Jul 06, 2023 13:57 Asia/Kabul
  • د کیسو جنګ (11)

د  تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شبیوکې  د روایتونو جنګ نومې لړۍ نننی یولسم مطلب سره ستاسو په خدمت په خدمت کې یوو. په دغه مطلب کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خا منه اي د شخصیّت د ځانګړنو په باب درسره غږیږو، هیله ده  ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

  دوستانو په 2015 کال کې د امریکا لاس انجلس  ټایمز ورځپاڼې  د ایران په باب یوه مقاله خپره کړه  چې  لیکوال ئې د ایران داسلامی انقلاب   د رهبر آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي په باب پکې لیکلی وو؛ دایران رهبر تر دې دمه  یوه معما ده ، د اسلامی انقلاب  د رهبر شخصیّت   دهغو کسانو لپاره چې   له اسلام او  دهغه له تعلیماتو سره نابلد دي ، یوه معما ده ،خو  دقرآن په مکتب کې روزل شوو  او د رسول  ا... بزرګوار(ص) د  اهل بیت علیهم السلام  له مله سیرت سره د بلدو مسلمانانو لپاره د خدای د یوه صالح بنده بیلګه ده .آیت ا... خامنه اي د اسلام د مکتب روزل شوی دی . یو داسې شخصیّت چې  د دښمنانو په وینا،د لارې نقشه پيژني ، د اسلامي امت له دښمنانو څخه لا مخکې  حرکت کوي ، په مدّبرانه او روښانه توګه د نړۍ بدلونونه څاري ، د نظر  افق  ئې   ماډرن اسلامی تمدن ته په رسیدا کې  د اسلامی امت د لارې هوارول دي او  له دغو ټولو سره سره  د هغه د لنډ او ساده ژوند ځاي  د لمونځونو، له خداوندمتعال سره دراز او نیاز اولمنځونو ځای  دی. د اسلامي انقلاب د  رهبر د ځانګړنو په بیانولو کې  هغه څه چې لا کم بیان شوي دي ، مطالعې  او کتاب سره د هغه دلچسپي ده .

د روایتونو د جنګ نومې لړۍ ددې اونۍ  مطلب ، د حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د شخصیّت  ددغه اړخ   بیانونکی دی ،نو هیله ده له مونږ سره ووسئ.

   فرید زکریا په امریکا کې  دبهرنی سیاست  د  چارو یو استاد او نظریه وړاندې کونکی دی . هغه د 2013 کال په اګست کې په سی این این ټيلیويژني چینل کې په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د؛ ویکټور هوګو بینوایان؛ ترټولو ښه ناؤل دی چې  د تاریخ په اوږدو کې لیکل شوی دی. ما په کرتو او کرتو وئيلی  دي چې  لاړشئ او دغه کتاب مطالعه کړئ. بینوایان   د ټولن پيژندنې  کتاب دی، د تاریخ کتاب او د کرکَتنې کتاب دی،الهی کتاب دی،د احساساتو او عشق په باب کتاب دی :: فرید زکریا په دوام کې وائي؛ دا جملې چا وئيلي دي ؟. دغه جملې د فرانسې ولسمشر  نه دي وئيلي  او په حقیقت کې  دا خبرې  د لویدیځ  هیڅ یوه و لسمشر   سره اړه نه لري ، دغه کلمې  له یوه داسې شخصیّت سره اړه لري چې  لویدیځ  هغه   قسم خوړلی دښمن ګڼي ، د ایران ستر لارښود  آیت ا... خامنه اي:::: 

Image Caption

 

     ممکنه ده،د فرید زکریا په څير د کسانو لپاره چې په لویدیځي ټولنې کې ژوند کوي،ډيره دحیرانتیا وړ خبره وي،د یوه هیواد دحاکمیّت په  ترټولو لوړ مقام کې  یو کس تر دې اندازه له کتاب سره مینه لري ، بې شکه  د لازیاتې حیرانتیاوړ به هم وي.که پوهه شئ د اسلامی انقلاب د سترلارښود آیت ا... خامنه اي د کورنۍ ټول غړي پابنده دي  څو مطالعه وکړي. د اسلامی انقلاب لارښودپخپله په دې باب  وائي؛زما پخپل کور کې ، ټول کسان له استثنا پرته،هره شپه د مطالعې په حال کې وي چې ویده کیږي، پخپله زه هم  همداسې یم . مطالعه کوم څو راته خوب راشي، کتاب ږدم  او  ویدۀ کیږم . دمونږ د کور  ټول  وګړي، کله وغواړي ویدۀ شي ، نو حتما  ئې یو کتاب په لاس کې وي.::::

            د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شخصیّت کې له مطالعې سره د عشق او ګروهنې پَل،باید د هغه د ماشومتوب په پړاؤ کې  ولټول شي.  هغه کلونه چې  نیاوانې  د ژمي په شپو ورځو کې د قرآني او لرغوني کیسو په چوکاټ کې  خپلو لمسیانو ته شفاهي ادبیات منتقلوي  او تر مودو مودو پورې د هغوي په یاد کې پاتیکیږي. په دې علت چې  نیا  دغه کیسې کړې وې.له مطالعې سره مینه تر زلمیتوبه د ماشوموالی په تیریدا سره  او بیا په ځوانۍ کې دغه  د مطالعې تنده لازیاته  شوه او  کتاب او د کتاب لوستل  دشخصیّت  د جوړونې لپاره یوه وسیله شوه.  دوي  له مطالعې څخه ذوق او شوق  د کلمو په چوکاټ کې  داسې بیانوي؛ هغه مهال چې  له کتاب سره انس اوج ته ورسیږي، کتاب لوستل کومه دنده نه ده بلکې  یو خوندور کار  او یوه نه ځنډیزونکي  اړتیا  او د خپل شخصیّت د جوړولو لپاره به یوه وسیله وګڼل شي  او نه یوازې ځوانان، بلکې  ټول نسلونه او پرګنې  به په صمیمیّت  او شوق سره ورته مخه کړي . که انسان وغواړي  په معنوي او کلتوري زمینې کې تاند  ووسي ،نو له کتاب سره له رابطې پرته ، بله چاره نه لري .  د کتاب ځاي هیڅ  شی نشي ډکولی  کتاب باید دود شي....  خلک بای د کتاب لوستل  عادت جوړ کړي او کتاب   ژوند ته وارد کړي ،زما دعمر  په ټولو کلونو کې  په عمر کې چې د کتاب سره مو رابطه ده،شاید  د دنیا دترټولو ښو لیکوالانو په زرګونو کیسې مو لوستلي وي .څوک چې  د دغې ښکلي او ژوند بخښونکي  دنیا سره،یعني د کتاب له دنیا سره  ارتباط نه لري،بې شکه  له ترټولو مهمې انساني بریا او  هم له ترټولو زیات الهي  او بشری  معارفه بې برخې دی:::

Image Caption

 

                 د اسلامی انقلاب د معظم لارښود یوه مطالعاتي حوزه ناؤل لوستل دي. آیت ا... خامنه اي ناؤل  د لیدتوګې د منتقلولولپاره یو ښه آوزار ګڼي . ؛ د ویکټورهوګو بینوایان؛ نومې  ناؤل  د ناؤل لیکنې او کتاب لیکنې  په دنیا کې یوه  معجزه ګڼي.هماغه شان چې رومن رولان  لیکل شوی ؛مهاتما ګاندي؛  ئې  د انسان  په انځورونې کې یو ډير زبردست کتاب  بللی دی. د اسلامی انقلاب د ستر لارښود له نظره  ناؤل کتابونه  او  او د رولان  د ژوند لیکنې  د کیسې له پلوه ، د دنیا د لومړۍ درجې  د ناؤلونو په حد کې  نه دي،خو د انځور او بیان له پلوه  په تیره بیا د فکري  او   نفسیاتي  خصوصیاتو  بیانول  ئې ډير غوره آثار دي .  ایت ا... خامنه اي   د  ویل ډورنټ   د ؛ فلسفې  خوندونه ؛نومې  کتاب په باب  باړري دی ،  لیکوال د لویدیځي فلسفې  مطالب د شعر په څير په شوقي بیانونو سره  مطرح کړي دي ،خو  یو  ایرانی لیکوال او ژباړن په ډير شوق ښکلا او هنر سره یو فلسفي کتاب  د یوې غوړې، نرمې او خوندورې نوړئ په شان  د لوستونکي په خوله کې و رکوي.

         د اسلامی انقلاب  ستر لارښود  پخپله  هم لیکنې کوي،د دوي خوندور تالیفات ،ترجمې او تقریظونه په مختلفو ډلو او برخو کې ویشلی شو.د څیړنې په چوکاټ کې ،د ؛پیشوای قادق،ازژرفای نماز،طرح کلي اندیشه اسلامی درقرآن،ګفتاری درباب صبر، او روح توحید نفی عبودیت غیر خدا ، نومې تالیفاتو  ته اشاره کولی شیو چې په هغو کې ځيني د انګریزئ، جرمني، آذری ترکي ، استانبولي ترکي ، ایټالیائي ، چیني او عربي ژبوپه څير په نورو ژبو ژباړل شوی  دي . د سید قطب  له آثارو دوه   آثار ، یعني ؛آئينده  درقلمرو اسلام او  ادعانامه  ای علیه تمدن  غرب ؛  له اسلامی انقلابه مخکې  آیت ا... خامنه اي  په فارسي ژبه ژباړلي  دي . همداراز ؛ کفاح المسلمین فی تحریر الهند ؛نومې کتاب  چې  دوي په فارسي ژباړلی  او  دترجمې په بڼه کې ئې  ورته ځیني څیړنیز  یاددښتونه ورزیات کړي او تالیف ئې هم چاپ شوی دی. د اسلامی انقلاب  په نورو لیکنو کې  دهغۀ  هغه تقریظونه دي چې  په تیره بیا د مقدسې دفاع د ادبیاتو په کتابونو باندې ئې  لیکلی دي  او  له دې لارې  یو ښه کتاب  د کتاب مینه والو ته ورمعرفی کوي.  په دغو کتابونو کې ، هغه کتاب هم شامل دی چې  د ؛من زنده ام ؛ په عنوان سره  چې دصدام رژيم په زندانونو کې د میرمن  معصومه آباد  د بند د څلورو کلونو خاطرې  لري ..د کتاب روایت د لیکوال  له ماشوموالی  بیل شوی او  د هغه د زلمیتوب د مهمو برخو په بیانولو سره دوام پیداکوي. په ایران د عراق دپوځي حملې په  لومړنیو شپو ورځو کې  دغې میړنئ میرمنې  د پرستار  په توګه له زخمیانو سره مرسته کوله چې  اسیره شوه. د اسلامی انقلاب معظم لارښود  ددغه کتاب په باب لیکلي دي ؛  کتاب  مو د ویاړ او غم په دواړو احساساتو سره  او کله هم د اوښکو په توَیولو سره  ولوست  او پر   هغه صبر او همت او پاکۍ او صفا  او د ښکلاؤ او  بدرنګیو او کړاؤنو  او ښادیانو په مجسمولو کې  مو  پر دغې هنرمندئ آفرین ووئيل. د مجاهدانو او پتمَنو  د یادونو او خاطرو خزانه، ډيره ارزښتمنه او لویه  خزانه او ذخیره ده  چې  تاریخ   پر ډیرو درسونو ،زده کړو  او پت او نصیحتونو ډکوي. ډير لوي خدمت دی،دا ټول له ذهنونو  او حافظو بهر راویستل  او د قلم اوهنر او نندارې ته ئې وړاندې کول ، دا هم  له هغو لیکنو دي چې ژباړه ئې  لازمه ده . ددغه کتاب څلورو اتلو میرمنو په تیره بیا  ددې پر لیکوالې  او هنرنمند راوی باندې سلام وایم ::

Image Caption

 

           څه موده  مخکې د  روان کال د غواي د میاشتې  له شلمې تر یودیرشمې نیټې پورې د تهران د کتاب د نړیوال نندارتون څلوردیرشم پړاؤ، د؛ راتلونکی لوستونکی دی؛ په شعار سره  دحضرت امام خمینی په عیدګاه یا مصلی کې ترسره شو. د اسلامی انقلاب ستر لارښود  تر درو ساعتونو پورې  د دغه نندارتون کتنه وکړه. دوي  دکتاب نندارتون  ستره ولسی غونډه  ګڼي چې  غالب اړخ ئې کلتوري اړخ دی  او په همدې دلیل خوشالونکی او ولوله پنځونکی  دی .د نمایشګاه دلیدو وخت  یوه سټال خاونند  دادب په رسم سره  ورته د شعرونو کتاب ډالۍ کړ،  او وې وئيل، ماته پته ده چې له شعر  سره مینه لرې. آیت ا... خامنه اي ورته  په ځواب کې ووئيل؛ زه له کتاب سره مینه لرم :::  د هغه کتابتونو په لسګونو زره کتابونه او په یوه قول سره  څه دپاسه څلویښت زره کتابونه لری.د اسلامی انقلاب له سترلارښود څخه نقل شوي دي چې فرمائي؛که زه خپل ټول شخصي ژوند راغونډ کړم نو په یوه ډاټسن کې ځایږی،البته  زما له کتابتون پرته ::::

                 دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تربل  وخت پورې  او تربل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو......

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه