Jul 16, 2023 16:09 Asia/Kabul
  • د افغانستان د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر، له یو شمېر شیعه عالمانو او مخورو سره
    د افغانستان د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر، له یو شمېر شیعه عالمانو او مخورو سره

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په تېره اونۍ کې د افغانستان د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر، له یو شمېر شیعه عالمانو او مخورو سره په کتنه کې وویل: اهل تشیع د نورو افغانانو په څېر د دغه هېواد مهمه برخه ده. په دغه کتنه کې د شیعه عالمانو او مخورو د حکومت او خلکو ترمنځ د لازیاتې همکارۍ لپاره د دغه شان غونډو پر جوړېدو ټینګار وکړ. د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د خلکو په ځانګړې توګه د اهل تشیع د ستونزو د حل په موخه، په بېلابېلو برخو کې وړاندیزونه او مشورې وړاندې شوې.

د مولوي عبدالکبير په وينا، اهل تشیع هم د نورو افغانانو په څېر د دغه هېواد د خلکو يوه مهمه برخه ده او ټولو ته د شريعت پر بنسټ مساوي او عادلانه حقوق ورکول کېږي. د "عالمي بلخي" په وینا، د عالمانو شورا د اهل تشیع غوښتنې تعقیبوي او په حکومت کې د غوره افغانانو شتون ته زمینه برابروي. د شیعه عالمانو شورا له نظره، د افغان حکومت له چارواکو سره د شیعه عالمانو او مخورو کسانو ناسته، کولای شي په افغانستان کې د چارو له پرمختګ سره مرسته وکړي. له همدې امله د افغانستان د حکومت د ریاست الوزرا سرپرست هم ټینګار کړی چې د شیعه عالمانو او مخورو کسانو وړاندیزونه او مشورې به اړوندو څانګو ته وړاندې کړي.

په تېره اونۍ کې د افغان طالبانو د حکومت او د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو د هرات – خواف رېل پټلۍ له پرانیستلو وروسته، په افغانستان کې د اورګاډي د پټلۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. د افغانستان د وسپنې پټلۍ مشر بخت الرحمن شرافت او په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوي د هرات – خواف رېل پټلۍ د پراختیا په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره وايي، د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوي د هرات – خواف ریل پټلۍ د جوړولو او پراختیا په برخه کې د خپل چمتووالي د اعلان ترڅنګ، د رېل پټلۍ د جوړېدو له طریقه د ورېښمو لارې د بیا احیا کولو په برخه کې هم خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

د افغانستان د وسپنې پټلۍ مشر بخت الرحمن شرافت او د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوي د هرات – خواف رېل پټلۍ د پراختیا په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د اورګاډي دا پټلۍ د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره خوا مهم دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ په کال کې د شپږ میلیون ټنو مالونو د لېږد ظرفیت رامنځته کوي. د ریل پټلۍ دغه لاره چې په ۱۳۹۹ کال کې فعالیت پیل شوی وو، د افغانستان په داخلي بدلونونو کې د اوښتو زیانونو له امله درول شوی وو، چې په تعقیب سره دغه لاره بشپړه او لومړنی بار وړونکی اورګاډی د ایران له اسلامي جمهوریت څخه افغانستان ته داخل شو. د وسپنې دا پټلۍ افغانستان د ایران له لارې له اروپا او خلاصو اوبو سره نښلوي.

د نړیوالو چارو کارپوه غلام حسین ناصري په دې اړه وايي: د ایران او افغانستان تر منځ یوه مهمه ګټه ټرانزیټي مسایل دي او د ایران اسلامي جمهوریت د یوه پل په توګه کولای شي افغانستان د نړۍ له بازارونو سره د سړکونو، ریل ګاډي پټلۍ، سمندري لارې له هغې جملې د چابهار د ستراتیژیک او نړیوال بندر له لارې وصل کړي، چې د افغانستان د اقتصاد لپاره حیاتي شریان دی.

د نړیوالو چارو کارپوه غلام حسین ناصري

په تېره اونۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر ویلي وو چې د بودیجې کموالی په افغانستان کې د دغه سازمان د همکارانو د فعالیتونو پر وړاندې یو له اصلي ننګونو څخه ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اعلان له مخې، چې په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره، دوه میلیارد او ۲۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، د بودیجې کموالی یې د دې سازمان د همکارانو پر وړاندې په افغانستان کې له اصلي ننګونو څخه ګڼلی دی.

اوچا په یوه ټویټ کې لیکلي: مرستندویه ادارې له مرسته ورکوونکو څخه غواړي چې په افغانستان کې د دغو موسسو د مرستو د دوام لپاره لازمې مالي سرچینې برابرې کړي. د دغه دفتر د اعلان له مخې؛ په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر په ۲۰۱۴ کال کې له لسو میلیونو کسانو څخه د ۲۰۲۳ کال په پیل کې ۲۸ میلیونو ته لوړ شوی دی. اوچا په دوام سره زیاته کړه؛ دغه سازمان غواړي چې د روان میلادي کال له جون څخه تر ډیسمبر پورې له ۲۰ میلیونو خلکو سره مرسته وکړي او د دې کار لپاره دوه میلیارد او ۲۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د افغانستان ناوړه بشري وضعیت

دغه سازمان په وروستیو میاشتو کې له افغانستان سره د مالي او بشري مرستو د کموالي په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی وو، سره له دې چې افغانستان په نړۍ کې له ستر او سخت بشري ناورین سره مخ دی، خو د مرستې عملیاتو لپاره په نړۍ کې د مالي مرستو کچه یې تر ټولو کمه ده. تر دې مخکې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستې لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو د بودیجې غوښتنه کړې وه، خو د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د محدودیتونو له امله، دغه اندازه ۳،۲ میلیارده ډالرو ته راټیټه شوه. تر اوسه له افغانستان سره د مرستې لپاره د غوښتل شوې بودیجې، یوازې ۹ سلنه چمتو شوې ده.

تېره اونۍ پاکستان هم له بېلابېلو پېښو سره مخ وو. د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي سفیر رضا امیري مقدم د باورلیک د ترلاسه کولو په مراسمو کې، د پاکستان ولسمشر عارف علوي د دواړو ګاونډیو هېوادونو د پراخو اړیکو او د ګډو اقتصادي ملګرتیاوو د پراختیا پر ضرورت په ټینګار سره وویل: د بندیزونو له خنډونو سره سره، د ایران استثنايي پرمختګ او پراختیا د کتنې او د خوښۍ ځای دی. د ایران سفیر همداراز له اسلام آباد سره د هر اړخیزو همکاریو د پراخولو لپاره د تهران پر ځانګړي نظر ټینګار وکړ.

امیري مقدم پاکستاني سیال ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ښاغلي رئیسي د تود او صادقانه سلامونو په وړاندې کولو سره وویل، له دوستو او اسلامي هېوادونو په تېره بیا د پاکستان په ګډون له ګاونډیانو سره تعامل، د ایران د حکومت د بهرني سیاست لومړیتوب دی. په پاکستان کې د ایران سفیر د دواړو هېوادونو د مشرانو په شتون کې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا په تېره بیا د پوله ایز بازار او د پولان - گبد د برښنا د انتقال د کرښې په ګډون د دوو مهمو سرحدي پروژو د پرانیستلو په اړه په خوښۍ سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د پاکستان له دوست هېواد سره د اقتصاد، سرحدي سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې د امکان تر حده اړیکې پراخې کړي. هغه همدارنګه د قرآنکريم د سپکاوي په غبرګون کې د پاکستان د حکومت او خلکو د دريځونو ستاينه هم وکړه.

امیري مقدم په فلسطیني سیمو کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندلو سره زیاته کړه، دا د خندا وړ ده چې د اسرائیلو توکم پاله او د ماشوم وژونکي رژیم په پاکستان کې د بشري حقوقو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم په سویډن کې د قرآنکریم د بې حرمتۍ په غندلو او د اسلامو فوبیا له ښکارنده سره په مقابله کې، په اسلامي نړۍ کې د دوو مهمو او با نفوذه هېوادونو په توګه د ایران د اسلامي جمهوریت او پاکستان پر مهم رول ټینګار وکړ.

عارف علوي له ګاونډیو سره د اړیکو په پراختیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د ځانګړو هلو ځلو په قدردانۍ سره، د تهران او ریاض د اړیکو ښه والی د سیمې او اسلامي نړۍ په ګټه وباله او وویل: له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د نل لیکې پروژې د بشپړېدو لپاره زمینه برابره ده. عارف علوي ډاډ څرګند کړ چې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د ایران او پاکستان د لوړ پوړو چارواکو هڅې به په منظمه او دوامداره توګه دوام وکړي. له دې امله هغه د اداري ميکانيزم د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو د سرحدي بازارونو د لا فعالولو له لارې، د سوداګريزو اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه.

تېره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، له کابل څخه وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دې خپلې ژمنې عملي کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کاروي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ اعلان وکړ چې افغانستان دې ترهګرو ډلو ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورنکړي. ممتاز زهرا بلوچ "نېشن" ورځپاڼې ته ویلي چې د کابل حکومت باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې خپل مکلفیتونه پوره او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کاروي.

بلوچ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اسلام آباد له کابل سره په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د ګډو اندېښنو په ګډون، د پولې له هاخوا د ترهګرۍ د ګواښونو د حل لپاره د تعامل او همکارۍ په تړاو پر خپلو ژمنو عمل کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي چې په دې برخه کې د کابل چارواکي مسؤل دي، چې د افغانستان له لوري د پاکستان پر وړاندې کوم ګواښونه رامنځ ته نه شي.

له بلې خوا، د افغانستان اوسني حکومت تل ادعا او ټینګار کړی چې د دغه هېواد له خاورې څخه به د بل هېڅ هېواد پر وړاندې ګواښ نه وي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري تېره میاشت د دغه هېواد د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې له کابل څخه په دې غوښتي سره چې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره چلند وکړي ویلي وو، چې که د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې له لوري له دغه هېواد څخه د ترهګرۍ ګواښونه جدي ونه‌ګڼل شي، یو ناورین د پېښېدو په تمه دی. په ورته وخت کې د پاکستان دفاع وزیر یو ځل بیا ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان خاوره د اسلام آباد پر ضد کاروي.

په تېره اونۍ کې د پاکستان پوځ د دغه هېواد په سویل لوېدیځ کې له یوې نوې جوړې شوې ترهګرې ډلې سره د خونړۍ نښتې او ګڼو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړ. د پاکستان د پوځي چارواکو د اعلان له مخې، د دغه هېواد په سویل لوېديځ کې د بلوچستان په صوبې کې پر پوځي پوستې د ترهګرو د برید له امله، لږ تر لږه څلور سرتېري وژل شوي او پنځه نور سخت ټپيان دي. د پاکستان پوځ په یوه بیانیه کې ویلي، چې دا برید د هغو پنځو ترهګرو د نفوذي کېدو په پایله کې شوی، چې غوښتل یې د ژوب په ښار کې پوځي اډې ته د ننوتو هڅه وکړي.

د امنيتي ځواکونو له خوا د دغو ترهګرو د نيولو له امله، نښته رامنځته شوې او د ډزو په تبادله کې د پوځ څو تنه سرتېري وژل شوي دي. په دې پېښه کې درې تنه ترهګر ټپيان شوي او دوه تنه نور يې هم ونيول شول.

د پاکستان د چاور کارپوه اسدالله زائري په دې اړه وايي: په دې وروستيو مياشتو کې په پاکستان کې ترهګریزو بريدونو زور اخيستى او د پاکستاني چارواکو په وينا، دا بریدونه د يوې نوې ډلې له خوا ترسره شوي، داسې برېښي چې په پاکستان کې ترهګریزې ډلې د ودې په حال کې دي او هڅه کوي چې په بېلابېلو نومونو د عملیاتو په ترسره کولو سره، د پاکستان حکومت او پوځ وغولوي. له دې سره، داسې ښکاري چې د دې ټولو ترهګرو ډلو سرچینه یو ځانګړی ځای دی، چې یقینا د پاکستان د پوځ د استخباراتو سازمان ISI  دوی پېژني.

ژباړه: زماني

ټیګونه