Aug 01, 2023 14:35 Asia/Kabul
  • د کیسو جنګ څوارلسمه برخه

 د فارس ټوډای پښتو ویب پاڼې درنو لوستوونکو په دې برخه کې د دښمنانو د نفوذو د شتون له امله د هېوادونو اقتصاد او بنسټونو کمزوري کولو موضوع څېړو، هیله ده چې د لوستلو حوصله یې ولرئ

      دوستانو یو ځل بیا هم زموږ سلامونه ومنئ، د جنګونو کیسې لړۍ د یوې نوې خپرونې سره ستاسې درنو په خدمت کې یو، د ایران د اسلامي انقلاب له بریا وروسته کالونه وړاندې یو جریان چې د ډیرو ستونزو سره سره، د ایران د خلکو نوی انقلاب په توګه له دننه څخه په نښه شوی دی، اوسنی نفوذ دی چې د مسؤلیت په مختلفو کچو کې د خلکو له وژلو او د نا امنۍ او ګډوډۍ رامینځته کولو څخه د تصمیم نیوونکو په منځ کۍ نفوذ کول دي چې د اسلامي انقلاب له لارې د انحراف په هدف ترسره شوي دي.

له دې جملې څخه چې له لومړیو څخه په نښه شوی وو، هغه د ایران اسلامي جمهوریت اقتصاد په ټپه درول دي، د حاکم نظام د اقتصادي نفوذو لارې چارې جلا دي، خو د ټولو موخه د هدف لرونکو هېوادونو اقتصادي بنسټونه کمزوري کول دي.

د ایران د اسلامي انقلاب رهبر ایت الله خامه ای په دې اړه وايي، په اقتصادي برخه کې د مسؤلینو سترګې باید پرانیستي وي، ترڅو دښمن بریالی نشي چې په اقتصادي برخه کې خپل نفوذ پیدا کړي، ځکه په اقتصادي برخه کې د دښمن نفوذ د اقتصاد په برخه کې کلک بنسټونه لمنځه وړي، هغوی چې په ځینو هېوادونو کې اقتصادي نفوذ پیدا کړي، اوس یې ځآن ته اړ او د یادو هېوادونو د پلار په توګه پاتې شول.

                                         ***

       د نفوذو اصطلاح د هغه مفکورو له جملې څخه ده چې د اسلامي انقلاب له بریا کلونه وروسته د ایران په سیاسي ادبیاتو کې د پخوا په پرتله په خورا مهم ډول کارول شوې ده، په ځانګړې ډول د ایران اسلامي انقلاب رهبر د خپلو ویناوو پر مهال د ایران خلکو او مسؤلینو ته د نفوذو د رامنځته کېدو د خطراتو په اړه وخت په وخت خبرداری ورکړی.

نفوذ د نرم جنګ د پروژې یوه برخه ده، د هغو هیوادونو لپاره چې په نورو هیوادونو د خپل حاکمیت فکر کوي، که څه هم په لنډه موده کې دا چاره د ملتونو د کرکې لامل کیږي، خو د لاریونونو، کودتا او پوځي جګړې په څېر ګران او خطرناک عمل دی.

مګر هغه تسلط چې د خلکو په زړونو او ذهونو کې واقع کیږي، دا چاره د افرادو، ډلو یا ټولنې د ګمارنې لپاره ارزانه یا بې لګښته لار ده.

اقتصادي نفوذ یو له هغو لارو څخه دی چې د هېوادونو ملي امنیت تهدیدوي او ډیره کله د سیاسي نفوذو په څېر جدی او خطرناک کېدای شي.

اقتصادي نفوذ کولای شي د یوه هېواد د اقتصادي زده کړو یا د یوه هېواد د لګښت کوونکي بازار په توګه اوسي، دغه نفوذ کولای شي چې د یوې شبکې د جوړیدو په بڼه په اقتصادي برخه کې د پرېکړو او تصمیم نیولو په موخه د مشورو تر ورکړې پورې ورسیږي، یا هم د بهرنۍ پانګونې او څو ملي شرکتونو له لارې هدف هېواد بازار ته ور داخل شي.

                                         ***

       د تېرې نیمې پېړۍ په وروستیو کې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه د غلبه کوونکو غربي هېوادونو له لورې د اقتصادي نفوذو د تجربو شاهدان دي چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته په کې د ختیځې اروپا لکه پولنډ، سویلي امریکا لکه بولیویا او روسیه شامل دي ، خو د بوریس یلسین د ولسمشرۍ پرمهال د روسیې تجربه د هېوادونو په سیاسي او اقتصادي پرمختګونو کې د نړیوالو سازمانونو د رول ښه بیلګه ده، د یلسین له لورې د امریکایي چارواکو سره اوږده مذاکرات د روسیې د خلکو د اقتصادي بحران لامل شوه.

د خبرو اترو د یوې پایلې په توګه، روسیه باید د نړیوالو مالي او پولي موسسو سره یوځای شي ترڅو وکولای شي د خپل اقتصاد د پراختیا لپاره د خپلو امکاناتو او ظرفیتونو څخه کار واخلي، خو له ډېرو امتیازاتو سره، سره چې مسکو لویدیځ ته ورکړی و، دا چاره ترسره نشوه.

د یلتسین د اقتصادي پالیسیو پایله چې د امریکایی بنسټونو او خلکو په مشوره ترسره شوې په کې د نړیوال بانک لوی سلاکار جیفري ساکس ټاکنه وه چې له امله یې په روسیه کې د بیو لوړوالی، د بیکارۍ زیاتوالی، په طبي خدماتو کې سخت کمښت، په لارو کوڅو کې د جرمونو زیاتوالی او په ټوله کې ژوند کولو ته امیدونه کموالی رامنځته شو چې له امله یې د یلسین لومړي مرستیال په لنډه موده کې رامنځته شوی ناورین نسل وژنه وبلله.

                                         ***        

       شاک هر هغه پدیده ته اشاره کوي چې په سیسټم کې توازن ګډوډوي او د بحران شرایطو ته نږدې حالت رامینځته کوي.

په اقتصاد کې د شاک درملنه معمولا د اقداماتو سره وي، لکه د حکومت لخوا د نرخونو کنټرول، په اسعارو څارنه، په ناڅاپي ډول سبسایډي لرې کول ، په سمدستي ډول د نورو هېوادونو سره د سوداګریزو چارو ازادول او په ډیری مواردو کې دا د عامه شتمنیو د خصوصي کولو سره مل کیږي.

جفري ساکس د دغه ډول اقتصاد له مدافعینو څخه دی، هغه د نړیوالو سازمانونو لکه نړیوال بانک او ملګرو ملتونو د سلاکار په توګه په ​​پرمختللو هېوادونو کې د شاک درملنې یو له مهمو رهبرانو څخه پیژندل کیږي.

په 1985 کې د بولیویا بحران ځپلي اقتصاد لپاره د بورې د شاک درملنې پالیسي له امله د خلکو په ټولنیز امنیت کې 61٪ کمښت ، 30٪ بیکارۍ  او د وزګار بولیویا کارګرانو لخوا د نشه یي توکو کښت او صادراتو کې بې ساري زیاتوالی و، له همدې امله په بولیویا کې د لاریونونو سره د مقابلې لپاره د شاک درملنې پلي کولو په موخه بېړني حالات اعلان شو.

 پولیسو پر ټولو مدني بنسټونو بریدونه وکړل، لاریونونه او سیاسي غونډې یې بندې کړې، په همدې لړ کې ۱۵ سوه پخواني وزیران او سناتوران ونیول شول او د ځنګل امازون په لریو محبسونو کې یې بندیان کړل، دغه راز د کانانو کارګران یې د اعتراضونو له امله له دندو ګوښه کړل.

***

       د جفري ساکس اقتصادي وړاندیزونو تجربې د خوندور سرلیکونو په بڼه لکه دوامداره پراختیا، پور ورکولو نورو هېوادونو لکه ارجنټاین او پولنډ کې هم د شاک درملنه د دې هیوادونو د خلکو د وضعیت د خرابیدو لامل شوې.

نوموړي ته په تیرو لسیزو کې د اقتصادي جګړې او پر ایران د امریکا او لویدیځ د بندیزونو د لوړیدو په وخت کې د سابقې درلودلو له امله د وخت د ځینو چارواکو لخوا دوه ځله ایران ته بلنه ورکړل شوې وه چې د "نړیوال اقتصاد او بندیزونو" په نوم کنفرانس کې ګډون وکړي خو دا پوښتنه د هغه په ​​​​ذهن کې رامینځته شوه چې د ایران لپاره د بندیزونو د لرې کولو لپاره کومه نسخه کیدی شي؟

ایا د شاک درملنې ناکامې نسخې به د لویدیځ تمایل په مرسته په ایران کې پلي شي؟

د یونیسکو د 2030 پت سند تطبیق، د پاریس تړون او په هیواد کې د خصوصي کولو عجایب، غیر منظم او بې بنسټه پروسې او په هغه وخت کې د مظاهره کونکو کارګرانو د ځپلو سره د جفري ساکس او د هغه د نسخو اړیکه څه وه؟

د اسلامي انقلاب رهبر ایت الله خامنه ای د ۱۳۹۹ کال د شپږمې په یوولسمه نیټه د یونسکو د ۲۰۳۰ کال د پټ سند په اړه وویل: "راځئ فکر وکړو چې ولې د نړۍ فرعونان دومره فکر کوي چې د هېوادونو په تعلیمي برخه کې نفوذ تر لاسه کړي؟ تاسو باید پدې اړه لږ فکر وکړئ.

دا نفوذ ځینې وختونه د 2030 سند په څیر د شور سره وي چې هغه نړۍ چې د هر چا لپاره ده، د توپان په واسطه یې نیولې ده، دا په دې معنا ده چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د لوېديځ کلتور، ژوندانه او د لوېديځ د اهدافو نفوذ شتون لري.

ولې او په کوم دلیل باید زموږ د هېواد په څیر هېواد د دې ژورې ریښې کلتور سره مخ شي.

ژور او الهی کلتور او ایمان، د ایران غوره او ځلانده کلتور د هغو کسانو د تعلیماتو تر اغیز لاندې چې تمدن او کلتور یې یو نوی، مادي، باطل او ناکام شی دی، نن د ایران پر وړاندې د غرب ټولنیزه فلسفه پخپله په غرب کې ناکامه شوې ده.

***

       باید یادونه وکړو چې چې جیفري ساکس د جورج سوروس له نږدې کسانو څخه دی چې په نړۍ کې د رنګا انقلابونو د پلار یا د مخملي کوداتا کوونکي په توګه پېژندل کیږي چې د امریکا په مخالفو هیوادونو کې د رنګی کودتاو لپاره د مالي سرچینو په برابرولو هم مشهور دی.

سوروس، یو امریکایی یهودي سرمایه دار، د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا لوړ پوړی رییس  او د ډیموکراسۍ لپاره د ملي بودیجې  NEDاقتصادي شریک دی، چې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې کار کوي.

هغه اسلام او اسلامي انقلاب سره خپله دښمني او کرکه نه پټوي، په ۲۰۰۸ کال کې په ایران کې د امریکا - اسرائیلو د دسیسې له ماتې وروسته چې په کې یې ځانګړی رول درلود، د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په لسمه یې له امریکایي تلویزیون سي ان ان سره په مرکه کې وویل: زه حاضر یم چې شرط ووهم چې د جمهوري اسلامي ایران نظام تر یو کال زیات دوام نه کوي او له هغې وروسته په ځلونو د ایران د اسلامی جمهوریت د نسکورولو په ضرورت ټینګار کړی دی .

                                          ***

       لازمه ګڼم چې یادونه وکړو چې د رسنیو پرته نفوذ خورا بریالی نه دی. رسنۍ کولی شي د یو هیواد د خلکو ذوق او فکري انځور د یو بل او واکمنانو په وړاندې بدل کړي او د خپلو چینلونو په واسطه د اقتصادي نفوذ موثریت زیات کړي.

په حقیقت کې، د اقتصادي نفوذ لپاره یو له مهمو وسیلو څخه د مربوط رسنیو پیاوړي کول، د راپورونو او خبرونو روښانه کول دي چې نفوذ کونکي ترې ګټه پورته کوي.

د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته په څو کلونو کې د هېواد په رسنيو کې د نفوذ جريان په پرله پسې توګه د اقتصاد په شمول په مختلفو ډګرونو کې د انقلاب د مهمو لاسته راوړنو د کمولو لپاره په تېره بيا د ځوانانو نا اميدۍ د روحيې د رامنځته کولو کوشش کوي.

په همدې دلیل د اقتصادی نفوذ په بڼه کې د اسلامی انقلاب مخالفې رسنۍ د اقتصادی مشکلاتو په مبالغه کولو او په مختلفو ډګرونو لکه ټرانسپورټ، تیلو او ګازو، برښنا، صنعتونو او نورو برخو کې لاسته راوړنې  لږ یا نه څرګندولو سره دوی هڅه کوي چې اقتصاد تیاره وښایي.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای وفرمایل: نن ورځ له حق جبهې سره د دښمن مقابله اسانه کار نه، بلکې یو ستونزمن کار دی. له همدې امله دوی نرم جنګ ته لاره هواروي او د ذهنونو د تخریب لپاره خپله ټوله هڅه کوي چې دا هر څه زموږ د ځواک د شتون له امله رامنځته شوي دي.

 

ټیګونه