Sep 23, 2023 13:18 Asia/Kabul
  • بی نقابه امریکا

د بایدن د مواخذې یا استیضاح د تحقیقاتو د پیل لپاره د امریکا د کانګرس د جمهوري غواړو استازیو اقدام د دیموکراتانو لخوا د داخلي جنګ په توګه وبلل شو

 

دیموکراتانو د بایدن د مواخذې تحقیقات داخلي جنګ ته ورته وبلل

په امریکا کی د بې وزلۍ زیاتیدا

 صنعتي نشه ایز مواد د امریکا یوه ستره ستونزه

او د پنتاګون په ستراتیجیک سند کې د فضایی تسلیحاتو په جوړولو ټینګار د امریکا د تیرې اونۍ د مهمو پیښو خلاصه وه .

په داسی حال کی چی د امریکا ولسمشر جو بایدن د دغه هیواد د راتلونکی کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره خپل مبارزاتي کمپایین پیل کړی د د غیر قانونی وسلې د اخیستلو په تور د  هغه د زوی هانتر قضایی دوسیه په داسی حال کی چی په نشه ایزو موادو روږدی دی ، هغه لپاره سر خوږې رامینځته کړی دی . په داسی شرایطوکې د امریکا د کانګرس جمهوري غواړو هم په نړیوالو معاملاتو کې د هانتر بایدن په پراخ مالی تخلفاتو کې د جو بایدن د ملګرتیا او ګډون په استناد سره د هغه د مواخذې بهیر پیل کړی دی . د امریکا د فاکس نیوز ټیلی ویژیونی چینل قضایی خبریال دیوید سپانت په دې باره کی وایی په دغه اپیل کې هانتر بایدن درې تورونه لری ، لومړی دا چی په نشه ایزو موادو رودی وو ، خو د وسلو د اخیستلو په فورمه کې یې په دروغو لیکلی وو چی روږدې ندې ، دوهم دا چی په دې زمینه کې یې خرڅونکی ته هم دروغ  ویلی دی او دریم تور یې هم دا دی چی په داسی شرایطو کې یې یوه موده دغه وسله په اختیار کی درلودلی ده . دامریکا نیوز نیشن ټیلی ویژیونی خبریال جوخلیل وایی که دغه اپیل د هانتر بایدن په محکومیت ختم شی ، نو سپینې ماڼۍ لپاره به یو سرخوږې او جدی مشکل رامینځته کړي . په تیره بیا دا چی دا یوازې د هغه یوه قضایی دوسیه ده او هغه په دغې دوسیې سربیره د مالیاتي خلاف ورزیو په زمینه کی یوه بله قضایی دوسیه هم لری .

د بایدن د مواخذې یا استیضاح د تحقیقاتو د پیل لپاره د امریکا د کانګرس د جمهوري غواړو استازیو اقدام د دیموکراتانو لخوا د داخلي جنګ په توګه وبلل شو . د امریکا د پارلیمان د دیموکراتانو مشر د دغه هیواد د ولسمشر د مواخذې د تحقیقاتو د پیل لپاره د جمهوري غواړو فیصله د دیوه داخلی جنګ نتیجه وبلله چی د امریکا په کانګرس کې د ګډوډی او ناکارندوالی باید ختمیږی . حکیم جفریز د اتبار په ورځ جمهوري غواړي د بایدن د مواخذې او لګښتونو پرسر د وخت د ضایع کولو په دلیل ورټل ، په داسی حال کی دغه هیواد په وروستۍ یوې میاشتې کې د حکومت له څلورمې احتمالی چټۍ سره مخامخ دی . جفریز له اې بی سی چینل سره په مرکه کی سپیناوی ورکړ ، اجازه راکړئ جوتې خبرې وکړم . د پارلیمان جمهوري غواړي په یوه داخلي جنګ کې دي د هغه داخلی جنګ نتیجه هم ګډوډي ، ناکارندوالې او په کانګرس کې افراط پالنه ده . هغه دوام ورکړ او ویې ویل هغه څه چی حاضر دمه مونږه باید پرې تمرکز وکړو د دولت له غیر ضروری چټی کیدا ډډې کول دی چی د ښه کیدا د دوام لپاره زمونږ په اقتصادی وس ګوزار کوی .

دوې اونۍ وړاندی  د نهې ورځ وه چی د امریکا  د پارلیمان مشر کوین مک کارتی د بایدن د مواخذې لپاره د تحقیقاتو د پیل حکم صادر کړ . له هغه وروسته د بایدن د انتخاباتی کمیټۍ ویندوی عمار موسی هم وویل مک کارتی د مواخذې د تحقیقاتوم په پیل سره د امریکا پارلیمان د ټرمپ د انتخاباتی کمپایین په  یوه لاس بدل کړی دی .  

مک کارتی د فاکس نیوز په یوه ټیلی ویژیونی پروګرام کې ویلی وو  د ولسمشر دمواخذې  مساله او د سپینې ماڼۍ پورې اړونده مساییلو په اړه د بشپړه معلوماتو ترلاسه کول یو طبیعی او مخ په وړاندی ګام دی . خو د سپینې ماڼۍ ویندوی ویلی دی چی جمهوري غواړي د بایدن پرضد مدرک نلري .

Image Caption

 

د امریکا د سرشمیرنو اداره وایی چی ګرانۍ په ۲۰۲۲ کال کی د تنخواګانو له زیاتیدا سره سره د واقعی عایدد ۲.۳ فیصدی کمیدا سبب شوه ، په داسی حال کی چی د دولتی مرستو په  دریدا سره چی د کرونا په پړاو کې وړاندی کیدلې ، په امریکا کی بی وزلۍ زیاته شوه .

په امریکا کی د بی وزلو د پور زیاتیدا هغو د روزانه خوړو کمولو ته مجبوره کړی دي . د هغو امریکایانو شمیر ډیر زیات شوی دی چی خپلې د کور کرایې نشی ورکوې او د خپلو خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي . دا هغه نښې نښانې دي چی د امریکا په اقتصاد کې د مالي مشکلاتو د زیاتیدا ښودنه کوي . د خپرو شویو راپورونو له مخې په هغو کورنیو کی چی د خوراکي مرستو له پروګرامه استفاده کوي ، ۴۲ فیصدو په اګست میاشت کې خپل خوراکي پیکجونه حذف او ۵۵ فیصدو هم خپل ورزنیز خوړه کم کړي دي ځکه چی د خوراکي موادو د اخیستلو توان یې نه درلوده او د تیر کال په نسبت د دغو کسانو شمیر دوه برابره زیات شوی دی . د دغو شمیرنو په اساس په امریکا کې بې وزلۍ هماغه راز یوه ستره ستونزه بلل کیږی . دامریکا د شمیرنو سازمان په ۲۰۱۹ کال کی اعلان وکړ چی کابو ۳۴ میلیون امریکایان یعنی کابو د دغه هیواد لس اعشاریه پینځه فیصده نفوس بې وزله دي .

د امریکا دد سرمشیرنې ادارې یوه چارواکۍ لیانا فاکس په یوه مطبوعانی انلاین کانفرنس کې وویل په امریکا د ګرانۍ زیاتیدا د کورنیو دواقعي عاید د کمیدا سبب شوی چی کابو ۴۷زره او ۹۵۰ ډالره وو .

په امریکا د بی وزله ماشومانو شمیر هم دوه برابراو ۱۲.۴ فیصدو ته رسیدلی دی ، په داسی حال کی چی دغه اندازه په ۲۰۲۱ کال کی ۵.۲ فیصده وه چی د امریکا ترټولو کمه تاریخي سویه وه .

د امریکا د داخلي امنیت وزارت د داسی خطرو خبرورکړ چی د دغه هیواد ملی امنیت ګواښی . دغه وزارت اعلان وکړ په راتلونکی کال کې تر ټولو خطرناکه مسله د امریکا په ښارونو کې د نشه ایزو موادو د خپریدا او پراختیا له امله دی . دامریکا د فیډرال حکومت شمیرنې ښی د هغو امریکایانو شمیر چی د صنعتي نشه ایزو موادو د وژونکو زهرو له امله وژل کیږي څه د پاسه یولک کسان دي . اجتماعی فعاله الیا خمیسی سامارکو د نشه ایزو موادو په زمینه کی موجوده ستونزه د ځینو هغو اینټرنیټي ویبپاڼو کې بولی چی خلکو د صنعتي  نشه ایزو موادو د تولید څرنګوالی ورزده کوي او له کوم مشکل او لګښت پرته خلک دغه نشه ایز مواد تولیدوي . په دې ډول چی ډیر نشه ایز مواد د خلکو لاسونو رسیدلي دي .

د ډیرو خلکو له نظره د امریکا د ولسمشر بایدن حکومت د مسولانو څرګندونو ته په پام سره دغه مسله حیرانونکی یا ناڅاپی نده ځکه چی د کرونا اوله هغه وروسته د صنعتي نشه ایزو موادود دیرې پراختیا په زمینه کی د  امریکا د تجارت ، مالیې او خزانې وزارتونو له لوري خپرې شوې شمیرنې یا د ځای مسولانو څرګندونې تل مطرح وې . د امریکا خارجه وزیر بلینکن وایی صنعتي نشه ایز مواد نن د امریکا د خلکو ترمینځ د مړینې په اصلی علت بدل شوي دي .

دغه بدلونونه سبب شوي دي د امریکا داخلي او بهرني هلوځلو لومړیتوب دنشه ایزو موادو مسله وی . دغه هلې ځلې د امریکا په کانګرس کې د یولړ غونډو له لارې یا له نشه ایزو موادو سره د مبارزې لپاره د دیرشو هیوادونو جوړ نړیوال ایتلاف چی مشری یې د امریکا په غاړه ده ، ترسره کیږي . همداراز د صنعتي موادو د تولید مسله د چین او امریکا د مزاکراتو په ایجنډا کې هم راغلی ده ځکه چی دغه نشه ایز مواد د پیکنګ په ځینو صنعتي مرکزونو کی تولیدیږي . د امریکا د اخلي امنیت وزارت راپور همداراز د ځای دودیزې ترهه ګرۍ د خطر خبره کوی په تیره بیا دا چی دغه هیواد د انتخاباتی کمپایین کې دې او د القاعدې په شان اورپکی ډلې هم دغه هیواد ګواښی .

دامریکا د پنټاګون سټراتیجیک سند ښی چی امریکا په فضایی تسلیحاتو تولید او د چین او روسیې له فضایی ځواکونو سره د احتمالی جنګ او راتلونکیو حملو په وړاندی د موجودو شتمنیو په پیاوړتیا بسې دې . د دغه سند په اساس پنټاګون نوی فضایی وسلې به د چین او روسیې له فضایی څواکونو سره د نښتې لپاره په یوه راتلونکی نښته کې تولید او ځای پر ځای شي . د دغه سند په غیر محرمانه نسخه کې چی په وروستیو کی خپره شوی ده د امریکا د فضایی وسلو د ډول په اړه جزیات نه وړاندی کوی خو په غیر فعالو اقداماتو زیات ټینګار لري .

په دغه سند کی راغلی د فضا لپاره د پنتاګون بودجه په ۲ږ۲۴ مالی کال کی ۳۳.۳ میلیارد ډالره ده چی تراوسه د فضایی عملیاتو لپاره تر ټولو ستره بودجه حسابیږی اود تیر کال په نسبت ۱۳ فیصده زیاتوالی ښی  .

په دغه سند کی همداراز راغلی دی پنټاګون  له فضا د غلیمانه استفادو په وړاندی د خپلو او متحدانو د ګډو ځواکونو او فضایی شتمنیو د ساتنې او دفاع لپاره ګډې پوځي فضایی وړتیاو ته ضرورت لری .

د امریکا د هوایی ّځواک  قوماندان مارک ملی ویلی وو چی چین په هوایی لاو فضایی قدرت کی دومره چټګ پرمختګ کړی دی چی د دودو ځواکونو له لارې د دفاع لپاره د امریکا د هوايي ځواک وس او قدرت په خطرې کې دې . پای