Oct 25, 2023 10:50 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۵۴) له الهي آیتونو سره د ظالمانو دښمني

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۵۴م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د انعام سورت  ۲۵-۲۶ او ۳۳ آیت شأن نزول څېړو.

قريشو د اسلام د خپرېدو د مخنيوي لپاره په هر کار لاس پوري کولو، د رسول الله (ص) اصحاب يې شکنجه کول، هغه حضرت ته یې د لیونتوب او جادوګرۍ په څېر نسبت ورکولو، مګر هېڅ یوه کومه اغېزه نه درلوده. په پاى کې د دې قبيلې مشرانو پېغمبر اکرم ته وړانديز وکړ چې موږ به تاسو په قريشو کې تر ټولو شتمن کس جوړ کړو، حتی که ته وغواړې، موږ تاسو پر خپل ځان حاکم جوړوو،د دې په بدل کې ته هم زموږ اصلي دين ته راستون شه!

خو رسول الله (ص) په ځواب کې وفرمايل: که تاسو زما په ښي لاس کې لمر او په کيڼ لاس کې سپوږمۍ پرېږدئ، ترڅو زه د خپل دين له تبليغ او له خپل هدف څخه لاس واخلم، زه به هېڅکله دا کار ونه کړم، ترڅو چې اسلام بريالی شي او يا زه په دې لاره کې ووژل شم."

د اسلام د ستر پیغمبر ترڅنګ، قرآن هم د عامو خلکو لپاره یو لوی جذابیت درلود. داسې چې هر چا که هغه یو آیت اورېدلو، له هغه سره یې لېوالتیا ډېرېدله. قريشو هڅه وکړه چې له دې الهي كتاب سره مقابله وکړي. خو ځکه چې دوی نشو کولای له قرآن سره برابر کلام پیدا کړي، له همدې امله يې فکر وکړ چې له نورو هېوادونو څخه کيسې راټولې کړي او خلکو ته يې ولولي، ترڅو خلک قرآن ته پام ونه کړي.

دوی "نضر بن حارث" چې د عربو له څو معدودو کسانو څخه وو چې د سواد زده کړې یې درلودې او څه موده یې د عراق په سویل کې د حره په سیمه کې تېره کړې وه او د ایران د پاچاهانو او د دوی د قوم د زړورو کسانو لکه رستم او اسفندیار له حاله خبر وو او د ښه او بدو په اړه د ایرانیانو په عقیده پوهېدو، دوی د دې پلان د پلي کولو دنده پرغاړه درلوده.

هغه په ​​کوڅو او بازارونو کې په جګړو او د ایراني کیسو لکه رستم، اسفندیار او د هغوی د پاچاهانو په کیسو سره د خلکو د جلبولو هڅه کوله او ویل یې: ای خلکو زما او د محمد (ص) په خبرو کې څه فرق دی، هغه د یوې ډلې کیسه تاسو ته کوي، چې د خدای په غضب او قهر اخته شوي دي، زه هم د ځینو خلکو کیسه کوم، چې په نعمتونو کې ډوب وو او کلونه کلونه کېږي، چې پر خلکو حکومت کوي. د محمد آیات د هغه افسانو په څېر دي، چې زه یې تاسو ته بیانوم.

دلته وو چې د انعام سورت ۲۵ تر۲۶ آیتونه نازل شول او د داسې خلکو د حماقت په اړه یې خبرې وکړې. په دې آيتونو کې خداى تعالی فرمايي:

« وَ مِنْهُمْ مَنْ یَسْتَمِعُ إِلَیْکَ وَ جَعَلْنا عَلى قُلُوبِهِمْ أَکِنَّةً أَنْ یَفْقَهُوهُ وَ فی آذانِهِمْ وَقْراً وَ إِنْ یَرَوْا کُلَّ آیَة لا یُؤْمِنُوا بِها حَتّى إِذا جاؤُکَ یُجادِلُونَکَ یَقُولُ الَّذینَ کَفَرُوا إِنْ هذا إِلاّ أَساطیرُ الأَوَّلینَ /  وَ هُمْ یَنْهَوْنَ عَنْهُ وَ یَنْأَوْنَ عَنْهُ وَ إِنْ یُهْلِکُونَ إِلاّ أَنْفُسَهُمْ وَ ما یَشْعُرُونَ:

ځینې ​​یې ستاسو خبرو ته غوږ نیسي؛ مګر د دوی پر زړونو مو پرده اچولې، ترڅو دوی پرې پوه نه شي؛ او د دوی غوږونه مو درانه کړي . او (دوی دومره ضدي دي چې) که دوی د حق ټولې نښې وویني، نو ایمان نه راوړي. تر هغه ځایه چې دوی ستاسو خواته راځي چې ستاسو سره شخړه وکړي، کافران وايي: "دا یوازې د پخوانیو افسانې دي. / دوی نور کسان له هغه څخه منع کوي؛ او خپله هم له هغه څخه لیري کېږي؛ دوی له ځانه پرته نور څه نه تباه کوي؛ خو دوی نه پوهېږي!"

قُصَی بن کِلاب د اسلام د پیغمبر څلورم نیکه، چې په تدبیر، دقت، رښتینولۍ، سخاوت او عفت په برخه کې د خپل وخت یو له غوره شخصیتونو څخه وو او د قریشو د قبیلې مشري یې کوله. یوه ورځ یې فکر وکړ چې د مکې مشري او د کعبې سرپرستي چې د ښار د ژوند او سیاست مرکز وو، خپلې قبیلې ته وسپاري.

قريش د " قُصَی " په مشرۍ او تدبير سره، دې موخې ته ورسېدل او د ښار اداره يې د " خُزاعه " له قبيلې څخه ونيوله. خُزاعه قبيله د عربو له مشهورو او نامتو قبيلو څخه وه، چې د دوی او قريشو تر منځ د سیالۍ او دښمنۍ مخینه وه.

ویل کېږي چې د خُزاعه قبیلې غړي هغه لومړني کسان وو چې د ابراهیم(ع) توحیدي دین یې بدل کړ او په جزیرة العرب کې یې بت پرستي دود کړه. قُصَی د مکې له مشرۍ او د کعبې له سرپرستۍ وروسته، یو ډول مذهبي مشري هم تر لاسه کړه.

په راتلونکو دوو نسلونو کې، هاشم، د عبد مناف زوی او د قُصَی لمسی، په مکه کې نوی بنسټ کېښود. هغه یو سخاوتمند سړی وو، چې د مکیانو د سوداګرۍ په لوړولو کې د هغه د پام وړ ګامونو، هغه ته ډېر محبوبیت ورکړ. هاشم لومړنی کس وو چې شاوخوا هېوادونو ته یې د تړونونو د جوړولو لپاره سفر وکړ او عرب په ځانګړې توګه قریش یې د ختیځ او لوېدیځ تر منځ د سوداګرۍ له جریان سره وصل کړل.

له هغه وخت راهیسې، قریشو سربېره پر دې چې په جزیرةالعرب کې د یوه مهم سوداګریز مرکز مسئولیت پر غاړه درلود، په حلقه يي ډول د نړۍ یو له سوداګریزو حلقو څخه وشمېرل شول.

د قريشو شتمني چې زياتره د سوداګرۍ له لارې تر لاسه کېده، ډېره لويه شتمني او د عزت او ځواک سرچينه وه. سربېره پردې، د کعبې سرپرستي او د حاجیانو میلمه پالنه، دوی ته خورا درناوی او اعتبار ورکړ.

پر کعبې باندې د ابرهه له برید او د هغه او د هغه د لښکرو له له منځه تلو وروسته، قریشو یو بل اعتبار ترلاسه کړ او له هغه وروسته دوی یو نوی قداست ترلاسه کړ. خلکو، دوی د خدای لخوا غوره شوي او غوښتل شوي کسان ګڼل، چې داسې یې د دوی دفاع کړې ده او د دوی دښمنان یې له منځه وړي دي.

خو دغه مشرتوب او د کعبې د کور ساتنه، چې په هغې خاوره کې تر ټولو لوی معبد وو او د قريشو د مشرانو ستره شتمني، دې قبيلې ته د فرعون غرور او تکبر ورپه برخه کړی وو؛ تر دې چې دوی د اسلام په لاره کې یو له دوو لویو خنډونو څخه وو او د دوی لپاره  یې خورا زیاتې ستونزې او کړاوونه رامنځته کړی وو.

البته، د قريشو مشرانو له اسلام او پېغمبر سره له هر ډول دښمنۍ سره سره، د قرآن د ښايست پر وړاندې لېوالتیا او بې صبري څرګندوله. کله کله به په نيمه شپه کې، د خلکو له سترګو ليرې، له کوره راوتل او یوه شېبه به یې د پیغمبر (ص) د قرآنکريم تلاوت اورېدلو.

 “ابوجهل”، “ابو سفیان” او “اخنس بن شریق” چې د مشرکانو له سخت دریځو مشرانو څخه وو، هره شپه په پټه د دې لپاره چې څوک خبر نه شي، په یوه کونج کې د رسول الله (ص) د خبرو اورېدو لپاره خوځېدل، ترڅو تر سهاره پورې د قرآنکريم آياتونه واوري، کله چې سهار کېدلو نو بیا بېرته خپرېدل. خو ناڅاپه په لاره کې سره یوځای کېدل او هر يوه خپل عذر يو بل ته بيانولو، بيا يې ژمنه کوله چې بيا به داسې نه کوي. ځکه چې دوی منله چې که د قریشو ځوانان په دې پوه شي، نو دوی به د محمد (ص) لوري ته رجوع وکړي.

بله شپه، هر یو په دې فکر چې د دوی ملګري به په هغه شپه رانشي، د رسول الله(ص) کور ته د قرآن د آیتونو د اورېدو لپاره راتلل، خو سهار بیا د دوی رازونه یو بل ته افشا کېدل، یو بل یې ملامت کول او بیا یې تړون کولو چې دا به وروستی ځل وي. خو دا کار په درېیمه شپه بیا هم تکرار کېدلو. په هغه ورځ د قریشو د یوې قبیلې مشر " اخنس بن شریق " د ابو سفیان کور ته ورغی او ترې ویې پوښتل: ای ابا حنظله، د هغه څه په اړه چې له محمد (ص) څخه مو اورېدلي، خپل نظر راته څرګند کړه.

هغه ځواب ورکړ: اې ابا ثعلبه، په خدای قسم! ما هغه څه اورېدلي چې په هغو ښه پوهېږم او په معنی او محتوا یې هم پوهېږم، خو داسې آیتونه مې هم واورېدل چې د هغو په معنی او مفهوم ونه پوهېدم!

اخنس له هغه ځایه راووت او د بني مخزوم د مشر ابوجهل کور ته ورغی او همدا پوښتنه او مسله یې مطرح کړه او ویې ویل: د هغه څه په اړه چې تا له محمد (ص) څخه اورېدلي دي، څه نظر لري؟ ابوجهل په ځواب کې وویل: حقیقت دا دی چې موږ او د عبد مناف اولاد، د عزت، رهبرۍ او مشرۍ لپاره سیالي کوله. دوی کوربه توب وکړ او موږ هم وکړ. دوی پیاده کسانو ته سورلي ورکړه، نو موږ هم همداسې وکړل.

دوی خلکو ته شتمني ورکړه، موږ هم ورکړه. تر دې حده چې موږ د سیالۍ د دوه اسونو په څېر، یو له بل سره یو ځای شو او دوی نور زموږ څخه لوړ نه وو. ناڅاپه د دوی په منځ کې یو څوک پیدا شو چې ویې ویل: زه نبي یم او پر ما له آسمانه وحي راځي! اوس څنګه کولای شو په دې مسله کې له دوی سره مقابله وکړو؟!

وَ اللّهِ لا نُؤْمِنُ بِهِ أَبَداً وَ لا نُصَدِّقُهُ: په خدای قسم! موږ به هېڅکله پر هغه ایمان رانه وړو او نه به هغه تصدیق کړو.

په دې وخت کې پر رسول الله (ص) د انعام سورت ۳۳ آیت نازل شو. په دې آيت كې خداى تعالی پېغمبر ته په خطاب کې فرمايي:

« قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَیَحْزُنُکَ الَّذی یَقُولُونَ فَإِنَّهُمْ لا یُکَذِّبُونَکَ وَ لکِنَّ الظّالِمینَ بِآیاتِ اللّهِ یَجْحَدُونَ :

موږ پوهېږو چې د دوی خبرې تاسو خفه کوي؛ خو (مه خفه کېږه! او پوه شه چې) دوی تاسو نه تکذیبوي؛ بلکې ظالمان د خدای له آيتونو څخه انکار کوي.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه