د ړنا سرچینې ۵۸ (ځېل او بې ایماني)
په دغه برخه کې به تاسو عزیزانو ته د انعام د مبارکي سورې د ۱۰۹ او ۱۱۱ ایتونو د شان نزول او د هغه پورې د اړوندو حکایاتو په هکله معلومات درکړو.
بې له شکه قران، د حضرت خاتم الانبیا ص لپاره یوه روحاني او معنوي معجزه ده او له هغو لپاره چي د فکر او سوچ خاوندان دي، د نبی اکرم ص او د اسلام حقانیت څرګندوي. البته د ټولو پیغمبرانو معجزې د هغوی د زمانې، حالاتو او د هغوی د استوګنې ځای او د خلګو د پوهې سره تړاو درلودلې دي. لکه څرنګه چي حضرت ابراهیم علیه السلام د نمرود او د کافرانو د سترګو په وړاندې، اور ته ور وغورځول شو، لیکن د متعال خدای په امر، د اور سوځوونکې لمبې ورته په یوه ښکلی ګلبڼ باندې بدلې شوې.
حضرت داوود علیه السلام د زبور اسماني کتاب به یې په ډېر ښکلي ږغ سره لوستل او دغه ږغ د متعال خدای په معجزې سره دومره ښکلي او په زړه پورې وو چي د عالم ټولو موجوداتو او حتی مرغانو هم ورسره، زمزمه کول او د هغه تسبیح او تلاوت یې اورېدل. د حضرت موسي علیه السلام په زمانه کې چي خلګو په جادو او سحر باندې مبتلا وه او جاودګري په کښې وده کړې ده، هغه حضرت د خپل نبوت د دعوې د ثابتولو لپاره خپله لکړه په ښامار باندې بدله کړه، هغه حضرت به لاس له ګرېوانه ووایسته او بیا به یې په لاس کې ړنا شوه او ځلېدل.
د حضرت عیسی علیه السلام په زمانه کې بیا طبي علم زیات پرمختګ کړی وو، نو بیا حضرت عیسی علیه السلام به ړندو او برګي مرض ته شفا ورکول او مړي به یې ژوندي کول. د اسلام ګران پیغمبر (ص) په زمانه کې بیا ادبیات، شعر او نثر خورا وده کړې وه او ټولنو کې ځانګړي ځای لرل، نو بیا هغه حضرت قرآن شریف یې د متعال خدای له لورې د تل پاتې معجزې په توګه راوړ، داسي معجزه چي هم یې د نثر او ادبیاتو په ډګر کې هیڅ سارې نه شي پیدا کېدای او هم د هدایت د څراغ په توګه په کښې د ټولو پړاونو او زمانو لپاره، د ایمان د راوړلو نجات بخښونکې تعالیم بیان شوي دي. البته د ټولو پیغمبرانو معجزې د خلګو له غوښتنو مخکې د هغوی له خوا وړاندې شوي دي، ځکه د هغو کسانو لپاره چي د حقیقت په لټه کې دي همدومره کفایت کوي.
حضرت پیغمبر اکرم ص د متعال خدای د وجود او یووالې د اثبات او له شرک سره د مبارزې لپاره، زیات منطقي دلایل وړاندې کړي دي. سره له دې به مشرکانو په خپلو باطلو دریځونو باندې ټینګار کاوه او ځینو به له حضرت نبی اکرم ص څخه د عیبجبه او حیرانوونکو معجزاتو غوښتنې کولې. د حضرت نبی اکرم ص ستره او لویه معجزه د قرآن شریف راوړل وه، خو هغه حضرت د مشرکانو د هدایتولو په هیلې سره ځینې نورې معجزې هم تر سره کړې دي، لکه شق القمر چي هغه حضرت سپوږمۍ په مابینځ نیمایي کړه، د حضرت نبی اکرم ص په لاس کې شګې او ډبرې د مشرکانو په مخکې په نبوت اقرار وکړ او په وچه ځمکې د اوبو د چینې رامینځ ته کول د هغو معجزاتو له جملې څخه دي.
خو په حقیقت کې ټولو ته همدغه قرآن شریف د ایمان د راوړلو لپاره کفایت کوي. دغه اسماني کتاب له مختلفو اړخونو څخه، لکه د لفظ، معنا، جوړښت او نورو ځانګړونو له مخې، د بشریت له توانه وتلې ده او د پوره بشریت ادیبانو په ګډه د هغه په شان یوه سوره هم نه شي جوړولای. په دې خاطر متعال خدای په قران شریف کې کافرانو ته فرمایلی دی چي که تاسو قرآن د خدای کلام نه ګڼئ نو بیا د هغه په شان راوړئ! .البته لکه څرنګه چي پوهېږئ کوم کس چي یوه معجزه نه ومني، له شکه پرته نور معجزات هم نه مني، لکه څرنګه چي یوه ورځ د قریشیانو یوه ډله حضرت نبی اکرم ص ته ورغلل او ورته وویل: ته وایي چي موسي سره داسي یوه لکړه وه چي ډبره یې په ووهله او ترې ۱۲ چینې روانې شوې. همداشان وایی چي عیسی مړي ژوندي کول او په خټو به یې مرغه جوړاوه او بیا یې په کښې پوکل او هغه ژوندي کېدل او په هوا کېدل. پیدایښتي ړوند ته یې شفا ورکول او په برګی مبتلا ناروغ یې ښه کول، همداشان د ثمود د قام په هکله وایي چي هغوی له خپل پېغمبر څخه وغوښتل چي په غره کې د کاڼو له زړه څخه ورته لوی اوښ چي په ګېډه کې یې لس میاشتنی بچي وي، راوباسي. ته وایي: صالح د هغوی غوښتنه و منله او د هغوی د سترګو په مخکې غر سوری شو او یو ستر اوښ د هغوی له لورې د غوښتل شویو ځانګړنو سره برابر ترې راووتل. نو اوس ته هم د هغوی په شان کارونه راته وکړه چي مونږ درباندې ایمان راوړو. پیغمبر مبارک له هغوی څخه پوښتنه وکړه چي تاسو څه غواړئ؟ هغوی وویل: له خدای څخه دې وغواړه چي د صفا غره په سرو زرو بدله کړي او زمونږ پخواني مړي راته ژوندي کړي څو مونږ له هغوی څخه ستا د حقانیت په اړه تپوس وکړو. بیا ملائکې راوښیه چي ستا په رسالت باندې شهادت ورکړي او یا هم خدای او ملائکې مونږ ته راوله څو مونږ هغوی ووینو څو ستا له خوا په راوړل شوی دین باندې ایمان راوړو.
د اسلام د ګران پیغمبر رحمت د قرآن شریف په وېنا، ټول شموله دی. بیا هغه حضرت ص د غاړه د خلاصون او د هر ډول پلمې د ختمولو لپاره هغوی ته وفرمایل: که ستاسو له خوا په غوښتل شویو کارونو ځینې درته پوره کړم، ایمان راوړئ؟!! هغوی په ځواب کې وویل: په خدای دې مو قسم وي چي ایمان راوړو! په دغه وخت کې مسلمانانو چي د مشرکانو دغه ټینګار ولیده، نو د اسلام له ګران پیغمبر ص څخه وغوښتل چي د هغوی ځینې معقولې او ممکنې غوښتنې ورته پوره کړي چي هغوی ایمان راوړي. کله چي د اسلام ګران پیغمبر ص دعا ته ځان چمتو کول نو وحیې پرې نازل شو. جبرئیل امین علیه السلام ورته پیغام راوړ چي متعال خدای فرمایي چي که ته وغواړې او دعا وکړې مونږ یې اجابت کوو او د صفا غره په سرو زرو باندې بدلوو، لیکن له هغه وروسته هره پلمه په هغوی ختمیږي او موضوع شهودي اړخ مومي، او که هغوی بیا ایمان را نه وړي، نو سخته سزا به وګالي او نابود به شي، خو که د هغوی غوښتنې ور پوره نه کړې او خپل سر ته یې پرېږدوې ممکنه ده له هغوی نه ځینې په راتلونکو کې توبه وکړي او ایمان راوړي. د جبرئیل امین علیه السلام له دغه پیغامه وروسته، حضرت نبی اکرم ص د هغوی د غوښتنو د پوره کولو لپاره د دعا کولو نه پښېمانه شو. په دغه وخت کې د انعام د مبارکې سورې له ۱۰۹ څخه بیا تر ۱۱۱ ایتونو پورې نازل شول چي متعال خدای په کښې فرمایلی:« وَ أَقْسَمُوا بِاللهِ جَهْدَ أَیْمانِهِمْ لَئِنْ جاءَتْهُمْ آیَةٌ لَیُؤْمِنُنَّ بِها قُلْ إِنَّمَا الْآیاتُ عِنْدَ اللهِ وَ ما یُشْعِرُکُمْ أَنَّها إِذا جاءَتْ لا یُؤْمِنُونَ / وَنُقَلِّبُ أَفْئِدَتَهُمْ وَأَبْصَارَهُمْ کَمَا لَمْ یُؤْمِنُوا بِهِ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَنَذَرُهُمْ فِی طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُونَ / وَ لَوْ أَنَّنا نَزَّلْنا إِلَیْهِمُ الْمَلائِکَةَ وَ کَلَّمَهُمُ الْمَوْتى وَ حَشَرْنا عَلَیْهِمْ کُلَّ شَیْء قُبُلاً ما کانُوا لِیُؤْمِنُوا إِلاّ أَنْ یَشاءَ اللّهُ وَ لکِنَّ أَکْثَرَهُمْ یَجْهَلُونَ:
ژباړه: او دوى د الله قسمونه وخوړل، پاخه قسمونه چې كه چېرې دوى ته مُعجِزه راشي، نو پر هغې به خامخا لازمًا ایمان راوړي، ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې مُعجِزې له الله سره دي او تاسو پر دې څه شي پوه كړئ چې بېشكه دغه مُعْجِزه چې كله راشي (بیا به هم) دوى ایمان نه راوړي - او مونږ د دوى زړونه او د دوى سترګې اړوو، لكه څنګه چې دوى په اول وارې په دې (نورو معجزاتو) باندې ایمان رانه وړ، او مونږ دوى په خپله سركشۍ كې پرېږدو، چې سرګردانه دي - او كه مونږ دوى ته ملايك واقعاً نازل كړي وى او له دوى سره مړیو خبرې كړې وى او مونږ هر شى دوى ته مخامخ راجمع كړى وى، (بیا هم) دوى (داسې) نه وو چې ایمان يې راوړى وى مګر دا چې كه الله وغواړي، او لېكن د دوى زیاتره خلق جهالت كوي»!
دا په اکثرو تاریخي پېښو کې یوه معلومداره خبره ده چي تل به پلمه لټوونکو انسانانو لومړی د معجزې غوښتنې کولې او بیا له معجزې وروسته یې حق ته غاړه نه اېښودل. کله چي فرعون ټول ساحران او جاودګران یې حضرت موسی علیه السلام سره مقابلې ته راغوښتي وه او هغوی هم پړو څخه لوی لوی ماران جوړ کړي وه، په دغه وخت کې حضرت موسی علیه السلام خپله لکړه ور ایله کړه او د خدای په حکم لکړه یې په یوه لوی ښامار باندې بدل شو او د جادوګرانو ټول ماران یې وخوړه. دغه وخت کې ساحرانو یعني جادوګرانو ایمان راوړ خو لکه څرنګه چي مو مخکې وویل فرعون او د هغه پلویانو حق ته غاړه کښې نه ښودل او هغه جاودګران چي ایمان باندې مشرف شوي وه، هغه یې ټول په شهادت ورسول.
د ثمود د قام په هکله راغلی دی چي د حضرت صالح علیه السلام د تبلیغ او کوښښونو سره سره، حتی یو کس هم ایمان نه راوړ. بلاخره یوه ورځ حضرت صالح علیه السلام خپل قام ته چي کافران وه، وفرمایل: راشئ فیصله وکړو، تاسو زما له خدایه یوه څه وغواړئ!!! او زه به هم ستاسو له خدایه یو څه وغواړم!!! د هر چا خدای چي ځواب ورکړ، ټوله به په هغه ایمان راوړو!! کافرانو دا خبره ورسره ومنله. حضرت صالح علیه السلام له کفارو سره یو ځای د هغوی غټ بت ته لاړی او له هغه څخه یې د نامه تپوس وکړ؟ بت هیڅ ځواب نه ورکړ. دغه وخت کې چي کافران سخت په غوصه وه، حضرت صالح علیه السلام ته وویل: اوس ستاسو وار دی، خپل له خدایه وغواړه له غره او د کاڼو له مینځه داسي یوه سره اوښه راوباسي چي د لسو میاشتو بېلاربه وي او له وتو وروسته یې بچي پیدا شي او مونږ یې له شیدو څخه وڅښو. حضرت صالح علیه السلام د هغوی غوښتنه ومنله او د هغه حضرت په دعا سره، معجزه وشوه غر سوری شو او همغه شان اوښ ترې راووتۍ، لیکن د هغه قام د دغه څرګندې معجزې په کتلو سره، بیا هم ایمان نه راوړ او څه موده وروسته یې هغه اوښ ووژل. په نتیجه کې متعال خدای په هغوی سخت عذاب نازل کړ، په داسي ډول چي یوازې حضرت صالح علیه السلام او د هغه محدود شمېر پیروکاران ژوندي پاتي شول.