Aug 24, 2023 17:27 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا (۳۱م) د مهدویت دروغجن ادعا کوونکي

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د هیلې رڼا نومي لړۍ له ننني (۳۱م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

هر هغه سپېڅلی شی چې د خلکو لخوا منل شوی وي، معمولا د فرصت غوښتونکو او ګټه اخیستونکو لخوا ترې ناوړه ګټه پورته کېږي. په تېر پروګرام کې مو وویل چې په همدې اساس، د حضرت مهدي (عج) ظهور چې د مظلومو خلکو په زړونو کې د هیلې څراغ دی، د داسې کسانو له تعرض څخه خوندي نه دی پاتې شوی او تل په بېلابېلو انګیزو سره، خلکو په دروغو ځانونه مهدي موعود بللي دي. د اسلام په ټول تاریخ کې د مهدیت د دروغجنو ادعا کوونکو له پنځوسو څخه زیاتې پېښې ثبت شوې، چې ځینې یې لږې او محدودې اغېزې لري او ځینې یې د سترو پرمختګونو او بدلونونو سرچینه بلل شوې ده.

دغو ادعا کوونکو د اسلامي نړۍ په مختلفو برخو کې خپلې ادعاوې راپورته کړې او د دوی په منځ کې د شیعه او سني دواړو مذهبونو څخه کسان لیدل کېږي. د مهدویت د ادعا کوونکو شمېر، جغرافيايي او تاريخي حد او مذهبي تنوع، پخپله په ډاګه کوي چې په آخرالزمان کې د اسلام د موعود ژغورونکي د ظهور اصل، تر کومې کچې د مسلمانانو په منځ کې ريښې لري، مهم او سپېڅلی دی، تر هغه حده دی چې د اسلام د ظهور د لومړۍ پېړۍ له پیل او د صاحب الزمان له پیدایښت څخه مخکې، د مهدویت دعوه کوونکو خپل کار پیل کړ.

په دې برخه کې یو په زړه پورې ټکی دا دی چې ځینو امویانو او په ځانګړې توګه عباسي خليفه ګانو چې ځانونه مهدي ګڼل، هڅه یې کوله چې له دغه سپېڅلي نوم څخه د اعتبار ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړي. د بېلګې په توګه، ځينو يې "عمر بن عبدالعزيز" چې د اموي ظالمو خلفاوو په منځ کې، نرمه تګلاره درلوده، مهدي ګڼلی وو. څو عباسي خليفه ګانو هم هڅه کوله چې په خپله ګټه د مهدوي رواياتو په تفسيرولو او يا د حديثونو په جعل سره، خلک قانع کړي چې دوی امام زمان دي. تر دې حده چې عباسي خلیفه منصور د خپل زوی نوم مهدي کېښود او هغه یې ژغوروونکی موعود وباله.

له بلې خوا، د امويانو پر ضد د ځينو پاڅونونو مشرانو هم د مهدویت دعوه کوله، چې تر ټولو مهم يې "محمد بن عبدالله" وو چې په نفس زکيه مشهور دی. د ډېرو خلکو له خوا يې ملاتړ کېده، خو کله چې عباسيانو حکومت ترلاسه کړ، د هغه کورنۍ او ملګري يې ونيول او يو شمېر يې ووژل او پاتې نور يې زنداني کړل.

"اسماعیلیه" هغه فرقه ده چې د دروغجنو مهديانو په معرفي کولو کې مهم رول لوبولی دی. د هغه د پیروانو یوه ډله، د امام صادق (ع) زوی اسماعیل چې د هغه امام په ​​زمانه کې وفات شو، د وخت امام ګڼلی دی. خو یوې بلې ډلې بیا د پټو امامانو په سلسله باور وکړ او په پای کې یې «عبیدالله مهدي»، ښکاره امام او مهدي موعود وبلله.

شمالي افریقا هغه خاوره وه چې د مهدویت څو نفوذ لرونکي ادعا کوونکي راڅرګند شول، چې یو یې د فاطميانو د سترې کورنۍ بنسټ ایښودونکی عبیدالله مهدي وو. هغه په ​​۲۹۶ هجري (۹۰۹م) کال کې وروسته له دې چې د اسماعیلیه فرقې مبلغانو په مغرب (مراکش) کې د هغه د ورتلو لپاره زمینه برابره کړه، د مهدیت دعوه وکړه. عبیدالله حتی د خپل دروغجنې ادعا د ثابتولو لپاره، د مهدیه په نوم ښار جوړ کړ. د هغه ځای ناستو د فاطمیانو خلافت تاسیس او ټوله شمالي افریقا او شام یې فتح کړ او شاوخوا 280 کاله یې حکومت وکړ.

خو په داسې حال کې چې دغه حکومت د خپلې کمزورۍ په دور کې وو، د "محمد بن تومَرت" په نوم یو بل کس په ۵۱۵ هـ ق (۱۱۲۱ م) کال کې د مهدویت دعوه وکړه او د « موحدون » د حکومت د جوړېدو زمینه یې برابره کړه. هغه په ​​خپله دروغجنه دعوه کې تر دې حده مخکې ولاړ چې په خپل بيرغ باندې د "مهدي خليفه خدا" عبارت لیکلو امر وکړ. په هرصورت، د هغه ځای ناستو شمالي افریقا او د اسپانیا مسلمانه برخه ونیوله او نږدې نیمه پېړۍ یې خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړ.

په شمالي افریقا کې د مهدویت بل دعوه کوونکی "احمد بن عبدالله" وو چې په "ابن مَحَلّي " مشهور وو. هغه یو صوفي مسلکه وو، چې په مغرب (مراکش) کې د هغه شاوخوا ډېری پیروان راټول شوي وو. د 1000 میلادي کال په شاوخوا کې، ابن محلي ځان مهدي منتظر وګڼلو او د قبیلو له مشرانو څخه یې وغوښتل چې په نبوي سنتو عمل  وکړي. هغه په ​​تدریج سره د مراکش د ښارونو نیولو ته مخه کړه او د هغوی له نیولو وروسته یې، د صوفیت طریقه پرېښوده او څوارلس کاله د دغه هېواد واکمن شو. خو بالاخره یو بل صوفي په ۱۰۲۲ هـ ق (۱۶۱۳ م) کال کې د مراکش د پخواني واکمن په هڅونه، له هغه سره جګړې ته مخه کړه. که څه هم ابن محلي په دې جګړه کې ماتې وخوړه او ووژل شو، خو پلویان یې په دې باور وو چې هغه غیبت کړی دی.

خو کولای شو په شمالي افریقا کې د مهدي موعود تر ټولو مهم او مشهور دعوه کوونکی «محمد احمد بن عبدالله» وګڼو چې په « مهدي سوډاني » مشهور دی. د هغه په ​​وخت کې، سوډان د عثماني امپراتورۍ او مصر د ځواکونو لخوا اداره کېده او په سوډان کې فقر، فساد او تبعیض خورا ډېر شوی وو. په دې شرایطو کې مهدي سوډاني په ۱۲۸۹ هجري (۱۸۸۱ م) کال کې د یرغلګرو پر وړاندې راپورته شو او ځان یې مهدي وګڼلو. هغه بې ځایه او عجیبې دعوې به یې کولې او د نورو شیانو تر څنګ به یې ویل چې د بیدارۍ په وخت کې د رسول الله (ص) خدمت ته ورغلی او له هغه څخه یې هدایات ترلاسه کړي، چې تر ټولو مهمه یې دا ده چې هر هغه څوک چې د هغه مهدویت ونه مني،کافر دی.  

مهدي سوډاني تل د خپلو خوبونو او غږونو اورېدلو په اړه په بیدارۍ کې خبرې کولې، کوم چې د هغه پر ژغورونکي توب باندې ټینګار کولو. خو د سوډان د مظلومو خلکو په ملاتړ يې ترکي او مصري ځواکونو ته ماتې ورکړه او سوډان يې ونيولو. ډېر ژر انګرېزي نیواکګر د مهدي سوډاني جګړې ته راغلل، خو د هغه پوځونو دوی ته هم ماتې ورکړه او کله چې یې د دوی قومندان، جنرال چارلز جرج ګورډون وواژه، داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې هغه دجال دی چې د مهدي جګړې ته راغلی وو. بالاخره محمد احمد یا هماغه مهدي سوډاني په ۱۳۰۲ هـ ق (۱۸۸۵ م) کال کې هغه مهال د ناروغۍ له امله مړ شو، چې د حکومت جوړولو ته یې تابیا نیوله.

لکه څنګه چې معلومه ده، شمالي افریقا د مهدویت د ډېرو دروغجنو ادعا کوونکو د ظهور ځای وو، چې ځینو یې لوی بریالیتوبونه ترلاسه کړل. د خلکو له خوا د دغو مدعیانو د بلنې د منلو ځینې لاملونه، د دې سیمې قومي جوړښت او د اسلام په تعلیماتو باندې د دوی د دودونو برلاسي کېدل دي، چې ډېری یې د صوفي افکارو پیروي، د مهدي موعود له ځانګړنو او ځانګړتیاوو سره ناپوهي او خورا غربت او تبعیض بیان شوي دي.

د امام زمان (عج) په تړاو په دعاګانو کې اکثره داسې موضوعات راځي چې له هغه څخه غوښتل شوي چې په خپل ظهور سره، خلک له ګمراهۍ او د دین له ناپوهۍ څخه وژغوري او د نېکمرغۍ لارې ته یې لارښوونه وکړي، موږ لولو:

« ... فَافْعَلْ ذلِکَ بى وَبِجَمیعِ الْمُؤْمِنینَ، حَتّى نَنْظُرَ اِلى وَلِیِّکَ، صَلَواتُکَ عَلَیْهِ ، ظاهِرَ الْمَقالَةِ، واضِحَ الدِّلالَةِ، هادِیاً مِنَ الضَّلالَةِ، شافِیاً مِنَ الْجَهالَةِ ، اَبْرِزْ یا رَبِّ مُشاهَدَتَهُ، وَ ثَبِّتْ قَواعِدَهُ، وَاجْعَلْنا مِمَّنْ تَقِرُّ عَیْنُهُ بِرُؤْیَتِهِ، وَاَقِمْنا بِخِدْمَتِهِ، وَتَوَفَّنا عَلى مِلَّتِهِ، وَاحْشُرْنا فى زُمْرَتِهِ، ...

(خدایا) ما او ټولو مؤمنانو ته توفیق راکړې چې ستا ولي (حضرت مهدي) ووینم په داسې حال کې چې د هغه خبرې روښانه، دلایل یې روښانه، له ګمراهۍ څخه د خلکو لارښوونکی او د جهل له ناروغۍ څخه د دوی شفا ورکوونکی دی. اې ربه! موږ ته د هغه د لیدلو توان راکړه، د هغه د کار بنسټونه پیاوړي کړه او موږ له هغه کسانو څخه وګرځوه چې د هغه په ​​لیدلو سره یې سترګې روښانه کېږي او موږ  ته د هغه د خدمت کولو وړتیا راکړه په داسې حال کې چې د هغه په ​​​​دین کې یو، موږ  مړه کړه او موږ د هغه په ​​ډله کې محشور کړه.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه