ورکړې او اطلاعات سره مبادله کولی شي

Image Caption

 

د سرحدي بازارچو د کړچار ارزونه او د موجوده شرائطو سپړل،له ګډو ګمرکي پولو څخه د وریژو په څیر د ځینو اساسی شیانو د صادراتو د منلو مجوز د صادرولو لپاره  دپاکستاني لوري  غوښته ،له نورو ګمرکاتو سره په پرتله کې  د پاکستان په لور د ایران دګمرکاتو د  ټرانسپورټي لګښتونو د اندازې د  مختلفو دلیلونو ارزول  او ایران ته له پاکستانه د ډنګرو ، پسونو، اوښانو پشمول د ژوندیو حیوانانو یا مالونو  د صادراتو د آسانتیاؤ لپاره  دغوښتې ارزول   ددغو موافقو برخې دي .  همداراز د دواړو هیوادونو د ګمرکاتو دمشرانو  ترمینځ   د سرحدي لیدوکتو دترسره کیدا لپاره  پلان شوی  او منظم شوي مهال ویش  برابرول ، په میرجاوې  کې د سرحدي ګډې دروازې د پرانیستې  دموافقې په ارزونې کې دچټکتیا غوښته ، په ګډو پولو کې د تګ راتګ د آسانتیاؤ  په خاطر د  لورو ترمینځ  دموافقې  اجرائي پيکیج برابرول ،  او  د بیړنیو  موردونو د ارزونې  او تعقیبونې لپاره له دواړو لورو  د دوو مسئولو کسانو  ټاکل او معرفي کول  د دغو دوو مسئولانو  ترمینځ د موافقې ځینی نور  موردونه  وو.

د پاکستان د چارو یو کارپوه او تکړه شناندی علی خزائي  په دې باب وائي، ایران او پا کستان  د خپل مینځي تجارت د اندازې د زیاتولو  او پراخولو لپاهر ډير ظرفیّتونه لري او تمه کیږي، چې   پاکستان ته د  ایران د اسلامی جمهوریت  دولسمشر کیدونکی سفر  دتهران او اسلام اباد ترمینځ د اړیکو د  یوه نوي سپرکي  د پرانیستو سبب شي.

              دوستانو د  افغانستان او پاکستان  دتیرې اونۍ د ځینو مهمو بدلونونو په باب داونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤنو تر بلې  اونۍ پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ....

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه