Nov 05, 2023 13:17 Asia/Kabul
  • د لویدیځې اسیا د تیرې اونۍ بدلونونه

مهمه موضوع دا ده چې صهیونیسټ رژیم د امریکا په مستقم ملاتړ سره د غزې په تړانګه کښې جنایتونه ترسره کوی

 

صهیونیسټ رژیم په  تیره اونۍ کښې  هم په غزې بمباریو ته دوام ورکړ . د قدس نیواکګر رژیم حتی د جبالیه کمپ هم ونه بخښه او د سه شنبې په شپه یې دغه کیمپ بمبار کړ. د صهيونېسټ رژيم جنګی الوتکو لخوا د جباليه په هوائي ډګر په بمبارۍ کښې څه دپاسه سل فلسطينيان شهيدان او له ۳۰۰ زيات ژوبل شول. صهیونیسټ رژیم له دې مخکې هم په غزې کښې د المعمدانی روغتون بمبار کړی وو او په دغه جنایت کښې لږ تر لږه  ۵۰۰ فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۶۰۰ ژوبل شوی وو .

د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو د غزې په بې دفاع خلکو او طبی کارکونکو د حملو په دوام کښې د جمعې په شپه د الشفاء په روغتون بمباری وکړه چې په نتیجه کښې یې ۱۵ فلسطینیان شهیدان او په لسګونو نور ژوبل شول. د نیواکګرو رژیم جنګی الوتکو د خلکو په کورونو په تیره بیا د الشفاء روغتون په شاوخوا سیمو کې د لمریزې انرژۍ په پروژو او د بریښنا د تولید په مرکزونو بمبارۍ وکړې.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش په روغتونونو د صهیونیسټي رژیم د جنګیالیو د حملې په اړه په یوه بیانیه کښې وویل: په غزه کښې د الشفا روغتون ته څیرمه د امبولانسونو په کاروان د حملې په هکله د راپور له مخې سخت خواشینی شوم. د روغتون بهر په کوڅو کې د مړیو عکسونه زړه راښکونکي دي.

قطري چینل الجزیرې په یوه راپور کښې د جبالیه د کډوالو په کیمپ بمباري په وروستیو اونیو کښې د فلسطیني ملت په خلاف د صهیونیسټي رژیم ترټولو ناوړه حملې وبللې او لیکلي یې دي: دا یو ستر قتل عام دی. په دې سیمه کې د ویجاړو شویو ودانیو شمېر هم ستونزمن کار دی. د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې د معلوماتو له مخې جبالیه په غزه کې د کډوالو تر ټولو لوی کیمپ دی او تر روان کال پورې په دغه کیمپ کې شاوخوا ۱۱۶ زره  او ۱۱ فلسطینیان مېشت دي.

هغه څه چې صهیونیسټ رژیم د غزې د خلکو پرضد ترسره کوي د یوه جنګي جنایت ښکاره بیلګه ده . له همدې امله د دغو جنایتونو پر وړاندې په نړیواله کچه غبرګونونه راپارېدلي دي. چیلي او کولمبیا په  شان هیوادونو   په تل ابیب کښې خپل سفیران راوغوښتل  او بولیویا هم له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د پرې کولو اعلان وکړ.

مهمه موضوع دا ده چې صهیونیسټ رژیم د امریکا په مستقم ملاتړ سره د غزې په تړانګه کښې جنایتونه ترسره کوی . امریکا د فرانسې او انګلستان د دوو هیوادونو په ګډون تراوسه پورې د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو پرضد د هرډول پریکړه لیک د تصویبیدو مخه نیولې ده . دصهیونیسټ رژیم له جنایتونو دامریکا دملاتړ یوه بله نښه دا ده چې دامریکا حکومت رسما اعلان وکړ چې په اوسنیو حالاتو کښې په غزه کښې د هرډول اوربند مخالف دی ځکه دغه اوربند به صهیونیسټ رژیم ته هیڅ ګټه ونلري .

په جبالیه کیمپ له حملې وروسته د صهیونیسټي موقت حکومت د جنګ وزیر یواو ګالانت د چهارشنبې په سهار یو ځل بیا د امریکا د دفاع له وزیر لوئیډ آسټین سره په ټیلی فون کښې د غزې د تړانګې د حملو په هکله خبرې اترې وکړې. له بلې خوا دصهیونیسټي ترهګرې رژیم مشر اسحاق هرزوګ هم دامریکا دبهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره ټیلیفوني خبرې کړي دي بلنکن په دغو ټیلیفوني خبرو کښې وویل له هرزوګ سره یې ښاریزو  د ساتنې او د صهیونیسټي بندیانو د آزادولو په اړه خبرې وکړې .

دا څرګندونې او دغه ډول چلند په ښکاره توګه د دې ښودنه کوی چې د غزې د خلکو په قتل عام او نسل وژنه کې د بیت المقدس د نیواکګر رژیم له خوا د امریکا او ځینو اروپایی هېوادونو لاسونه هم لاس لری او دغه هېوادونه هم د غزې په جنایتونو کې شریک دی.

د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصرا... د جمعې په مازیګرد غزې تړانګې د بدلونونو په اړه وینا وکړه. سید حسن نصر... د الاقصی طوفان په بشپړ ډول د فلسطین په ماهیت باندې ټینګار  وکړ او ویې ویل: د مقاومت چورلیز هیڅ یو فعال له دې عملیاتو خبر نه وو. د الاقصی طوفان د سترو عملیاتو پریکړه او اجرا دواړه سل په سلو کې د فلسطینیانو له خوا وه، او پلانکیو دا پلان له هر چا  حتی په غزه کې میشتو مقاومتي ډلو هم  پټ ساتلې وو.

د لبنان د حزب ا... د عمومی منشی دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د فلسطین د جنګیالیو لخوا د صهیونیسټ رژیم د ذلت د یو ځل بیا د یادولو اوټینګار  په هدف سره شوی دی. د سید حسن نصرا... په وینا صهیونیسټ رژیم چې د حماس د نسکورولو په شمول خپلو لومړنیو اهدافو ته په رسیدو کې پاتې راغلی اوس هڅه کوی چې په حماس د خلکو د وژلو په دوام سره د اسرائیلو د بندیانو د خوشې کولو لپاره فشار راوړی خو دغه هدف  به هم د دغه جنایتکار رژیم د غزې د مظلومو خلکو په وژلو سره ناشونی وي.

د لبنان د حزب ا...د عمومی منشی د وینا بل اړخ دا وو چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۷۵ کلونو او په تیره یوه میاشت کښې د فلسطینیانو پرضد  هغه څه چی  کړی دی د امریکااو ځینو اروپایی هیوادونو د ستراتیژۍ نتیجه ده. حقیقت دا دی چې په لویدیځه اسیا کښې د صهیونیسټ رژیم شتون د لویدیځو قدرتونو د سیاست نتیجه ده .  انګلستان د بالفور په اعلامیې سره د صهیونیسټی رژیم د رامینځته کیدو او د سید حسن نصرا... په وینا د لویدیځې اسیا په سیمه د صهیونیسټ ورتپلو لپاره زمینه برابره کړه . د دغه جعلي او تپلی  رژیم د ساتلو لپاره یې په تېرو ۷۵ کلونو کې د غزې د مظلومو خلکو په وړاندې د هر ډول جنایتونو ملاتړ کړی او دغه ملاتړ یې نن هم د غزې د جګړې د مدیریت او له اوربند سره د مخالفت په بڼه دوام لري. سید حسن نصرا... په دې اړه وویل: امریکا د غزې د اوسنۍ جګړې مسئولیت په بشپړه توګه په غاړه لری او اسرائیل یې وسیله او اوزار  دی  او امریکا اجازه نه ورکوی چې یرغل ودروی او اوربند یی  رد کړی. دا امریکا ده چې د غزې جګړه اداره کوي. صهیونیسټ نیواکګر رژیم د امریکا او اروپایی هیوادونو په مرستې او ملاتړ سره د الاقصی په طوفان کښې د ماتې د شدت د کمولو کوشش کوی خو حقیقت دا دی چې د الاقصی طوفان عملیاتو د دغه رژیم  کمزورتیا او سستی  ښکاره کړه او دا  چې داسراییل  په حقیقت کې د جولا  له ځالې  ډیر کمزوری دی. د امريکا حکومت او د هغه ولسمشر، وزيران او جنرالان ټول د دغه رژيم دساتلو لپاره هلې ځلې کوي. هغه رژيم چې لړزېدلى و او په هغه كې زلزله راغلی وه ، تر څو يو څه هوش ورستون كړي او بيا پر خپلو پښو ودرېږي. خو تر اوسه يې په دې برخه کې نوښت  نه دی  ترلاسه کړی. د اسرائیلو په غیږ کې  اخیستلو لپاره د امریکا دغه ګړندیتوب د دغه رژیم ضعف  او کمزورۍ څرګنده کړه .

د لبنان د حزب ... عمومی منشی له صهیونیسټی رژیم سره د جنګ د شمالی جبهې په هکله  هم په خپله وینا کښې دوو مهمو ټکو ته اشاره وکړه. لومړی د لبنان مقاومت په تیرو څلورو اونیو کښې له صهیونیسټانو سره په جنګ کښې د فلسطین له مقاومت سره مرسته کړې ده او دغه مرستې به دوام ولری. د لبنان د حزب ا... عمومی منشی په رسمی توګه اعلان وکړ چې د لبنان مقاومت واقعی  جنګ ته داخل شوی دی او یوازې هغه خلک چې په سرحدی سیمو کې شتون لری  دا درک کوی. دوهم دا چی که څه هم له شمالې جبهې دحزب ... حملې پراخې نه وې او دحزب ا... اصلی قدرت په کې نه وو خو صهیونیسټ رژیم له جنوبی جبهې دخپلو ځواکونو یوه زیاته برخه کمه کړه او د لبنان دحزب ا... له ګواښونو سره دمقابلې لپاره یې په شمالی جبهه کښې استعمال کړه . . سید حسن نصر... په دې اړه وویل: د لبنان جبهه د هغو ځواکونو یوه لویه برخه کمه کړې ده چې په غزې باندې د حملې لپاره کارول کیده. د صهیونیسټي هوايي ځواک یو پر څلورمه برخه شمالي سرحدونو ته استول شوي او د دفاعي ځواک نیمايي برخه هم د لبنان په لور ځای پر ځای شوي دي. که زمونږ دریځ یوازې پیوستون او نمایشي وای، نو اسرائیل به له شمالي سرحدونو وتلی وای او غزې ته به یې خپل ځواکونه استولای وای.

پای

 

ټیګونه