Sep 03, 2023 14:19 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د  افغانستان او پاکستان مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د افغانستان او پاکستان د وروستیو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته ددغو هیوادونو په تیرې اونۍ کې د ځينو مهمو بدلونونو په باب لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیا مو هم رابولوو،د تحلیلي برخې آوریدو ته،نو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.

*/*/*/

د ایران او افغانستان د ریلي پراختیا په چارو کې پرمختګ

*/*/*/

د افغانستان د موقته حکومت د مرستیال مشر د ایران له پارلیماني استازو سره لیده کاته

*/*/*/

په حسینی اربعین کې د پاکستانیوزیارتوالو دګډون لپاره د ولولې اوج

*/*/*/

 او د پاکستان په خیبر پختونخواه کې د ټي ټي پي ترهه ګرو دجنایتونو زیاتیدا، په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځیني مهمې پيښې وې ،اوس مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

**********************

=   په تیرې اونۍ کې د افغاسنتان  د موقته حکومت د ریلي  چارو د ادارې مشر  بخت الرحمن شرافت ،د ایران د  اسلامی جمهوریت د ریلي پراختیا د کنسورشیّم د یوه غړي شرکت ؛نو اندیشان ؛ له مشر محمد رشیدیان  سره کتنه او خبرې اترې وکړې. د افغانستان د ریلي چارو  دادارې په وسیله د خپرې شوې خبرتیا په اساس،په دغې کتنې کې د  ایران-افغانسان-چین د ریلي لارې او ددغې لارې په باب د لومړنیو لازمو اطلاعاتو په باب ارزونې او بحثونه وشول. ښاغلی شرافت  ددغه شرکت په  وسیله په وړاندې شوي لومړني پلان  خوښي وښودله او هردواړو ټينګار وکړ، په دغې ریلي لارې کې د چین دپانګونې دجذبولولپاره  باید له چین سره مشترکه خبرې اترې وشي.

 د افغانستان د ریلي چارو د ادارې  مشر په تهران کې د خپلو لیدوکتو په دوام کې د ایران د صنعتي سلاکار انجنئيرینګ شرکت مسئولانو سره چې د خواف-هرات ریلی لارې د څلورم قعطې ددوهم فیز د ریل پټلۍ پروژه ئې پلان کړې ده،هم لیده کاته وکړل.په دغې کتنې کې هم  ددغې پروژې پلانونه او تفصیلي مطالعات چې د پخوانۍ ادارې په وخت کې ترسره شوې وې،په هارډ او سافت وئير توګه  افغان پلاوي ته وسپارل شول ،څو د هغو په اساس د ایران په  خاورې کې د پروژې د بشپړتیا چارې ترسره شي.

Image Caption

 

   تیره اونۍ د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر سیاسی  مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د اسلامی شورا  له استازو سره لیده کاته وکړل او په دغې کتنې کې ئې ووئيل،افغانستان له ایران سره ډير مشترکات لري،له دې امله په مختلفو څانګو کې د اړیکو د پراختیا ډير امکان شته دی. په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هم په دغې کتنې کې په افغانستان کې د نوی حاکمیّت په راتلو سره د جنګ د ختمیدا او  له نشه ایزو موادو سره د مبارزې داهمیّت په باب خبرې وکړې.مولوي عبدالکبیر ددې خبرې په کولو سره چې دافغانستان حاکمه پلاوی د تعامل له لارې خبرواترو او د مسلو حل ته  قایل  دی، په افغانستان کې د ایرانیو تاجرانو  دپانګونې په باب ئې هیله وښودله. مولوي صیب همداراز د  افغانستان د میلیونونو مهاجرینو څخه د ایران د اسلامی جمهوریت د ښه کوربتوب هم ډيره مننه او قدرونه وکړه.د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر سیاسی مرستیال پخپلو خبرو کې ووئيل،  دافغانستان حاکمه پلاوی  هیچا ته اجارت نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د چا په ضد استفاده وکړي او یا د هغوي په  داخلي چارو کې ګوتې ووهي .  هغه په افغانستان کې د امنیت په تامینیدا په خوښۍ ښودلو سره زیاته کړه، په افغانستان کې داعش ترهه ګره ډله ځپل شوې ده  او له دې  پلوه  دې ګاونډي هیوادونه ډاډمن ووسي. عبدالکبیر  د ایران د اسلامی شورا  داستازو له پلاوي سره په خبرو کې  دایران او افغانستان  داړیکو پر پراختیا او د تجارتي اړیکو او پانګونې په زیاتیدا ټينګار وکړ.

     په تیرې اونۍ کې چې برابره وه ،له افغانستانه د ترټولو وروستي امریکائي عسکر د وتلو له دوهمې کلیزې سره،په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د امریکائي خوځښتونو په باب ووئيل، شک نشته چې  امریکایانو له افغانستانه له وتلو وروسته  د داعش په څير د ترهه ګرو او افراطي ډلو ټپلو  پیاوړتیا ته مخه کړې ده. هغه زیاته کړې ده ،له دې وروسته چې امریکائي پوځیان له افغانستانه پښو سپَکَولو ته اړشول او سپيره ماته ئې وخوړله، اوس  د امریکایانو د لښکر کشۍ جانشین د داعش په څير ترهه ګرې ډلې ټپلې دي.د حسن کاظمي قمي په وینا،د داعش او نورو ترهه ګرو ډلو ټپلو د پیاوړتیا په زمینې کې د امریکا یوه موخه،د افغانستان د داخل پر ناکراره کولو سربیره،د  د ایران پشمول د هغو هیوادونو لپاره د مشکلاتو راولاړول دي چې له واشنګټن سره دښمني او یا اختلاف لري.نو ځکه هڅه کوي د ایران یا د مینځنۍ آسیا سیمې په ضد د افغانستان له جغرافیې  څخه له ترهه ګرو څخه په استفادې سره  د چین او روسیې لپاره  مشکلات رامینځةکړي او دا موضوع هماغه راز د امریکایانو په ایجنډا کې موجوده ده .

په کابل کې د ایران سفیر په دوام کې ووئيل،له داعش سره د مبارزې په موضوع کې طالبان جدی دي او د دباؤ له یوه هغه اړم څخه چې امریکایانو د طالبانو د اړباسلو لپاره ورڅخه کار اخستی دی،د داعش او د خراسان داعشیانو په څير د ترهه ګرو ډلو له آوزاره  استفاده ده . دوي حتی د افغانستان د تیر نظام  له امنیتی او پوځي ځواک څخه  استفادې باندې  هم تکیه کړې ده .داسې چې  دوي ته ئې ځانګړي ټرینینګونه  ورکړي څو د ضرورت په وخت ورڅخه ګټه پورته کړي. هغه روښانه کړې ده ،په افغانستان کې  امنیت ،ثبات او  او بیا رغونه  له تل پاتې سیاسی ثبات سره تړلي چارې دي.البته دا چې په افغانستان کې د نظام  او حکومت ډول باید څرنګه وي،، د افغانستان د ولس له غوښتې سره اړونده  دی. په دې موضوع کې مونږ  هیڅ ډول دخالت نه کوو، دایران اسلامی جمهوریت د افغانستان د ولس غوښتې ته داحترام په سترګه ګوري .کاظمي قمي ووئيل،تجروبې ښودلې ده،هروخت چې په افغانستان کې په ځان له سر یو بهیر واکمن شوی،نه دی توانیدلی دوام راوړي او بریالی شي. له بل پلوه  افغانستان کابو پنځه څلویښت کلونه کیږي چې له خونړیو جنګونو سره لاس او ګریوان دی چې  زیاتره جنګونه او وینو بهیدا ئې د سرۀپوځ او کمیونزم د بلاک او د لیبرالیزم لویدیځ بلاک پشمول د نیواکګرو دتیریو له امله دي او د دوي ډالۍ د افغانستان د بیچاره ولس کډه په سر کیدا، کنډوالې او د کرهڼيزو  آبادیو تباه کیدا ده .

Image Caption

 

      پاکستان هم په تیره اونۍ کې له ډول ډول بدلونونو او پیښو سره لاس او ګریوان ؤ  چې په هغو کې تر ټولو مهمه ایران ته د سیستان او بلوچستان ولایت  کې په میرجاوه او ریمدان پولو څخه  د پاکستانیو حسینی زیارتوالو واریدیدا  لامل شوې دغه ولایت  د عراق په کربلا کې د حضرت ابا عبدا... الحسین علیه السلام  د اربعیّن یا څلویښتۍ  دستورو ته له رسیدا مخکې  دپاکستانیو زیارتوالو د کوربتوب او آرام کونې  لومړنی  ځاي شي.میرجاوه پوله  هرکال  دحسینی اربعیّن په  شپو ورځو کې یوه ډیره په زړه پورې ولوله او پرتم  لري او په دغو شپو ورځو کې د پاکستان حسینی عزادار په سیستان او بلوچستان ولایت کې میرجاوې پولې ته په واریدیدا سره  د حسینی اربعیّن د زیارتي سفر لپاره د عراق په لور روانیږي. البته په دغو پولو کې د پاکستانیو زیارتوالو لپاره د پاکستان  له پلوه ځينی مشکلات او ستونزې هم راولاړې کیږي ، خو ددغو عاشقانو او مینه والو په مینې او پرتم کې کوم خنډ نه کیږي.د نبی اکرم(ص) په نامې سره د صحرائی روغتون  ایمرجنسي برخه  د هغو ناروغانو  د بستری کیدا او د هغوي د درملنې  لپاره مخصوصه ده چې له ګرمئ  یا نورو ناروغیو څخه کړیږي او دغه راز  ئې بشپړ درملنه کیږي  او په دغه روغتون کې یوه سنبال درملتون  هم شته دی. ددغه روغتون  ډاکټران ،نرسان ،دائي او نوره عمله  د ایران د مشهد،زاهدان،درګز او نورو ښارونو څخه پخپلې خوښې  په صحرائي روغتون کې د پاکستانیو زیارتوالو درملنه کوي او دا د ځان لپاره یو ویاړ ګڼي.

ددغه روغتون یود پام وړ ټکی ، د هغو ټپونو او زخمونو په دلیل  او دهغو ګواښونو په دلیل چې د پاکستان په خاورې کې  د زیارتوالو لپاره  پيښيږي  او د ایران خاورې ته له رسیدا وروسته  ئې د درملنې لپاره مراجعه کوي. د پاکستانیو زیارتوالو په وینا،په لارې کې د  دوي د پيښو د ژوبلیدا زیاتره دلیلونه  د ایران پولې ته تررسیدا پورې په پلی لاره کې د میخونو او ازغیو  او باړ  شتون دی.

Image Caption

 

       د یوه کاروان یوه لنډه شان کیسه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.د پاکستان د سند صوبې له بدین ښاره چې له هندوستان سره په پوله دی،د حسینی زیارتوالو یوه قافله ریمدان ته رسیدلې چې  دغه لار کابو زر کلومیټره  ده او په درو  شپو ورځو کې ئې کچ شوې څو د بس په وسیله دغې پولې ته راورسیږي، نو په دغې قافلې کې د زیارتوالو عشق او ولوله نه بیانیدونکي ده چې له یوه پلوه د لارې تکلیفونه او مشکلات او کړاؤنه او بل بلوه د حضرت امام حسین علیه السلام د زیارت عشق او  ولوله.  له دې مخکې چې دغه قافله یا کاروان  دعراق کربلا ته په سفر روانه شي،نو کابو یو زرپنځه سوه کلومیټره  فاصله بیا مشهد مقدس  ته کچ کوي، چې د حضرت امام رضا علیه السلام د حرم زیارت  وکړي، بیا له هغه ځایه په قم  المقدس کې دحضرت  بی بی فاطمةالزهرا سلام ا... علیها دحرم زیارت هم کوي، چې  له مشهده کابو زر کلومیټره کیږي، بیا هم د دوي په دغه سفر کې  اته سوه کلومیټره نوره  و اټن زیاتیږي  چې  دایران لویدیځي پولو  ته ورسیږي اوا له هغو پولو هم بیا  اته سوه کلومیټره دعراق په خاورې کې فاصله کچ کوي، څو د حضرت امیر المومنین حضرت امام علی علیه السلام پاک حرم  په  چوکاټ خپلې ټنډې کیږدي. دغه زیارتوال د لارې هیڅ مشکل ددغو زیارتوالو  دمینې اوعشق خنډ نشي کیدلی  او په پرتم او ولولې سره  دغه لاره په ورین تندي سره کچ کوي. بیا له نجف اشرفه تر کربلا پورې د مینه ناک او معنوی لاریون  کابو اتیا کلومیټره فاصله ده چې له دې مخکې  دغه ټوله سفرونه،زحمتونه او کړاؤنه   ددغه پلي لاریون لپاره ګالي . د لارې ټوله سختیانې له کوم جمع تفریق  او حساب کتاب پرته دغه لاریون ته ځانونه رسوي،البته هیڅ اعتراض او شکایت هم نه لري، ځکه د حضرت امام حسین علیه السلام په عشق او مینې کې ئې ګامونه پورته کړي وي ،او دا یو لوي ویاړ ګڼي اوله کړاؤنو،مصیبتونو او مشکلاتو ډک دغه سفر ډير خوندناک  او له عشقه ډک ګڼي او د خپل مظلوم امام ضریح ته ځان رسوي. 

Image Caption

 

تیره اونۍپه پاکستان کې یوه له وینې بهیدا ډکه اونۍوه،د پاکستان رسندویو په راپورونو کې وئيلي،د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې  په جنوب بنوو سیمې کې  د پوځ په یوه کاروان د جنایتکارو په یوې ځان  مرګي حملې کې لږترلږه نهه پوځیان وژل شوي او اولس نور ټپیان شوي دي . د پاکستان ټلیګراف  خپرونې د پاکستان دپولیسو له قوله  راپور ورکړی چې ځان مرګی جنایتکار  پر موټرسائيکل سره د پوځي ځواک د کاروان  په مینځ کې ځان وچاودوۀ. دا په تیرې یوې میاشتې کې  په خیبر پختونخواه صوبې کې  دوهمه  ترهه ګره او ځان مرګي حمله ده.د جولائي په دیرشمه نیټه هم  په یوې سیاسی غونډې کې په ځان مرګي حملې کې  چې په باجوړسیمې کې شوي  لږترلږه ۵۴کسان وژل شوي او  څه دپاسه سل نور ټپیان شوي وو،دا سیاسی غونډه د جمعیّت علمای اسلام ف څانګې  له خوا روانه وه.. د پاکستان رسندویو همداراز په وروستیو کې وئيلي دي،په شمالی وزیرستان سیمې کې  د کارګرانو په یوه ګاډي  په ترهه ګر برید کې هم یولس کارګران  او مزدوران وژل شوي دي.  

سیاسی کارپوهان او شناندي  وائي ، ناکراري او بې ثباتي د پاکستان د حکومت او پوځ یو ستر چیلنج دی او له هغو ټولو ژمنو سره سره چې  دواړه  لوري ئې د  پاکستان  ولس ته ورکوي، په دغه هیواد  کې ناکراري او بې ثباتي او ترهه ګري هماغه راز دوام لري . داپه داسې حال کې دي چې  د پاکستان پوځ  هم  په ځينو  عملیاتو کې د ترهه ګرو د مرکزونو او پټنځایونو د تباه کیدا او دغه راز په سلګونو ترهه ګرو د هلاکت خبره کوي خو بیا هم دغه ترهه ګر او ترهه ګري  دختمیدا هیڅ پته نه لګیږي ، چې دا پخپله د پاکستان دقدرتمند پوځ په شان کې یوه ډیره خواشینونکي  او د پام وړ خبره ده .

  دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل  وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو..............

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************  

 

ټیګونه