Dec 18, 2023 12:46 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې د پروګرام له یوې نوې برخې سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. له معمول سره سم به لومړی د ایران او بیا به د افغانستان او که وخت وو بهرنۍ ورځپانو ته به هم کتنه وکړو.

په پیل کې د ایران اړوند ورځپاڼې:

کیهان ورځپاڼه:

د راسک ترهګریزې پېښې د ۱۱ شهیدانو د جنازې په مراسمو کې د ایران د کورنیو چارو وزیر: ترهګر به نور آرامښت ونه ویني

===========

د ایران د کورنیو چارو وزیر د راسک ترهګریزې پېښې ته په اشارې سره وویل: «تور زړه ترهګر به نور آرامښت ونه ویني او پوه شي چې سخت لګښت به ورکړي».

د سیستان او بلوچستان ولایت په سویل کې د راسک د پولیسو پر مرکز باندې د ترهګرې ډلې د بزدلانه حملې له امله، چې د ډسمبر د میاشتې په ۲۳ نېټه د پنجشنبې په شپه ترسره شوه، د لوړرتبه افسرانو او عسکرو په ګډ،ن،  ۱۱ تنه افسران شهیدان شول.

د ایرنا د خبر له مخې، د راسک ترهګرې پیښې د شهیدانو نومونه چې د سیستان او بلوچستان د ګیلان، قزوین، بوشهر او خراسان رضوي له ولایتونو څخه دي، په شهیدانو کې مسلم شجاعان، احسان بابايي، پویا شیخ، ابوالفضل شهریاري، محمد حسن براهويي، علیرضا اکبر مزار، علي دشت پوري، حسن بابانیا، احمد خمري، مجید فیروزنیا او حامد رضایي امیني شامل دي. د دغو شهیدانو د جنازې مراسم د دوی په خپلو ټاټوبو ولایتونو کې به ترسره شي.

او بل خبر دا چې:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راسک ترهګریز برید غندلی دی

==========

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې بزدلانه ترهګریز برید په کلکه وغانده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو، په ملګرو ملتونو کې د ایران د سفیر له لیک سره سم، د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د راسک په ښار کې د پولیسو پر مرکز باندې د جیش الظلم ډلې بزدلانه ترهګره حمله په کلکه غندلې او د دغه بريد د عاملينو، تنظيموونکو، تمويلوونکو او ملاتړ کوونکو د حساب ورکولو غوښتنه يې وکړه او د هغوى پر محاکمې يې ټينګار وکړ.

///////////////

ابرار ورځپاڼه:

د بایډن دولت ته د ایران خبرداری: له اسرائیلو د امریکا د ملاتړ لګښت مخ په زیاتېدو دی

=========

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازی امیر سعید ارواني په دې خبرې سره چې اسرائیل د امریکې له غیر مشروط ملاتړ پرته، د یرغل توان نه لري، د جوبایډن دولت ته یې خبرداری ورکړ: د غزې جنګ په اوږدېدو سره، د امریکا لپاره د دې ملاتړ لګښت، په چټکۍ سره د لوړېدو په حال کې دی. یا دا چې امریکا باید دا ملاتړ محدود او محدود کړي او یا د اسرائیلو د واکمنانو د ځان غوښتنې قرباني شي.

د ایرنا د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت ترټولو لوړ رتبه ډیپلومات له امریکايي خپرونې نیوزویک سره په خبرو کې، د اسرائیلو د رژیم له کابینې څخه د جوبایډن د حکومت د ملاتړ په اړه په خبرداري سره زیاته کړه: اسرائیل د امریکا لپاره ډېر ګران تمام شوی دی. د نړۍ په عامه افکارو کې اعتباري، سیاسي او له هرڅه پورته اخلاقي او مادي لګښت. په داسې شرایطو کې نه د امریکا ګټې دا ایجابوي او نه هم اسرائیلي رژیم دا وړتیا لري چې نوې جګړه پیل کړي. نتانیاهو خپل سیاسي ژوند د غزې د جګړې په دوام کې ویني او بایډن د غزې جګړې په پای ته رسولو کې خپل بیا ټاکنې ګوري.

د ګټو دغه ټکر به تر هغه چې جګړه روانه وي د مدیریت وړ نه وي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د اسرائیلو او د فلسطین د اسلامي مقاومت د ډلو ترمنځ د جنګ د اغېزو او د ایران لپاره د هغې د پایلو په هکله، د نیوزویک د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل: د اسلامي ایران لپاره ترټولو مهمه مسئله، د ملکي وګړو د ژوند ژغورل دي.

جهادي ډلو د مبارزې لاره غوره کړې او په پوهاوي سره دې لارې ته داخل شوي دي او د خپل ځان او کورنۍ لپاره یې د مبارزې لګښتونه پر غاړه اخیستي دي.

خو عام خلک په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، باید د جګړې قرباني نه شي.

په سمدستي او دایمي اوربند باندې د ایران اصرار، په غزه کې د ملکي وګړو د وژنې او د بمباریو د پای ته رسولو په معنا دی.

د مقاومت او اسرائیلو تر منځ جګړه به د اشغال تر پایه پورې دوام وکړي، خو د دې جګړې ډګر باید ملکي وګړو ته ونه غځول شي. د فلسطیني مقاومت پوځي ځواک د اسرائیلو د نسکورېدو او شړلو لپاره نه دی، بلکې د نیواک د پراخېدو د مخنیوي او له نیول شویو سیمو د دغه رژیم د وتلو لپاره دی.

////////////////

د افغانستان اړوند ورځپاڼې

مسیر ورځپاڼه:

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کډوالۍ ناورین ستر او دوامدار دی

==============

نن د ډیسمبر ۱۸ د ګډوالو نړیواله ورځ ده، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې د افغانانو د کډوالۍ او بې ځایه کېدو ناورین ډېر ستر او دوامداره دی.

د دې کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، ۸ میلیونه او ۲ لکه افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي، چې پکې څه باندې ۳ میلیون داخلي بې ځایه شوي هم شامل دي.

د افغانستان ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه ایران او پاکستان د میلونونو افغان کډوالو کوربه دي، خو اوس دغو دوو هېوادونو په تېره بیا، پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

د مالوماتو له مخې، تردې دمه شاوخوا ۴۸۰ زره افغان کډوال له نوامبر راهیسې له پاکستانه را ایستل شوي دي.

///////////////////

هشت صبح ورځپاڼه:

په تخار کې یوه سړي خپله ځوانه لور «زندۍ» کړې

=============

په تخار کې د طالبانو سیمه‌ ایزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې یوه ځوانه نجلۍ د خپل پلار له خوا وژل شوې ده.

دا پېښه د شنبې شپه، د لیندۍ په ۲۵مه د اشکمش ولسوالۍ د «ترسک‌قندهار» په کلي کې رامنځته شوې ده.

په تخار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند مبین صافي ویلي، د دغې نجلۍ نوم «بي‌بي نوریه» وو او د پلار له خوا «زندۍ» او وژل شوې ده.

هغه ویلي چې د دې وژنې لامل کورنۍ ستونزې وې.

د پېښې تورن د طالبانو له خوا نيول شوى دى.

د خپاره شويو راپورونو پر بنسټ، په تېرو درېيو ورځو کې په تخار کې دوه ښځې وژل شوې دي.

//////////////////

اطلاعات روز ورځپاڼه:

کابل ته د مولانا فضل الرحمان بلنه؛ طالبان: غواړو د تبليغاتو مخنيوی وکړو

=============

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ویلي چې دوی د جمعيت علمای پاکستان د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په راغوښتلو غواړي چې «د تبليغاتو مخنيوی وکړي او د پاکستان له خلکو سره واقعيتونه شريک کړي».

ده په یوه غږيز پيغام کې ويلي چې مولانا فضل الرحمن «کولای شي د پاکستان خلک پوه کړي، تر څو په هغه هېواد کې د [افغانستان] د خلکو پر خلاف کېدونکي تبليغات او پروپاګنډ عامه اذهان خراب نه کړي».

مجاهد زياته کړې چې طالبان غواړي «د تبليغاتو مخه ونيسي او همدا راز د پاکستان له خلکو سره ځيني واقعيتونه شريک کړي او مولانا فضل الرحمن کولای شي په دې لړ کې ښه رول ولوبوي».

د جمعیت علمای پاکستان ګوند وايي چې طالبانو د دې ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ته «ځانګړی» پيغام لېږلی دی.

دا پيغام په اسلام آباد کې د طالبانو د سفارت د سرپرست سردار احمد شکيب له لوري مولانا فضل الرحمن ته رسېدلی دی.

د جمعیت علمای پاکستان ګوند په وينا، طالبانو مولانا فضل الرحمن ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته ورشي.

مولانا فضل الرحمن ته کابل ته د ورتګ بلنه په داسې مهال کې ورکول کېږي، چې په پاکستان کې د وروستيو بريدونو له امله، د طالبانو او پاکستان تر منځ اړيکې ترينګلې شوې دي. دا پاکستانی روحاني او سياستوال د طالبانو ملاتړی ګڼل کېږي.

/////////////////

هېواد ورځپاڼه:

د کندهار له هوايي ډګر څخه الوتنې زياتې شوي

==========

د کندهار د احمدشاه بابا هوايي ډګر چارواکي وايي، چې له دغه هوايي ډګر څخه د الوتنو په شمېر کې د پام وړ زياتوالي راغلی دی.

د چارواکو په خبره، په يوه اونۍ کې په اوسط ډول ۳۷ داخلي او بهرني پروازونه ترسره کېږي، چې له يادو پروازونو څخه يې ۲۷ داخلي او لس بهرنيو هېوادونو ته ترسره کېږي.

د کندهار د هوايي ډګر مشر وايي، چې د مسافرينو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي او زيات شمېر کسان غواړي، چې د هېواد دننه او يا هم بهر هېوادونو ته سفر وکړي.

نوموړي ويلي، چې بهرني پروازونه يې دوبۍ، ايران، سعودي عربستان او يو شمېر نورو هېوادونو ته دي، چې په نږدې راتلونکي کې به هند ته هم له دغه هوايي ډګره الوتنې پيل شي.

/////////////////

ټیګونه