Dec 07, 2023 12:49 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا (۵۰)

که څه هم خدای پاک حضرت مهدي (ع) د بشریت د نجات لپاره د الهي ذخیرې په توګه ټاکلی او د هغه ظهور حتمي دی، خو د دې وعدې د پوره کیدو وخت د خلکو په ارادې او چمتووالي پورې اړه لري.

 

هغه څه ته  کتنه چې تر دې دمه د اخرالزمان د  ژغورونکي په اړه ویل شوي دي، په ډاګه کوي چې هغه حضرت مهدي (ع) د رسول ا... مبارک له لمسیو دی، چې اوس له سترګو پټ دی او کله چې د هغه حضرت د حکومت او پاڅون  لپاره شرایط چمتو شي،ظهور به وکړئ.. اوس پوښتنه پیدا کیږي چې دا شرایط څه دي؟ په اصل کې د هر انقلاب د رامنځته کېدو لپاره درې مهم عوامل اړین دي: رهبري، پلان او لار نقشه او د خلکو ملاتړ. په  ستر او پرېکنده پاڅون کې د بریا لپاره دوه عوامل او شرایط چمتو دي. حضرت صاحب الزمان (ع) د دغه نړیوال غورځنګ ستر او الهي رهبر، یو لوړ مقام لرونکی، هوښیار، حکیم، متقی، زړور، ولسی او عدالت غوښتونکی شخصیت دی چې د خدای له خوا غوره شوی دی. د هغه پلان او لاره هم د قرآن په سپېڅلي کتاب ،د رسول ا... مبارک  او د هغو له اهل بیتو (ص) د ځای ناستو  په سنتو ولاړه ده، چې د انسان د دنیا او آخرت د خوشحالۍ لارښوونکي دي. نو د حضرت  مهدي د ظهور لپاره یوازنی عامل د خلکو چمتووالی دی. که دوی د انقلاب او مهدوي حکومت ملاتړ ونه  کړی، نو ظهوربه و نه شي، ځکه دا ستره پېښه د ټول ولس له ظلم، تبعیض او فساد د ژغورلو لپاره کېږي او لږ تر لږه د دوی یوه مهمه برخه باید د پوهی تر دې کچې  رسېدلې وای. چې د ریښتیني ژغورونکي او اصلاح کونکي ته د  اړتیا احساس وکړي. که څه هم خدای پاک حضرت مهدي (ع) د بشریت د نجات لپاره د الهي ذخیرې په توګه ټاکلی او د هغه ظهور حتمي دی، خو د دې وعدې د پوره کیدو وخت د خلکو په ارادې او چمتووالي پورې اړه لري.

تاریخ ښودلې ده چې کله ولس د خپل اصلاحي پاڅون له مشر سره مرسته ونه کړي، نو هغه غورځنګ یا  نه ترسره او یا ناکامیږي او هماغه ولس له دې ناکامۍ تاواني کیږي. الهي پېغمبران ټول د دې لپاره رالېږل شوي وو چې خلک له ظلم، جهالت او فساد وژغوري، خو له يو څو پېښو پرته پاتې نور د خلکو له اقبال  سره نه دي  مخامخ شوي او قوم یی د هلاکت په لاره ولاړ دي. حضرت موسى (ع) له  بني اسرائيلو سره يوځاى د فرعون له ظلم او ستم د هغوى د ژغورلو توان درلود، خو كله چې يې له دوى وغوښتل چې مقدسې خاورې ته ننوځي، نو د هغوى له عذرونو او مخالفتونو سره مخامخ شو او په همدې خاطر خدای تعالی  هغو څلوېښت کاله په دښته کې سرګردانه کړل . د اسلام ګران پېغمبر (ص) په مکه کې د مشرکانو له خوا کړول او ځورول کېده، خو په مدينه کې يې د خلکو په ملاتړ او هرکلی سره ستر فتوحات تر لاسه کړل او يو اسلامي حکومت يې جوړ کړ. له بلې خوا د یزید د حکومت له ظلم او فساد او د حقیقي اسلام له لارې د ټولنې د انحرافولو سره د مبارزې لپاره د حضرت امام حسین (ع) بلنه، نه یوازې دا چې د خلکو ملاتړ یې ترلاسه نه کړبلکی په هغو کې یوې ډلې د هغه   حضرت او د هغه د وفادارو ملګرو په مقابل کې په جنګ کې  ګډون وکړ او  هغو یی شهیدان کړل. که څه هم د امام حسین (ع) غورځنګ د نورو انقلابونو لپاره یو څراغ وګرځید، خو د هغه وخت خلک د ټولنې د مشر او د پیغمبر له جانشین د ملاتړ د نه کولو له امله له مصیبتونو سره  مخامخ شول. په دې بيان سره د حضرت مهدي (ع) پاڅون چې د حق او باطل ترمېنځ وروستۍ جګړه ده، د خدای  له  وعدې سره سم به کامياب شي او په دې خاطر بايد خلک د دغه ستر پاڅون لپاره تيار شي.

دحضرت  امام زمان (عج) له ظهور نه کولو  د څه د پاسه دولس سوه کلونه  تیر شوی دی چی  دا د  دې ښودنه کوی چې خلک په دغه دوره کښې تیار نه وو. د سورة رعد په 11 آیت کې، خدای تاکید کوي چې هغه به د یو قوم تقدیر نه بدلوي ترڅو چې دوی خپل ځان بدل نه کړي. په دې الهي سنت کې د حضرت بقيع الله (ع) ظهور هم شامل دی. البته څرګنده ده چې د دغې سترې او ژغورونکې پېښې د رامنځته کېدو لپاره د بېلابېلو پرګنوخلکو چمتووالی متفاوت دی. په ډيرو رواياتو كې راغلي دي چې د امام د پاڅون يو شرط د ۳۱۳ وفادارو، زړورو، بې غرضو او وسمنوکسانو شتون دى چې د غورځنګ له پيل كېدو سره يو ځاى شي او د مهدوي پاڅون او حكومت مرکزی هسته جوړوي. امام صادق (ع) د حضرت مهدي (ع) د دغو وفادارو او مقاومو ملګرو په هکله فرمايي: کله چې امام مهدي ته د پاڅون  اجازه ورکړل شي خدای هغه په  خپل عبراني نوم یادوی  اوهغه حضرت لپاره  ملګري چمتو کوی . دوی 313 کسان دي چې د مني د ورېځو په څیر راټولیږي. دوی د پاڅون بیرغ اوچتونکي دي. دحضرت امام زمان(ع) له ا صحابوکرامو وروسته په دې خاصه ډله کې داسې وفادار او پرهېزګار کسان شته چې د هغه حضرت  د ظهور غوښتونکي دي او په ټوله نړۍ کې د اسلام د واکمنۍ د تحقق لپاره هلې ځلې او تبلیغ کوي. دا هغه ریښتیني خلک دي چې د موعود او ژغورونکی  په تمه دي چې مونږ ه د دوی د دندو په اړه په تفصیل سره خبرې کړې ترڅو انسانیت دې اوږدمهاله خوب ته ورسیږي. په حقیقت کې دغه ډله د هغه حضرت معرفي کولو او د اصلاحي پاڅون او د هغه د عادلانه حکومت په رامنځته کولو سره نور خلک د وخت د امام ظهور ته لیواله او چمتو کوي

د ظهور په وخت کی د نړۍ د حالاتو په اړه د پام وړ مسئله د ظلم او فساد خپرېدل دي. لکه څنګه چې رسول ا... مبارک  په خپل مشهور حدیث کې فرمایلي دي: کله چې خدای زمونږ د قایم ظهور راورسوی ، هغه به نړۍ له عدل او انصاف ډکه کړي لکه څنګه چې له ظلم او جبر ډکه شوې ده. دا حالت په دې معنی کېدای شي چې حضرت په داسې وخت کې ظهور کوی چې د واک او شتمنۍ خاوندان له یوې خوا د خلکو پر وړاندې د ظلم او بې عدالتۍ شدت زیات کړي او له بلې خوا یې په نفسي خواهشاتو او عیش او عشرت مشغول کړی دي . خو مهمه داده چې دا ډله خلک چې کړیدلی دي او له بې هوده  ماديت څ ستړي شوي دي هم دې نتيجې ته ورسيږي چې هغوی داسې نجات ورکوونکي ته اړتيا لري چې له ظلم سره مبارزه وکړي او د عدالت په لټه کې شي تر څو د حقیقي انساني حيثيت او مادي او معنوي هوساینې ته ورسيږي. د مهدویت  خپرول د دغو حیرانه  او ستړیوخلکو په زړونو کې د اميد څراغ روښانه کولای شي او د اخرالزمان د ژغورونکي د ظهور لپاره زمينه برابروي. په ټول کې ویلای شو چې د ظهور په زمانه کې ظلم، تبعیض او فساد ډیر دی، خو د مؤمنانو او د حضرت مهدي (ع) د راتلو په انتظار کې خلکو هڅې او  د هغه حضرت  د راتګ لپاره بنسټیز کار هم په کلکه دوام لري ترڅو خلک د هغه حضرت د منلو لپاره چمتو شي . ومني. خو یوازې خدای پوهیږي چې دا چمتووالی به کله کافي وي چې خلک به هغه یوازې نه پریږدي او خپل سپیڅلي اهدافو ته په رسیدو کې به له  دې بزرګوار  او عظیم  انسان سره مرسته وکړي. دا هغه وخت دی چې مهدي (ع) د خدای په اجازې سره د عدالت، سولې، مهربانۍ، سوکالۍ او دوستۍ ډکه نړۍ رامینځته کوي.

په پای کې یو ځل بیا له خدایه غواړو چې مونږ ه د حضرت صاحب الزمان (ع) د یارانواو پیروانو په ډله کې را وګرځوي او داسې دعا کوو:

وَ َقَوِّنا عَلى طاعَتِهِ، وَ ثَبِّتْنا عَلى مُشایَعَتِهِ ، وَ امْنُنْ عَلَیْنا بِمُتابَعَتِهِ ، وَاجْعَلْنا فى حِزْبِهِ الْقَوّامینَ بِاَمْرِهِ ، اَلصّابِرینَ مَعَهُ، اَلطّالِبینَ رِضاکَ بِمُناصَحَتِهِ ، حَتّى تَحْشُرَنا یَوْمَ الْقِیمَةِ فى اَنْصارِهِ وَاَعْوانِهِ ، و َمُقَوِّیَةِ سُلْطانِهِ

او (خدایا) مونږ ته د هغه (حضرت مهدي) د اطاعت کولو توان راکړي او مونږ د هغوپه ملګرتیا کولو کی ټینګ کړې او پر مونږاحسان وکړئ چی  د هغه په ​​پیروي کولو توفیق ولرلې شو او مونږ د هغه حضرت  په ​​ډله کې شامل  کړي چې د هغه امر ته په بشپړ ډول ځواب ویونکي وي او له  هغو سره صبر کوي. د هغه لپاره په خیرغوښتنې سره د تاسو  خوښي لټوی  تر څو مونږه  د قیامت په ورځ د هغه حضرت  د حکومت د یارانو او پیاوړی کوونکو اومرسته  کوونکو په منځ کې محشور  کړي.

پای

 

ټیګونه