د ړنا سرچینې ۵۲
په دې برخه کې به تاسو عزیزانو ته د مائدې د مبارکې سورې د ۱۰۳- ۱۰۴-۱۰۶ او ۱۰۸ ایتونو د شان نزول په هکله معلومات درکړو
په عربو کې له اسلامه مخکې، په دښتو کې د اوسېدو او د ښارونو له تمدن او فرهنګ او ټولنیز ژوند څخه د لیریتوب د امله، خرافات سخت زیات وو. د مثال په توګه که غوا اوبه نه وای څښلئ، غویی ته یې لت ورکاوه. که په دښته کې څوک ورک شوې وای، نو بیایې خپل کمیس چپه اچول، یا هم په ځینو حیوانانو نښې او نومونه اېښودل او بیا د هغه حیوان وري، شیدې او غوښه یې په ځانونو حرام ګڼل. هغوی د هغه اوښه چي پنځه ځلې یې چوچی راوړي وای او اخری چوچی یې نر وای غوږ پرې کول او بیا یې له چوچي سره یو ځای په پوره درناوی سره په دښته کې خوشي کول. هغوی دغې اوښې ته بجیره ویل، بحیره په عربي ژبه کې هغه اوښې ته وایي چي غوږ یې سوری شوی وي. نو بیا خلګو په هغې اوښې له سپرېدو او له هغې نه د کار له ایستلو ډډه کاوه او هغه یې یو ډول مقدسه ګڼله. ځینو عربو په سلامتیا سره د مسافر د راستنېدو او یا هم د ناروغ د ښه کېدو لپاره هم په ځان نذر اېښودل چي اوښه بحیره کړي. همدارنګه هغه اوښ چي لس نسله ورڅخه اخیستل شوې وای نو بیا «حَامٍ» بلل کېده او بیا کار نه ترې اخیستل کېده او خوشي کېده.
په ځینو قبایلو کې دا رسم هم موجود وو، کومې بزې چي اووه ځلې بېلاربه کېدې، او اووهم ځل یې چېلی زېږاوه هغه یې د خپلو بوتانو لپاره قرباني کوله، او غوښه یې یوازې د نارینه و لپاره حلاله وه، خو که په اووم ځل یې چېلۍ زېږولې وای بیا یې د پسونو په رمه کې خوشي کوله او نه یې حلالوله. لیکن که بزې په اووم ځل غبرګولي راوړل چي یو یې نر او بله یې ښځه وای، ویل به یې چي خور له ورور سره په احترام کې یو ځای شوه یعني هغه نر بچي هم باید و نه وژل شي، او باید حرمت یې وساتل شي او ګټې یې سړو ځانګړي کېده، د دغه وصلت په وجه یې هغه ته«وَصِیلَةٍ» ویله. عربو خپلې دغې کړنې مقدسې بللې، ورباندې پایبنده وو، او دغې کړنې یې له حیوانه د قدرونې او شکر د ادا کولو په معنا باله. په داسي حال کې چي دغو حیوانانو له سختو شکنجو او کړاونو سره مخامخېدل ځکه چي کار نه ترې اخیستل کېده او په دې خاطر هم څوک واښه نه ورکاوه، په دې خاطر هغوی له لوږې او یا هم ناروغتیا په خاطر مړه کېدل، بله مساله دا ده چي هغوی دغه خرافات یې د متعال خدای احکام بلل په داسي حال کې چي دا کارونه د مال او شتمني د ضایع کولو او د الهي نعمتونو د له مینځه وړلو ورکوي. قرآن کریم د دغه حکم په ردولو سره، د مائدې د سورې په ۱۰۳ او ۱۰۴ ایتونو کې فرمایي: «مَا جَعَلَ اللهُ مِن بَحِیرَة وَلاَ سَآئِبَة وَلاَ وَصِیلَة وَلاَحَام وَلَـکِنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا یَفْتَرُونَ عَلَى اللهِ الْکَذِبَ وَأَکْثَرُهُمْ لاَ یَعْقِلُونَ/ وَإِذَا قِیلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَآ أَنَزَلَ اللهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُوا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَیْهِ ءَابَآءَنَآ أَوَلَوْ کَانَ ءَابَآؤُهُمْ لاَ یَعْلَمُونَ شَیْئاً وَلاَ یَهْتَدُونَ: خدای تعالی هیڅ ډول «بحیره» او «سائبه» او «وصیله» او «حام» نه دي ټاکلي (څلورو کورنیو حیواناتو ته اشاره چي د جاهلیت په زمانه کې ترې استفاده حرامه بلل کېده او دا بدعت په اسلام کې منعه شو) خو کوم کسان چي کافران شول په خدای پورې درواغ تړي، او د دوی زیاتره یې نه پوهیږي. کله چي هغوی ته وویل شي (د هغه څه په لور چي خدای نازل کړی او د پیغمبر په لور راشئ) وایي: (زمونږ لپاره هغه څه چي له پلرونو راپاتي دي، بس دي) آیا که د دوی پلرونه په څه نه پوهېدل او نه وو هدایت شوي (نو بیا هم د هغوی پیروي کوي؟)
ابن ماریه یو وتلی سوداګر و چي د سوداګریو له لارې یې پیسې ګټلې. هغه په ځلونو د مدینې او شام په لاره تللی وو. هغه کله نا کله هم له دوو عیسوي وړونو عدی او تمیم سره په ملتیا په سفر تلل. ابن ماریه په خپل وروستی سفر کې له شام څخه د راستنېېدو پر مهال، ناروغ شو. هغه چي خپل مرګ نژدې ولیده، د شاهدانو له حضور پرته یوه وصیت نامه ولیکه او په خپلو توکو کې پټه کړه، هغه د ځانکندن په حالت کې خپلو ملګرو ته وویل چي ټولې توکې یې کورنۍ ته ور وسپاري. ابن ماریه په مسافرت کې مړ شو او په داسي حال کې چي ډېر مال او منال ورڅخه پاتي و، همهلته کې ښخ شو. خو د هغه بې وفا ملګرو د هغه شتمني ته تمه لرله، عدی او تمیم د هغه په مالونو کې وګرځېده او ټوله قیمتي څیزونه یې ورڅخه واخیسته، بیا مدینې ته د راستنېدو پر مهال پاته مالونه یې د هغه عزیزانو ته وروسپارل. وارثانو په مالونو کې وګرځېده او د یو نیم قیمتي شیان چي ابن ماریه له ځان سره وړي، نه ومونده. خو هغوی د ابن ماریه وصیت نامه پیدا کړه، چي په کښې د ټولو مالونو لیسټ شامل وو. د ابن ماریه وارثانو دوو عیسوي وړونو ته ورغلل او د ورک شویو څیزونو غوښتنه ورڅخه وکړل، خو دغو دوو وړونو انکار وکړل او وویل: نه هر څه چي ورڅخه پاتي وو، تاسو ته مو درکړل، د هغه په ورکو شویو مالونو خبر نه یو.
وارثانو په ډېرې ناهیلی سره، د اسلام ګران پېغمبر ص ته ورغلل او له دغو دوو عیسوي وړونو څخه شکایت وکړل. په دغه وخت کې د مائدې د مبارکې سورې ۱۰۶ او ۱۰۸ ایتونه نازل شول چي فرمایي: یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا شَهادَةُ بَیْنِکُمْ إِذا حَضَرَ أَحَدَکُمُ الْمَوْتُ حینَ الْوَصِیَّةِ اثْنانِ ذَوا عَدْل مِنْکُمْ أَوْ آخَرانِ مِنْ غَیْرِکُمْ إِنْ أَنْتُمْ ضَرَبْتُمْ فِی الأَرْضِ فَأَصابَتْکُمْ مُصیبَةُ الْمَوْتِ تَحْبِسُونَهُما مِنْ بَعْدِ الصَّلاةِ فَیُقْسِمانِ بِاللّهِ إِنِ ارْتَبْتُمْ لانَشْتَری بِهِ ثَمَناً وَ لَوْ کانَ ذا قُرْبى وَ لانَکْتُمُ شَهادَةَ اللّهِ إِنّا إِذاً لَمِنَ الآثِمینَ / فَإِنْ عُثِرَ عَلى أَنَّهُمَا اسْتَحَقّا إِثْماً فَآخَرانِ یَقُومانِ مَقامَهُما مِنَ الَّذینَ اسْتَحَقَّ عَلَیْهِمُ الأَوْلَیانِ فَیُقْسِمانِ بِاللّهِ لَشَهادَتُنا أَحَقُّ مِنْ شَهادَتِهِما وَ مَا اعْتَدَیْنا إِنّا إِذاً لَمِنَ الظّالِمینَ/ ذلِکَ أَدْنى أَنْ یَأْتُوا بِالشَّهادَةِ عَلى وَجْهِها أَوْ یَخافُوا أَنْ تُرَدَّ أَیْمانٌ بَعْدَ أَیْمانِهِمْ وَ اتَّقُوا اللّهَ وَ اسْمَعُوا وَ اللّهُ لایَهْدِی الْقَوْمَ الْفاسِقینَ:
ژباړه: ای هغو کسانو چي ایمان مو راوړی دی ! کله چي په تاسو کې د یو کس مرګ راورسیږي، د وصیت پر مهال باید له خپل مینځه دوه عادل کسان ګواهی ته وغواړئ، یا که په سفر لاړاست او ستاسو د مړینې مصیبت راورسېد،( اوهلته مو کوم مسلمان پیدا نه کړ) له خپلو کسانو غیر دوه کسان ګواهی ته وغواړئ. او که د ګواهی د ورکولو پر مهال مو د هغوی په صداقت کې شک وکړ هغوی له لمانځه وروسته حصار کړئ چي قسم وخوري ( چي مونږ تیار نه یو حق په بل شي وپلورو که څه هم زمونږ د خپلوانو په اړه ولې نه وي او الهي ګوهي نه پټوو، که نه وي نو له ګناهګارانو به وو! او که معلومه شي چي دغه دوه، په ګناه اخته شوي (او حق یې پټ کړی) نو داسي دوه کسان چي مړي ته زیات نژدې وي د هغو دوو په ځای راځي او په خدای قسم خوري چي ( زمونږ ګواهي د هغو دوو تر ګواهی حق ته زیاته نژدې ده، او مونږ هیڅ تیری نه دی کړی: او که داسي مو کړئ وي نو له ظالمانو څخه به وو! دا کار نژدې دی دې خبرې ته چي په حقه ګواهي ورکړي (او له خدایه وویریږي) او یا وویریږي چي ( درواغ یې اشوا شي او ) د هغوی د قسمونو ځای نور قسمونه ونیسي. د خدای سره (له مخالفته) ډډه وکړئ او غوږ کښېږدوئ او خدای فاسقان خلګ نه هدایتوي.
په دې توګه متعال خدای د دې لپاره چي د خلګو حقوق او د هغوی د وارثانو حقوق تر پښو لاندې نه شي او د پاته یتیمانو او ماشومانو حق ضایع نه شي ، ایماندارو ته امر کوي چي د مړینې پر مهال وصیت وکړي او د خپل وصیت لپاره دوه عدالت پاله شاهدان ونیسي او یا هم خپله شتمني همدغو دوو عادلو کسانو ته ور وسپاري.