Jul 29, 2023 13:15 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو، د امام حسین (ع) د شهادت په مناسبت د تسلیت په وړاندې کو لو سره، د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په تېره اونۍ کې د محرم د لومړۍ لسیزې په مناسبت د افغان مسلمان ولس له ماتم سره هم مهاله، د هرات په «جبرئیل» سیمه کې د محرم د ماتم په مراسمو کې یو شمېر مشهورو سني عالمانو په ګډون سره ټینګار وکړ، چې افغانانو د امام حسین (ع) له پاڅون څخه په الګو اخیستنې د امریکا او ناټو پر وړاندې جهاد او مقاومت کړی. د هرات له سني عالمانو څخه عبدالناصر فاکر د امام حسین (ع) د شخصیت او پاڅون په اړه وویل: د امام حسین (ع) پاڅون اسلامي امت ته د انسانیت او مردانګۍ درس ورکړی. هغه زیاته کړه: د نړۍ خلک او مسلمانان د امام حسین علیه السلام د پاڅون په الګو اخیستنې سره، د ظلم پر وړاندې ودرېدل، دغه افغان عالم وویل، خلکو ولیدل چې امام حسین (ع) په هماغه وړوکي ځواک سره، د هغه ورځې د ډېرو ظالمو خلکو پر وړاندې ودرېد او شهید شو.

عبدالناصر فاکر وویل، د افغانستان خلکو، د دیني مدرسو زده کوونکو او مجاهدینو د امام حسین (ع) د پاڅون په الګو اخیستنې سره، د امریکا او ناټو او د نړۍ د سترو کفارو پر وړاندې ودرېدل او جهاد یې وکړ. ځینو نورو سني عالمانو هم په دغه مراسمو کې ټینګار وکړ، چې د امام حسین (ع) شهادت او پاڅون بشري ټولنه وېښه کړې ده. تر ټولو مهم ټکی چې په افغانستان کې د محرم د میاشتې له پیل سره لیدل کېږي، د امام حسین (ع) په ماتم کې د شیعه او سني تر منځ یووالی دی، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره څرګندېږي.

تېره اونۍ د خصوصي سکټور یو شمېر استازو او دیني عالمانو په هرات کې د کابل له حکومتي پلاوي سره په کتنه کې، د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د هرات په غونډه کې ټینګار وکړ، چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په برخه کې، د یوې مناسبې حل لارې موندلو هڅې روانې دي. هغه زیاته کړه، که څه هم خصوصي سکټور په تېرو دوو کلونو کې له ننګونو سره مخ وو، خو په هرصورت یې د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی. حقاني وويل: د دغو ستونزو د حل لپاره پر معقولې حل لارې کار کوو. یوه لویه ستونزه دا ده چې کله یوه مسله اختلافي کېږي، د دې لپاره چې اختلاف پراخ نه شي، یو څه وخت ته اړتیا ده.

خو د دې غونډې برخه والو وويل، چې د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل د دې لامل شوي، چې په هرات ولایت کې پانګونه کمه او ډېری کورنۍ هم د خپلو لوڼو د زده کړو د دوام لپاره کډوال شي. د هرات یو شمېر ولایتي چارواکو هم په دې غونډه کې څرګنده کړه، چې ښوونځي او پوهنتونونه باید په هماغه اسلامي شرایطو سره پرانستل شي او البته روحي او رواني فشار باید رامنځته نه شي. په دې غونډه کې د خصوصي سکټور استازو هم په دې برخه کې د لا ښه امنیت د تینګښت او د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.

تېره اونۍ د افغاني سرې میاشتې مشر مولوي مطیع الحق خالص د سعودي عربستان په جده ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې له مشر یعقوب سلیماني سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. د افغاني سرې مياشتې له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې د ګډو همکاريو د پراختيا په اړه د نظريو تبادله شوې ده. د دې خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د یوه هوکړه لیک په چوکاټ کې، د دوه اړخیزو همکاریو پر جوړولو هم هوکړه شوې. د ایران د سرې میاشتې ټولنې عمومي منشي همدارنګه مطیع الحق خالص ته بلنه ورکړې، چې د دغې ټولنې د فعالیتونو د لیدنې لپاره ایران ته سفر وکړي.

تېر کال هم افغاني سرې میاشتې د دغه هېواد په سویل ختیځ کې له زلزلې وروسته په یوه رسمي مکتوب کې له ایراني سرې میاشتې څخه د مرستې غوښتنه کړې وه. د ایران اسلامي جمهوریت له څلورو لسیزو څخه په زیاتې موده کې تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ وو او د طبیعي پېښو په تېره بیا د سېلابونو او زلزلو په وخت کې یې له افغانستان سره هرډول مرسته کړې. دې ته په پام سره چې افغانستان تل له بېلابېلو طبيعي پېښو سره مخ وي، د ايران د اسلامي جمهوريت له سرې مياشتې سره د افغانستان د سرې مياشتې همکاري، د طبيعي پېښو پر مهال د افغانستان د خلکو د ستونزو په هواري کې ډېره مرسته کولاى شي.

په تېره اونۍ کې پاکستان هم له مختلفو بدلونونو او پېښو سره مخ وو. د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني(ره) لمسی سید حسن خمیني پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په ګلګت پوهنتون کې وویل: که غواړو چې حسیني و اوسو، باید نیتونه خدايي کړو؛ که امام خمیني په خپل ژوند کې کامیابي لرله، دا د الهي ارادې له امله وه.

هغه وویل، "زه یم" ویلو ته اړتیا نشته. حجت الاسلام و المسلمین سید حسن خمیني د پاکستان په ګلګت ښار کې د امام خمیني (ره) د پوهنتون له زده کړیالانو سره دا پوښتنه شریکه کړه چې د امام حسین (ع) او د یزید په شخصیت او د دوی په صفونو کې څه فرق دی؟ او وويل، ښايي د دې پوښتنې ځواب ويل ډېر اسانه وي؛ امام حسین (ع) د رسول الله لمسی او یزید د ابو سفیان لمسی دی. یو په الهي احکامو عمل کوونکی او بل شرابي دی. دا د تقوا بېلګه ده او د هغه بل  هویت شرارت دی.

مګر که موږ پوښتنه یو ګام پورته کړو، ممکن ځواب ډېر ستونزمن شي. د امیرالمؤمنین او معاویه ترمنځ څه توپیر دی؟ یزید په ښکاره ګناه کوي، خو معاویه ځان یو نیک سړی ښوده. سید حسن خمیني زیاته کړه، په دې برخه کې تل دا پوښتنه راپورته کېږي، چې د حق او باطل د صفونو ترمنځ توپیر څه دی؟ د صفین په جنګ کې د حق او باطل جبهه، له یوې خوا علي (ع) او له بل لوري معاویه دی. په عاشورا کې له یوې خوا حسین (ع) او بل لوري ته یزید دی او تل به دا جبهې وي، چې یوه خوا د حق او بل لوری د باطل پر درېځ ولاړ وي.

او په معاصره زمانه کې یو طرف امام او بل طرف صدام وو، یو طرف امام او بل طرف امریکا وه. د دې دوو صفونو ترمنځ توپیر څه دی؟ څنګه کولای شو چې حق له باطل سره بېل کړو او حق او باطل ګډ نه کړو؟! په دې برخه کې د رسول الله (ص) یو روایت دی چې دا توپیر په ښه توګه څرګندولی شي؛ هغوی "هغه کسان چې مهاجرت کوي" له نورو څخه متفاوت بولي. د رسول الله (ص) په زمانه کې ډېرو خلکو له مکې څخه مدينې ته هجرت وکړ او د واده کولو لپاره راغلل او يا به يې فکر کولو چې هلته يوه سوداګري شته چې که هلته ولاړ شي، نو د دوی کاروبار به ډېر ښه شي.

خو رسول الله (ص) فرمایي که یو څوک د خدای لپاره هجرت وکړي؛ دا د خدای لپاره دی. د هغه چا ترمنځ توپیر دی چې د خدای لپاره یا د ځان لپاره کار کوي. هغه زیاته کړه، دا چې ویل کېږي، نفاق عملونه باطلوي یو عقلي حکم دی. فکر مه کوئ چې دا یو پیچلی تفسیر دی؛ دا په دې مانا ده چې که تاسو زما لپاره یو څه ترسره کوئ، زه باید د هغه پیسې ورکړم، مګر که تاسو د خدای لپاره کار کوئ، هغه یې بدله ورکوي. که ته داسې لمونځ کوې، چې خلک "به به" ووايي، نو تاسو ته د هغې ثواب حاصل شوی! که څوک ریاکار وي، یعني  هغه له خدای پرته د بل چا لپاره کار کوي. نو خدای ولې د دې کار اجر درکړي؟! ځکه چې د انسان اراده د هغه عمل ته معنی ورکوي.

سید حسن خمیني د امام حسین (ع) او یزید تر منځ د توپیر په اړه وویل: توپیر په نیت کې دی. البته په عمل کې هم توپیر شته، خو مهم توپیر په نیت کې دی. د اميرالمؤمنين، خلفاوو، معاويه او د هغه د دښمنانو تر منځ توپير په نيتونو کې وو. فکر مه کوئ چې دا مبالغه ده؛ ځکه په دنیا کې هېڅ داسې کار نشته چې نیت یې سل په سلو کې او یوازې د خدای لپاره وي. دا ډول عمل یوازې علي کولای شي. موږ که ډېر هنر وکړو، زموږ 50 یا 60 سلنه کارونه به د خدای لپاره وي. که تاسو د خپل نیت یو سلنه پاکوالی زیات کړ، دا ټول عمل زر ځله ارزښت لري. اوس، که څوک دا کار سل سلنه ته ورسوي، هغه بې نهایت ته رسولی دی. بې نهایت د ټولو شمېرو او نورو ټولو بې نهایتونو سره مساوي دی، او بې نهایت له هرڅه پورته دی.

په تېره اونۍ کې په نړیواله کچه په سویډن او بیا په ډنمارک کې د قرآنکریم د سوځولو د ناوړه عمل په غندلو سره، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره د خپلې سلامشورې په اړه وویل: له خپل ورور  د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره مو په ګډه، په سویډن کې د قرآنکریم سپکاوی په کلکه وغندلو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلال بوټو زرداري په یوه ټویټري پیغام کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د خپلې سلامشورې په اړه خبر ورکړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلال بوټو زرداري په ټویټري پیغام کې ویلي، زه ټینګار کوم چې دا ډول اسلاموفوبیک پېښې د مذهبي عدم برداشت، کرکې او پارونې لامل کېږي او په هېڅ ډول توجیه کېدای نه شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې پاکستان او ایران هوډ لري چې د اسلامي همکاریو د سازمان له نورو هېوادونو سره د اسلاموفوبیا له ګواښ سره په مبارزه کې همکاري وکړي. موږ همدارنګه د دوه اړخیزو ګټو پر نورو برخو هم خبرې وکړې.

په تېره اونۍ کې په لاهور، کراچۍ، اسلام آباد او کویټه کې د امام حسین (ع) د شهادت په مراسمو کې د قرآنکریم د سپکاوي په غندلو سره، پاکستانی مداحانو شعرونه ولوستل. د پاکستان مذهبي هیئتونو په ډنمارک او سویډن کې د قرآنکریم بې حرمتي وغندله. د لاهور د محمدي جومات خطیب حجت الاسلام مصطفی مهدي له ماتم کوونکو څخه د قرآنکریم د ساتنې ژمنه واخیسته. د امام حسین علیه السلام ماتم کوونکو په لاسونو کې قرآن کریم پورته کړ او ژمنه یې وکړه چې د قرآنکریم د ساتنې لپاره به له هېڅ ډول قربانۍ څخه دریغ نه کوي.

حجت الاسلام مصطفی مهدي په خپلو خبرو کې وویل، چې خدای د قرآنکریم د ساتنې مسئولیت پر غاړه اخیستی دی، خو سویډن په رسمي توګه د قرآنکریم د سپکاوي په اجازې ورکولو سره، د اسلامي امت پر ضد د جګړې اعلان کړی. هغه د دې په بیان سره چې، زموږ اولادونه د قرآن د حرمت لپاره سرښندونو ته چمتو دي او موږ د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د سویډن سفیر وشړي او له دغه هېواد سره دې ډیپلوماټیکې اړیکې ختمې کړي. حجت الاسلام مصطفی مهدي په دې خبرې سره چې اړتیا وه ټول مسلمانان  ګډ ځواب ورکړي، وويل، له بده مرغه چې د امت د تفرقې له امله، دښمن کله د اسلام پيغمبر او کله هم قرآن ته سپکاوی کوي . هغه همدرانګه ټینګار وکړ چې موږ د قرآنکریم د سپکاوي پر وړاندې د ستر لارښود د قاطع دریځ ملاتړ کوو.

ژباړه: زماني

ټیګونه