Sep 23, 2023 16:06 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران په تېره اونۍ کې  له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د چهارشنبې په ورځ، د سپېڅلي دفاع له مخورو او تجربه لرونکو او په مختلفو برخو کې له زرګونه فعالانو سره په کتنه کې، د تپل شوې جګړې په بیانولو، د سپېڅلي دفاع د بېلابېلو برخو په تشریح، د ایران ملت په دې سختې مقابلې کې د بریا په مقام باندې درېدل، د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، د ایران د ملت د ستر استعداد او توان ښکاره کېدل، د هېواد د غیر جغرافیايي سرحدونو پراخوالی، په ​​ داخل او په نړۍ کې د مقاومت د کلتور او مفهوم وده او پیاوړتیا، د نړیوالو غلیمانو او د شریر صدام په مقابل کې د ایرانیانو د ټولیز دفاع پایله یاده کړه او ټینګار یې وکړ: د استعدادونو وده او په سپېڅلي دفاع کې د هېواد د ځوانانو د ځواک او نوښت ښکاره کېدل، د دې ښودنه کوي چې ځوانان تل د هېواد د ټولو ستونزو د حل توان لري.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي د اسلامي انقلاب او د اسلامي جمهوریت ځپل او له منځه وړل او د هېواد د مختلفو سیمو جلا کول په تپل شوې جګړه کې د دښمنانو اصلي هدفونه وبلل او زیاته یې کړه: ستر اسلامي انقلاب یوه بې سارې ښکارنده وه، ځکه چې تر هغه وخته پورې هغه انقلاب چې په پایله کې یو داسې حکومت وي چې هم دیني وي او هم ولسي، په نړۍ کې شتون نه درلود، او نړیوالو زورواکو غوښتل چې دا نوې خبره، یعنې اسلامي جمهوریت او دیني ولسواکي له منځه یوسي، چې دوی اوس هم همدا هدف تعقیبوي.

هغوی د ځمکنۍ بشپړتیا ساتل او د ایران له خاورې څخه د یوې برخې نه جلا کېدل د سپېڅلي دفاع له لاسته راوړنو څخه وبلل او ویې ویل: د ملت د سترو وړتیاو څرګندېدل، د مقدس دفاع له مهمو کارونو څخه دی. په حقیقت کې ملت، د قاجار او پهلوي په ګډون د سترو زبرځواکو او د دوی د تبلیغاتو او سپکاویو پروړاندې، د سپېڅلي دفاع په آینه کې خپل عظمت او وړتیا کشف او باور وکړ، ځکه ټولو دښمنانو اته کاله د ده پر ضد دسیسې جوړې کړې، خو هېڅ یې ونه کړای شول.

د ایران د غیر جغرافیایي سرحدونو پراخول د فکري او علمي سرحدونو په ګډون، یوه بله لاسته راوړنه وه چې حضرت آیت الله خامنه يي په اړه وویل: د دغه مهم بریالیتوب په نتیجه کې د مقاومت نړیوال مفهوم په فلسطین، سوریه، عراق او نورو سیمو کې رامنځته شو او د ایران د ملت کارونه د آسیا، آفریقا او لاتینې امریکا په مختلفو سیمو کې د نورو ملتونو لپاره بېلګې ګرځېدلي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر چې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ نیویارک ته تللی وو، د پنجشنبې په ورځ تهران ته راستون شو، سید ابراهیم رئیسي په دغه درې ورځیني سفر کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي آنتونیو ګوترش او د کروشیا، قزاقستان، الجزایر، قرغیزستان، تاجکستان او سریلانکا له ولسمشرانو او د عراق، جاپان او مالیزیا له لومړي وزیرانو او د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) له مشر سره لیدنه او خبرې وکړې.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همدارنګه د امریکې د مطبوعاتو له یو شمېر مدیرانو او لوړ رتبه خبریالانو، د امریکې د بهرنۍ پالېسۍ له مفکرانو، د امریکې د خارجه تعلقاتو د شورا له غړو او د امریکې د شیعه ټولنې د باوري پلاوي د شورا له غړو، د الهي ادیانو له مشرانو او په امریکا کې له مېشتو ایرانیانو سره کتنه او خبرې اترې وکړې او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وویل. د ملګرو ملتونو په ۷۸مې کلنۍ عمومي اسامبله کې ګډون، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د درې ورځني سفر ترټولو مهم او اساسي هدف وو، چې هغه په ​​سیمه ایز وخت د سه شنبې په ماښام په دې ناسته کې ګډون او وینا وکړه.

رئیسي په خپله وینا کې لومړی د قرآن کریم دفاع وکړه او د دغه سپېڅلي کتاب سپکاوی یې وغندلو او بیا یې د لوېدیځوالو د مخالفتونو په نښه کولو سره هغوی له ننګونو سره مخ کړل. د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر اعلان وکړ: د عمومي اسمبلې نوې غونډه په داسې حال کې پیلېږي چې نړۍ له بې ساري بدلونونو او تاریخ جوړونې سره مخ ده.

سید ابراهیم رئیسي د دغو خبرو په یوه برخه کې په دې خبرې سره چې د غربي تسلط معادله نور د نړۍ لپاره کار نه کوي، وویل: د نړۍ د امریکايي کولو پروژه ناکامه شوې ده، هغوی زیاته کړه: هغه څه چې د بشر د روښانه راتلونکې تضمین کوي، هغه لوړو ارزښتونو ته پاملرنه ده چې انسان د کمال او کرامت په لور بیايي او د الله تعالی له کلام څخه بل څه غوره دي، چې انسانیت او لوړ انساني ارزښتونه تعریف کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د غونډې په څنډه کې، د خپلو کتنو په دوام کې د اسلامي ملګرتیا د سازمان له عمومي منشي حسین ابراهیم طه سره کتنه او خبرې اترې وکړې. "امیر عبداللهیان" په دغه کتنه کې دې ته په اشارې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشرتابه او حکومت د اسلامي نړۍ مسایل په دقت سره تعقیبوي او هیله یې څرګنده کړه چې د قرآنکريم د سپکاوي د مخنيوي لپاره د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د بېړنۍ غونډې پرېکړه لیکونو ته پاملرنه وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د بدلونونو اهمیت ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د څو میلیونو افغان کډوالو کوربه دی او په افغانستان کې هر ډول بدلونونه او بې ثباتي د سیمې په تېره بیا د ګاونډیانو پر امنیت مستقیمه اغېزه لري. امیر عبداللهیان همدارنګه د عربستان او یمن ترمنځ د سیاسي خبرواترو هرکلی وکړ او ویې ویل: ایران د یمن د کړکېچ د حل لپاره له سیاسي بهیر څخه ملاتړ کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین مسئلې ته په اشارې سره، د اسلامي نړۍ له لوري د فلسطین او د هغه د ملت او مقاومت پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د اسلامي همکاريو د سازمان سرمنشي هم په دغه کتنه کې د خپل رضايت په څرګندولو سره په اسلامي نړۍ کې د ايران د دريځ پر اهميت باندې په ټینګار سره وويل: د ايران او د سيمې د هېوادونو د تعلقاتو د ښه والي او پراختيا له بهير څخه خوښ يواو هغه د اسلامي نړۍ په ګټه بولو."

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د ملاتړ او دفاع وزیر امیر محمد رضا آشتیاني د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د روسیې د دفاع له وزیر سرګي شویګو سره په کتنه کې، د سیمې د بدلونونو په بیانولو سره زیاته کړه: د سیمې د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او د نړیوالو پولو ساتنه د ایران د اسلامي جمهوریت له سرو کرښو څخه ده او په دې برخه کې د ۳+۳ وړاندیز شوې طرحې په نظر کې نیول، د قفقاز په سیمه کې د ستونزو او مسلو، سوله ایزه حل لاره ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر د برجام د موافقې او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وسلو د بندیزونو وخت ختمېدو ته په اشارې سره، د میزایلو د بندیزونو د نه لغوه کېدو په اړه د درېیو اروپایې هېوادونو نوی اقدام د برجام له ژمنو څخه ښکاره سرغړونه وبلله او وویل: خپلو ژمنو ته د ایران نه پابندۍ په اړه د دغو هېوادونو تعصبي څرګندونې هم یو لوی سیاسي دروغ او پر دوی د ایران د خلکو د نه باور یوه مهمه نښه ده.

د روسیې دفاع وزیر همدارنګه د قفقاز سیمې د مسائلو د حل لپاره د ۳+۳ چوکاټ د جوړېدو هرکلی وکړ او په دې لړ کې یې د سیمې د هېوادونو په تېره بیا د ایران پر شتون باندې ټینګار وکړ.

ژباړه: زماني

ټیګونه