د ړنا سرچینې (شراب او د هغه حرمت)
په دې برخه کې به د مائدې د مبارکې سورې د ۹۰/ ۹۱ او ۹۳ ایتونو شان نزول وڅېړو.
ابوبصیر د جاهلیت د پړاو تر ټولو مشهور شاعر وو. د هغه سترګې د شپې نه لیدلې او په دې خاطر یې ورته د اعشي لقب ورکول شوی وو. اعشي په عربي ژبه کې داسي یو کس ته وایي چي شپې یې نظر کمزوري وي. ابوبصیر لومړنی شاعر وو چي د خپل شعر لپاره یې جایزه تر لاسه کړې وه، ځکه چي د هغه په کلام کې دومره اثر چي د چا ستاینه یې کاوه هغه کس به عزتمن کېده او د کوم چا غندنه چي به وکړه هغه به د خلګو په نظر خوار او ذلیل ګرځېده.اعشي یا هم هغه ابو بصیر د اسلام د ګران پیغمبر د مهربانی او بخښنې په هکله زیاتې خبرې اورېدلې وې. نو په دې خاطر یې یو ښکلی شعر د اسلام د ګران پیغمبر په ستاینه کې ویلي وه، هغه د جاهلیت د پړاو د شاعرانو له رسمونو او رواجونو سره سم، د غزل په سرریزه کې داسي ویلي دي:
په هغه څه پوهیږي او هغه څه ویني چي تاسو نه په پوهېږئ
د هغه شهرت او اوازه په هر ځای کې خپره شوې او نوم یې اخیستل کیږي
داسي بخښنې او ورکړې لري چي هیڅکله نه ختمیږي او د نن بخښنه د سبا د بخښنې خنډ نه ګرځي
اعشي د خپل شعر په وروستۍ برخه کې د اسلام د ګران پیغمبر نبوت ته اشاره کوي چي متعال خدای پرې سپارښتنه کړې او شهادت پرې ورکړی دی.
هغه د دغه شعر له ویلو وروسته، فیصله وکړه چي د اسلام ګران پیغمبر ص ته ورشي او اسلام راوړي. د قریش مشرکینو چي د هغه د شعر او د کلام له اثراتو خبر وو، او پوهېدل چي اعشی په خپل شهرت سره که اسلام راوړي نو مسلمانانو سره لویه مرسته ده، په دې خاطر کوښښ وکړه چي هغه له دې کار نه پښېمانه کړي او ورته وویل: ګوره اسلام را نه وړي ځکه چي هغه زنا حرام ګرځولی دی! اعشي وویل: په خدای دې مې قسم وي چي زه له زنا سره هیڅ کار نه لرم او د هغه په حرمت پروا نه کوم. مشرکینو بیا ورته وویل: محمد نه یوازې زنا حرام بللې ده بلکې شراب یې هم حرام ګرځولی دی. د دې خبرې په اورېدو سره اعشي په خپلې پریکړې پښېمانه شو او سوست شو، بیا یې وویل: د شراب حرامتوب ممکنه ده زما په اسلام راوړلو کې د ځنډ لامل شي. ځکه چي زما په زړه کې لا شرابو سره مینه او ګروهنه پاتې ده چي سترګې پرې پټولای نه شم. بله چاره نه لرم مګر دا چي سږ کال راستون شم او یو کال لپاره نور شراب وڅښم او یو کال وروسته به محمد ته ولاړشم او اسلام به راوړم. اعشي له دغو خبرو نه وروسته، خپل کور ته ستون شو، خو کال لا تېر شوی نه وو چي مړ شو او د اسلام د راوړلو توفیق یې د لاسه ووتی.
بلې هو! هغه زمانه کې شراب په یوه عامه بلا بدله شوې وه او د یوه ساري ناروغۍ په څېر وه چي خلګ پرې مبتلا شوي وه، له دغې ناروغۍ سره مبارزه وخت ته ضرورت لرل. حالات او په خلګو کې د شراب د څښلو عمومیت د اسلام ګران پیغمبر ص ته اجازه نه ورکول چي له چمتووالې پرته د شرابو د حرمت اعلان وکړي، بلکې د اسلام ګران پیغمبر مجبوره وو چي د یوه طبیب په څېر چي د ناروغ علاج کوي ورو ورو د شرابو د پرېکنده حرمت لپاره زمینه برابره کړي. پنځم امام حضرت محمدباقر علیه السلام په دې هکله فرمایي: هیڅوک په خپل چلند کې د متعال خدای په اندازه د نرمښت او حوصلې خیال نه ساتي، او دا هم د متعال خدای له نرمښت څخه دی چي په خپلو بندګانو په تدریجې او نرموالې سره تکلیف پلي کوي، ځکه چي پوهیږي که په یوځلې تکلیف ور د غاړه کړي ګمراهان کیږي او هلاکیږي.
څو کاله له بعثت نه تېر شوی وو او یو شمېر کسانو د خپلو زاړه عادتونو له مخې د بنډار او ساعت تیری لپاره شراب څښل. د اسلام د ګران پیغمبر ص یو صحابی یوه شپه په میلمستیا کې له ډوډۍ وروسته، مېلمنو ته شراب راوړ. مېلمانه هم دومره زیات شراب وڅښل چي بالکل بې سده شول. مېلمنو چي د شرابو په نشه کې خدای هېر کړی وو، له یو بل سره، د شعرونو په لوستلو کې سیالي کوله او هر یو د جاهلیت د رواجونو سره سم، په یو بل باندې د شتمنیو او زور او ورته نورو څېزونو د درلودلو پېغورونه ورکاوه. په دې وخت کې یو میلمه هغه شعر ولوستل چي مشرکینو د بدر په جنګ کې خپلو مړو لپاره ویلي وه.
د شعر مضمون په دا ډول دی:
او د بدر د ژورې کوهۍ تر څنګ راغونډ وو د عربو ځوانان او مشران/
او پرتې وې د بدر د ژورې کوهۍ تر څنګ د سنام په نامه سینګار شوي جامونه/
ایا د عربو مشر زوی ماسره د بیا راژوندي کېدو قول کوي نو څه ډول چینجن او شوړېدلي راوژندي شي؟
ایا له مرګ نه زما په بچولو عاجزه دی خو ما بیا له شوړېدلو هډوکو راژوندي کوي؟
ایا څوک نشته چي خدای ته دا خبر ورسوي چي زه روژه نه نیسم/
خدای ته ووایه چي زما څښاک رانه واخلي او له خوړو مي راوګرځوي!
له دغه کفري شعر نه وروسته، په هغوی کې جنجال رامینځ ته شو، په دغه وخت کې یو چي ډېر سخت نشه وو، له دسترخوان څخه د اوښ هډوکی راواخیسته او د سعد بن ابي وقاص په پوزه یې ګوزار وکړ، د سعد پوزه ماته شوه او وینې ترې روانې شوې. په دې جنګ سره، د میلمنو نشه والوته او هغوی ورو ورو په سد کې راغلل او له خپل ناوړه چلند او شعرونو څخه سخت شرمنده وه. په دا سبا ورځ سعد بن ابي وقاس د حضرت نبی اکرم ص مخي ته ورغی او په شرم سره یې ورته د پېښې کیسه وکړه.
په دغه وخت کې د مائدې د مبارکې سورې ۹۰ ایت نازل شو او له شرابو نه پرهېز یې د رستګاری یعني د نیکمرغی شرط وباله.
ایت شریف کې راغلی دی:یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَ الْمَیْسِرُ وَ الأَنْصابُ وَ الأَزْلامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّیْطانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ:
اې هغو کسانو چي ایمان مو راوړی دی! بېشکه شراب او جواري او بتان او د فال غشي پلیت دي، د شیطان له عمله دي نو تاسو ځان ورڅخه وساتئ د دې لپاره چې كامیاب شئ
عمر بن خطاب د جاهلیت په پړاو کې شراب څښل، هغه له مسلمانېدو وروسته، د دغه عادت په پرېښودلو بریالی شوی نه وو، په تېره بیا چي د شراب په حرمت کې ایت نازل شوی نه وو، خو له دغه ایت شریف نه وروسته چي شراب په کښې پلیت او شیطانی عمل بلل شوی دی، بیا هم د عمر بن خطاب قناعت حاصل نه شو او لا هم شراب یې څښل او ویل یې چي دې ایت کې حرام بلل شوی نه دی بلکې یو بد عمل بلل شوی دی. څه موده وروسته د بقرې د مبارکې سورې ۲۱۹ ایت نازل شو، په دغه ایت کې متعال خدای د اسلام ګران پیغمبر ص ته فرمایي: دوى له تا نه د شرابو او جوارۍ په باره كې پوښتنه كوي، ووایه: په دې دواړو كې بېخي لویه ګناه ده، او د خلقو لپاره په كې (مادي) ګټې دي، او د دې دواړو ګناه له ګټې نه ډېره لویه ده، د دغه ایت شریف له نازلېدو سره سره، بیا هم عمربن خطاب د شرابو څښل ته یې دوام ورکاوه، هغه د خپل دغه کار په توجیه کې ویل: د اوښ غوښې مې معده ځوروي، زه د نس په پاړسوب مبتلا یم، او د معدې حرارت مي زیات دی، شراب چي څښم نس کې مې نرمښت راولي.!
دومره موده لا تېره شوې نه وه چي د نسا د مبارکې سورې ۴۳ ایت نازل شو چي مومنانو ته په خطاب کې فرمایي: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نشې په حالت كې لمانځه ته مه نژدې كېږئ، تر هغه پورې چې په هغه څه چې تاسو يې وایئ پوه شئ، د اسلام ګران پیغمبر دا ایت یې هم عمر ته قرائت کړ. لیکن هغه لا خپل عادت پرې نه ښودل تر دې چي بلاخره د مائدې د مبارکې سورې ۹۱ ایت نازل شو او په کښې په پرېکنده توګه شراب حرام وبلل شو.
دغه ایت شریف کې راغلی دی:« إِنَّما یُریدُ الشَّیْطانُ أَنْ یُوقِعَ بَیْنَکُمُ الْعَداوَةَ وَ الْبَغْضاءَ فِی الْخَمْرِ وَالْمَیْسِرِ وَ یَصُدَّکُمْ عَنْ ذِکْرِ اللّهِ وَ عَنِ الصَّلاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ: شیطان مى
یقینًا همدا خبره ده چې شیطان غواړي چې ستاسو په مینځ كې د شرابو او جوارۍ په ذریعې سره دښمني او بغض واچوي او تاسو د الله له ذكر نه او له لمانځه نه بند كړي، نو ایا تاسو (له شرابو او جوارۍ نه) منع كېدونكي یئ؟
له دغه پرېکنده خبرې نه وروسته، نور د پلمو هیڅ ځای پاتې نه شو او د پیغمبر مبارک ټولو یارانو له شرابو نه پرهېز وکړ.
لا د دغه ایت له نازلېدو څخه دومره موده تېره شوې نه وه چي دا پوښتنه مطرح شوه، ایا هغهکسان چي له دې مخکې یې شراب څښل او جواري کول، هغوی سره به څه وشي؟ ایا هغوی به وبخښل شي؟ یوه ډله حضرت پیغمبر ص ته ورغلل او ورته وویل زمونږ هغه وړونه چي د دغه ایت له نزول نه مخکې له توبې پرته مړه شوي دي، هغوی سره به څه وشي؟ په دغه وخت کې د مائدې د مبارکې سورې ۹۳ ایت نازل شو چي فرمایي:
« لَیْسَ عَلَى الَّذینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصَّالِحاتِ جُناحٌ فیما طَعِمُوا إِذا مَا اتَّقَوْا وَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصَّالِحاتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَ آمَنُوا ثُمَّ اتَّقَوْا وَ أَحْسَنُوا وَ اللهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنینَ:
هېڅ ګناه نشته په هغو كسانو باندې چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په هغه (شرابو) كې چې هغوى (له دې حكم نه مخكې) خوړلي (څښلي) دي، که هغوي پرهیزګاره شي او ایمان راوړي او نېک کارونه وکړي، بیا پرهیزګارۍ ته دوام ورکړي او خپل ایمان جاري وساتي، او په پرهیزګارۍ ټینګار وکړي اونیک کارونه وکړی او خدای نيکي کوونکي خوښوي.
د قرآن شریف لوی مفسر علامه طباطبایي په المیزان کې کتاب کې دغه ایت شریف چي په کښې پرهېز او ایمان درې ځلې تکرار شوی دی، داسی معنا کوي: په حقیقت سره په هغو کسانو چي ایمان راوړي او صالح عمل کړي د هغه شرابو او نورو محرماتو په خاطر چي کړي دي، نیوکې نشته پرې، لیکن په دې شرط چي د خپل ایمان او نیک عمل سربېره په ټولو حالاتو کې په خدای او په رسول باندې امیان ولري او نیک عمله ووسي او ټوله واجبات تر سره کړي او له ټولو محرماتو ډډه وکړي د داسي فضایلو په درلودلو سره که د تحریم د ایت له نزول نه مخکې په دغو ناوړو چي د شیطان عملونه دي، مبتلا پاته شوی وي، هیڅه ملامتیا پرې نه شته، او متعال خدای د هغوی په مخکنیو ګناهونو عفوه کوي، دا په دې خاطر دی چي متعال خدای نیک عمله خلګ خوښوي ځکه چي په خپلو عملونو او باورونو کې یوازې د متعال خدای د رضایت په لټه کې دي.