Dec 24, 2023 09:28 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! د بې نقابه امریکا په نامه  د متحده ایالاتو د تیرې یوې اونۍ د مهمو پيښو د څیړنې له اونیزې لیکنې سره مو په خدمت کښې یوو. نن به د امریکې د تیرې یوې اونۍ مهم خبرونه او بدلونونه وجاجوو

*/*/*/*/

د امریکې د تیرې اونۍ په مهمو پیښو کښې،

د بایډن له ماتې څخه د ډیموکراټانو اندیښتې،

د صهیونیسټي رژیم د ړنګولو لپاره د زیاتره امریکايي ځوانانو غوښتنه،

په غزه کښې د سمدستي اوربند لپاره د امریکې د کورني امنیت د وزارت د کارکوونکو غوښتنه،

په غزه کښې د فوري اوربند لپاره د امریکې د کورني امنیت د وزارت  د کارکوونکو غوښتنه، په ټوله امریکا کښې د بې کوره کسانو د شمیر بې مخینې زیاتوالي

او د امریکې په کانګرس کښې د ۸۸۶ میلیارډ ډالرو د پوځي بودجې تصویب ته اشاره کولې شو.

*/*/*/*/

جو بایډن په داسې حال کښې ۲۰۲۳ کال پاې ته رسوي چې هغه هم د شخصي او هم د سیاسي کړکیچونو په یوې ټولګې کښې راګیر دی او له امله یې ډیر مهم ډیموکراټ شخصیتونه په ۲۰۲۴ کال کښې د سپینې ماڼۍ د ساتنې لپاره د هغه په توانمنۍ شک وکړي.

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما له هغو کسانو څخه دی چې په دې برخه کې ډېر شکونه لري.د وال سټریټ ژورنال د یوې خبریالې "ایني لینسکي" د راپور له مخې، چې د یوې نامعلومې سرچینې په حواله یې ورکړی دی، اوباما د راتلونکي کال د ټولټاکنو لپاره د امریکې د اوسني ولسمشر جوبایډن لرلید، په زیاتیدونکې توګه ترپوښتنې لاندې راولي او «احساس کوي چې ممکنه ده ډیموکراټان په اسانه ماتې وخوري.» د اوباما له تفکراتو سره بلده دغه سرچینه وايي: دې ته په پام سره چې د امریکې پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ په انتخاباتي نظرسنجیو کښې مخکښې دی او د بایډن د عمر، مهاجرتي سیاستونوو، د صهیونیسټي رژیم په وړاندې یې د سیاستونو او د اقتصادي پروګرام په هکله یې اندیښنو په هغه باندې باورونه کمزورې کړي دي او داسې ښکاري چې د هغه د زوي هانټر بایډن اقدماتو هم په منفي توګه د رسنیو پام ځانته اړولی دی چې اوبام یې اندیښمن او پریشانه کړی دی.

دغې سرچینو وال سټریټ جرنل ته وویل: اوباما پوهیږي چې ټاکل شوې دا به یوه نزدې او اوږه په اوږه سیالي وي او احساس کوي چې ممکنه ده ډیموکراټان د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتو کښې ډیر په اسانه ماتې وخوري او اندیښمن دی چې بدیل کس د ولسواکۍ لپاره ډیر خطرناک وي.

دي هل The Hill ویبسایټ هم تیره میاشت خبر ورکړی و چې په ګوند کښې دننه او خصوصي بحثونه د ډیموکراټانو د شک ښودنه کوي او د ګوند غړي د ټرمپ په وړاندې د بایډن د ماتې له ویزې، له هغه غواړي چې د انتخاباتو میدان ته کوز نه شي او بیرغ د ځوان نسل یو کس ته وسپاري.

*/*/*/*

د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښودنه کوي چې په هغې کښې برخه اخیستونکي له ۱۸ نه تر ۲۴ کلنو پورې امریکايي امریکايي ځوانانو څه باندې نیمايي برخه باوري دي چې په غزه کښې روان کړکیچ باید د صهیونیسټي رژيم په ړنګیدو او د فلسطین خلکو او حماس ته د نیواکي فلسطین په سپارلو سره حل شي.

د هارورډ-هیریس نظرپوښتنه چې تیره اونۍ وشوه، ښودنه کوي چې ۵۱ فیصده امریکايي ځوانان باورل لري چې باید د صهیونیسټي رژيم  مونډ ووځي، حال دا چې ۳۲ فیصده د دوه حکومتي حل لارې پلویان دي او یوازې ۱۷ فیصده ګډونوالو په کښې ویلي دي چې عرب هیوادونه دې د نښتې د ختمولو لپاره فلسطینیان په ځان کښې ځاې کړي.

په عین حال کښې دغې نظرپوښتنې څرګنده کړه چې د اسرائیلو او حماس د دوامداره جنګ په دوران کښې، په اسرائیلو او یهودیانو پورې د اړونده مسائلو په سر، د امریکې د بوډاګانو او ځوان نسل ترمینځ یو ژور درز او اختلاف رامینځته شوی دی. همداشان د دغې نظرپوښتنې د نتایجو په بنیاد معلومه شوه چې له دریو نه د دوه برخه ګډونوالو په باور، یهود ظالمان دي.

له دې مخکښې ایکسیوس امریکايي سایټ لیکلي وو چې د امریکې په ټولو ښارونو کښې د غزې په جنګ باندې معترض سلګونه کسان مظاهرې کوي. نظرپوښتنې ښودنه کوي چې په امریکا کښې په خاصه توګه ځوانانو، په غزې کښې د نښتې له پیلیدو راهیسې، له فلسطینیانو سره لاډیره غمرازي کړې ده.

*/*/*/*/

د امریکې د کورني امنیت  د وزارت له ۱۳۰ زیاتو کارکوونکو په یو لیک کښې له دغه هیواده وغوښتل چې په غزه کښې د سمدستي اوربند لپاره اقدام وکړي. سي، این، این د دسمبر په شپاړسمه نیټه رپورټ ورکړ چې دغو کسانو د امریکې د کورني امنیت وزیر الخاندردو مایورکاس ته په یو لیک کښې ولیکل: مونږ په کانګرس، خارجه وزارت او مجریه قوې  او همداشان د امریکې د نړیوالې پراختیا په ادارې کښې له خپلو ملګرو سره چې د اوربند او د دښمنیو د سمدستي بندیدو غوښتونکي دي،  یوځاې کیږو.

دغه کسان چې نوم یې نه دی اخستل شوی، د کړکیچ د مدیریت د فیډرل آژانس، د امریکې د ښاریزو او کډوالۍ د سروسونو او د ګمرک او کډوالۍ د ادارې له کارکوونکو څخه دي چې څه کم یوه میاشت مخکښې یې مایورکاس ته لیک ولیکه او په دې وروستیو کښې یې سي این این خبر خپور کړی دی.

هغوي ویلي دي چې د شخصي امنیت او د کاري پایلو د احتمال په وجه یې په دغه لیک کښې خپل نوم نه دی لیکلی. د دغه لیک لیکونکو په دې نیوکه کړې چې د امریکې د کورني امنیت وزارت د اسرائيلو له خوا په غزې باندې په بمباریو سترګې پټې کړې دي او لیکلي یې دي: دغه وزارتخانه چپه خوله، په فلسطینیانو د لوږې د اغیزې ننداره کوي. دا په داسې حال کښې دي چې په غزه کښې د بنیادي خوراکي شیانو تامین تر خطرناک حده کم شوی دی.

په تیرې نومبر میاشتې کښې هم د امریکې د څه باندې ۳۰ آژانسونو او وزارتخانو له ۷۰۰ زیاتو کارکوونکو د دغه هیواد ولسمشر جو بایډن ته په یو لیک کښې له هغه غوښتي وو چې په غزه کښې له اوربند څخه ملاتړ وکړي.

*/*/*/

په ټوله امریکا کښې د بې کوره کسانو شمیر په ۱۲ فیصده زیاتوالي سره ترټولو لوړ حد ته رسیدلی دی. دا له ۲۰۰۷ کال راهیسې د بې کوره خلکو ترټولو لوړه اندازه ده او حکومت یې د جاج اخیستو کار پيل کړی دی.

په ۲۰۲۳ کال کښې څه باندې ۶ لاکه ۵۳ زره کسانو په یوه شپه، بې سرپناهي تجربه کړه چې د تیر ۲۰۲۲ کال په پرتله د ۱۲فیصدي زیاتوالي ښودنه کوي.

د تل په شان امریکايي تورپوستان له دغه کړکیچه ترټولو زیات اغیزمن شوي دي او په امریکا کښې د بال بچ لرونکو کورنیو نیمايي برخه جوړوي . دا په یوې لسیزې کښې اول ځل دی چې په امریکا کښې د بې کوره کورنیو شمیر زیات شوی دی.

۱ لاک ۸۶ زره کسان د اولاد لرونکو کورنیو په قالب کښې بې کوره شوي دي چې ۱۶ فیصدي زیاتوالی ښايي. هغه پنځه ښارونه چې ترټولو ډیر بې کوره کسان په کښې موجود دي، دا دي: نیویارک، لاس اینجلس، سیاټل، سن ډیاګو، او دنِور.

په نیویارک کښې د بې کوره وګړو شمیر هر کال ترټولو زیات وي. د بې کوره کسانو نیمايي نفوس د امریکې په څلورو ایالتونو کښې اوسیږي. کیلیفورنیا ایالت د بې کوره خلکو ۲۸ فیصده لري چې څه باندې ۱ لاک ۸۱ زره کسان کیږي، له هغه وروسته نیویارک، فلوریډا او واشنګټن ایالتونه دي چې ډیر بې کوره خلک لري. په دغه ایالت کښې له ۱ لاک ۲۰ زرو زیات کسان په سړکونو او فټ پاتونو اوسیږي.

کارپوهان وايي چې بې کوره توب په روان کال کښې د کورونو د کرایونو او بیو د پام وړ زیاتوالي له امله دی.

*/*/*/*/

د امریکې سینیټ د ملي دفاع د اختیاراتو په نامه د امریکې پوځي بودجه، چې له مخې به یې د ۲۰۲۴ کال لپاره ۸۸۶ میلیارډ ډالر د امریکې دفاع وزارت ته ورکړې شي، تصویب کړه.

دا لایحه چې د پنټاګون په مختلفو برخو لکه د عسکرو معاشونه، د پوځي تجهیزاتو او مهماتو او الوتکو پیرود او یا نورو هیوادونو ته د نظامي او مالي مرستو اندازه په ګوته کوي، د دسمبر په 13 په پارلمان کې د متحده ایالاتو د کانګرس لخوا د 13 په مقابل کې په 87 موافقو رایو سره تصویب شوه.

د ملي دفاع د واک او اختیاراتو قانون هر کال د پنټاګون د لومړیتوب وړ پروګرامونو لکه د روزنې او تجهیزاتو د پروګرام لپاره یوه بودجه برابروي. ډیموکراټانو او ریپبلکنز په اول ځل په یوې اکثریتي موافقې کښې، د امریکې د پوځيانو تنخواګانې، په پام وړ توګه د ۵.۲ فیصدو په اندازه زیاتې کړې. هغوي په هند او آرام سمندر کښې د چین د پوځي دفاع لپاره یوولس نیم میلیارډ ډالر او له روسیې سره په جنګ کښې له یوکرینه د ملاتړ لپاره یې هم ۸۰۰ میلیون ډالر په نظر کښې نیولي دي.

او د نوي مالي کال لپاره د ملي دفاع د اختیاراتو د لایحې په فاینل نسخه کښې چې یو فیډرل قانون ګڼل کیږي، د جنین سقط کولو ته د لاسرسۍ د څرنګوالي یا د همجنس پالانو د مسائلو په شان بحث راپارونکو ټولنیزو مسائلو پورې اړونده مفاد چې دغه قانون یې له خپلې لارې ایسته، حذف شول. د سینیت د اکثریت فیصلې له مخې، د ۲۰۲۴ کال لپاره د ملي دفاع د اختیاراتو په لایحه کښې قانون جوړوونکو ته څلور میاشتې وخت ورکړی شو چې په بهرنیو معلوماتو باندې د څآرنې په قانون کښې د ۷۰۲ لانجمنې مادې اصلاح یا ساتلو ته ډیره پاملرنه وکړي او په نتیجه کښې به دغه قانوني مادي تر راتلونکو لږترلږه څلورو میاشتو پورې وساتلې شي. ۷۰۲ ماده چې مخکښې ټاکل شوې وه د روان ۲۰۲۳ کال په پاې کښې ختمه شي، په امریکا کښې اطلاعاتي سازمانونو ته اجازه ورکوي چې د امریکې له سرحدونو بهر د استوګنو بهرنیانو د ایمیلونو او متني پیغامونو په شان ارتباطات راغونډ کړي او ویې څیړي.

*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

 

       

 

ټیګونه