Aug 02, 2023 12:41 Asia/Kabul
  • د کیسو جنګ (۱۵)

د امریکا د جاسوسی ځالې د تسخیریدا له پیښې وروسته ایران د امریکا او د هغې د متحدانو له اقتصادي او تجارتي بایکاټونو سره مخامخ شو .

 

د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته کلونه بایکاټ ، تبلیغ او نفوذ د ایرانی ملت تر دباو لاندې  راوستلو لپاره د امریکا درې اوزارونه دي . د دغو بایکاټونو پیل د ۱۳۵۸ لمریز کال لړم میاشتې ته ورګرځي چیب یوشمیر انقلابي محصلینو په تهران کی د امریکا سفارت چی وروسته بیا په جاسوسی ځالې مشهور شو ، تسخیر کړ . د امام د لارې د پیرومسلمانو محصلینو حرکت د امام خمینی رح د تایید وړ وګرځیده . هغو دغه اقدام دوهم انقلاب له لومړی انقلاب ستر انقلاب وباله . د محصلینو په وسیله ترلاسه شویو اسنادو وښودله چی د اسلامي انقلاب په لومړیو کې امریکایانو د سفارت دکارکونکیو او ډیپلوماټانو په پوښښ کې د دغه هیواد په مختلفو سیمو کې په ناامنیو او بلواګانو کې رول درلوده او ایراني ملت او اسلامي انقلاب پرضد یې دسیسه کوله . په دنیا کی د دغه خبر انعکاس په مختلفو هیوادونو کې د امریکا د سفارتونو ویجاړونکی رول ته متوجه کړل . له صدام وروسته په عراق کی د امریکا سفیر جان نګرو پونته له قوله نقل شوی چی یوه عراقی چارواکی ته یې ویلی وو پوهیږی چی ولې په امریکا کی هیڅ وخت کودتا نه کیږی ؟ځکه چی امریکا په واشنګټن کې سفارت نلری .

د امریکا د جاسوسی ځالې د تسخیریدا له پیښې وروسته ایران د امریکا او د هغې د متحدانو له اقتصادي او تجارتي بایکاټونو سره مخامخ شو . په حقیقت کی په تهران کی د امریکا د جاسوسی ځالې تسخیریدا د ایرانی ملت پرضد د امریکا د کینه ناکو بایکاټونو پیل وو . لکه څرنګه چی د ۱۳۵۹ کال د مرغومی په ۳۰ د امریکایی یرغمل شویو له ازادیدا سره سره امریکا د ایران په داخلي چارو کې د لاس وهنې نه کولو او بایکاټونو د لغوه کولو په اړه د الجزایر په بیانیو کې د خپلو ژمنو په اپوټه د ایرانی ملت شتمنۍ کنګل کړې او د باچا په وسیله اخیستل شویو پوځي تجهیزاتو له ورسپارلو یې ډډه وکړه . بیا په وروسته کلونو کې د ایراني ملت پرضد د امریکا بایکاټونه په پراخه سویه اعمال او دوام یې وکړ . په حقیقت کی د بایکاټونو اعمالول ثابت وو خو پلمې یې بدلیدلې . له ترهه ګرۍ د ملاتړ په شان د امریکا له لوری د چټی ادعاګانو مطرحول چی هماغه د فلسطین ، سوریې ، عراق او یمن له مظلومو ملتونو د ایران دفاع ده ، یا دایران د ایټمی او دفاعی صنعت په خطرناک بلل د ایرانی ملت پرضد د پراخو بایکاټونو د اعمالولو لپاره د امریکا له چټی پلمو څخه دي  .

د ایران تقریبا ټولې اقتصادي برخې د امریکا د بایکاټونو په لیسټ کې دي . د ایران مالی ، بانکی ، بیمه ، انرژۍ ، پیټروکیمبکل ، کشتي جوړونې ، بندرونه ، ګرانیه  او غیر ګران بیه فلزات ، سافټ ویر ، معدنی صنایع ، د ګاډیو صنعت ، د الوتکو خرڅول ، عمران ، نساجی ، روغتیا ، درمل ، خوراکي مواد وغیره د حقیقي او حقوقي کسانو د بایکآت ترڅنګ د سلطې د نظام او د هغې د متحدانو تر سختو بایکاټونو لاندې راغلي دي . حتی هغه وخت چی د ایران خلک هم د نړۍ د نورو خلکو په سان د کرونا له کړکیچ سره مخامخ وو ، امریکا په داسی حال کی چی په ظاهر کې یې د درملو او خوړو په شان د بشردوستانه شیانو د بایکاټ په لیری کولو ټینکار کاوه ، خو په عمل کی واکسینو ته یې د ایران د لاس رسۍ مخه ونیوله . دغه غلیمانه سیاست د کرونا د ډول ډول واکیسنونو په جوړولو کې د ایراني پوهانو او پوه بنسټه شرکتونو تر بریالیتوبه دوام درلوده .

شک نشته چی بایکاټونه د ایران د پرمختګ او لوړتیا د بهیر په چټکتیا کی مهم خنډ وو ، خو حتی د ټرمپ د زیات نه زیات دباو سیاست هم ونه توانیده اقتدار او خپلواکۍ ته په رسیدا کې د ایرانی ملت د عظیم حرکت خنډ شی. په دې ډول چی له ایټمی موافقې د امریکا د وتلو په ۵ کلیزه کې په امریکا کی د جی سټریټ وبسایټ چی د صیهونیسټ رژیم لپاره لابی کوی ، په یوه مطلب کی ولیکل د ایران د موافقې له ختمولو پینځه کلونه وروسته د زیات نه زیات دباو سیاست د ماتې د اعتراف وخت دی . په دغو کلونو کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښودحضرت امام خامنه ای  په وینا ایرانی ملت له  هغه هفت خوانی تیر شوچی نور ملتونه یې له یوه خوان هم تیر نشول .

د ایران ملت یوازې په خدای په ایمان او توکل سیوره کې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د حکیمانه هدایتونو په څنګ کې له خپلې لارې مشکلات لیرې کړې شول ، په دې ډول چی نن د ایران خلک د زادی غواړو او خپلواکۍ غواړو ملتونو د مبارزه په تاریخ کې د ثبتولو لپاره د علمي ، اقتصادي او پوځی پرمختګونو او توفیقاتو ځلانده کارنامه نړیوالو ته د وړاندی کولو لپاره لری .

که څه هم د هیواد علمي ټولنه د امریکا او د هغې د متحدانو د بایکاټونو په دلیل د دنیا پرمختللیو اوزارونو او تجهیزاتو په لاس رسی او له هغوپه استفاده کې له چیلنج سره مخامخ ده خو له مشکلاتو سره سره په ډیرو علمي حوزو کې د ایرانی څیړاندو پرمختګ د دنیا ستاینه درلودلی ده ، په همدغه تیر منی کې چی د رهبرۍ د ستر مقام حضرت امام خامنه ای په وینا ټول سافټ ویر او سخت ویر ظرفیتونه د دښمن په وسیله د یوه ترکیبی جنګ په چوکاټ کې هیواد ته د ګوزار ورکولو لپاره وکارول شول ، د ایران د ملی رصدخانې پوهان بریالی شول په ۳/۴ میټری لومړنی ایینې سره د نړۍ د کلاس په سویه د ځای نوری ټیلیسکوپ له پرانستلو وروسته لومړنې نور ترلاسه کړ . د ساینس علمی مجلې په یوه مقاله کی په دې اړه ولیکل د ایران د بایکاټ په شرایطو کې د دغې سترې پروژې جوړول حیرانونکی  او د ایراني پوهانو د انجنیرینګ علومو د پرمختګ ښودنه کوی .

د ۱۴۰۱ کال په منی کې له نورو بریالیتوبونو په طبی حوزه کی او د وینې د کینسر د درملنې په زمینه کی د ژن درملنې په نوی رودې سره د ایرانی بینځه کلن ماشوم ارمان درملنه وه . ایران د دغې ټیکنالوجۍ در لودونکې دریم هیواد دی چی د ماشومانو د طبی مرکزد پیوند د برخې او یوه پوه بنسټه شرکت د ملګرتیا په نتیجه کې ترلاسه شوی دی .

د سیمې په اقتصاد کې د فعال شتون په لړ کی په تیره بیا د زاهدان –خاش د ریل پټلۍ پروژې چی ۱۵۰ کلومیټره کیږی ، د ۱۴۰۱ کال په منی کې پرانستل شوه . د دغه ریلی کوریډور یو اصلی هدف د چابهار بندر د مینځنی اسیا هیوادونو له ریلی شبکې سره اتصال دی چی د مینځنی اسیا هیوادونو او افغانستان اتصال امکان له ازادو اوبو سره برابروی . د تیرکال د منی له نورو اقتصادي بریاو په وینزویلا کې د ال پالیتو په نوم د ایران د لومړنی چڼ ځای پرانستل وو چی په ورځ کې ۱۰۰ زرو اومو تیلو د چڼ کولو ایجنډا لری . د وینزویلا د تیلو وزیر په وینا دا اقدام یو پیل دی او په ترسره شویو پلانونو سره به په نورو سیمو کې هم دوام پیدا کړی  . همداراز د ایران د تیرکال د بلواګانو په ورځو کې له هیله منونکیو خبرونو د سپاه د هوا فضا د قایم ۱۰۰  سپوزمکی  وړونکی  په بریالیتوب سره ازمویل وو .

د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له کلونو وروسته کلونوکې د لارې جوړولو ، بند جوړولو ، د اوبو ، ګازو او بریښنا د کرښوپراختیاپه مختلفو حوزو کې پام وړ پرمختګونه د صنعت پراختیا ، د کرهڼې په نوی کولو ، د پوهنوتونو حیرانونکی پراختیا  وغیره ایران پیاوړی کړی دی او د رهبرۍ د ستر مقام امام خامنه ای په وینا د دښمن ویره له پیاوړی او خپلواکه ایران ده . د دغې وینا انعکاس د دښمن د رسندویو ، سیاستوالانو او شناندو په خبرو کې لیدل کیدلای شی .

د صیهونیسټ رژیم د ای ۲۴ تیلی ویژیونی چینل سیاسی شناندی ډاکټر الیف صباغ وایی ایټمی بم اصلی مسله نده حقیقت بل څه دی  او هغه دا چی اسراییل د ایران له علمي پرمختګونو ویره لری . د دغه رژیم د پوځ د اطلاعاتو قوماندان هرتسل هالوی په خبره هغو تخنیکی برلاسی توب ته نږدې کیږی . حقیقی جنګ په راتلونکی کی ندی بلکې همدا اوس روان دی . ننې جنګ د ذهنونو جنګ دی او د ایران تبلیغات د اسرایلیانو روحیه ګډوډولې شی .

مهربانو دوستانو د کیسو جنګ د پروګرامونو وروستی برخه مو درته وړاندی کړه چی پکې د خپلو مخاطبانو په لورنیونه کې د رسندویو د رول او مجازی فضا د اهمیت په اړه خبرې وکړې او دا چی په ننۍ دنیا کې د سلطې د نظام په ډیر کم لګښت سره خپلو هدفونو ته د رسیدا په لټه کی دی تر څو د هدف هیوادونو د خلکو فکرونه اوزړونه په هغه لور چی پخپله یې غواړي هدایت کړي او هغو خپل پلی ځواک وګرځوی . دا جنګ نرم جنګ دی . د رسندوی د حوزې د ځینو فعالانو په ګومان د ایران د تیر منی بلواګانې د یوه سلطه ګر هیواد لومړنې نړیوال سایبری او رسندوی جنګ وو د یوه بل هیواد پرضد . د دښمن په وسیله په دغه پراخ جنګ کې ټول کارول شوی اوزارونه د رسندویو په محور وچورلیدل نو ځکه د هر ملت او هیواد لپاره رسندوی سواد زیاتول د لګښتونو د کمیدا سبب کیدلای شی او وروستۍ خبره دا چی د کیسو جنګ پروګرام یوازې د ایران له پیاوړیو ټکیو د یوې وړکوټی برخې وړاندی کونکی وو . د ایران خوږ ژبی شاعر سعدی په وینا ، به پایان امد این دفتر حکایت همچنان باقی است .

پای

 

 

ټیګونه