Nov 12, 2023 13:57 Asia/Kabul
  •  ښه عادتونه (۶۳)

په ژوند کې د ورکیدو له احساس ځان خلاصول خورا مهم دي. ځکه که تاسو دا احساس په خپل ژوند کې حل نه کړئ، تاسو به په ناڅرګندتیا کې پاتې شئ.

ګرانو دوستانو په تير پروګرام کې مو په دې خبرې وکړې چې ولې د ذهني کمزورتيا احساس چې زياتره خلک ورسره په ژوند کې مبارزه کوي او ځينې خلک نه پوهيږي چې څوک دي او په کومه لاره روان دي او په خپل ژوند کې هيڅ هدف او مفهوم نه لري . . د پروګرام په دې برخه کې به د دې احساس د له منځه وړلو پر لارو چارو خبرې وکړو. له مونږ سره پاتې شئ.

په ژوند کې د ورکیدو له احساس ځان خلاصول خورا مهم دي. ځکه که تاسو دا احساس په خپل ژوند کې حل نه کړئ، تاسو به په ناڅرګندتیا کې پاتې شئ. د ځان پیژندنه یا د ځان موندلو هنر په رواني  او معنوي وده کې خورا مهم دی. کله چې تاسو په ژوند کې د ورکیدو احساس له مینځه یوسي، نو له  ژوندبه  ستاسو رضایت ډیر شي. د ژوند هیلې، اړتیاوې، غوښټنې  او خوښۍ به تاسو ته ستنې شي  او په هماغوارزښتونو سره به ژوند وکړئ چې ستاسو لپاره مهم دي.

«««««««««««««««««««««««««««««««

ځینې ​​​​وختونه  په  مونږ کې  ډیرهڅه کوي هغه څه وي چې نور یې خوښوي. د ژوند دا طریقه ممکنه ده  د دباواوسټریس  د زیاتوالي لامل شي ځکه چې مونږ ه باید په دوامداره توګه خپل ځان بدل کړو ترڅو د نورو خوښ شو. زمونږ په اړه د نورو اړتیاوې او نظرونه تل بدلیږي. ستاسو په نظرله  دې هر یو ه سره سمون خوړل  یوازې د دې لپاره چې دوی خوشحاله وي، مونږ ه به ستړي نکړي . په دې اساس  یوازنۍ لار دا ده چې خپل ځان پیدا کړو او خپل ځان ته لومړیتوب ورکړو.

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

مختلفې لارې شتون لري چې د هغو په مرسته  کولی شئ په ژوند کې د ورکیدو له  احساسه ځان خلاص کړئ. دا ممکنه ده چې ځینې یې ستاسو لپاره مناسبی وي  ځینې نورې یی ستاسو لپاره مناسبې  نه وي. تاسو کولی شئ د ازمویلو او خطا له لارې د ځان لپاره غوره روده  ومومئ.

لومړی، تاسو باید هغه احساس  چی لرئ ومني. داحساساتوانکار زیاتره  د ګټورکیداپه پرتله زیانمن دی. د واده اوکورنۍ درمل کونکی کولین مولن په وینا کله چې مونږ د خپل  ورکیدو په اړه  خپل احساس منو، مونږ کولی شو په هغه  تمرکز وکړو. خپل ځان ته یادونه وکړئ چې خپګان، نا امیدي، یا بې وسۍ د انسان د احساساتو طبیعي برخه ده او هغه وخت پیښیږي کله چې زمونږ د ژوند لاره ناڅاپه په هغه لوري بدلیږي چې مونږ ه یې نه غواړو.

«««««««««««««««««««««««««««««««

د خپلو احساساتو له  تاییدولو وروسته  باید په شفقت سره  د خپل ځان  خیال وساتئ. د دې لپاره تاسو کولی شئ هغه کارونه ترسره کړئ چې تاسو آرام کړئ. د مثال په توګه، تاسو کولی شئ د ژور تنفس تمرینونه، مراقبه یا د یوګا تمرینونه په خپل ورځني معمول کې شامل کړئ. هڅه وکړئ له ځان سره مهربان اوسئ. کله چې تاسو ته منفي فکرونه راځي، نو دا به غوره وي چې ځان ته یادونه وکړئ چې پیښې ستاسو په لاس کې نه دي،خو د دوی غبرګونونه  ستاسو په لاس کې دی او تاسو یې اداره کولی شئ.

«««««««««««««««««««««««««««««

تاسو ممکنه ده  په ځلونو لیکنې معجزه کوی ، جمله  اوریدلې وي، خوتاسو دا جدي نه ده اخیستې. دا به ستاسو منفي فکرونه او احساسات تر ډیره حده خالي کړي. حتی هڅه وکړئ خپل فزیکي احساسات بیان کړئ. خپل فکرونه په ولیکئ  او هر  هغه احساس چې تاسو یې په دې وخت کې لرئ ولیکئ. دا هره ورځ وکړئ. په ورته ډول، کله چې تاسو د ورکیدو احساس کوئ، تاسو کولی شئ هغوفعالیتونو ته دوام ورکړئ چې تاسو یې د ښه احساس کولو لپاره کارولي. د مثال په توګه، که تاسو تل د ویده کیدو دمخه یو کتاب ولولئ یا فلم وګورئ، بیا یې وکړئ. که له  خپل غوره ملګري سره بهر لاړ شئ او له هغوی سره خبرې وکړئ تاسو ښه احساس کوئ، دا وساتئ. حتی که دا ستونزمن وي او تاسوترې  نور خوند نه اخلئ . د وخت په تیریدو سره به تاسو بیا ښه احساس وکړئ.

««««««««««««««««««««««««««««

د ورکیدو د احساس  د له مینځه وړلو بله لاره په ځان باور کول دي. که تاسو د نورو خلکو هیلو سره سم ژوند کوئ، احتمالا په دې دلیل دی چی  تاسو په خپل ځان کې د باور جوړولو لپاره ځای نه دی موندلی. کله چې تاسو دا کار کوئ، تاسو کولی شئ له  فرصتونو ګټه پورته کړئ اوله  خپلې امنې سیمې  د وتلو لپاره د آرامۍ احساس وکړئ. که مونږ ه په دوامداره توګه وغواړو چې شاته وګورو او هغه تېروتنې چې مونږ ه کړې دي بیا بیا کتنه وکړو، مونږ به هیڅکله په ژوند کې د ورکیدو له احساس ځان خلاص نه کړو. پر ځان د باور کولو یوه ښه لار دا ده چې د هغو شیانو لیسټ ولیکئ چې موږ پکې بریالي شوي یو. مونږه څنګه خپل ځان وړاندې کړو؟ کومې لاسته راوړنې مو درلودې؟ د دغوشیانو یاد ول کولی شي مونږ ه  وهڅوي او ورو ورو په ژوند کې د ورکیدو احساس مینځه  ورځی .

«««««««««««««««««««««««««««««

په ژوند کې د ورکیدو له احساس وروسته د ځان موندلو لپاره یو خورا مهم کار د هغو ارزښتونو یادول دي  چې تاسو یې په ژوند کې لرئ. کوم شیان ستاسو لپاره مهم دي؟ تاسو کوم ارزښتونه تعقیب کوئ؟ یو څو ارزښتونه غوره کړئ چې تل ستاسو لپاره مهم دي، بیا هغه کارونه وکړئ چې ورسره سمون لري. د مثال په توګه، که له نورو سره مرسته هغه څه وي چې تاسولپاره  ارزښت لرئ، په ځای  خیریه کې رضاکار شئ. که تاسو د چاپیریال په اړه اندیښمن یاست، په خپل مهالویش کې رضاکارانه فعالیتونه لکه د نیالګیو کښت یا د ساحل او طبیعت پاکول شامل کړئ. یا هڅه وکړئ د هغو خلکو مثال تعقیب کړئ چې تاسو د ځینو دلایلو لپاره ستاینه کوئ.

««««««««««««««««««««««««««««««««

د رواني معالج سره لیدنه او د ملاتړ ډلوسره یوځای کیدل هم ګټور اقدامات دي،خو په  مناسبو سرچینو سره له  ځان سره مرسته هم یوه  ښه روده ګڼل کیږي. د مثال په توګه، که تاسو غمجن یاست،  په دې زمینه کی کتابونه او سرچینې ومومئ چې تاسو سره مرسته وکړي. د ارواپوهې الیسا مانکاو په وینا، مونږ په هغه ټولنه کې ژوند کوو چیرې چې مونږ ته په دوامداره توګه ویل کیږي چې مونږ څوک یو او څنګه باید چلند وکړو. که تاسو غواړئ خپل ځان ومومئ، تاسو اړتیا لرئ چې دا لیدتوګې  فیلټر کړئ او هڅه وکړئ چې له هغه چا سره مهربانه شئ چې تاسو یې غواړئ، نه هغه څوک چې نور غواړي تاسو وي. دا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې دا ناڅاپي نه کیږي. لکه څنګه چې تاسو وده کوئ، بدلونونه په تاسو کې پیښیږي او تاسو د خپل ځان په اړه نوي شیان ومومئ.

««««««««««««««««««««««««

په یاد ولرئ کله چې تاسو تل د نورو په لومړي کولو تمرکز کوئ ، تاسو خپل ځان هیر کوئ. لومړی د خپلو اړتیاو په اړه فکر وکړئ. خپل وخت او انرژي په خپلو لومړیتوبونو متمرکز کړئ او له  بهرنیو ګډوډیو لیرې اوسئ. که چیرې داسې خلک شتون ولري چې تاسو ورته ډیر پام کوئ، پرته له کوم دلیل، هغه څه چې تاسو یې د دوی لپاره ترسره کوئ کم کړئ او وګورئ چې څه پیښیږي. دوی به احتمالا پرته له دې چې پوه شي، لاهم ستاسو د مینې ستاینه کوي که څه هم دوی کم شوي.

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په هر حال تاسو تر نن ورځې پورې داسې کارونه  ترسره کړي چې  سبب شوی د تاسو د شرایط په دې ډول شی . اوس اړينه ده چې د تېرو ناسمو کړنو مخه ونيسو او پر ځای يې ښه عادتونه ولرو. که تاسو هغه پخواني عادتونه پریږدئ چې په تاسو منفي اغیزه لري او پر ځای یې سالم  چلندونو ځای په ځای کړئ، تاسو به وګورئ چې یو څه وروسته به ستاسو ژوند څومره بدلون ومومي. د بېلګې په توګه، منفي عادتونه لکه سګرټ څکول، په ټولنیزو شبکو کې ډېر ښکېل کېدل، خبرې کول، نیوکه کول او داسې نور، پر ځای یې سالم چلندونه لکه مطالعه، ورزش، په ژوند کې خلاق اوسېدل، سالمې اړیکې جوړول او د منفي  پالو خلکو څنګته کول او داسې نور، ترڅو تاسو د خپل ژوند لاره سمه کړئ. د داسې شیانو د ترسره کولو لپاره، اړینه ده چې د وخت مدیریت ښه زده کړئ. خپل د خوب وخت په سمه توګه تنظیم کړئ او خپلو  خوړو ته پام وکړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې تمرین په خپل ورځني مهالویش کې شامل کړئ. د دغوپروګرامونو له  تعقیبولولږ وروسته به تاسو وګورئ چې ستاسو ژوند څومره مثبت لوري ته اړولی دی.

«««««««««««««««««««««««««««««««««

 

که تاسو په دې لاره کې له فکری توپان یا هماغه فکری ورښت  کار واخلئ، ډیری حل لارې  به ستاسو ذهن ته راشي او له  تاسو سره به د خپل ژوند سمه لاره غوره کولو کې مرسته وکړي. فکری ورښت  تاسو سره د خپل ژوند اهدافو په موندلو کې مرسته کوي او پوه شئ چې کوم لوري ته لاړ شئ. د مثال په توګه، تاسو به پوه شئ چې ستاسو استعداد په څه کې دی او تاسو کولی شئ خپل فکرونه په اسانۍ سره تنظیم کړئ ترڅو تاسو په لنډ وخت کې د ذهني تاوان  له احساس ځان خلاص کړئ. د مثال په توګه،  په یوه  لنډ سفر لاړ شئ او د ژوند له ټولو فشارونو د ځان په اړه فکر وکړئ او وګورئ چې ستاسو د ژوند معنی څه ده او څه کول غوره دي. ډاډه اوسئ چې تاسو ته به هیڅ پیښ نشي، نوپه ارامه ذهن سره دا کارونه ترسره کړئ  .

کله چې تاسو پوه شئ چې ولې تاسو په ژوند کې له ذهني پلوه ورک شوي یاست، نو اړینه ده چې د ژوند لاره بدله کړئ او پخوانۍ تېروتنې په نوي عادتونو او چلندونو بدل کړئ. دا، د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې تاسو ښه احساس کوئ او څه غواړئ چې د آرام کولو لپاره وکړئ.

««««««««««««««««««««««««««««««««

یو بل ټکی چې مونږه  یې په دې لار کې ذکر کولو ته اړتیا لرو هغه دا دی چې کله تاسو نیت لرئ چې په خپل ژوند کې له لاسه ورکولو وروسته ځان ومومئ، تاسو ممکنه ده  له ننګونو سره مخ شئ. د مثال په توګه، کله چې تاسو خپل ځان بدل کړئ، ستاسو د کورنۍ غړي، ملګري یا همکاران ممکنه ده  هغه نوی کس خوښ نه کړي چې تاسو یې یاست او ستاسو سره ستونزې لري. تاسو ممکنه ده  حتی پام وکړئ چې ستاسو شاوخوا خلک یوازې د خوښۍ په شیبو کې ستاسو سره دي او ستاسو د ژړا لپاره صبر نلري. د وخت په تیریدو سره به  تاسو یو طرفه اړیکې وپیژنئ او پوه  به شئ چې څوک واقعا ستاسو په اړه فکر کوي.

««««««««««««««««««««««««««««

بله ستونزه ناڅرګندتیا ده چې ډیروختونه مونږ ته پیښیږي کله چې دا د نوي سفر یا په ژوند کې د نوي سپرکی پیل ته راځي. دلیل یې دا دی چې مونږ ټول په خپل آرام ځای کې د پاتې کیدو عادت لرو. هغه ځای چې مونږ ورسره اشنا  او بلد یو او له وتلو ویره لرو. له همدې امله مونږ ه په ژوند کې د ورکیدو احساس له مینځه وړو په لاره کې ناڅرګند پاتې کیږو. اندېښنه مه کوه؛ ځینې ​​​​وختونه مونږ باید له  خپلی امنې سیمې  ووځو او له نا معلوم شیانو سره معامله وکړو. که نه نومونږ ه به هیڅکله خپل ځان پیدا نکړو.

حقیقت دا دی چې د ورکیدو احساس دومره  هم بد نه دی، ځکه چې تاسو کولی شئ هغه  د یوه  ډیر بشپړ ژوند رامینځته کولو او له  ځان سره د اړیکو په لور لومړی ګام پورته کولو په لور د لوی ګام په توګه وګورئ.

ستاسو له  ملګرتیا مننه، تر بل پروګرام پورې تاسو په  لوی او مهربان خدای ته سپارو .

 

ټیګونه