Aug 05, 2023 11:37 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! د بې نقابه امریکا له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یوو. په دې نننۍ لیکنه کښې هم په تیره اونۍ کښې د امریکې مهمو خبرونو او بدلونونو ته یوه کتنه کوو، هیله ده چې تر پاې یې ولولئ

د امریکې په مهمو پيښو کښې، د امریکې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې د ولسمشریزو انتخاباتو احتمالاتو....

له بایډن څخه یوازې د ۴۲ فیصده امریکایانو ملاتړ...

په ډله ایزو ډزو کښې د تورپوستو وژل کیدو....

او د امریکې د ولس پیژندنې د ټولنې له خوا د صهیونیسټي رژیم غندل کیدو ته اشاره کوې شو......

*/*/*/*/

کابو ۱۵ میاشتې پس د امریکې د متحده ایالتونو د ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کیدو ورځ ده. له راتلونکو کابو پنځو میاشتو څخه به هم په ډیموکراټ او ریپلکن دواړو ګوندونو کښې د ولسمشرۍ مقدماتي او وارمخکښې انتخابات ترسه شي. پاتې مودې ته په پام سره، د یادو ټولټاکنو د پایلو اټکل او وړاندوینه ډیره ګرانه ده. په عین حال کښې دا هغه څه له مخې چې تراوسه پیښ شوي دي، دا بهیر په نظر کښې نیولی شو چې د جمهوري غواړو یا ریپبلکنز په مقدماتي انتخاباتو کښې په زیات احتمال ډونلډ ټرمپ او د ډیموکراټانو په وارمخکښې انتخاباتو کښې به جوبایډن ګټونکی وي مګر دا چې د دغو دواړو کاندیدانو د ناروغۍ یا یې د مړینې په وجه بل کس غوره شي.

دا احتمال هم شته چې د ریپبلکنز په مقدماتي انتخاباتو کښې د ټرمپ له بریالیتوب وروسته، د هغه ګوند په خپلو کښې په یو نظر نه شي او په یوې داخلي نښتې اخته شي چې په دې بڼه کښې به، په زیات احتمال د ۲۰۲۴ کال انتخابات ډیموکراټ ګوند وګټي.

خو د ټرمپ تر شا په جمهوري غواړي ګوند د اتحاد په بڼه کښې به د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د بایډن د بیا کامیابۍ لپاره حالات لاسخت شي. دا احتمال شته چې د ډیموکراټانو په مقدماتي انتخاباتو کښې رابرټ اف کنډي جونیر، د بایډن لپاره جدي چیلنج وګرځي چې په دې بڼه کښې به د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتو کښې د جمهوري غواړو د بریا چانس زیات شي. په دې منځومان کښې لرې ښکاري چې هیڅ محکمه یا قضايي حکم وکړې شي په انتخاباتو کښې د ټرمپ د شتون او په طبیعي توګه په ولسمشریزو ټاکنو د کښې د هغه د احتمالي کامیابۍ مخه ونیوې شي.

په دې حالت کښې، دا پوښتنه ذهن ته راځي چې آیا یو محکوم شوی ولسمشر  د خپلو ولسمشریزو اختیاراتو په کارولو سره، ځان بخښلی شي؟ یو کمزوری احتمال هم دا دی چې د ټرمپ خلاف د جمهوري غواړي ګوند د مشرانو هلې ځلې کامیابې شي او هغه د ګوند له خوا له کاندیداتورۍ پاتې شي. په دې حالت کښې ډیر احتمال شته چې ټرمپ د یو دریم ګوند کاندیدتوب ومني چې دا کار به د جمهوري غواړو د بریا چانس سخت کم کړي.

یو کمزوری احتمال دا هم دی چې ټرمپ د ریپبلکن ګوند د کاندیداتورۍ له ترسره کولو وروسته، کشر رابرټ اف کنډي، چې په ډیموکراټانو کښې یو جوړښت ماتوونکی او سیسټم ضده کس دی، د ولسمشرۍ د مرستیالۍ لپاره د کاندید په توګه معرفی کړي تر څو له بایډنه د نارضي ډیموکراټانو ځینې راې ځان ته واړوي.

*/*/*/*/*

د یوې تازه نظر پوښتنې پایلو وښودله چې له نیمايي کم امریکايي راې ورکوونکي، د مهمو مسائلو په لړ کښې د جوبایډن کړنلاره تاییدوي. دغه نظر پوښتنه چې په جولایۍ میاشت کښې د هارورډ-هیریس د افکار سنجونې شرکتونو له خوا ترسره شوه، وښودله چې له نیمايي کم امریکایان یعنې ۴۲ فیصده کسان، «لږترلږه تر یو حده» د جوبایډن ولسمشري تاییدوي حال دا چې په هغوي کښې ۵۵ فیصدو له جوبایډن سره مخالفت وکړ. د مهمو مسائلو په برخه کښې د جوبایډن محبوبیت ډیر زیات نه و. یوازې ۳۸ فیصده ګډونوالو، د اقتصاد په برخه کښې  د امریکې د ولسمشر کړچار تایید کړ. هم داشان ۳۵ فیصدو هم له انفلیشن او ګرانۍ سره د مقابلې په لړ کښې د هغه کړچار تایید کړ په داسې حال کښې چې په فرورۍ میاشت کښې په دې لړ کښې د ۳۸ فیصدو رقم ثبت شو.

له بلې خوا په امریکې کښې د مهاجرت او له جرمونو او تشدد په برخه کښې د جوبایډن کړچار په ترتیب سره ۳۸ او ۳۷ فیصده د تایید وړ وګرځیده. دغه رقم له تشدد او جرمونو سره د مقابلې په لړ کښې د بایډن د کړچار د تایید لپاره په تیرې مارچ میاشتې کښې په شوې نظر پوښتنې کښې پنځه فیصده زیات و. هم داشان څه کم نیمايي ځواب ویونکو چې ۴۸ فیصده کیدل، د کار کسب د فرصتونو د رامینځته کولو په برخه کښې او ۴۳ فیصدو له ترهګرۍ سره د مبارزۍ په برخه کښې د بایډن کړچار د تایید وړ بللی دی. ۴۲ فیصدو هم د بهرنیو چارو او د حکومت د ادارې په برخه کښې او نیمايي ځواب ورکوونکو هم له کرونا سره د مقابلې په برخه کښې د هغه کړنلاره تاییده کړه.

امریکايي راې ورکوونکو همداشان د ډیموکراټ ګوند په هکله منفي نظر درلود. په هغو کښې ۵۶ فیصده وویل چې د ډیموکراټ ګوند مخالف دي په داسې حال کښې چې د مۍ میاشتې په نظر پوښتنه کښې ۵۳ فیصدو دغه نظر درلود. په هم دې نظر پوښتنه کښې ۵۹ فیصده ځواب ویونکو د جوبایډن په ذهني حالت باندې د شک څرګندونه وکړه. ۶۸ فیصدو هم په کلي توګه وویل چې د دوي په باور بایډن ښودلې ده چې د ولسمشرۍ لپاره له حده ډیر زوړ او بوډا دی.

*/*/*/*/*/*/*/

د هغې نوې نظر پوښتنې له مخې چې د تولان پوهنتون محققانو ترسره کړې ده، په نامنتاسبه توګه ډله ایزې ډبې، په امریکا کښې د تورپوستو کسانو د قرباني کیدو سبب کیږي او زیاتره د امریکې په هغو ښارونو کښې رامینځته کیږي چې د تورپوستو شمیر په کښې زیات دی.

دا چاره ښودنه کوي چې په دې لړ کښې ممکنه ده جوړښتني توکمپالنه اغیزناکه وي. په جاما سرجري طبي مجله کښې د خپرو شویو تحقیقاتو له مخې، هغه ډله ایزې ډزې چې د حوادثو په توګه تعریف کیږي او په کښې لږترلږه ۴ کسان قرباني کیږي، له ۲۰۱۴ کال څخه په امریکا کښې څه باندې دوه چنده شوې دي او په ۲۰۲۲ کال کښې پ کښې د وژل شویو شمیر ۶۴۹ تنو ته رسیدلی دی. دغه څیړنه له هغو وړومبنیو تحقیقاتو څخه ده چې د دغو پيښو د نفوس پيژندنې جاج اخلي. د دغې څیړنې لیکونکو وویل چې په دغه شان ځینو سیسټمي مسائلو غور کول د دغو حوادثو د زیاتیدو د مخنیوي لپاره یو اوزار ګرځیدې شي. د ناروغۍ د کنټرول د مرکز د معلوماتو له مخې هم، په وسلو باندې په قتل شویو کسانو کښې زیاتره تورپوستي دي.

*/*/*/*/

دغو تحقیقاتو په ۵۱ ښاري سیمو کښې د اقتصادي او ټولنیزې نابرابرۍ څو معیارونه څیړلي دي او نتیجه یې اخیستې چې ډله ایزې ډزې په هغو سیمو کښې ډیرې شوې دي چې زیاتره په کښې تورپوستان اوسیدل او په هغو سیمو کښې د شتمنو او بې وزله کسانو ترمینځ واټن ډیر و.

دا پایلې ښودنه کوي چې په مسکن او اوسیدو پورې اړونده سیاستونه چې د تاریخ په اوږدو کښې یې تورپوستي په خاصو سیمو کښې د اوسیدو او هم داشان د اقتصادي فرصت د کموالي په لور بیولي دي، کوې شي چې کسان د ډله ایزو ډزو له خطر سره مخامخ کړي. د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمینځ موده کښې کابو ۹۰۰ پيښې رامینځته شوې دي چې د ۸۲۸ کسانو د وژل کیدو او تقریباً د څلورو زرو د زخمي کیدو سبب شوې دي. په ۲۰۲۰ کال کښې په امریکا کښې د وسلو په کارلو سره د خلکو مړینه ۳۵ فیصده زیاته شوه چې په ۱۹۹۰ لسیزه کښې له ثبت شوې اندازې هم واوښتله.

*/*/*/*

د امریکې د ولس پیژندنې انجمن AAA)  په یو تاریخي اقدام کښې د فلسطین د ولس له حقوقو او آزادیو په ملاتړ کښې یو پریکړه لیک صادر کړ. د امریکې د ولس پيژندنې انجمن چې یو غیردولتي سازمان او د انسان او لرغون پیژندنې په برخو کښې د پوهنتونونو د زرګونو استادانو او پوهانو نماینده دی، د فلسطین د ولس د حقوقو او آزادیو په ملاتړ کښې یو پریکړه لیک تصویب کړ او ژمنه یې وکړه چې د اسرائیلو هغه پوهنتوني مرکزونه او سازمانوه چې له اسرائیلو ملاتړ کوي او د هغه په ساتنه کښې شریک دي، بایکاټ کړي.

د دغه انجمن د غړو راې ورکونه د مۍ له ۱۴ نه د جولاۍ تر ۱۵ پورې ترسره شوه او څه باندې ۷۱ فیصده غړو یې دغې پریکړې ته مثبته راې ورکړه او د فلسطینیانو له حقوقو او آزادیو په ملاتړ کښې د انجمن فاینل مصوبه په رسمي توګه اعلان شوه.

د امریمکې د ولس پيژندنې د انجمن د مصوبې له مخې، اسرائیل یو توکمپال رژیم دی او د اسرائیلو پوهنتوال او پوهنتوني مرکزونه هم د دغه توکمپال رژيم یوه برخه ګڼله کیږي او د اسرائیلو د یهودیت قانون هم، یو توکمپاله او د یهود ولس د برترۍ په بنیاد ولاړ قانون دی چې د نکبت ورځ (د اسرائیلو د موجودیت د اعلان ورځ) او په قومي او توکمیزې پاکونې کښې د نیواکګر رژیم اقدامات په رسمیت پیژني.

دغه انجمن په خپلې مصوبې کښې په اسرائیلو باندې  څلور میلیارډ ډالري مرستو بندول او د دغه رژیم او ورپورې د اړونده ارګانونو او اسازمانونو د بایکاټ کولو غوښتنه وکړه.

د امریکې د ولس پیژندنې انجمن په ۱۹۰۲ کال کښې جوړ شوی او د لرغون پيژندنې د برخې څه باندې ۱۲ زره مشهور کارپوهان او د پوهنتونونو استادان یې غړي دي او د امریکې یو ډیر اصیل او پخوانی انجمن دی.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی