Dec 09, 2023 11:35 Asia/Kabul
  • د لوېديځې اسيا بدلونه

. دا جګړه د نتانیاهو لپاره د ژوند او مرګ معنی لري. د دې دوام به د نتانیاهو د سیاسي بقا لامل شي، او د هغې پای به د نتانیاهو سیاسي بقا پای ته ورسوي

 

د غزې په تړانګه کې جګړې تېره اوونۍ هم  دوام وکړ. صهیونیسټ رژیم دتیرې جمعې ورځې له اوربنده سرغړونه وکړه او د غزې په تړانګه یې یو ځل بیا جګړه پیل کړه. د غزې پر وړاندې د جګړې بیا پیلول نیواکی ټاټوبی ته د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له سفر سره مل وو. که څه هم امریکا د غزې په تړانګې په جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم ملاتړ ته دوام ورکوی خو د دواړو لورو ترمینځ اختلافات شته . خبري سرچینو ویلي چې بلینکن غوښتل چې اوربند ته دوام ورکړي، خو صهیونیسټانو انکار وکړ. امریکایان په دې باور دي چې د دې جګړې دوام به د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو او په ځانګړې توګه د ډیموکراټانو پر برخلیک اغیز وکړي او له بلې خوا د امریکا په دننه او بهر کې عامه افکار هم د رژیم د جنایتونو د ملاتړ لپاره د واشنګټن پر ضد دي. له دې سره سره بیا جګړه پیل شوې او داسې ښکاري چې د جګړې دوام تر ډېره د بنیامین نتنیاهو د اړتیا له امله دی. دا جګړه د نتانیاهو لپاره د ژوند او مرګ معنی لري. د دې دوام به د نتانیاهو د سیاسي بقا لامل شي، او د هغې پای به د نتانیاهو سیاسي بقا پای ته ورسوي. په دې اړه د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قوماندان تورن جنرال سلامی وویل: نن سبا د جنګ د دوام ترټولو ستر عامل د دغه رژیم د لومړی وزیر شخصی ضرورتونه دی.

بله موضوع دا ده چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ورځو کښې د غزې په جنوب کښې په جنګونو تمرکز وکړ او په خاصه توګه یې د خان یونس په خلاف حملې پیل کړې. د غزې په تړانګې په جنګ کښې د خپل پلان د بدلولو او د دغې تړانګې په جنوب کښې د لیونی حملو له پیلولو د صهیونیسټی رژیم یو له مهمو هدفونو د خان یونس په ښار تسلط دی.

 هغه ښار چې نوم یې حماس او قسام سره تړاو لري. د خان یونس ته رسیدل د حماس او قسام یو له مهمو ښارونو څخه شمیرل کیږي. صهیونیسټان هڅه کوي چې د غزې او حماس خلک د ټولنیزو فشارونو او بشري ناورینونو په ویجاړولو، بمباریو او د مقاومت د لګښتونو په زیاتولو سره تر پښو لاندې کړي. صهیونیسټان د غزې په خلاف د جنګ په بیا اعلانولو سره په حماس د نورو صهیونیسټانو په تیره بیا د پوځ د بندیانو د تبادلې لپاره د فشار راوستلو هڅه کوي. په همدې خاطر دوی حماس ته د دې پیغام د رسولو لپاره په جنوبي سیمو هم تمرکز کړی دی چې که دوی د تبادلې راتلونکو پړاوونو ته راضي نه شي نو د غزې په جنوبي سیمو باندې به لا پراخ بریدونه وکړي.

لکه څنګه چې د بندیانو د تبادلې په بهیرکې لیدل کیږي، هر اړخیزو بریدونو او پراخو وژنو او پراخو ویجاړیو نه یوازې د حماس او مقاومت محبوبیت کم نه کړ، بلکې برعکس یې پیاوړی کړ او په عین حال کې یې د فلسطینیانو ملي پیوستون نور هم زیات کړ. د قسام د کنډکونو ویاند ابو عبیده د غزې په ماشومانو کې دومره مشهور دی چې د هغه جملې یې حفظ کوي او یو بل ته یې وایي! دا ښیي چې صهیونیسټان د حماس په وړاندې په رواني عملیاتو او د روایتونو په جګړه کې ناکام شوي دي. په عین حال کښې په صهیونیسټی جبهه کښې له مقاومت سره له جنګ څخه د عسکرو وتل زیات شوی دی. ځینو صهیونیسټي سرچینو په دې اړه مواد خپاره کړي دي. دصهیونیسټي پوځ یو متقاعد ډګروال په دې خبرې سره چې په پوځ کښې پراخه ګډوډي او لالهندی شتون لري څرګنده کړه چې ډیر لوړپوړي افسران له خپلو ځواکونو وتلي او تښتیدلي دي .

په داسې حال کښې چې د صهیونیسټانو په خلاف د حماس د ځواکونو مقاومت په ځمکنۍ جګړه کښې دوام لری، صهیونیسټی پوځیانو ته یې هم سخت ګوزارونه ورکړی دی. تېره یکشنبه د صهیونیسټي پوځیانو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه ځکه چې یوازې په غزې تړانګه کښې څه دپاسه ۷۵ صهیونیسټان هلاک  شول. د اسرائیلو پوځ هم اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې په جګړه کې د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر ۴۰۸ ته رسېدلی دی. دغه راز د یمن وسله والو ځواکونو په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ چې د نیواک شوی فلسطین په جنوب کښې د ایلات بندر ته نږدې په صهیونیسټانو حملو ته دوام ورکوی. د انصارالله کړنې په سیمه کې د قدرت د توازن د بدلولو یوه بیلګه ګڼل کیدای شي. د صهیونیسټ رژیم ۹۰ فیصده تجارت د سمندر له لارې کیږی او په دغه ډګر کښې د دغه رژیم لپاره خطرونه د دغه رژیم په اقتصادی شریان باندې دباو دی .

د فلسطین په ډګر کې د تیرې اونۍ له مهمو پیښو یوه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش اقدام و. ګوټریس د غزې د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک واستاوه. نوموړي دغه لیک د ملګرو ملتونو د منشور د ۹۹ مادې پر بنسټ خپور کړی، چې د نړۍ سولې ته ګواښونه پکې مطرح شوي دي. د ملګرو ملتونو د منشور ۹۹ ماده د لسیزو راهیسې نه وه کارول شوې. دا ماده د ملګرو ملتونو سرمنشي ته واک ورکوي چې هغه موضوع  په ګوته کړي چې نړیواله سوله او امنیت ګواښي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د امنیت شورا مشر ته په خپل لیک کې د اوربند لپاره خپلې پخوانۍ غوښتنې تکرار کړې او خبرداری یې ورکړ چې په غزه کې به عامه نظم "د خرابو شرایطو له امله ډیر ژر او په بشپړ ډول سقوط وکړي." په دغه لیک کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبرداری ورکړی دی: د غزې وضعیت نړیواله سوله او امنیت ګواښي او نړیواله ټولنه باید د دغه کړکیچ د پای ته رسولو لپاره له خپل نفوذ کار واخلي. ګوترش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړیو وغوښتل چې د فشار په راوړلو سره د بشري ناورین مخه ونیسي او په غزه کې د بشردوستانه اوربند غوښتنه وکړه.

دا بې ساري غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسراییلو او غزې ترمنځ په جګړه کې د "سمدستي او دایمي اوربند" پریکړه لیک تصویب کړ. په داسې حال کې چې د فلسطینیانو مرګ ژوبله په زیاتیدو ده او شاوخوا هیوادونو ته د جګړې د پراخیدو او د هغې د نه بدلیدونکي پایلو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي، د سرمنشي دغه مداخله د امنیت شورا د چټک او پرېکنده اقدام د بیړنۍ اړتیا څرګندونه کوي. end