Oct 15, 2023 13:15 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا

هغه بله موضوع چی د امام مهدی عج په پاڅون د باور په اړه مهمه ده ، د دغه نړیوال غورځنګ د،حکیم ، مدبر او زړه ور مشر په توګه د حضرت مهدی عج د لوړ او اوچت شخصیت پیژندګلوي ده

هغه کسان چی د بشریت د ستر ژغورونکی د ظهور په تمه دي ، د دغه برخلیک ټاکونکی او مبارکې پیښې د تحقق لپاره په شخصی او اجتماعي اړخونو کی هڅه او زمینه برابروي . خو یو منتظر له هر اقدامه مخکی باید د خپل هدف له اغیز او اهمیت خبر وی تر څو د ناهیلې ، کږ لارۍ او سستۍ سره مخامخ نشی . کله چی هغه د عقلي دلایلو او دیني تعلیماتو په اساس پوهه شی چی د امام مهدی عج پاڅون او د عدالت په اساس  پراخ نړیوال حکومت جوړیدا ، سوله ، ارامښت ، هوساینه ، د خلکو معنوی لوړتیا ، د وزلې ، ظلم او توپیر ختمول لري ، د غیبت په پړاو کې په خپلو دندو ښه عمل کوی . په همدې دلیل د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص د فرج انتظار له سترو عبادتونو او اعمالو بللې دې او په نوروحدیثونوکې د منتظر کس لپاره یې د سترو انعامونو ځیرې ورکړی دی . خو هغه کس چی د اخرالزمان د پاڅون اهمیت درک نکړی ، د هغه د زمینه جوړونې لپاره  دومره انګیزه نلری لکه څرنګه چی که څوک د ګران بیه خزانې ارزښت باندې پوهه نشی د هغه د ترلاسه کولو او ساتلو لپاره ګروهنه نلری او په لږې سختۍ او مشکل سره ستړې او زړه یې وهل کیږی اوخپله  ولوله ، تاندوالې او انګیزه له لاسه ورکوی . په دې اساس یو واقعی منتظر له هر اقدامه مخکې باید له فکری نظره ځان تیار کړی او پوهه شی چی د کوم مهم هدف او لوړ هدف لپاره کوشش کوی . هغه خلک چی د بی وزلۍ، بی عدالتۍ او جنګ له امله فشار او کړاو محسوسوي د حقیقی ژغورونکی د ظهور لپاره  زیات چمتووالی لری او باید د دغې سترې بشری پیښې د تحقق لپاره زیاته هڅه وکړی او نور هم د هغې له اهمیته خبر کړي .

هغه بله موضوع چی د امام مهدی عج په پاڅون د باور په اړه مهمه ده ، د دغه نړیوال غورځنګ د،حکیم ، مدبر او زړه ور مشر په توګه د حضرت مهدی عج د لوړ او اوچت شخصیت پیژندګلوي ده . د هر پاڅون په بیرغوال او مشر د خلکو اعتماد او ډاډ د خلکو د استقامت او پایدارۍ او د بریالیتوب له لارې د نه غړیدو عامل دی . د دغې موضوع د اهمیت په دلیل د اسلام د ګران پیبغمبر حضرت محمد ص یو ځای ناستی او لمسې حضرت امام صادق ع د غیبت په پړاو کې د دغی له محتوا ډکې دعا د لوستلو سپارښتنه کړی ده .

خدایا پخپله پر ما ځان وپیژنه ځکه چی که پخپله پر ما ځان ونه پیژنې ، د تا پیغمبر به ونه پیژنم . خدایا ما ته خپل رسول معرفی کړې ځکه چی که د تا رسول ونه پیژنم د تا حجت به ونه پیژنم . خدایا خپل حجت (حضرت مهدی ) رته معرفی کړی ځکه چی که د تا حجت ونه پیژنم ، له خپل دینه ګمراه شوی یم .

اصولا د هر پړاو خلک باید دامکان تر حده خپل په حقه او معصوم امام وپیژني او له هغه پیروی وکړي . نبی مکرم ص فرمایی څوک چی مړ شی په داسی حال کی چی د خپل وخت امام یې نه وی پیژندلې ، د هغه کس په شان دی چی د جاهلیت په پړاو کې مړ شوی دی . او په یوه بل حدیث کی فرمایی څوک چی د غیبت په پړاو کې حضرت قایم چی زما له بچیانو دی ، انکار وکړی نو د جاهلیت (غیر مسلمان ) د مړیو په شان مړ شوی دی .

حضرت محمد ص او د هغه حضرت ځای ناستو په ډول ډول حدیثتونو او روایتونو کی د حضرت صاحب الزمان عج د ملکوتی شخصیت عظمت او برم بیان کړی دی . رسول ا... مبارک د خپل وروستی ځای ناستی په اړه فرمایی مهدی د اهل بهشت طاووس دی ، د هغو څیره د سپوږمکۍ په شان ځلانده ده ، هغه د نور په جامو کی پټ دی .

په مختلفوحدیثونو کې د حضرت بقیه الاعظم عج ظاهری خصوصیات بیان شوي دي .خو هغه څه چی یو واقعی منتظر باید ترې خبر شی د هغه حضرت سیرت ، فضایل او لوړ ځای دی . حضرت امام رضا ع په دې زمینه کی فرمایی هغه (حضرت مهدی ) تر ټولو دانا ، تر ټولو حکیم ، تر ټولو پرهیزګاره ، تر ټولو بخښونکی ، تر ټولو عابد او تر ټولو صابر او زغمونکی دی.

همداراز حضرت ختمی المرتبت محمد مصطفی ص امام زمان ع تر ټولو پوهه او حکیم کس بللې دې .

منتظر کس د نړیوال مهدوی غورځنګ د مشر په اړه د دغسې اخلاقي او معنوي فضایلو په پوهیدا سره د هغه حضرت د پاڅون او ظهور لپاره خپلې هلې ځلې دوه برابره کوي ځکه چی پوهیږي هغه حضرت نه یوازې د ډیرو پاڅونونو د مشرانو په شان ځای غواړی او ریاکار ندی بلکې خپل ټول وجود د خلکود معنوي او مادي پرمختګونو او لوړتیا لپاره کاروی او یوازې هغه حضرت دی چی له فساد ، بې وزلۍ ، بی عدالتۍ تاو ظلم د بشر د ژغورلړو لپاره د یوه نړیوال غورځنګ د هدایتولو شایستګی لری .

له خدای تعالی سره د حضرت امام مهدی عج د لوړ ځای نسبی درک او د خلکو د ژغورنې او نجات لپاره د هغو دلچسپۍ او مینې خبریدا سبب کیږی چی د هغو په زړه کی د داسی مهربانه او زړه سواندی امام مینه او محبت ځای ونیسی .

له پیغمبر اکرم ص څخه نقل شوی دی چی څومره بختور دي هغه خلک چی زما د کورنۍ قایم (حضرت مهدی ) درک کړی ، په داسی حال کی چی د پاڅون له پړاو ه مخکې په هغه او له هغه مخکې امامانو اقتدا کړی وي او د هغو له دښمنانانو یې خپبله بیزاري اعلان کړي وي . هغو زما ملګري ، همراهان ، او زما په امت کې ډیر محترم دي .

د حضرت امام مهدی عج پلار بزرګوار حضرت امام حسن عسکری ع هم خپل ګران بچی ته په خطاب کی په یوه ښکلی تعبیرکې فرمایی

پوهه شه چی له بندګۍ او اخلاصه ډک زړونه د تا په لور داسی راکښل کیږي چی لکه مرغۍ د خپلې ځالې په لور الوت کوی .

البته دغه لیوالیتا له هغه حضرت سره هغه وخت اغیزمنه او ګټه وره ده چی د انسان په ژوند کی اغیز وشیندی . انسان هغه وخت چی له چا سره مینه لری د محبوب یاد او خاطره یې تل په فکر او ذهن کی موجوده وی او سبب کیږی چی ژوند یې د معشوق رنګ او بوی واخلی . په دې اساس منتظر کس باید خپل بصیرت لرونکی ، متقی او رهبر خپله بیلګه وګرځوی او خپل اخلاق ، کړچار او خوی تر ممکنه حده له هغه سره نږدې کړي تر څو د مهدی موعود عج د پاڅون په وخت کی د هغه حضرت د ملګرتیا شایستګۍ ولرلې شی . داسی کس په هر ځای کی هغو په خپل کړچار څارونکی بولی او له ناخوښو اعمالو او ګناه ځان ساتی او د خیر کارونو ته مخه کوی . په حقیقت کی حضرت امام مهدی عج پخپله د یوه منتظر د مهمې دندې د ترسره کولو یعنی ځان جوړونې ، د نفس تهذیب او د خدای د رضا د ترلاسه کولو لپاره اغیزمنه انګیزه او عامل دی .

د ندبه په مشهورې دعا کې د هغو منتظرانو له ژبې چی زړونه یې د حضرت بقیه ا... عج له مینې ډک دي ، داسی لولو .

للَّهُمَّ وَ نَحْنُ عَبِیدُكَ التَّائِقُونَ إِلَی وَلِیِّكَ الْمُذَكِّرِ بِكَ وَ بِنَبِیِّكَ خَلَقْتَهُ لَنَا عِصْمَةً وَ مَلاذا وَ أَقَمْتَهُ لَنَا قِوَاما وَ مَعَاذا وَ جَعَلْتَهُ لِلْمُؤْمِنِینَ مِنَّا إِمَاما فَبَلِّغْهُ مِنَّا تَحِیَّةً وَ سَلاما وَ زِدْنَا بِذَلِكَ یَا رَبِّ إِكْرَاما وَ اجْعَلْ مُسْتَقَرَّهُ لَنَا مُسْتَقَرّا وَ مُقَاما وَ أَتْمِمْ نِعْمَتَكَ بِتَقْدِیمِكَ إِیَّاهُ أَمَامَنَا حَتَّی تُورِدَنَا جِنَانَكَ وَ مُرَافَقَةَ الشُّهَدَاءِ مِنْ خُلَصَائِكَ

خدایا مونږه د تا بندګان یوچی د تا د هغه استازی (حضرت مهدی )د لیدلو لیواله یو چی خلک د تا او د تا د پیغمبر په یاد راولي او تا هغه زمونږ ملاتړې او ساتونکی وپنځوه او زمونږ د ثبات سرچینه او زمونږ پناه وګرځوه او هغه دې زمونږ د مومنانو پیشوا وګرځوه ، پس زمونږ له لوری په هغه سلام او درود واستوه او د دغه اسلام په خاطر زمونږ ځای او کرامت زیات کړه او د هغه ځای زمونږ ځای وګرځوه او خپل نعمت پر مونږه د هغه حضرت په مشرۍ سره بشپړه کړه تر څو مونږه د تا جنتونو او د تا دسوچه بندګانو څخه له شهیدانو سره دوستۍ ته لارښونه وکړي .

پای

 

ټیګونه