د ړنا سرچینه ۵۳ (مادیات، د پېیلتیاو سرچینه)
د انعام د مبارکې سورې د ۱۴ او ۱۶ ایتونو شان نزول وڅېړو.
کعبه له پخوا زمانو څخه په مختلفو ولسونو کې ځانګړی ځای او محبوبیت درلوده، د مکې له ښار نه داسي یوه مسافر نه راتلئ مګر دا چي له مکې نه یې د ځان سره څو ډبرې د برکت لپاره راوړې واي. هغوی په خپلو ښارونو کې دغې ډبرې د ښه بخت او د برکت لپاره لګولې او د حج د مراسمو د طواف په څېر یې د لګول شویو ډبرو په شاوخوا راتاوېدل. د وخت په تېرېدو سره، د ډبرو طواف د ډبرو په پرستش او بلاخره په بت پرستی باندې بدل شو، مکه کې هم بت پرستي د خزاعې له قبیلې نه د «عَمْرو بن لُحَّى» له خوا پیل شو. عمرو د عربو له مشرانو بلل کېدا چي زیات پلویان یې درلوده، هغه چي شام ته په سفر تللی وو، هلته یې یوه ډله ولیده چي د بتانو پرستش یې کاوه، عمرو حیران شو او له هغوی نه پوښته وکړه چي تاسو څه کوئ. هغوی ورته وویل: چي دا زمونږ بت دی، مونږ یې پرستش کوو، له هغوی څخه باران غواړو، باران اوروي، د مرستې غوښتنه ورڅخه کوو، مرسته رارسوي. عمرو هغوی ته وویل: کولایشئ له خپلو بتانو یو بت ماته راکړئ چي خپلې ټاټوبې ته یې یوسم؟ هغوی د هُبَلْ په نامه بت چي د عقیق له قیمتي ډبرو جوړ شوی وو او د انسان شکل یې درلوده، عمرو ته ورکړ، عمرو هم مکې ته له راستنېدو وروسته،بت یې په کعبه شریفه کې دننه کښېښودل او خلګو ته یې د هغه د پرستش بلنه ورکړه. له هغه وروسته، هر مسافر چي مکې ته راو به رسېده، خپل کور ته له تلو مخکې به د مکې د طواف تر څنګ د بتانو درناوی ته هم ورتلل. رو رو خلګ دې ته سرحد ته ورسېدل چي هر یو به خپل په کور کې د پرستش لپاره ځانګړی بت اېښودلی و.
یوه ورځ حضرت نبی اکرم ص مسجدالحرام ته ننوتل، هلته د قریشو مشران ولیده چي بتانو ته یې سجدې کولې. پیغمبر ص هغوی ته وفرمایل چي دا کار مو د پلرونو له دین یعني حضرت ابراهیم علیه السلام له مذهب سره په ټکر کې دي او له دې کار باید ډډه وکړئ. خو د قریشو مشران ورته وویل: مونږ په دې خاطر دې بتانو سجدې کوو چي خدای سره مو د تقرب یعني نژدېوالې لامل شي. حضرت پیغمبر ص ورته وفرمایل چي دا کار شرک دی او متعال خدای مو دا عمل نه قبلوي. د حضرت نبی اکرم ص دغې خبرې په هغوی بدې ولګېدلې او په دې خاطر د قریشو مشرانو د هغه حضرت د ځورولو فیصله وکړل لیکن حضرت پیغمبر اکرم ص خپل تبلیغ او هدایت یې پیل کړی وو، داسي لاره چي پښېماني په کښې ناممکنه وه، حضرت نبی اکرم ص ورځ تر بلې یې د بت پرستی او د شرک په ضد خپلې مبارزې ته شدت ورکاوه، او په مقابل کې بیا مشرکینو هم خپلې ځورونې زیاتولې. د قریش مشرانو خپله هم پوهېده چي دا بتان هیڅ هم نه شي کولای خو بتان هغوی ته زیاتې اقتصادي ګټې درلودلې او هغوی نه غوښتل چي د بت پرستی نه رامینځ ته شوي عایدات یې له لاسه وتلي وای نو ځکه د بت پرستی په ضد تبلیغ د هغوی د نامشروع عایداتو د ګواښلو په معنا وه.
د حضرت پیغمبر اکرم ص د تبلیغ او د هدایت د لمنې په پراخېدو سره، مشرکانو په دې فکر کې شول چي د یوه حل لاره پیدا کړي نو هغوی د دې کار لپاره د مکې یو محترم شخصیت او د پیغمبر ص اکا ابوطالب ته ورغلل او له هغه څخه وغوښتل چي د خبرې له خرابېدو نه مخکې، د دوی تر مینځ جوړه روغه وکړي. مشرکانو ابوطالب علیه السلام ته وویل: ستا وراره محمد ص زمونږ خدایانو ته بدې ردې وایي او زمونږ له مذهب څخه په بدی سره یادونه کوي. هغه زمونږ عقل احمقانه بولي او زمونږ پلرونه ګمراه ګڼي. یا محمد ص له دې کار څخه منعه کړه، او یا هم مونږ او محمد ص سره پرېږده او ملاتړ یې مه کوه. مشرکانو ابوطالب ته وویل چي ته به هم زمونږ سره دې خبره کې قناعت لرې، مونږ به خامخا د محمد ص د دغو کارونو مخنیوی وکړو. ابوطالب علیه السلام هغوی سره له شخړو ډډه وکړه او په نرمه ژبه ورسره خبرې وکړې او رخصت یې کړ.
خو له دې پېښې نه وروسته، بیا هم حضرت نبی اکرم ص، له بت پرستی نه د خلګو منعه کولو او اسلام ته د هغوی رابللو ته دوام ورکړ او هیڅ یو ګواښ یې په وړاندې کارنده نه وو، همدا مساله د قریشیانو د لازیاتې غوصې لامل شو، په دې خاطر د قریش مشرانو یو ځلې بیا ټوله سره راغونډ شول او ابوطالب ته ورغلل او ورته وویل: اې ابو طالبه! تاسو په قریشو کې له لوړ مقام څخه برخمن یاست، مونږ ستا نه وغوښتل چي خپل وراره یعني محمد له دغو کارونو وګرځوې. خو تا له دې کار نه انکار وکړ، په خدای دې مو قسم وي چي مونږ نور د خپلو خدایانو په هکله د محمد د ناوړه خبرو او د هغه له لورې زمونږ د عقیدې په هکله بد او رد نه شو زغمولای، اوس نو یا هغه له دغو کارونو راوګرځوه، او یا به مونږ تاسو دواړو سره دښمني وکړو تر هغه چي په مونږ کې یو له مینځه لاړشي. هغوی د خبرداری له ورکولو وروسته، ووتل. ابوطالب علیه السلام چي وار له مخکې اسلام راوړی وو، خو خبره یې پټه ساتلې وه څو له دې لارې د خپل وراره ملاتړ وکړي، ابوطالب علیه السلام حضرت نبی اکرم ص ته ورغی او ورته وویل:
اې زما وراره، خلګ ماته راغلې وه ګډې وډې خبرې کولې، ته د خپل ځان او زما د ساتنې لپاره یوه چاره وکړه او ما داسي یوه ستونزه کې مه اچوه چي د هوارولو وړتیا یې راسره نه وي. په دغه وخت کې د اسلام ګران پیغمبر ص د خپل اکا په ځواب کې هغه مشهوره جمله یې وویل چي د حق په لاره کې د هغه حضرت ص د سرشیندنې او د ژمنتیا ښودنه کاوه، حضرت نبی اکرم ص وفرمایل: اې زما ګران اکا، په خدای دې مې قسم وي چي که لمر زما په یوه لاس کې او سپوږمۍ مې په بل لاس کې کښیږدوي بیا به هم له تبیلغ نه لاس وانخلم، تر دې چي اسلام بریالی شی او یا په دې لاره کې خپل سر بایلوم. په دغه وخت کې د حضرت نبی اکرم ص له سترګو اوښکې تویې شوې او بیا روان شو، څو قدمه یې اخیستې نه وه چي ابوطالب ږغ پر وکړ او په ادبي ژبه کې یې ورته وویل: اې زما د ورور زویه! د قرېشو لاس به هیڅکله تاته نه ورسیږي، تر هغه پورې چي په خاورو کې ښخ شوی نه یمه، ستا له ملاتړ څخه به لاس وانخلم، خپل ماموریت څرګند کړه او له هیچا څخه مه ویریږه، زیری وکړه او د خلګو زړونه ړنا کړه، زه دې هم اسلام ته وبللم او پوهېږم چي ته رېښتیا وایي او په خپله بلنه کې امین او صادق یې، په حق سره چي د محمد دین د نړۍ تر ټولو غوره دین دی. بیا ابوطالب مشرکانو ته ورغلل او هغوی ته وویل: په خدای دې مې قسم وي، محمد ص هیڅکله درواغ نه دی ویلی او نه شاته کیږي، اوس لاړ شئ او کله چي هدایت شواست بیرته راشئ.
کله چي قریشیانو دا حالت ولېده نو بیا له حضرت محمد ص سره د مخامخو خبرو غوښتونکې شول، څو ورته ځینې امتیازات او وړاندیزونه ومني او له خپلې لارې څخه راوګرځوي. قریشیانو په همدغه هدف سره، یو کس د نبی اکرم ص پسې واستول، حضرت نبی اکرم ص چي د هغوی د هدایتولو لېواله وو، د هغوی بلنه یې ومنله او د قریشو مشرانو ته ورغلل. هغوی ورته وویل: اې محمد! مونږ ځکه کس په تاپسې واستول چي خبرې درسره وکړو، په خدای دې مو قسم وي چي په ټوله عربو کې هیڅوک ستا په شان کارونه یې له خپل قام سره نه دی کړئ، ته زمونږ نیکونو ته ښکنځل کوې او زمونږ دین ته بد وایې او زمونږ د خدایانو سپکاوی کوې او زمونږ مفکوره جهل بولې او په خلګو کې د نفاق او د هغوی د تیت او پرک کېدو لامل شوی یې او زمونږ په حق کې دې هر ډول ناروا کړې ده. که په دغو خبرو سره د دنیا د مال او شتمنی په لټه کې یې، مونږ به دومره پیسې درته راغونډې کړو چي له ټولو نه زیات شتمن شې او که د مقام غوښتونکی یې، تا خپل واکوال ګرځوو او که جایدادونه غواړې نو تا خپل مالک ګرځوو، او که په تا الهامات د پېریانو له خوا کیږي او پېری درباندې کښېناستلی دی، چي شاید داسي شوی وي، ستا د علاج لپاره زیاتې پیسې لګوو څو ښه شې خو په بدله کې ته هم زمونږ دین خپله کړه.
حضرت نبی اکرم ص د هغوی په ځواب کې وفرمایل: هغه څه چي تاسو وایاست په ما کې نه شته، زه ستاسو د شتمنیو د ترلاسه کولو لپاره تاسو ته نه یم راغلی، نه مقام غواړم نه څوکۍ او نه هم په تاسو د باچاهی تمه لرم، لیکن متعال خدای زه د پیغمبر په توګه ستاسو په لورې لېږدولی یم او پرما باندې کتاب نازل کړی دی او ماته حکم کړی دی چي تاسو ته زیری او خبرداری ورکړم. ما الهي حکم تاسو ته ورسول او تاسو ته مې نصیحت وکړ، که زما خبرې ومنئ، په دنیا او اخرت کې به نېکمرغه شئ او که یې نه ومنئ، د متعال خدای د حکم د عملي کولو لپاره صبر او زغم کوم څو متعال خدای په مونږ کې فیصله وکړي. په دغه وخت کې متعال خدای د انعام د مبارکې سورې ۱۴ او ۱۶ ایتونه نازل شول.
دغو ایتونو کې راغلې دي: «قُلْ أَ غَیْرَ اللّهِ أَتَّخِذُ وَلِیّاً فاطِرِ السَّماواتِ وَ الاَْرْضِ وَ هُوَ یُطْعِمُ وَ لا یُطْعَمُ قُلْ إِنِّی أُمِرْتُ أَنْ أَکُونَ أَوَّلَ مَنْ أَسْلَمَ وَ لاتَکُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِکینَ / قُلْ إِنِّی أَخافُ إِنْ عَصَیْتُ رَبِّی عَذابَ یَوْم عَظیم / مَنْ یُصْرَفْ عَنْهُ یَوْمَئِذ فَقَدْ رَحِمَهُ وَ ذلِکَ الْفَوْزُ الْمُبینُ: ته ووایه: ایا زه له الله نه غیر (بل) ولي غوره کړم؟!، هغه الله چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى او هغه روزي وركوي او هغه ته خوراك نشي وركولى؟ ته ووایه: بېشكه ما ته خو حكم شوى دى چې زه په اسلام راوړونكو كې اول شم او (ما ته ویل شوي دي چې) ته هېڅكله هم له مشركانو څخه مه كېږه ! ته ووایه: بېشكه زه كه د خپل رب نافرماني وكړم د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم، هغه څوك چې له هغه څخه په دغې ورځ كې الهی سزا واړول شو، نو یقینًا هغه د خدای له رحمت څخه برخمن شوی او همدا څرګنده كامیابي ده».