Aug 03, 2023 16:56 Asia/Kabul

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ویاړمنې مېرمنې نومي لړۍ له ننني (۵م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي. د دې سترې طبقې له ونډې پرته ملتونه د پرمختګ لوړو څوکو ته نه شي رسېدلی. دې حقیقت ته په پام سره د ایران اسلامي جمهوریت په مختلفو ډګرونو کې د ښځو د شتون او ګډون لپاره زمینه برابره کړې ده. له همدې امله موږ په ایران کې د ښځو د استعدادونو د ودې او غوړېدو شاهدان یو، تر اوسه په اسلامي شورا کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لسګونه قوانین تصویب شوي او په دغه هېواد کې د ښځو شاوخوا ۲ زره غیر دولتي مؤسسې فعالې دي. د پهلوي رژیم د واکمنۍ پر مهال یوازې ۲۵ سلنه ښځو سواد درلود، خو اوس دغه تناسب له ۸۵ سلنې څخه زیات شوی دی.

همدارنګه، دوی له علمي اړخه حیرانوونکی پرمختګ کړی دی. د زده کړیالانو نیمایي برخه ښځې دي، او د شاه د رژیم پر مهال د پوهنتون د ښځینه فارغانو شمېر له ۶ سلنې څخه ۴۴ سلنې ته او د ښځینه استادانو شمېر له ۶ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته لوړ شوی دی. ایراني مېرمنو اوس د طب په ګډون، په بېلابېلو علمي برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د ښځو عمومي ډاکټرانې له انقلاب څخه دمخه په پرتله 16 برابره زیات شوي او 60 زره تنو ته رسېدلي او د ښځینه متخصصو ډاکټرانو شمېر  هم له 6 سوه څخه شاوخوا 30 زره  تنو ته رسېدلی دی.

له بلې خوا د روغتیا، درملنې او تغذیې په برخه کې د ایران د عمومي وضعیت ښه والی د دې لامل شوی، چې د ښځو د ژوند اټکل له ۵۰ څخه ۷۹ کلونو ته لوړ شي. په دې اړه حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي فرمايي: دا د اسلامي نظام له سترو ویاړونو څخه دی، چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې زموږ په ټولنه کې د فکر او عمل له اړخه ډېرې هوښیارې، لوستې، ښه فکر لرونکې او با استعداده ښځې شتون لري؛ دا یو لوی نعمت او د ویاړ ځای دی."

د سینا روغتون عمومي جراحۍ متخصصه ډاکټره لعبت ګرانپایه له کلونو راهیسې تعلیمي او معالجوي خدمات وړاندې کوي. هغه په ​​۱۳۴۳ (۱۹۶۴) کال کې د محلات په ښار کې زېږېدلې او له هماغه کلونو راهیسې چې د محلات ښار د ایراندخت لومړني ښوونځي ته تله، په ذهن کې یوه اندېښنه وه او له همدې امله د پروین اعتصامي عالي لېسې ته ولاړه. د ثانوي زده کړو له پایته رسولو وروسته داسې بریښې ده، چې خپل هدف یې په ښه توګه ټاکلی وي او هغه د اړمنو ناروغانو درملنه او مرسته وه، نو له همدې هدف سره یې په ۱۳۶۱ (۱۹۸۲) کال کې د تهران د طبي علومو په پوهنتون کې د طب په برخه کې خپلې لوړې زده کړې پیل کړې او د لیسانس له ترلاسه کولو وروسته یې د عمومي طب د عمومي جراحۍ څانګه د خپل تخصص په توګه غوره کړه او په ۱۳۷۳ (۱۹۹۴) کال کې د عمومي جراحۍ د متخصصې په توګه په معالجوي او ښوونیزو فعالیتونو کې بوخته شوه.

ډاکټرې لعبت ګرانپایه د خپل فعالیت په کلونو کې، بې شمېره خیریه خدمتونه وړاندې کړي او د طبي او معالجوي خیریه مؤسسو، ګروپونو او ډلو سره یې نږدې کار کړی دی. هغه اوس په ایران کې د مدد ټولنې (د درمانګر رضاکارانو ټولنې) غړې او د سبا ټولنې (د ښځو د روغتیا ټولنې) مشره ده او د ایران په محرومو سیمو کې د 54 زره معایناتو او یو زر او ۵۰۰  وړیا جراحیو په ترسره کولو سره، د اړمنو د جراحې په توګه پېژندل کېږي. ډاکټره لعبت گرانپایه د یوې ایرانۍ مېرمنې بېلګه ده، چې په خپلو هڅو سره یې اسلامي ایران ته پرمختګ ورکړی دی.

هغه د یوې ایرانۍ مېرمنې یوه بشپړه بېلګه ده، چې خپل مسلک یې نه یوازې د پیسو ګټلو لپاره، بلکې خپل هم نوعه ته د خدمت لپاره هم غوره کړی. هغه د طب او طبابت په برخه کې تخصص لري. هغه د تهران په پوهنتون کې د پوهنځي غړې او استاده ده او د هغې د کار په مخینه کې له 20 کلونو څخه زیات د سینې د سرطان او عمومي جراحۍ ثبت شوي دي. د تهران د دې غوره ډاکټرې ژوند د هغې د نیکو فعالیتونو له امله، له ښو برخو څخه ډک دی. هغه د خیر او خیرات په برخه کې د خپلو خیریه فعالیتونو له امله، د "ګوهرشاد نړیوالې جایزې" د جشنوارې په لومړۍ دورې کې غوره او ترې ستاینه وشوه.

هغه په ​​خپل ژوند کې د دې کړنې د معنوي اغېزو په اړه وايي: "کله چې موږ د خپلو هېوادوالو په ځانګړې توګه په محرومو سیمو کې د مرستې په بهیر کې د دوی په سترګو کې خوښۍ ګورو، د کلونو کلونو کار او هڅو ستړیا زما له بدن څخه وځي."

ډاکټره ګرانپایه خپل ټول خیریه کارونه د خدای (ج) له طرفه او د خپل ذهن د سکون لپاره مهرباني بولي او د خپلو فعالیتونو په بیانولو سره وايي: د مدد له ګروپ سره په ګډه مو د ایران لېرې پرتو سیمو ته ۳۰ سفرونه کړي. په دې سیمو کې، له 54 زره څخه ډېرې معاینې او له یو زر او ۵۰۰ څخه ډېرې جراحۍ ترسره شوي، چې ما له دې جراحیو څخه شاوخوا 332 جراحۍ ترسره کړي دي او د سبا ټولنې (د ښځو د روغتیا ټولنې) له لارې هم، په تهران او مختلفو ښارونو کې د سرطان د مخنیوي ۷۸ ورکشاپونه جوړ شوي دي.

هغه په دوام سره زیاته کړه؛ دې ته په پام سره چې د سینې سرطان په ایران کې په ښځو کې یو له عامو سرطانونو څخه دی، موږ له ۱۹۸۶ کال راهیسې په بېلابېلو برخو کې د خپلو ۱۲ همکارانو په همکارۍ دغه ورکشاپونه په لاره اچولي او په هر ورکشاپ کې له ۲ څخه تر ۳ پورې ناروغان موندل کېږي او همدارنګه د مدد د سفرونو په ترڅ کې هم دغه ښوونیز ورکشاپونه د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې جوړ شوي دي."

د ټولو جراحي متخصصینو په وینا، د سینې سرطان په مخنیوي کې د ښځو پوهاوی لوی او مهم رول لوبوي. د سینې سرطان په مېرمنو کې د سرطان ترټولو عام ډول دی او هر کال په نړۍ کې د 2.1 میلیون مېرمنو پر ژوند اغېزه کوي. همدارنګه، د سینې سرطان د ښځو په منځ کې د مړینې دویم لوی لامل دی. له دې سره، د سینې سرطان په برخه کې د پوهاوي لوړول او د لومړنیو تشخیصي میتودونو او چټکو درملنې په اړه د نړیوالې پوهې کچې لوړول به، نه یوازې د ډېرو مېرمنو ژوند وژغوري، بلکې ډېری کورنۍ به له ناهیلۍ او غم څخه وژغوري.

د سینې له سرطان وروسته د ژوندي پاتې کېدو احتمال زیاتول، له یو څخه نور فرمولونه نه لري او هغه هم پر ​​وخت تشخیص دی. ډاکټره لعبت ګرانپایه، د خلکو د غوره او بااحساسې ډاکټرې په توګه، تل د پوهاوي پر اهمیت ټینګار او یادونه کوي: "د سینې سرطان په ابتدايي تشخیص او درملنه کې معلومات خورا ګټور کېدی شي. که زموږ خبره د پوهاوي او خبرېدو زیاتوالي ته وي، په دې معنی چې زموږ پانګونه د مخنیوي په برخه کې زیاته شي، نه د درملنې په برخه کې، هم له اقتصادي اړخه ډېره  ښه ده او هم ډېره ښه پایله ترلاسه کوو، که د یوې ښځې د سینې سرطان په لومړیو پړاوونو کې تشخیص شي، په یوه کوچني جراحۍ سره د هغه ستونزه په اسانۍ حل کېدی شي، مګر د ناروغۍ په خپرېدو او ناوخته تشخیص سره به د درملنې لګښتونه ډېر شي او دا دواړه کټګورۍ یو له بل سره ډېر توپېر لري.

په 1397 (۲۰۱۸) کال کې ډاکټرې ګرانپایه د ایران د درېیم مشهور ولسي شخصیت لقب ترلاسه کړ. نوموړي دغه لقب د خلکو د باور او مهربانۍ پايله وګڼله او وويل: "هر څوک بايد پر خپلو وړتياوو باور ولري او پوه شي، په هر څه کې چې هڅه وکړي، حتماً پايلې ته رسېږي او ښځې هم د نارينه وو په څېر وړتيا لري.

ژباړه: زماني

 

 

ټیګونه