Aug 19, 2023 13:49 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

د ایران د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او خبرونو د څیړنې اونیزه لیکنه

د اسلامي انقلاب معظم رهبر تیره پنجشنبه د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د جګ پوړو قومندانانو او مسئولانو په څلرویشتمې عالي غونډې د ګډونوالو په کتنه کښې، په پوځي، ولسي، خدماتي او د رغونې په اړخونو کښې د سپاه پیدایښت، وده او لوړتیا او کړکیچ ختمونه ځانګړې او ویاړمنه وبلله او د بحران جوړونې، د هیواد د امنیت د خرابونې او د خلکو به ژوند کښې د ګډوډي رامینځته کونې لپاره د دښمن د سیاستونو دوام ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ: د ملي یووالي، د خلکو په شاملولو، له خلکو په تیره بیا کمزورو پرګنو سره په مرستې، د مسئولانو په شواروزي او جهاد کار کښې او د انقلاب د اهدافو پوره کیدو ته د خوځښت، هیلې او شوق په دوام کښې د ولس بریا او د دښمن ماتې جوته ده.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د سپاه د داخلي ودې او غوړیدا او مضبوطیا دوام ته په اشارې سره وویل: دا ټولګه اوس په یو ستر او بیخي سنبال مرکز او په نړۍ کښې په ترټولو ستر ترهګرۍ ضده مرکز بدله شوې ده چې د نړۍ زیاتره ستر پوځونه یې فعالیتونو ته د ورته اقداماتو په ترسره کولو کښې ناتوانه دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په مقدسې دفاع کښې د سپاهِ پاسداران کړنلاره یو ځالانده او ډیر مهم باب وباله او زیاته یې کړه: د توانمنیو ورځ تر بلې زیاتیدا د سپاهِ پاسداران د کړنلارې یو بل اړخ دی چې د ایران لپاره یې امنیت او دفاع رامینځته کړې ده.

دوي له پولو بهر د سپاهِ پاسداران اغیزې هم ژورې او ډیرې مهمې وبللې او ویې ویل: په مختلفو اړخونو کښې د سپاه کړچارونو او جذابیتونو دښمن اندیښمن او مجبور کړی دی چې په دروغو او مینځ تشو پروپاګنډو سره د سپاه د خرابولو کوشش وکړي.

*/*/*/*/

د ایران داسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر تیره جمعه په جدّه کښې د سعودي عربستان له ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

حسین امیر عبداللهیان په دغې کتنې کښې د دواړو هیوادونو مخې ته پرتو فرصتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان کوې شي د سیاسي، اقتصادي، تجارتي، ټرانزټي، د علم او ټیکنالوجۍ، کلتوري او ولسي په شمول مختلفو برخو کښې په هراړخیزې پراختیا سره د سیمې لپاره لاډیره وده او ترقي رامینځته کوې شي.

د عربستان ولیعهد هم د اسلامي انقلاب معظم رهبر او د ایران د اسلامي جموریت ولسمشر ته د خپل سلام په لیږلو سره وویل: له ایران سره اړیکې ته د عربستان نظر، سټراټیجک دی او په دې لړ کښې جدي هوډ لرو.

امیر عبداللهیان د زیارت په ورځ هم په ریاض کښې د عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره کتلي او د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو او نړیوالو مناسباتو په هکله یې ورسره خبرې اترې کړې وې.

هغه هم داشان په ریاض کښې د ایران د سفارت کتنه وکړه.

*/*/*/*/

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تیرې پنجشنبې په ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره په ټیلیفوني تماس کښې، په شیرازکښې د حضرت شاهچراغ(ع) په پاک حرم کښې د وروستۍ ترهګرې حملې په غندلو سره، د ایران له حکومت او ولس او هم داشان د دغه ترهګر اقدام د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه. د روسیې ولسمشر له ایران سره په تیره بیا د انرجۍ، ټرانزټ او تجارت په برخو کښې دوه اړخیزه ملګرتیا مخ په ودې وبلله او په سیمه ایزو چوکاټونو کښې کښې د دغو ملګرتیاؤ لوړاوي ته یې د خپل هیواد په چمتووالي او دلچسپۍ ټینګار وکړ.

د اسلامي ایران ولسمشر هم په دغو خبرو کښې د وروستۍ حملې په وجه د روسیې د ولسمشر د خواخوږۍ په مننې سره، دا ډول جنایتکاره اقدامات د ایران د ولس د دښمنانو او بد غواړو د لالهاندۍ او ماتې او له ترهګرو او د هغوي له اربابانو د عامه کرکې د زیاتیدو سبب وبلل.

د ویلو ده چې د تیرې اونۍ په یکشنبې د ایران په شیراز ښار کښې د حضرت شاهچراغ علیه السلام په پاک حرم باندې په شوې ترهګرې حملې کښې دوه تنه شهیدان شوي او اووه نور ژوبل شول.

*/*/*/*

د برازیل د بهرنیو چارو وزیر د ایران له خارجه وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کښې له ایران سره د ملګرتیاؤ د پياوړتیا لپاره د خپل حکومت په ګروهنې ټینګار وکړ او ویې ویل: ایران د «بریکس» د اهدافو له پوره کیدو سره د مرستې لپاره لوړ ظرفیتونه لري.

د برازیل خارجه وزیر "مائورو ویرا"  د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلفوني خبرو کښې په اقتصادي او تجارتي برخو کښې د ایران او برازیل د لوړو ظرفیتونو په مهم بللو سره، له ایران سره د ملګرتیاؤ د پياوړې کولو ته د «لولا ډي سیلوا» د حکومت په ګروهنې تاکید وکړ.

*/*/*/

د هندوستان وزیراعظم نریندر مودي تیره جمعه د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره په ټیلیفوني خبرو کښې د حضرت شاهچراغ په حرم باندې د ترهګر برید په غندلو سره، د ایران له حکومت او ولس او د دغه جنایت د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي وکړه.

د هند وزیراعظم د ایران او هند ترمینځ د اوږدمهاله او دوه اړخیزو ملګرتیا له بهیره د خوښۍ په څرګندولو سره، د چابهار بندر ګډه پروژه او د سیمې په مواصلاتي مرکز باندې یې بدلیدل، د سیمې د ترقۍ لپاره یو فرصت وباله او د دغې پروژې د بشپړولو په لړ کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا د سند فاینل کولو ته په چمتووالي یې ټینګار وکړ. د اسلامي ایران ولسمشر په دغو ټیلیفوني خبرو کښې، له هندوستان سره د تعاملاتو په تیره بیا د ټرانزټ، د انرجۍ د امنیت او سیمه ایزو برخو کښې د تعاملاتو پراختیا ډیره مهمه وبلله او د شمال-جنوب د کوریډور په شمول مواصلاتي ملګرتیاؤ پراختیا او د چابهار د بندري تاسیساتو په عملیاتي کیدو کښې د چټګتیا غوښتنه یې وکړه. 

 */*/*/*/*/

د ایران د ځوانانو د آزادې غیږنیونې ملي لوبډلې د نړۍ د اتلولۍ په سیالیو کښې، په خپلو سیالانو باندې په برلاسي کیدو سره د نړۍ اتله شوه.

د ځوانانو د آزادې کُشتۍ د نړیوالې اتلولۍ سیالۍ د روانې آګست میاشتې له ۱۴ نه تر ۱۶ نیټې پورې د اردن هیواد په امان ښار کښې ترسره شوې او په پاې کښې د ایران ټیم د سرو زرو په څلورو، د سپیزنو زرو په دوو او د زیړ د یو میډل په ګټلو او ټولټال د ۱۶۵ پواینټونو په ترلاسه کولو سره، پرله پسې په دریم ځل د نړۍ اتلولي ترلاسه کړه.

د ایران له لوبډلې وروسته امریکا په ۱۵۲ پواینټونو سره دویم او د هندوستان ټیم په ۱۰۲ پواینټونو سره د نړۍ دریم نمبر شو.

*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران د بلاک شویو اسعاري سرچینو د یوې برخې آزادیدل، د سوال زاریو د ډیپلماسۍ په وړاندې د عزتمندانه ډیپلماسۍ د لاسته راوړنې یوه نښه وبلله او څرګنده یې کړه: دا ارزښتنا اقدام د ویاړ لامل او د ملي ګټو د تامینیدو په لړ کښې و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د آګست په لسمه نیټه په یوې خبرپاڼې کښې، د ایران د اسلامي جمهوریت له هغو څو میلیارډ ډالرو د آزادولو د بهیر د پیلیدو په تایید سره چې امریکې له تیرو څو کلونو راهیسې په غیرقانوني توګه په جنوبي کوریا کښې نیولې وو، وویل: د مالي سرچینو او شتمنیو څخه د ګټه پورته کونې بندیز ختم شوی دی او د ایران د اسلامي جمهوریت په وا کښې به ورکړې شي.

*/*/*/

او د ایرن د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیرعبداللهیان» د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئولی جوزپ بورل سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د بندیز د بې ګټې سیاست په دوام کښې د اروپايي اتحادیې په نارغنده کړنلارې باندې په نیوکې سره زیاته کړه: بندیز، د ایران او اروپا په اړیکو کښې یو غیردوستانه اقدام دی.

د ایران خارجه وزیر د یوکرین د بدلونونو په هکله هم وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د خپل بهرني سیاست په دریځونو کښې له هیڅ چا سره مخ مخې نه لري او لکه څنګه چې یې په زغرده ویلي دي، له فلسطینه ملاتړ کوي، په هم هغه وضاحت سره وايي چې د یوکرین حل لاره، سیاسي ده او د یوکرین خلاف د ایراني ډرون د کارولو تور، بیخي بې بنیاده دی او له بلې خوا یوکرین هم د خپلې دغې ادعا د ثابتولو لپاره تراوسه هیڅ موثق سند نه دی وړاندې کړی.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل هم د سیمې له هیوادونو سره د ایران د اسلامي جمهوریت په اړیکو کښې له ترلاسه شویو پرمختګونو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: د ایران او اروپا ترمینځ موجودې ځینې غلط فهمۍ، د خبرواترو له لارې د هواري وړ دي.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه