Oct 15, 2023 13:06 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کې

په تیره اونۍ کې پاکستان هم له مختلفو بدلونونو اوبیښو سره مخامخ وو چی پکې ترټولو مهم د صیهونیسټانو پرضد د فلسطیني مبارزانو د الاقصی توپان له عملیاتود پاکستان دولت پزریکنده او شفاف دریځ وو

 

په تیره اونۍ کې د بغلان ولایت مرکز پلخمری ښار کی د امام زمان عج په جومات کې د لمونځ کونکیو ترمینځ په چاودنه کی لږ تر لږه ۳۰ کسان شهیدان او ۵۰ نور ژوبل شول . د ځینو ځای سرچینو په وینا دغه چاودنه ځان وژونکی وه ، خو په عین حال نور یوشمیر بیا وایی دغه د بم چاودنه وه . د ایران دخارجه وزارت ویندوی ناصرکنعاني په امام زمان عج جومات کې ترسره شوی ترهه ګر اقدام په کلکه وغنده . کنعاني د دغې دردناکې پیښې د مظلومو شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه او له خداوند متعال یې د دغې پیښې د ژوبلو کسانو د عاجلې شفا دعا وکړه . هغه په جومات کی د لمونځ کونکیو او مومنانو هدف ګرځول تر ټولو رزیلانه ترهه ګر جنایت او د هغه عاملان یې د اسلام له ریښتونی او رحمانی دین تعلیماتو لیرې وبلل .

په تیره اونۍ کې د خوړو د نړیوال پروګرام د ارتباطاتو مسول فیلیپ کروف هرات ته په سفر کی وویل د هرات زلزله په یوې غمیزې بله غمیزه ده او نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړی . هغه زیاته کړه په افغانستان کی کابو ۵ میلیون کسان خوراکي موادو ترلاسه کولو ته سخته اړتیا لري او د خوړو نړیوال پروګرام یوازې درې میلیون کسانو سره مرسته کولای شی . دخوړو د نړیوال پروګرام دغه مسول د هرات د زلزلې په اړه وویل دغې پیښې د تلفاتو ترڅنګ په دغه سیمه کی د درملیزو روغتیایی مرکزونو په شمول مهمې بیخ بیناوې هم له مینځه وړي دي . کروف جوته کړه د خوړو نړیوال پروګرام به  په لومړۍ میاشت کې هرې تاوان لیدلي کورنۍ ته خوراکي مواد او نغدې مرستې وکړي. هغه همداراز دوام ورکړ دغه سازمان په افغانستان کی له ناوړه خوړو د ماشومانو د مخنیوی په هدف پروګرامونه لري . له دې مخکې ملګروملتو هم اعلان کړی وو د کافی بودجې نیشتوالي د هرات زلزله ځپلو ته مرسته رسونه ګر انه کړي ده . د نړیوالو اورګانونو د راپور له مخې د څه د پاسه دوه زره څلور سوه څلویښتو کسانو په وژل کیدا سربیره ۱۲ زره کسان هم ژوبل شوي دي . د ملګروملتو د ماشومانو دملاتړ صندوق هم وویل د افغانستان په لویدیځ کې د زلزلی څه د پاسه ۹۰ فیصده قربانیان میرمنې او ماشومان دي .

د خراسان رضوي د هلال احمر ټولنې مشر محسن ذاکریان د اسلامی ایران د سرې میاشتې د استازی په توګه د هرات په زلزله ځپلیو سیمو کې په شتون سره د افغانستان د روغتیا له وزیر سره کتنه وکړه . ذاکریان په دغه کتنه کې د بیړنیو خوړو ، میشته کولو ، ژغورلو او لټون په برخو کې د سرې میاشتې بشر دوستانه مرستو ته د اشارې په ترڅ کې د افغانستان د روغتیا او درملنې په حوزه کی د اسلامی ایران د ګډون او ملګرتیا د چمتووالی خبر ورکړ . قلندر عباد هم په دغه کتنه کی د هرات زلزله ځپلو د مرستې لپاره د اسلامي ایران د سرې میاشتې د شتون او ملګرتیا د قدرونې او مننې په ترڅ کې وویل مونږه د درملنې او روغتیا په حوزه کی  له اسلامي ایران سره دوامداره ملګرتیاو ته ګروهنه لرو اود اسلامی ایران د خواخوږۍ له څرګندولومننه کوو .

تیره اونۍ د افغانستان دموقته دولت د اورګاډی ادارې د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل د دغې ادارې مشر بخت الرحمان شرافت د ایران د ریلی کنسرسیوم له مشر مصطفی رضایی سره د خواف ، هرات د اورګاډی د دریمې کرښې د پرانستلو تړون لاسلیک کړی دی . په دغه بیانیه کی همداراز جوته شوی ده له راتلونکی اونۍ به د خواف ، هرات د څلورمې قطعې د لومړی فاز د جوړولو کار پیل شی . د لاسلیک شوی تړون په اساس د ایران ریلی کنسرسیوم د خواف ، هرات د اورګاډی د انتقالاتو عملیات ترسره کوی او په یوشمیر حرفه ای کارکونکیو ګمارلو سربیره د اورګاډی د دغې کرښې لپاره څو ډبې هم برابره کړی . د افغانستان د موقته حکومت د اورګاډی ادارې زیاته کړه ایرانې لورې په دغه تړون کې ژمن شوی دی چی په لومړی کال کې له دې لارې سل زره ټنه شیان انتقالیږي او هڅه وکړی  په کال کی ۱۰۰ زره ټنه انتقال زیات کړي .

د افغانستان په چارو کی د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمی قمی هم په ایکس ټولنیزه پاڼه کی ولیکل دایران او افغانستان د پانګونې د فرصتونو په غونډه کی د خواف ، هرات د اورګاډی له لارې د ګټه پورته کونې او ساتلو په ارتباط کې ښه تفاهمونه ترسره شول . افغانستان د دغه تړون په لاسلیکولوسره د خواف ، هرات  له لارې د ایران ، ترکیې او اروپایی هیوادونو له ریلی شبکې سره تړل کیږی . د افغانستان د مسایلو کارپیژاندې محسن رویی صفت په دې باره کی وایی د ایران او افغانستان ترمینځ د اورګاډی اتصال نه یوازې د دواړوهیوادونوبلکې د درستې سیمې  یوازنۍ مواصلاتی لاره ده چی د اسیا له جنوب تر اروپا د مختلفو کوریډورونو د ګنډلو کړۍ کیدلای شی . د نړۍ اقتصاد نن له مواصلاتي کوریډورونو سره تعریف کیږی او ایران او افغانستان د دغو کوریډورونو یوه لاره دي .

په تیره اونۍ کې پاکستان هم له مختلفو بدلونونو اوبیښو سره مخامخ وو چی پکې ترټولو مهم د صیهونیسټانو پرضد د فلسطیني مبارزانو د الاقصی توپان له عملیاتود پاکستان دولت پزریکنده او شفاف دریځ وو. د پاکستان د موقته دولت کابینې د غزې پرضد هوایی حملې ناروا وبللې . دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چی صیهونیسټ رژیم ځواب ویلو ته مجبوره کړی . د پاکستان د موقته دولت کابینې ټینګار وکړ تیری ګر اسراییل باید د غزې کلابندۍ ختمه کړی تر څو نړیوال اورګانونه غزې ته د اړتیا وړ مرستې ورسولای شی . د پاکستان دولت همداراز له ۱۹۶۷ کال مخکې پولو سره د یوه خپلواکه فلسطینی هیواد په جوړیدا ټینګار وکړ . له بلې خوا د پاکستان د سنا غړیو هم په یوه پریکړه لیک کی د صیهونیسټ رژیم پرضد د فلسطین داسلامی ډلو له حملو خپل ملاتړ اعلان کړ ی دی . په دغه پریکړه لیک کی د اسلامی ملګرتیا سازمان د بیړنۍ غونډې او په غزې د اسراییلو د حملو د جاج غوښتنه کړی ده . د سیاسی مساییلو کارپیژاندې مرتضی حیدر په دې باره کی وایی د پاکستان دولت او پوځ تل له صیهونیسټی نیواکګرانو سره په مقابله کی د فلسطینی ولس له ایډیال ملاتړ کړی دی او د هغو په څنګ کی  ولاړ دی . اوس هم د پاکستان حکومت د الاقصی توپان له عملیاتو په ملاتړ سره وښودله چی د دغه هیواد د عادی کولو په اړه اوازې له دروغو پرته بل څه ندی  .

تیره اونۍ د شیعه او سنی په شمول د پاکستان مسلمانانو د صیهونیسټ رژیم د جنایتونو په غندلو او له فلسطینی ولس د ملاتړ په اعلانولو سره له جمعې لمانځه وروسته د دغه هیواد پعه مختلفو ښارونو کی پراخې مظاهرې ترسره کړې . د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کی مظاهرچیانو د صیهونیسټ رژیم پرضد د شعارونو په ورکولو سره د غزې د خلکو پرضد د قدس د نیواکګر رژیم جنایتونه او د صیهونیسټانو په وړاندی د نړیوالو ټولنو په تیره بیا له صیهونیسټانو سره د امریکا او لویدیځ چوپتیا په کلکه وغندله . پاکستاني لمونځ کونکیو همداراز له غاصب صیهونیسټ رژیم سره د ځینو هیوادونو د اړیکو د عادی کولو په اړه خپله غوسه او کرکه څرګنده کړه او هغه یې له اسلامي نړۍ او فلسطینی ارمان سره ښکاره خیانت وباله چی تازه نتیجه یې د صیهونیسټ رژیم په تیری کی د غزې د مسلمانانو وژله ده . په دغو مظاهرو کی ګډون کونکیو د پلې کارډونو په لیږدولو ، صیهونیسټی او امریکایی ضد شعارونو او د فلسطین د الاقصی توپان له عملیاتو په ملاتړ سره د امریکا او ناروا صیهونیسټ رژیم بیرغونه وسوزول . د پاکستان د وحدت مسلمین شورا مشر حجت الا سلام ناصر عباس جعفری په اسلام اباد کې د مظاهره چیانو په پراخ ټول کې په خپلې وینا کی د فلسطین د خلکو د مظلومیت او مشکلاتو د حل لپاره د اسلامی نړۍ د انسجام او کوټلتیا د پیاوړتیا غوښتنه وکړه . هغه د قدس له نیواکګر رژیم سره د اړیکو د عادی کولو دسیسې ملاتړو او ګوډاګیانو د کرکې د څرګندولو په ترڅ کې وویل د فلسطیني مسلمانانو قتل عام د نړۍ د مسلمانانو او اسلامي امت پرضد د صیهونیستی جنایتکارانو شرمونکی اقدام دی ، که څه هم د فلسطین د مقاومت مبارزانو د الاقصی توپان په غاښ ماتونکیو عملیاتو سره د صیهونیسټانو پراختیا غوښتنې او په سیمه کی د ستر اسراییل  طرحې ته تاریخي ځواب ورکړی دی . په کراچۍ ، لاهور ،پیښور ، کویټه ، سکردو ، حیدراباد ، بهاولپور ، مظفراباد او فیصل اباد کی هم د بیلا بیلو پرګنو په زرګونو خلکو د جمعې لمانځه له ترسره کولو وروسته د فلسطین په ملاتړ او د صیهونیسټ رژیم د جنایتونو په غندلو کې مظاهرې ترسره کړې . د پاکستان سیاسي او مذهبي شخصیتونو په صیهونیسټی ضد مظاهروکې په خپلو ویناو کې د فلسطین له ملت ملاتړ او د اسراییلو له غاصب رژیم کرکه د مسلمانانو او اسلامي امت له اصلي دندو وبلله .

د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزی بانک مشر محمد رضا فرزین په مراکش کې دپیسو دنړیوال صندوق د کلنیزې غونډې په ترڅ کې   له خپل پاکستانی همڅنګ جمیل احمد سره له کتنې وروسته وویل د پولی او بانکي اړیکو زیاتیدا او له پاکستان سره د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاو پیاوړتیا او وده د لورو په ایجنډه کی شامله ده . د پاکستان د مرکزی بانک مشر جمیل احمد هم په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي او بانکي ملکرتیاو په پراختیا د ټینګار په ترڅ کې وویل د پاکستان او ایران د مالي او بانکي اړیکو له پراختیا سره یوځای د تجارتي راکړو ورکړو زیاتیدا زمونږ په لومړیتوب کی شامل دی .

پای

 

ټیګونه