Oct 15, 2023 14:27 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د لویديځي آسیا بدلونونه

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیو کې  په لویدیځي آسیاسیمې کې د وروستیو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په پیل کې درته په دغې سیمې کې د ځينو مهمو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، بیا مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .نو هیله ده د استفادې وړ  مو وګرځي.

*/*/*/

د وحشی صهیونیسټانو په ضد د طوفان الاقصی نومي  عملیاتو بریا

*/*/*/

د وحشی صهیونیسټي رژيم د ماته نه خوړونکی باؤؤ  تشه

*/*//*/

د وحشي صهیونیسټ رژيم  د غزې د مظلومو  خلکو په ضد څاروي ډوله  بمبارۍ،

*/*/*/

او په درستې نړۍ کې د فلسطین له مظلوم و لس او مقاومتی مبارزانو څخه د اسلامی امت بشپړ ملاتړ،  په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیاسیمې ځینی مهمې پيښې  وې  البته اوس مو هم رابولوو، دځینو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته.

                     د فلسطین د مقاومتی غورځنګ حماس  پوځي څانګې عزالدین قسام  کنډکونو د تیرې شنبې په  سهار و ختي د وحشتي تیریګر صهیونیسټي رژيم په ضد طوفان الاقصی نومې عملیات ترسره کړل.دغه عملیات په تیرو ۷۵کلونو کې د عنکبوت په کور او د صهیونیسټي رژيم  په ضد د فلسطینیانو ترټولو ستره پوځي حمله وه.

طوفان الاقصی ، د فلسطینیانو په ضد د یوه بشپړ ترکیبی جنګ په ځواب کې  وو.؟ د حماس غورځنګ مبارزانو هم له آسمان  و له مځکې او د سرنګونو له لارې د طوفان الاقصی عملیات ترسره کړل.په فضا  کې ئې له  راکټونو،پاراګلائيډرز، کواد کوپټرو  او ډرونز څخه استفاده  وکړه  او د جنایتکار صهیونیسټي رژيم د ډيرزیات لګښتي و سپنیز ډال هم ددغې پيښې د مخنیوي جوګه نه شو.فلسطینیو مبارزانو  پر مځکنیوعملیاتو کې هم پر اسرائيلی پوځیانو یلغار وکړ او غافلګیر ئې کړل او له سرنګونو ئې هم د اسرائیلی ښارګوټو او پوځي مرکزونو دنیولو لپاره استفاده وکړه. فلسطینیو مبارزانو له هغو درندو پوځي ګوزارونو سره په یووخت چې صهیونیسټانو باندې ئې وکړل،له موبایلونو څخه په استفادې سره ئې ددغو ناکامیو انځورونه او ویډیوګانې هم خپرې کړې چې په هغو کې د مرکاواټانګ په اور کې لوولپه سوځیدل،د اسرائيلي جنرال د خوب له کوټې  نیولل او د پوځي مرکزونو او ښارګوټو نیولل له ورایه ښکاره وو.

Image Caption

 

د صهیونیسټي رسندوئې ؛واللا؛ د پوځي چارو یو شناندی امیر بوحبوط د اسرائيلي امنیتی سرچینو له قوله  لیکلي دي،داسرائيلي پوځ ذهنیّت دا ؤ چې د غزې تړانګې په پولو کې جوړه شوي ستره کلایه به د هرډول هغه ځواک د واریدیدا بشپړ خنډشی،چې هڅه کوي له مځکې یا د سرنګونو له لارې ښارګوټو ته ورسیږي؛دا ذهنیّت ګډ وډ شو.هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې تیرې شنبې ورځې د ا ذهنیّت پاک کړ او یو بل واقعیّت ئې نندارې ته وړاندې کړ، توضیح ورکړ،د اسرائيلو پوځ په تیرو پرله پسې کلونو کې په اسرائيلو باندې په تیره بیا د لبنان له خاورې څخه د شاوخوا تماس کرښو تر ښارګیو پورې  د دښمن  له خاورې د یرغلونو لپاره ددغې کلائې تر حده  تیار شوی دی.دغه صهیونیسټي شناندي ټینګار کړی چې  په میدان کې موجود  شواهد ښئ چې  حماس په ډيره لوړه سویه  د اطلاعاتو او رازدارۍ په ساتلو کې بریالی شوی دی. په داسې حال کې  چې  داسرائيلو پوځ  په تیرو کلونو کې  متوجه نه ؤ چې حماس د ښارګوټو اوسیدونکو په لور د یرغل لپاره  خپله پلانونه کړې ده .

     د فلسطین دمقاومتي مبارزانو طوفان الاقصی عملیاتود صهیونیسټي رژیم د تاریخ ترټولو ستره او سخته ناکامي نندارې ته وړاندې کړه.  دغو ناڅاپي عملیاتو، د صهیونیسټانو ښکاره سربدالي  او لړزانتیا  په ځان پسې د رلودلې  او ددغه تیریګر رژيم  سیاسی او پوځي چارواکو ته ئې درندۀ شاکونه ورسول. طوفان الاقصی عملیات له دې ورتیر چې د قدس  د نیواکګر رژیم د  پوځ او د امنیتی او اطلاعاتي اورګانونو رسوا کیدا ئې لا رابرسیره کړه  او دغه رژيم ئې چې مدعي  دی ، د نړۍ یو ترټولو لوي پوځ په اختیار کې لري ، د سیمې د  عمومي افکارو او حکومتونو په نزد ئې  بې اعتباره کړی دی،  داسې مهمې سیاسی پایلې هم درلودلی شي  چې د نتنیاهو دکابینې د بیا دړې وړې کیدا  او په نیواکي ټاټوبو  داخل کې د اختلافاتو  زیاتیدا  او حتی د  نتنیاهو د سیاسی عمر پای  هم په ترټولو احتمالی پایلو کې  رابرسیره شوي دي . همدغه نتیجه هم  هغه عامل دی چې سبب شوې ، صهیونیسټي نیواکګر رژيم  ډير زیات غوسه او لالهانده شي او  په غزې تړانګې هر اړخیزه  حمله پیل کړي. یوه داسې حمله چې  تر دې دمه پکې  کابو درې زره فلسطینیان چې زیاتره ئې ماشومان ،ښځې  او بوډاګان دي ، شهیدان شوي  او  کابو اته سوه نور ټپیان شوي  او کابو یو میلیون خلک ئې  هم بې کوره کړي دي او دغه وحشي ډوله  حملې او جنایتونه هماغه راز دوام لري.

     د ملګروملتو   د ماشومانو بسپنې  یونیسف ادارې ویندوي  له الجزیره سره په خبرو کې  وئیلي دي، د اسرائيلو د بمباریو د پیلیدا له وخت راهسې په غزې  کې په دغو بمباریو کې  څه دپاسه اوه سوه ماشومان شهیدان شوي دي . د یونیسف ویندوي ټینګار کړی دی ، په غزې کې نور د ماشومانو لپاره د امن کوم ځای نه دی پاتې شوی، اوبه خواړۀ او درمل ختم شوي  او په وروړلو ئې بندیز لګیدلی  او غزه له هرې خوا په بشپړ  ډول کلابند کړئ شوې ده .

Image Caption

 

د غزې تړانګې پر بې آمانه بمباریو سربیره ،د قدس نیواکګر رژيم  چې له ۲۰۰۷ کال راهسې ئې  دغه تړانګه  کلابند کړې وه ،  اوس ئې په بشپړ ډول اوبۀ، بریښنا او خواړو وروړل  هم غوڅ کړي دي. یو داسې اقدام چې  د جنګی جنایت  مصداق دی.  صهیونیسټ رژیم  له یوې اونۍ راهسې د غزې تړانګې په بشپړ کلابندولو سره  پر ماشومانو ،ښځو ،بوډاګانو او په درستې غړې  اوبه  او بریښنا بنده کړې او د هرډول درملو او خواړو وړل ئې  سخت  ممنوع کړي دي. یو بشری ضد اقدام چې  د روغتونونو د کار د دریدا سبب شوی  دی.د اسرائیلو نیواکګر پوځ  پخپلو وروستیو بې آمانه  حملو کې  په غړې تړانګې کې د څو روغتونونو ،جوماتونو او  د زرګونو کورونو پشمول  ډیری غیر پوځي تاسیسات ټارګټ کړي او په کنډوالو ئې بدل کړي دي. دغه اقدام تر دې حده غیر انساني  دی چې حتی د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن مشر جوزف بورل هم  ورباندې په سختو نیوکو سره ، وئيلي دي ،اسرائيلو   د غزې د اوبو او بریښنا په غوڅولو سره دنړیوالو قوانینو خلاف ورزي  کوي.

       صهیونیسټي رژيم چې د طوفان الاقصی  نومې عملیاتو په مقابل کې ډير سپک او بې شرمه شوی دی  او خپل پوځي او اطلاعاتي  اعتبار ئې  له لاسه ورکړی ویني،په یوې نوي فیصلې کې ئې دغزې دشمالی برخې له اوسیدونکو فلسطینیانو غوښتي څو خپل کورونه دې پریږدي او ددغې سیمې جنوبی برخو ته دې ولاړ شي.دغه وحشي رژیم  دغزې د شمالی برخو  اوسیدونکو ته ډیر لږ مهلت ورکړی چې  دغه سیمه دې خالی کړي . ددغې غوښتې دمطرح کیدا اصلی علت،د اسرائيلي پوځ دغه ادعا ده چې د عزالدین قسام د کنډکونو وګړود غزې د  کورونو لاندې سرنګونه  کندلی دي  او  دغه راز په هغو ودانیو کې چې عام خلک پکې  ژوند کوي، پټ شوي دي. پر دې اساس  ددې لپاره چې   عام خلک ددغه وحشی رژيم په حملو کې ونه وژل شي ، باید  دغزې شمالی برخه خالی کړي .

میډل ایسټ خپرونې لیکلي دي،د اسرائيلو د اطلاعاتي ادارو په لارو کې دا خبر تر غوږو رسیږي، چې اسرائيل په نظر کې لري، خپل بندیان چې د حماس د مبارزانو په منګولو کې ګیر شوي دي ، له همدااوسه وژل شوي  حساب کړي.:

   تر اوسه پورې درستو لویدیځي هیوادونو د غزې دشمالی برخو د اوسیدونکو  دویستلو په باب د صهیونیسټي رژيم  له پلان سره  مخالفت کړی دی،د سعودي عربستان دخارجه وزارت  په یوې اعلامیې کې  رسما   دغزې دخلکو له اجباري کوچیدا سره  خپل مخالفت  اعلان کړی او دا اقدام ئې سخت محکوم کړی دی. د کویت خارجه وزیر  سالم  عبدا... الجابر الصباح  هم ، د غزې د اوسیدونکو  داجباري کوچولو لپاره  د صهیونیسټ رژیم  له غوښتې سره  ددغه هیواد سخت مخالفت  اعلان کړی دی. د قطر خارجه وزارت هم د غړې تړانګې  د اوسیدونکو فلسطینیانو  د اجباري ویستلو لپاره له هرډول هڅې سره  خپل  سخت مخالفت  اعلان کړی دی. دغه وزارت  پخپلې اعلامیې کې  همداراز  د غزې  تړانګې د کلابندۍ د لیریکیدا او د انسان دوستۍ او نړیوالو قوانینو په اساس دفلسطینیو عامو خلکوڅخه د بشپړ ملاتړ  کولو غوښته کړې ده.دقطر غبرګون  په داسې شرائطو کې مطرح  شوی چې  له دې مخکې د مصر خارجه وزارت  د غزې تړانګې د اوسیدونکو فلسطینیانو د کوچولو لپاره  د صهیونیسټي رژيم د پوځ  دغوښتې په باب   خبرداری ورکړی ؤ. د مصر د خارجه وزارت په اعلامیې کې ټينګار شوی چې  د صهیونیسټ رژيم  دغه اقدام  د څه دپاسه یومیلیون فلسطینیانو اودهغوي د کورنیو  ژوند  له خطرې  او د پناه ځاي له موندلو پرته ګواښونو سره مخامخ کوي.

    باید ووئیل شي وحشي صهیونیسټي رژيم  په دغه شان څاروي ډوله جنایتونو سره  هڅه کوي،د ناکامیو زیاتوالی کم کړي ،خو  بیا هم د صهیونیسټي رژیم  دتاریخ ترټولو لویه ناکامي   کم رنګه نشي کولی.

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  دتیرې سه شنبې په ورځې  فرمائيلي دي؛ د تلې د میاشتې د پنځلسمې نیټې په دغې پیښې کې غاصب صهیونیسټي رژیم هم له پوځي پلوه اوهم له اطلاعاتي او استخباراتي پلوه  یوه نه جبرانیدونکي ماته خوړلې ده.ناکامي خو ټولو وئيلې ده،خو زه ټينګار کوم چې نه جبرانیدونکي ناکامي ده.  زه وایم  دغه ورانونکي زلزله  توانیدلې ده ،د غاصب رژيم د حاکمیّت  هغه اصلي ستنې  ونړوي چې د هغو ستنو او وداینو  بیا نوي کول  به دومره زر هم امکان ونه لري.

=  دوستانو د  لویدیځي آسیا دتیرې اونۍ  دځينو مهمو پيښو په باب د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤنو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه