له حقوقي پلوه د اوکراین جنګ او د هغه پاییلې ( ۱)
د اوکراین کړکیچ یوازې د روسیې او اوکراین ترمینځ د تاوتریخوالی نتیجه نده بلکې زیاتره له یوه پلوه د امریکا او ناټو او له بل لوری د روسیې او چین لخوا د نړیوال او ملی امنیت د تیری تعریف او امنیتی لانجې په وجه دی .
مهربانو دوستانو په ننۍ برخه کې درسره د ۱۹۹۱ کال د اګست په ۲۳ نیټه له خپلواکۍ وروسته د یوکرین امنیتي ،تاریخي ، سیاسي او حقوقي زمینو جاج اخلو .
روسیې ناټو سره د یوځای کیدا لپاره د یوکرین حکومت په فیصلې او د امریکااو یوشمیر اروپایی هیوادونو له ملاتړ وروسته د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ په ۲۵ نیټه په اوکراین حمله وکړه . دغه حمله په داسی شرایطوکې ترسره شوه چی روسیې په اوکراین له حملې څو میاشتې وړاندی د اوکراین او روسیې په پوله کې منظمې مانورې ترسره کړی وې . کرملین هیله من وو په دغو مانورو سره د اوکراین دولت د ناټو په سازمان کې له غړیتوبه ډډه کولو ته اړ کړی . له بل پلوه د اوکراین دولت او د هغه اروپایی او امریکا ملاتړي په دې باور وو چی د روسیې مانورې د خبرداری تر حده دي . په همدې دلیل هغه سلاومشورې چی د یوکرین او روسیې ترمینځ د تاوتریخوالی د کمولو لپاره د روسیې او امریکا او اروپایی هیوادونو ترمینځ ترسره کیدلې ، د تمې وړ نتیجې نه درلودلې . هغه هم په دې دلیل چی د یوکرین دولت د لویدیځوحکومتونو په ملاتړ سره په دې باور وو چی روسیه به په یوکرین حمله ونکړی . البته روسیې هم د اروپایی او امریکا حکومتونود ملاتړ له څرنګوالی غلطه اندازه درلوده
د اوکراین د کړکیچ د ژور او دقیق درک لپاره د روسیې او لویدیځ لپاره له مختلفو اړخونو د دغه هیواد د مهم ځای پیژندلو ته اړتیا ده . د دغې موضوع اهمیت له دې اړخه دی چی په دغه کړکیچ کې ښکیل قدرتونه د نړیوال نظام ډیر مهم لوبغاړی وو او د دغې مقابلې اغیزې په سیمه ایزه او نړیواله سویه کې نیغه په نیغه او غیرمستقیمه توګه دي . اوکراین له سیاسي ، جغرافیایی او اقتصادي پلوه د روسیې او لویدیځ لپاره له زیات اهمیته برخمن دی . اوکراین په ۶۰۳۷۰۰ مربع کلومیټره مساحت سره د اروپا د ډوډۍ سبد په توګه پیژندل کیږی . پر دې سربیره سترې دښتې اوښیرازه مځکې لری چی نیمې مځکې یې د کرهڼې لپاره مناسبې دي . په دغه هیواد کې روسان دوهمه ستره قومي ډله حسابیږی . په دغه هیواد د روسیې له حملې وړاندی د اوکراین د ۴۳ میلیوني نفوسو ۲۲ فیصده روسان وو . یوکرین تل د روسیې لپاره یوه سیمه ایزه او مهمه سیمه ده . دغه هیواد له تاریخي نظره له روسیې سره نږدې ارتباط درلودلی دی چی د اسلاوی تمدن چی روسی نومول کیږی ، د کی یف او تور سمندر او بالټیک سمندر ترمینځ د سواحلو په اوږدو نورو سیمو کې پراختیا پیدا کړه . اوکراین د روسیې فیډریشن په جنوب لویدیځ کې په راتلو سره یوډول لویدیځ په لور د روسیې دروازه ده . دغه هیواد د روسیې لپاره حیاتی اهمیت لری ځکه چی له اوکراین د روسیې د کلابندۍ لپاره په اسانۍ سره استفاده کیدلای شی . له دې امله د روسیې لپاره ډیر ستراتیجیک اهمیت لری .
د روسیې لپاره یوکرین د اسیا جنوب لویدیځې ته د لاس رسي لپاره دروازه ده . همداراز یوکرین د تور سمندر د سواحلو او د سواسټوپل او اودسا بندر په شمول د هغه د مهمو بندرونو مهمه برخه لری ، هغه بندرونه چی روسیې به د شوروی په پړاو کې په تور سمندر کې د خپلو بیړیو د ځای پر ځای کولو لپاره له هغو ګټه پورته کوله .
د اوکراین سیاسی او جغرافیایی اهمیت ته په پام سره روسیې له ۲۰۱۴ میلادی کاله مخکی او د کریمه ټاپو له نیواکه وړاندی له دغه هیواد سره د اوږدمهاله تړونونو په لاسلیکولو سره په تور سمندر کې خپل سمندری شتون وساته . د بوریس یلتسین د ولسمشرۍ په وخت کې چی له اروپا سره یې اړیکی د خپل بهرنی سیاست لومړیتوب بللې ، له اوکراین سره نږدې ارتباط د دغه هدف دترلاسه کولو یوه لاره وه .
د اوکراین بحران په ۱۹۹۱ کال کی د دغه هیواد له خپلواکۍ راهیسې پیل شو . د اوکراین د خپلواکۍ له هماغه لومړیو دوه سیاسي بهیرونه یو لویدیځ او بل روسیې پلوه بهیرونو بڼه غوره کړه . د روسیې دولت په یوکرین کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره د روسیې له پلوی بهیر ملاتړ کاوه .متقابلا امریکا او اروپایی حکومتونو له لویدیځ پلوه بهیر ملاتړ کاوه . په حقیقت کی اوکراین د خپلواکۍ له لومړیو د روسیې او لویدیځ په سیاسی ډغره ځای بدل شو .
دغه ډغره د رسویې او لویدیځ پلوه دو بهیرونو ترمینځ چورلیده . امریکا د شوروی له دړې وړې کیدا وروسته په خپلو پولو کې د روسیې د کنټرولو سیاست په چوکاټ او د ناټو د امنیتی چتر پراختیا پسې وه چی په ناټوکې د خپلواکه شوي جمهوریتونه جذب کاندي . دغه د روسیې د کنټرولولو سیاست په دریو اړخونو کې اجرا شو . په همدې دلیل روسیه هغو سیاستونو او اقداماتو په وړاندی چی لویدیځ په اوکراین کی اعمال کړي دي ، ډیر حساسیت سره تعقیبوي ځکه چی اوکراین د اروپایی اتحادیې لپاره په ختیځې اروپا کې په اقتصادي ، سیاسي او جغرافیایی اړخونو کې مهم هیواد دی . په تور سمندر کې د لویدیځو او ختیځو سواحلو کې پرته دوهم ستر اروپایی هیواد په توګه د اوکراین جیوپولیټیک اهمیت تر دې ځایه دی چی د امریکا د پخوانی ولسمشر جیمی کارټر د وخت د ملی امنیت سلاکار برژیسنکی دغه هیواد د اروپایی اتحادیې له پراختیا وروسته د سیمه ایز سیاست ترن په توګه یادوی .
په حقیقت کی د اوکراین اهمیت د روسیې او اوکراین په اړیکه او د روس او لویدیځ پلوه بهیرونو ترمینځ په لانجه او شخړه کې نه محدودیږي بلکې روسیې او امریکا او اروپایی اتحادیې مینځ د سیالۍ ډګر دی . په ۲۰۲۲ کال کی په اوکراین د روسیې له حملې وړاندی اروپایی اتحادیې د امریکا په اپوټه له شوروی جلا شویو جمهوریتونو کې په نرم قدرت سره په خپل نفوذ پسې وو . له مخملی او رنګي انقلابونو ملاتړ د شوروی په جمهوریتونو کې د روسیې د نفوذ د محدودولو لپاره یوه مینځ لاره وه . د دغه پروګرام په پای کی یوه مهم ټکی ته اشاره کیدلای شی . د اوکراین کړکیچ یوازې د روسیې او اوکراین ترمینځ د تاوتریخوالی نتیجه نده بلکې زیاتره له یوه پلوه د امریکا او ناټو او له بل لوری د روسیې او چین لخوا د نړیوال او ملی امنیت د تیری تعریف او امنیتی لانجې په وجه دی . دغه شخړه د روسیې د کلابندۍ د تنګولو لپاره د ناټو د هلوځلو او د اروپا لخوا د دغې کلابندۍ او حلقې د ختمولو لپاره د روسیې کوشش سبب شوی دی .
په ایران کی د نړیوالو اړیکو کارپیژاندې مرتضی مکی باوری دی که ناټو او امریکا د روسیې په کلابندۍ او ختیځ ته د ناټو په پراختیا پسې نه وای ، همداراز که پوتین د شوروی د قدرت په احیا بسې نه وې ، که د اوکراین دولت چی د ناټو غړی ندې ، بی ځایه د ناټو او امریکا په ملاتړونو زړه نه وې ښه کړې او د مثبت انډول په رامینځته کولو سره یې له خپل هیواده د جنګ سیوره لیرې کړې وې ، په اوکراین به روسیې حمله نه وی کړی .
پای