Dec 23, 2023 15:14 Asia/Kabul
  • د لویدیځي آسیا پيښې په  تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونېاو انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا د ځینو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی ، په پيل کې درته ددغې سیمې دځينو مهمو پيښو په اړه یوه لنډه شان خلاصه او ورپسې هم تحلیلي برخه درآوروو،نو هیله ده راسره ملتیاو کړئ.

*************************

*/*/*/

د فلسطین د غزې تړانګې وروستي بدلونونه

*/*/*/

د ملګروملتو په امنیت شورا کې غزې ته  د  مرستو دزیاتیدا پریکړه لیک تصویبیدا

*/*/*//

او په عراق کې د ولایتی شوراګانو  د انتخاباتو ترسره کیدا، په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې ځيني مهمې پیښې وې ،البته اوس مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .

***************************

          دوستانو په وروستیو شپو ورځو کې د فلسطین د غزې په پوځي اوساسی صحنې کې یولړ مهمې پيښې رامینځةشوې.په پوځي صحنې کې، صهیونیسټ رژيم د نړیوالو اندیښنو ته له پامه پرته هماغه راز دغزې تړانګې د مظلومو خلکو په ضد  جنایتونو ته دوام ورکړی دی.د وحشي صهیونیسټانو  د یرغلونو تمرکز پر جبالیا سیمې ؤ. تیریګرو اوجنایتکارو صهیونیسټي پوځیانو جبالیا سیمه کلابند کړې ده. دغو   جنایتکارو پوځيانو د غزې په شمال کې  په واقعې  کمال عدوان روغتون باندې په یرغل سره  دهغ فعالیت ګډوډ کړی او ددغې تړانګې  پاښل شوي روغتیائي  خدمات ئې له لازیاتې خطرې سره مخ کړ ي دي . صهیونیسټانو  د کمال عدوان روغتون انګڼ ته د واریدیدا لباره  له بولډوزر استفاده وکړه او  هغه کډوال او زخمیان چې  دغه امن ځاي ته ئې پناه وړې وه ، بهروویستل.

په غزې کې  د نړیوالې روغتیائي موسیسې  نماینده ریچرډ پيپرکورن  په غزې تړانګې کې واقع کمال عدوان روغتون  څخه د  ناروغانو ویستلو ته په اشارې سره  ووئيل، چې  دغه روغتون  نور دخدماتو د وړاندې کولو جوګه نه دی . د غزې روغتیائي وزارت  هم یو ځل بیا اعلان کړی  چې وحشي صهیونیسټي رژيم دطبي مرستو د واریدیدا  کنټرول په اختیار کې  اخستی  او له هغو څخه د یوې وسلې په توګه استفاده کوي څو د غزې په شمال کې  ټپي شوي خلک  خپل ژوند له لاسه ورکړي.

Image Caption

 

            د غزې د جنګ په پوځي او سیاسی صحنې کې د یمن او امریکا په چورلیزتوب سره ځینی مهمې پیښې  رامینځةشوې . د غزې په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  د هراړخیز جنګ په دوام پسې  چې د نسل وژنې سبب شوی دی، دیمن پوځد غزې په ضد صهیونیسټي رژیم  د حملو د ختمیدا په موخې سره له سرۀ سمندره د نیواکي ټاټوبو په لور  د کشتیو تګ راتګ دروی او یا ورباندې توغندوی بریدونه کوي. بلومبرګ خبری چینل د یوه هغه شرکت د احصایو په استناد سره چې  د  کشتیو د پښو پل معلوموي ،راپور ورکړی، چې ۴۶کشتیو مقصد ته درسیدا لپاره  د سرۀ سمندر د انتخاب په ځاي په جنوبی افریقا کې  د امید  نیک تنګي  لاره خپله کړې څو خپل مقصد ځای ته  ځان ورسوي.

د  هغو کشتیو لباره  چې نیواکي ټاټوبو ته ځي،د سرۀ سمندر په ځاي د کشتیو د تګ رانګ لپاره کومه لار  چې خوښوي،د دوي فاصله له اولسو تر دوویشت ورځو پورې اوږدوي  او سبب کیږي ،څو د ټرانسپورټ لګښت او د شیانو بیّې  لوړې شي او  حتی د اسرائيلو  ځينی معاملات او مبادلات  لغوه او یا وځنډول شي.

د صهیونیسټ رژيم اقتصادي ژوند د ایلات بندر ، اشدود ،حیفا او عسقلان بندرونوپه څير د اوبلارو سټراټژيک بندرونو د فعالیت  له دوام سره اړونده دی. د  صهیونیسټ رژيم  د سرچینو له خوا د خپرو شوو اطلاعاتو په اساس ، تل ابیب  خپل څه دپاسه نوي فیصدي اړتیاوې  د  سمندري لارو  په وسیله پوره  کوي. د صهیونیسټ رژیم   د وارداتو له د غه شمیره  کابو دیرش فیصدي برخه د ایلات جنوبی بندر له لارې  و اریدیږي . د ایلات بندر عمومي مدیر  وئیلی دي چې د یمن د مقاومتی لوري  په حملو پسې  ددغې سیمې عایدات په تیرې میلادي میاشتې  کې  تر اتیا فیصدو پورې کم شوي دي دي.

                د یمن والو له خوا ددغه سیاست دوام سبب شوی   امریکایان یو ځل بیا د صهیونیسټ رژيم د ملاتړ لپاره  لاس په کار شي او د یوه نوی سمندري ائيتلاف  د جوړیدا خبر ورکړي.د امریکا  جنګ وزیر  لویډ آستین  لویدیځي آ سیا سیمې کې ته په یوه سفر کې په رسمي توګه، په سرۀسمندر کې  د تجارتي کشتیو د لارې امنیت د تامینولو  په  ادعائي هدف سره د یوه څو ملیتی  ائیتلاف د جوړیدا خبر ورکړ. د آستین د اعلان په اساس،بحرین ، انګلستان، فرانسې،ایټالیا ،هالینډ،ناروې،سیشل،او آسپانیا به په دغه ائيتلاف  کې  حاضر وي.په دغه ائيتلاف کې د پام یو ټکی،په دغې ټولګې کې د هیڅ یوه مطرح  عربی هیواد په تیره بیا د عربستان او متحده عربی اماراتو نه ګډون دی .

Image Caption

 

داسې ښکاري،په سرۀ سمندر کې د امریکا په سمندري ائيتلاف کې د مطرحو عربو هیوادونو په تیره بیا د عربستان او متحده عربی اماراتو د نه شتون په باب دوه علتونه  شته دي. لومړی دلیل ئې دا دی چې عرب هیوادونه په تیره بیا عربستان ګروهنه نه لري ،یوه نوي  جنګ ته وارد شي او نوي جنګ ته واریدیدا د خپلو ګټو په اساس نه ګڼي. دوهم دلیل ئې هم دادی  چې  عرب هیوادونه دغزې په ضد په جنګ کې  له صهیونیسټي رژيمه د امریکا په ملاتړی کړچار راضي نه دي.د لندن د چِټم هاؤس تینک ټیَنک د مینځني ختیځ  د برخې مدیرې صنم وکیل  په دې اند ده چې  چې زیاتره عرب  هیوادونه نه  غواړي، د فلسطین دخلکو په مقابل کې له اسرائيلو څخه د امریکا له  ملاتړ  سره ملګرتیا وکړي.

            دغزې په باب یوه بله مهمه پيښه، د ملګروملتو په امنیت شورا کې  د پریکړه لیک تصویبیدا وه.د ملګروملتو امنیت شورا د جمعې په ورځ یو پریکړه لیک تصویب کړی چې په هغه کې د قدس له نیواکګرانو غوښتل شوي دي څو درستې غزې تړانګې ته دې د انسان دوستۍ مرستو لیږد آسان کړي .دغه پریکړه لیک د امنیت شورا  له پنځلسو غړو  څخه د دیارلسو غړو په مثبتو رایو سره تصویب شوی او امریکا او روسیې ددوو دایمي غړو په توګه دغه پریکړه لیک ته سپينه رایه ورکړه.په امنیت شورا کې د امریکا نماینده ووئیل،دغه پریکړه لیک له هر هغې طرحې څخه چې حماس سره مرسته وکړي،په قدرت کې پاتې شي،ملاتړ نه کوي.هغې زیاته کړې ده ددغه  پریکړه لیک په سبب د ملګروملتو یو نماینده د مرستو رسونې پر پراختیاد څارنې لپاره وټاکل شي.په امنیت شورا کې د روسیې استازي  واسیلي نبنزیا هم وئيلي دي چې له غزې سره د اړونده پریکړه لیک د مسودې متن خپل اصل له لاسه ورکړی دی.هغه ددغه پریکړه لیک کمزوري لهجه  او ژبه  چې د دښمنیو د تل باتې دریدا لپاره ئې د شرائطو د رامینځةکیدا غوښته کړې وه،نیوکه وکړه او وې وئيل، دغه پریکړه لیک نښتې نشي  بندولی  او د خپلو عملیاتو د دوام لپاره داسرائيلو لاسونه آزاد پریږدي.د روسیې نماینده دغه پریکړه لیک ته یوه اصلاحیّه وړاندې کړه چې لا زیاتو مرستو ته د لاس رسي لباره ئې د جنګ د ځنډولو  غوښته کوله.په امنیت شورا کې په ترسره شوي  راي ګیرئ کې د امنیت شورا له پنځلسو غړو څخه لسو غړو دغې اصلاحیې ته رایه ورکړه  او څلورو غړو ورته سپینه رایه ورکړه او امریکا یوازینی ه یواد ؤ چې  د خپل ویټو له حقه په استفادې سریه ئې دغې  اصلاحیې ته منفي رایه ورکړه .

په تیرو شپو ورځو کې،د غزې په باب په امنیت شورا کې د پریکړه لیک  رائ اسختنې څو ځله د امریکا په کارړنګونې سره ځنډیدلې وې.د امریکا حکومت تر اوسه پورې د صهیونیسټانو د روایت په تکرارولو سره څو پریکړه لیکونه  چې په غزې کې ئې  د فوري اوربندد ټينګیدا غوښته کړې وه،ویټو کړي  کړي. .  

Image Caption

 

           په عراق کې د ولایتی شوراګانو د انتخاباتو ترسره کیدا هم په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې یوه بله  مهمه پيښه وه.په عراق کې د ولایتي شوراګانو  انتخابات  د ۲۰۱۳ کال له اپریله او له لسو کلونو وروسته،د تیرې دوشنبې په ورځ دلومړي ځل لباره ترسره شول په ۲۰۰۳کال کې د امریکا له حملې ور وسته پخپل ډول کې دریم انتخابات وو.دغه انتخابات د مقتدا صدر په رهبۍ د صدر بهیر له  ګډون پرته چې انتخابات ئې بایکاټ کړي دي، او د عراق له اتلسو ولایتونو څخه په پنځلسو ولایتونو کې ترسره شول. د عراق د اربیل،سلیمانیه او دهوک پشمول دعراق د کردستان سیمې په درو ولایتونو کې د ولایتی شوراګانو انتخابات له ۲۰۰۵کال څخه د لومړي ځل لپاره ترسره شول.دعراق د ولایتی شوراګانو په انتخاباتو کې د ۵۰ائيتلافونو په چوکاټ کې د ۲۹۶ سیاسی ګوندونو او دڅه دپاسه شپيته کاندیدانو هم په شخصي لیسټونو کې سره سیالۍ وکړې.د عراق د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو کاندیدانو د ۲۷۵څوکیو لپاره چې  په هغو کې ۷۵څوکۍ د میرمنو  لپاره او لس څوکۍ هم د قومي او مذهبی  لږکیو لپاره مخصوصې شوي ، پخپلو کې سره سیالۍ وکړې.

 د عراق د  انتخاباتو لوړې کمیشنرۍ د ولایتی شوراګانو په انتخاباتو کې د ۴۱فیصدي ګډون  په اعلانولو سره،د انتخاباتو د بریالۍ اجرا خبر ورکړ.د عراق لومړي وزیر محمد شباع السوډاني په دغو انتخاباتو کې بریالیو ائيتلافونو،ګوندونو او کاندیدانو ته مبارکي ووئيله او له دوي ئې وغوښتل څو د ولایتی شوراګانو له لارې دې  د حکومت له پروګرامونو سره  تعامل ولرل شي.په عین حال کې د عراق د شیعیانو غږملونکي چوکاټ ائيتلاف غړي ، عائد الهلالي د انتخاباتو په نتیجو د ولس د ګډون اهمیّت ته په  اشارې سره د انتخاباتو  په نتیجو کې بریالیتوب د السوډاني د حکومت د بریالیتوب په معنا وبالۀ.د انتخاباتو  نهائي نتیجې تر اوسه پورې اعلان شوي نه دي،خوهغه  نتیجې چې تر اوسه پورې اعلان شوي دي،په دغو انتخاباتو کې د شیعیانو ډلو د بریالیتوب ښودنه کوي.

په عراق کې ولایتی شوراګانې د ولایتونو د والي او اجرائي  چارواکو د ټاکلو انده په غاړه لري او په ۲۰۰۵کال کې تصویب شوي ددغه هیواد اساسی قانون په اساس ولایتی شوراګانې په بغداد کې د مرکزی حکومت له خوا ولایت ته د بیله شوي مالی بودجې په اساس،د پروګرامونو او پروژو د تصویب ، بدلیدا او لیریکیدا صلاحیّت لري .

= خوږو د وستانو د مینځني ختیځ  سیمې د تیرې اونۍ د ځينو مهمو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤنو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو.

 (سیماب)

**********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه