د ړنا سرچینې ۵۵
لکه څرنګه چي پوهېږئ د تل په څېر مونږ په دغه خپرونه د ایتونو شان نزول څېړو، نن مو هم خپرونه د انعام د مبارکې سورې د ۴۷ ایت شان نزول ته ځانګړې کړې ده.
قریش له هغه وروسته چي ځان یې د اسلام په وړاندې ناتوانه او ماته خوړلې ولیده، ناځوانۍ ته یې مخه کړه، د قریش مشرانو د مکې د جرګې په ځای دارالندوه کې یوه غونډه جوړه کړه، هغوی له یو بل سره له سلامشورو نه وروسته، دې نتیجې ته ورسېده، چي باید د اسلام ګران پیغمبر ص له قبیلوي ملاتړونو بې برخه کړي، څو په دې توګه د اسلام د خپراوی مخه ونیول شي.
په قبیلوي نظام کې، د یوې قبیلې خلګ له یو بل څخه دفاع باندې ځانونه ملزم ګڼي، که حتی د قبیلې غړی تېروتنه کړی وي، خو بیا هم د قبیلې په چوکاټ کې ټوله باید ورڅخه ملاتړ وکړي، بنی هاشم هم له اسلامه وروسته، ټولو په یوه هیړ د اسلام له ګران پیغمبر څخه دفاع وکړه، د بني هاشم اکثریت اسلام راوړي وه، خو حتی د بني هاشم هغو کسانو چي مسلمان شوي نه وه، هم د قبیلوي نظام په چوکاټ کې له حضرت نبی اکرم ص څخه ملاتړ ته دوام ورکول.خو په بني هاشمو کې دوو کسانو له دغې قاعدې یا چوکاټ نه وتلي وه، یو ابوسفیان بن حارث بن عبدالمطلب او بل بیا د پیغمبر ص اکا ابولهب. دا په بني هاشم کې یوازنی دوه کسان وه چي د حضرت نبی اکرم ص سره مخالفت کاوه.
د قریش د مشرانو د جرګې فیصله دا وه چي باید په ټول بني هاشم باندې هر اړخیز بندیزونه ولګول شي، څو بېچاره او لالهانده شي او د ځانونو د ژغورلو په موخه، حضرت نبی اکرم ص یوازې پرېږدوي. هغوی یوه ژمن لیک ولیکه چي له مخې یې بني هاشم سره هر ډول راکړه ورکړه او اړیکې ممنوع شوې وه. البته دا بندیز یوازې سوداګریز او اقتصادي بڼه نه درلوده بلکې ټولنیز اړخ هم لرل، یعني هیڅوک له بني هاشم سره، د رشتې د جوړولو یا خپلوی اجازه نه درلوده، نه یې د بنی هاشم لور غوښتلایشوای او نه یې هم خپلې لوڼې بني هاشم زامونو ته ورکولایشوای.
له دغه بندیزه وروسته په بنی هاشم ډګر تنګ شو، حالات دومره سخت شو چي بني هاشم د قبیلې خلګو په پېسو سره هم هیڅ شی اخیستلای نه شوای. دغه سند چي د قریشو د مشرانو له لورې لاسلیک شوی وو په مکه شریفه کې ځوړنده شوی و او د بعثت له اووهم کال نه وروسته عملي شو.
د اسلام ګران پیغمبر ص له دغې مسالې نه د خطرې احساس وکړ او په بنی هاشم باندې د فشارونو د کمولو لپاره له خپل اکا ابوطالب ع سره په مشورت کې دې نتیجې ته ورسېدل چي بني هاشم باید مکه پرېږدوي او ټوله د ابوطالب په نامه یوې درې ته ورشي او یو ځای کې میشت شي څو د قریشو په وړاندې د ځان دفاع وکړایشي. د ابولهب او ابوسفیان نه ماسېوا ټوله بنی هاشم د پیغمبر ص پرېکړې ته غاړه کښېښوده او د ابي طالب شعب ته کډه وکړه، ځینې روایتونو کې حتی بنی مطلب چي بني هاشم سره یې نژدې خپلوي درلوده، په داسي حال کې چي اسلام یې نه راوړي، طرف د قبیلې د رواجونو په چوکاټ کې د بني هاشمو یوازې پرېښودل، بې غیرتي وباله، او له هغوی نه په ملاتړ کې د ابی طالب شعب ته ورکډه شول او د قریشو له بندیز سره مقابلې ته ووتل. دا بندیز د مسلمانانو ضد نه وو، بلکې دا بندیز د حضرت نبی اکرم ص د ټولو خپلوانو او د قبیلې د غړو په ضد بندیز وو، څو خپله قبیله یعني بني هاشم مجبوره شي چي له حضرت نبی اکرم ص څخه خپل ملاتړ وسپموي، او هغه حضرت له ځانه لیري کړي. خو په دې مینځ او مان کې د ابوبکر، عمرخطاب، عثمان بن عفان، ابوعبیده جراح، سعد بن ابی وقاص او عبدالرحمن بن عوف په څېر مسلمانانو چي د بني هاشم له قبیلې څخه نه وو، جلاوطنۍ ته مجبوره نه شول، بلکې په مکې کې له کومه ستونزو پرته ژوند کاوه.
د بندیز پر مهال ابوطالب ع د حضرت نبی اکرم ص له ټرور څخه زیاته اندېښنه درلوده په دې خاطر کې یې د ټولو مخته حضرت نبی اکرم ص ته ویل چي په خپله بستره کې ویده شي او بیا به یې په پټه حضرت نبی اکرم ص په بستره کې خپل زوی ویده کوی او هغه حضرت یې پټ ځای ته بیوی. یوه ورځ ابوطالب ع خپل زوی حضرت علی علیه السلام ته امر وکړ چي د اسلام د ګران پیغمبر په بستره کې پریوځي، شپه شوه او حضرت علی علیه السلام د نبی اکرم ص په ځای کې پرېوتی او خپل پلار ته یې وویل: «یا ابتاه إنّى مقتول»؛ یعني اې پلاره! ایا زه به وژل شم، ؟ ابوطالب په ځواب کې ورته یو شعر ولوستل چي معنایې په دا ډول دی: « زما زویه! په دغه ازموینه کې زغم وکړه، ځکه چي صبر یو عاقلانه لاره ده، هر یو ژوندی بلاخره مړي، ته مې په دې سخته ازموینه کې د داسي شخصیت قربانی ګرځولی یې چي اصیل دی او د اصیل زوی دی.
د بندیز پړاو د حضرت نبی اکرم ص په رسالت اثر وکړ، له بندیز نه مخکې، هر کال په مناسبو فرصتونوکې د اسلام تبلیغ او معرفي کول، لیکن په دې بندیز سره، نور حضرت پیغمبر سره مکې ته د راتګ امکان نه وو، ځکه چي هلته ورته ځاني خطر موجود وو.
مسلمانانو یوازې په محرمو میاشتو کې چي د زیارت میاشتې وې، مکې ته د ورتلو اجازه درلوده، یعني یوازې په رجب او ذی الحجه کې، په دې خاطر حضرت نبی اکرم ص یوازې په دغو دوو میاشتو کې مکې ته د تبلیغ لپاره ورتلایشوای.
قریش د حرام د میاشتو حرمت نه شوای ماتولای، په دې خاطر د خدای رسول ص په دغو دوو میاشتو کې په ښکاره توګه د قریشو د سترګو په مخکې مکې ته تلل او د مسجدالحرام سره یې تبیلغ کاوه او زیارتوال یې اسلام ته بلل، بنی هاشم هم له دغوو میاشتو نه په استفادې سره، مکې ته راتلل او له زیارتوالو سره یې سوداګري کوله، قریشیانو خپل د بندیز پرېکړه په زیارتوالو پلې کولای نه شواي خو د ابوجهل او ابولهب په څېر کسانو په دغه وخت کې به یې د بنی هاشمو او د زیارتوالو سوداګرې کې لاسووهنې کولې او هغوی ته ویل چي خپلې توکې په بنی هاشم باندې مه خرڅوئ ځکه چي مونږ درڅخه په لا ګرانیه بیه اخلو.
هغه شتمني چي د حضرت خدیجه کبرا سلام الله علیها سره وه، او له واده وروسته یې حضرت نبی اکرم ص ته ورډالۍ کړې وه، د بندیز په پړاو کې، د بني هاشم د لومړنیو ضروریتونو د پوره کولو لپاره ولګول شوې، په داسي ډول چي بني هاشم د خپلو ضروري توکو د تر لاسه کولو لپاره یې کسان لیري سیمو ته استول او په ګران قېمت سره یې رانیول. له بلې خوا څخه بیا د قریشو په کفارو کې هم داسي غیرتمن کسان وه چي له دغه بندیز څخه ملاتړ نه کاوه او د بني هاشم په ښځو او ماشومانو یې زړونه سوځېده، هغوی به په اوښانو باندې خوراکي توکې بارولې او شعب ابې طالب سره یې، نژدې اوښان خوشي کول څو د بني هاشم لاس ته ورشي. کله نا کله هم اوښان د قریشو د څارونکو لاس ته ورتلل چي بیا د اوښانو د مالکینو او د قریشو د مشرانو تر مینځ یې په سر لانجې او شخړې کېدلې.
یوه ورځ ابوجهل د حضرت بي بي خدیجې سلام الله علیها د یوه خپلوان حکیم بن حزام سره مخ شو، هغه یې ولیده چي خپل غلام سره، د شعب ابوطالب په لوري روان دی او د غنمو یوه پلنده خدیجې ته ور وړي. ابوجهل د هغه مخې ته ودرېدل او وویل: ایا د بنی هاشم لپاره توکې وړې؟! په خدای دې مې قسم وي چي پرېږدم دې نه او په مکې کې دې رسوا کوم. په دغه وخت کې د ابوالبختري په نامه یو کس راورسېده او وویل: څه کیسه ده؟ ابوجهل ویل ګوره دا کس خدیجې ته غنم وړي، ابوالبختري ورته وویل: پرېږده ستا څه ورسره کار دی؟ دا غنم د خدیجې دي او دې سړي په امانت پرتې وې، اوس یې بیرته خپل خاوند ته حواله کوي. خو ابوجهل لاس وانه خیسته او جنجال یې کول، ابوالبختري په غوصه شو او د اوښ د زامۍ په هډوکۍ سره چي هلته غورځېدلې وه، د ابوجهل په سر باندې ګوزار وکړ چي د ابوجهل سر مات شو او وینې ترې روانې شوې. حمزه دا جنجال ولیده، ابوجهل سخت خوابدی شو، چي دا خبره رسول الله مبارک ص ته رسیږي او هغوی به په دې خبرې باندې خوشحاله شي.
د اقتصادي او ټولنیزو بندیزونو د امله په شعب ابي طالب کې ژوند د بني هاشمو لپاره سخت شوی وو، هغوی یوازې په محرمو میاشتو کې سوداګري کولایشوای او نور کال کې له کاختی سره لاس په ګرېوان وه، تر دې چي ماشومانو له لوږې ژړېدل او چیغو یې د قریشو پورې رسېدلې. خو د ماشومانو فریادونه هم د قریشو په زړونو کې د رحم لامل نه کېدی. ځوانان به یوازې د یوه خرما په خوړلو سره شپې سبا کولې، حضرت امام علی علیه السلام معاویې ته په لیک کې د ابی طالب په شعب کې د بندیز د پړاو په هکله داسی لیکي: د قریشیانو غوښتل زمونږ پیغمبر را ووژني او زمونږ جړه له مینځه یوسي، په دې هکله یې چلونه وکړه او هلې ځلې یې وکړې. له خپل خوږ ژوند څخه یې وګرځولو او اندېښنو سره یې مخامخ کړلو، غر ته د ختلو لپاره یې مجبوره کړو او د جنګ اور یې راته بل کړ، لیکن خدای وغوښتل چي مونږ یې د شریعت ساتوونکي ووسو او حرمت یې خوندي کړو. زمونږ مومنان د دې کار د اجر غوښتونکي وه، او زمونږ یعني بني هاشمو کفار هم د خپلو عزیزانو ملاتړ کاوه.
دا بندیز درو کلونو لپاره دوام پیدا کړه، دغه کړاونه د بنی هاشم د قبیلې د زیاتو کسانو د ناروغېدو لامل شو، خو بیا یې هم په ځانونو سختۍ ګاللې او یوازې یې د پیغمبر ص سره، د خپلو کړاونو په هکله د زړه خولې کولې.
په دغه وخت کې د انعام د مبارکې سورې ۴۷ ایت شریف نازل شو او متعال خدای یادونه وکړه چي دا ټولې ستونزې ختمېدونکې دي، لیکن په اخرت کې ظالمانو لپاره عذاب دردوونکی او تل پاتې دی.
متعال خدای په دغه ایت شریف کې د مسلمانانو ډاډګرینه کوي او فرمایي: :« قُلۡ أَرَءَیۡتَکُمۡ إِنۡ أَتَىٰکُمۡ عَذَابُ ٱللَّهِ بَغۡتَةً أَوۡ جَهۡرَةً هَلۡ یُهۡلَکُ إِلَّا ٱلۡقَوۡمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ: ته ووایه: ایا تاسو سوچ کړی دی چي که الهي عذاب په ناڅاپه (پټه) یا ښکاره په تاسو راشي، (نو) له ظالمانو ماسېوا څوک هلاکېدایشي!؟