Jan 04, 2024 10:52 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا (د حضرت امام مهدي(ع)د ظهور نښې نښانې)

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د رڼا هیلې نومې لړۍ له ننني ۵۳ مطلب سره ستاسو خدمت ته حاضر شوي یوو،په دغه مطلب کې هم د حضرت امام مهدی عجل ا...تعالی فرجه الشریف د ظهور د ځينو نورو نښو نښانو په باب درسره غږیږو. هیله ده چې د استفادې وړ مو ګرځي.

دوستانو هماغه شان چې په مخکینیو مطلبونو کې مو وئيلي دي،د سفیاني په نامې سره د یوه بلوه ګر او جنګ غواړي کس  بغاؤت او د سورئې نیواک او د عراق او دمکې او مدینې مقدسو ښارونو دنیول لپاره   هڅه، د حضرت امام مهدي (ع) د ظهور له ترټولو  مهمو نښو نښانو څخه دي.  په عراق  د هغه لښکر کشي  له  ډيرو جنایتونو سره سره ، د؛ یماني؛ او د  ؛سید حسنی ؛ په نامو سره د دوو حق غواړو او شجاعو  کسانو د لښرکیانو د مقاومت په دلیل څه خاص بریالی نه ؤ، خو   د مدینې په لور د هغه لښکر کشي له لا مهمو پيښو سره یو ځاي ده.ځيني باؤري دي چې دغه حمله لازیاته په مدینې کې د حضرت امام الزمان(ع)له شتون څخه د سفیّاني د اطلاع ترلاسه کولو په دلیل او  د هغه بزرګوار د قتلولو په نیّت سره ده.دغه لښکر کشي  هغه مهال ده چې په روژې مبارکې میاشتې کې یوه آسماني چغه  په درستې نړۍ کې واوریدل شوه او د بشریّت  لوي ژغورنکي  ظهور کړی دی، خو تر مدینې پورې له خپلو خاصو یارانو سره په پټه توګه ارتباط لري څو د نهائي پاڅون لپاره زمینه برابره کړي.  هغه د رسول ا... (ص) له کورنۍ د محمد بن عبدا... په نامې سره یو خپل ملګری او خپلوال  چې په تقوا او فضیلت پوښل شوی ، د مکې د خلکو په لور استوي څو د قیام لپاره د هغوی مرسته وغواړي. خو هغوي ،دغه سرښیندونکی او خیر غواړی ځوان چې د نفس په ترکیّې  یا په یوه پاک انسان مشهور دی، د کعبې ترڅنګ په ډير بوږنونکي ډول ورڅخه سرغوڅوي . په حدیثونو کې،دغه نه بخښونکی  جنایت د حضرت بقیةا... عجل ا... تعالی د ظهور په پنځو کې یوه نښه او د هغه بزرګوار د قیام له پیلیدا په نزدې وخت کې بلل شوې ده.

حضرت امیر المومنین امام علی ابن ابی طالب علیه  السلام  ددغې ماجرا له نقلولو وروسته  روښانه کوي، چې د نفس د تزکّیې  له قتل  څخه د مهدي تر قیام پورې یوازې پنځلس ورځې  وخت  دی .

مدینې ته د سفیّاني لښکر په رسیدا سره ، امام الزمان چې تراوسه  له خپلو ټولو اصلی یارانو سره  یو ځای شوی  نه دی  او د حالاتو د ترینګلتیاؤ  په دلیل ئې خپل ظهور څرګند کړی  نه دی، ترجیح ورکوي ، مکې مقدس ښار ته  چې د هغه د نیکه  حضرت  محمدمصطفی (ص)د رسالت زیږنځای  دی ،ځي. په دې توګه د سفیّاني لښکر هغه په مدینې نه پيدا کوي.د هغوي قوماندان یوه ډله لښکریان په هغه بزګروار پسې لیږي او نور سفیاني لښکرتر  درو ورځو پورې، ددغه مقدس ښار یعني مدینې منورې  د خلکو وینه  بهوي او تیري کوي او د خلکو مالونه چورتالان کوي. حضرت امام علی علیه السلام  ددغو جنایتونو په باب  فرمائي  ؛سفیّاني لښکر مدینې ته کاږل کیږي  او هغوی د  پیغمبراکرم(ص) د کورنۍ هرڅوک وویني نو نیسی ئې، او د بنی  هاشم ډير سړي او میرمنې  وژني :::  حضرت امام محمد باقر علیه السلام  چې په یوه نسبتا مفصل حدیث کې،له ظهوره مخکې ډيرې پيښې بیان کړي دي،په دغې زمانې کې د خپل لمسي مهدي موعود و ضعیّت په باب فرمائي؛که د مکې په لور د مهدي د خروج خبر د سفیّاني لیږدل شوي قوماندان ته ورسیږي،یو لښکر په هغه پسې لیږي،خو هغه ته نه رسیږي تر دې چې مهدي مکې ته وارد شي::په داسې حال کې چې سفیّاني لښکریان،د امام الزمان په تعقیب کې دي،له یوې عجیبه پيښې سره مخ کیږي،چې هغه د ظهورله پنځو حتمي نښو څخه  د ترټولو وروستۍ او پنځمې نښې په توګه یاد شوې ده . دوي پخپلې لارې کې دمدینې او مکې په مینځ کې د ؛بِلدا؛ په نامې سره یوې دښتې  ته رسیږي او ناڅاپي د خداي په امر مځکه څيرل کیږي او ټول لښکریان پکې غرق کیږي ، امام صادق علیه السلام ټينګار کوي؛یوه هغه حتمي نښه  چې قطعا د قایم علیه السلام  له قیام مخکې به رامینځةشي،سفیّاني قیام  او په بیدا مځکې کې غرق کیدا ده . له دغې عجیبه پیښې  وروسته حضرت حجت  عجل ا... تعالی فرجه الشریف  د خانه کعبې له څنګه خپل ولولناک قیام پیلوي او د هغه بزرګوار لومړنی اقدام د سفیاني وحشي ډوله وژلو او جنایتونو ختمول  دي .د هغه بزرګوار میړنی لښکرد سفیاني لښکر باقي پاتې کسانو ته د نیواکي فلسطین په شمال کې د طبریۀسین  په غاړه  ماته و رکوي  او دغه فاسق او بې رحمه  کس هلاک کیږي.

هماغه شان چې ووئيل شول،د حضرت امام مهدي علیه السلام د ظهور یوه حتمي نښه،په یمن کې د یماني یا قحطاني په نامې سره د پیغمبر اکرم (ص)له نسله د یوه  اصلاح  غواړي او پاک  شخصیّت قیام دی. هغه د مهدویّت تبلیغ کوي او خلک د حق لارې ته دعوت کوي.د یماني د روښانه کونکو تبلیغاتو له امله  دهغه له ټول سره یو ځاي کیږي او په سپین بیرغ سره،د سفیّاني لښکر سره  جنګ کولو ته ورځي . ظاهرا هغه له امام الزمان سره د بیعّت لباره مدینې ته ورځي اود ا مام الزمان د یوه غوره یار  سید خراساني ترڅنګ به وي.په حدیثونو کې ددغه غوره شخصیّت  ډيره ستاینه او قدرونه شوې ده،داسې چې حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  فرمائي ؛په بیرغونو کې ،له یمنای بیرغ ورآخوا لاهدایتونکی بل بیرغ نشته ،ځکه د حق بیرغ دی  او تاسو خبل امام (حضرت امام مهدي علیه السلام ) وآخوا ته دعوت کوي.پس د هغه واخوا ته په بیړه ورشئ  چې  هغه دروازه د هدایت دروازه ده .له یماني څخه سرغړونه هیڅ یوه مسلمان ته جایزه نه ده او که چا داسې وکړل، نو د جهنم له اوسیدونکي به وي ، ځکه  هغه خلک حق  ته دعوت کوي.:: په دې توګه  یماني د حضرت بقیةا...العظم عجل ا...تعالی فرجه الشریف له ظهوره مخکې  دهغو کسانو لارښود دی چې  هغه پيژني . له بده مرغه دتاریخ په اوږدو کې داسې کسان تیر شوي دي چې  د خلکو له جهل او ناپوهۍ څخه  په ناوړه استفادې سره ،ځان  ئې یماني ګڼلی دی او له دې لارې ئې شخصي  ګټې تامین کړي او خپل پیروکار ئې ګمراهۍ په لور کاږلي دي . په داسې حال کې چې د یماني  په شخصي ځانګړنو کې اهداف او آرمانونه  او همداراز د  دخراساني او دهغه په څيرپه  پاڅون او د سفیاني د بغاؤت په څير  د هغه بزرګوار شخصیّت د زمانې په شرائط په لږ تفکر سره،ددغو فرصت غواړو ادعاګانو په ناسمووالي پوهیدلی شو. د مونږ په زمانې کې  هم داسې کسان شته چې د روایتونو په تحریف او جعل کولو او په د وکه بازو  تبلیغاتو او پروپيګنډو سره  هڅه کوي،څو خلک د مهدویّت له نوراني لارې وغړوي، چې په هغو کې تر ټولو مشهور کس احمد الحسن نومیږی. هغه سره له دې چې  د عراق په جنوب کې د بصرې اوسیدونکی دی او د پیغمبر له نسله نه دی،نه یوازې ادعا کوي چې یماني  دی ، بلکې له دې هم پيښه  ورآخوا کیښودلې  او ځان د  حضرت مهدي  خاص نماینده او م دهغه له ظهور وروسته  ځان د هغه جانشین ګڼي،په داسې حال کې  له یماني قیام وروسته د هغه بزرګوار ترظهور پورې له څو میاشتو زیاته فاصله نه ده او   هغه له ظهور مخکې  هیڅ خاص نماینده نه لري .په دغه شان شرائطو کې  یو هوښیار او پوه منتظر  او انتظار کونکی  نه یوازې په دغه ډول دروغجنو ادعاګانو پوهیږي،بلکې  نور هم د ګمراهۍ  او د مهدویّت له مستقیمې او ریښتیني لارې څخه  دو تلو له خطرې څخه  غړوي.  

د حضرت امام الزمان (ع) له فرج سره ، د هغه د دیدار د لیوالو سترګې روښانه  او د خلکو مشکلات او ترینګلتیاوې هم ختمیږي . نو لاس په دعا کیږو اوپه ګډه سره دغه دعا زمزمه کوو؛؛؛؛ ... اَللّهُمَّ اَنْتَ کَشّافُ الکُرَبِ وَ الْبَلْوى، وَ اِلَیْکَ اَسْتَعْدى فَعِنْدَکَ الْعَدْوى، وَ اَنْتَ رَبُّ الاْخِرَةِ وَ الدُّنْیا ، فَاَغِثْ یا غِیاثَ الْمُسْتَغیثینَ عُبَیْدَکَ الْمُبْتَلى، وَاَرِهِ سَیِّدَهُ یا شَدیدَ الْقُوى، وَ اَزِلْ عَنْهُ بِهِ الاَْسى وَالْجَوى، وَ بَرِّدْ غَلیلَهُ یا مَنْ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوى، وَ مَنْ اِلَیْهِ الرُّجْعى وَ الْمُنْتَهى، ...     ائ لویه خدایه ! ته د سختو پيښو او سختیانو لیرې کونکی ئې ، او له تا مرسته غواړم ، چې  مرسته او په غور رسیدل یوازې ستا لَره دي، او  ته د دنیا او  آخرت پروردګار ئې ؛،نو ائ د بې څوکه  خلکو فریاد آوریدونکیه!ستا له دغه ګرفتار حقیر بنده سره مرسته وکړه،او ائ  قدرتمند پروردګاره؛،او خپل بنده ته د هغه سرور(حضرت مهدي پخپل ظهورسره)وښایه،او د هغه د دیدارلپاره ډيره  سوځیدونکي تنده  او کړاؤ ختم کړه ، ائ  هغه چې پر عرض تل پاتې یاست  او بلاخره  دټولو بیرته ستنیدا  د خداي وآخوا ته  ده . :::

                 خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو.....

( سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه