Jan 27, 2024 13:38 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا په تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د امریکا د وروستیو بدلونونو په باب د بې نقابه امریکانومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پیل کې په تیرې اونۍ کې د امریکا  دځينو مهمو بدلونونو به باب یوه لنډه شان خلاصه  درآوروو، او بیامو هم را بولوو ، د ځینو موردونو په باب  دتحلیلی برخې آ وریدو ته ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

***********************

*//*/*/ د امریکا د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په ګونګوسې

*/*/*/*/

د امریکا په کانګرس کې دترینګلتیاؤ او دخولې دشخړې دوام

*/*/*/*/

د یوشمیر قانون  جوړونکو له خوا له غزې د فلسطینیانو له جبري کوچیدا سره د  دبایډن د حکومت  د مخالف لپاره غوښت، په تیرې او نۍ کې د امریکا ځيني مهم بدلونونه وو، البته اوس مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .

******************************

  د  امریکا د فلوریډا ایالت ګورنر ران ډ سانتیس ددغه هیواد د   ولسمشرۍ  له انتخاباتو  څنګةشو او  د جمهوری غواړو  له کاندید کرغیړن  ډونالډټرمپ څخه ئې ملاتړ وکړ. جمهوری غواړي  ډسانتیس یکشنبې په شپه په ایکس ټولنیز چینل کې د یوې  ویډیو په خپرولو سره د ټرمپ د سیالې  نیکي هیلې باندې په نیوکو سره  ووئيل، پر ما ښکاره ده چې د جمهوری غواړي ګوند په مقدماتي انتخاباتو کې د رای ورکونکو اکثریّت غواړي ،ډونالډټرمپ بیرته یو فرصت ورکړي. د ډسانتیس څنګةکیدا په داسې حال کې ده چې  هغه د آیووا  په مقدماتي انتخاباتو کې نه دی توانیدلی  تمې پوره کړي  او د نیوهمپشایر  ایلات په مقدماتي انتخاباتو کې  چې روانه اونۍ ترسره کیږي،څه  خاص چانس ولرل شي.۴۵  کلن ډیسانتیس په د اسې حال کې د امریکا د ولسمشرۍ دانتخاباتو سیالیو ته وارد شوی ؤ چې د ټرامپ په نسبت ئې لازیات چانس درلود،او  لومړنیو  نظر غوښتنو بریښوله چې  هغه  د ټرمپ په مقابل کې له لاښه موقعیته برخمن دی . ډیسانتیس  او دهغه متحدان توانیدلي وو،  کابو یونیم میلیون  ډالر انتخاباتي مرستې  غونډې کړي . هغه د جنین دسقط او په ښونځیو کې د جنسیتي او توکمیزو موضوعګانو په څیر  په ډيرو مسئلو کې  چې د محافظه کارو لپاره اهمیّت لري، د راي ورکونکو  نظر جلب کړي. هغه د بیجینګ، تهران او ماسکو د ملګرتیا په نسبت  منفي لیدتوګې درلودې او مدعي شوی ؤ چې بیجینګ له ایران او روسیې څخه په ملاتړ سره  د سیمې  په نښتو او شخړو کې رول لري. ډیسانتیس  همداراز وئيلي  وو، چې که  ولسمشر شي ، نو نیّت لري ، د امریکابهرنی سیاستد هند براعظم او آرام سمندر به لور بدلوي . هغه  په تایوان په حملې کې د چین د مخه نیونې لپاره  له ؛سخت آوزار؛ څخه داستفادې غوښته کړې وه.

Image Caption

 

            د جوزف بایډن حکومت د بودجې د مسودې په سر د ډيموکراټانو او جمهوری غواړو ترمینځ له اختلافاتو سره سره ،له چټي کیدا وتښتید او د امریکا کانګرس ،د مارچ ترلومړیو پورې د حکومت د مالی  تامینیدا لپاره یوه مسوده تصویب کړه،چې  د چټي کیدا مخه نیسي،خو دا سرائيلو او اوکراین د جنګونو د بودجې او د امریکا د جنوبی پولو  دامنیت په سر شخړې او ترینګلتیاوې هماغه شان دوام لري.د امریکا په کانګرس کې ۱۰۶ جمهوری غواړي او دوو ډیموکراټانو له دغې مسودې سره مخالفت وکړ، خو ۳۱۴نورو استازو د جنورۍ په اتلسمه نیټه  ورته مثبته رایه ورکړه.د امریکا مشرانو جرګې هم  دغه مسوده ، د اتلسو مخالفو رایو په مقابل کې په ۷۷موافقو رایو سره  تصویب کړې ده .شنبې ورځ ددغې مسودې د تصویبیدا ترټولو وروستۍ مهلت ؤ. یوه ډيموکراټيک استازي چاک شومر  ووئيل، مونږ  د امریکا د خلکو لپاره ښه خبرونه لرو،خو ځیني افراطي ښي  او زوړپال   جمهوری غواړي  دا احساس نه لري .د امریکا د کانګرس د آزادې کنګرې مشر باب ګود له راي  اخستنې وروسته خبریالانو ته ووئيل،له ډيموکراټانو سره یو ځای کیدا،د هغه څه دترسره کولو لپاره د یوه حکومتي ائيتلاف جوړیدا  چې  شومر او مشرانو جرګه ئې غواړي،د امریکا د ولس لباره تاواني دی.مشرانو  جرګې د ډيموکراټانو په اکثریت سره او د جمهوری په کنټرول کې کانګرس، دخپلې اساسی دندې په ترسره کولو کې ،یعني  د هغه مالی کال لپاره د  حکومت په مالی تامینیدا کې چې د اکتوبر له لومړۍ نیټې پیلیږي،ډير وروسته پاتې دي  په داسې حال کې چې قانون ج وړونکي هڅه کوي،د حکومت د چټي کیدا مخنیوی وکړي،څو دوي ته د ټول کال لباره د بودجې د یوې مسودې د تصویبولولباره لازیات فرصت  ورکړي.په داسې حال کې چې د جوبایډن د حکومت جمهوری غواړي سرزوري نیوکه کونکي  د فیډرل حکومت د لګښتونو د تصویبیدا دوام محکوموي .  د امریکا د کانګرس مشر مایک   جانسن  چې د مینځ پلوه جمهوری غواړو له خوا  ئې ملاتړ کیږی،ددغې موافقې  دفاع ئې کړې د ه . په داسې شرائطو کې چې د لنډمهالې بودجې  تمدیدیدا، اوکراین ،اسرائیلو او د سرحدي امنیت  ته د امریکا د م الی ملاتړونو به باب  دخبرواترو امکان برابوري، بایډن د جنورۍ په ۱۷نیټه په دې زمینې کې د خبرواترو لباره د کانګرس لوړپوړو  رهبرانو ته سپینې ماڼۍ د  ورتلو بلنه ورکړه . دغه ناسته په داسې حال کې چې د  جوزف بایډن حکومت  دبحرانونو  او د اوکراین او اسرائيلود دوو جنګونو په مینځ کې دی ،توانید، اوکراین ،اسرائيلو او د واشنګټن نورو  متحدانو  ته د ۱۱۰ میلیارډ ډالري  مرستو د تصویبیدا بهیر  روان کړي ، خو  جمهوری غواړي وائي  چې  د امریکا دجنوبی پولو امنیت په لومړیتوب کې دی. د کانګرس مشر مایک جانسن  او نورو جمهوری غواړي نمایندګانوله جوبایډن سره مخامخ کتنې څخه استفاده وکړه څو  پر هغه د امریکا د جنوبی پولو په اوږدو کې  د لاسختو امنیتی تدبیرونو لپاره دباؤنه واچوي.

Image Caption

 

             چاک شومر او جانسن  د جنورۍ په لومړیو کې د هغه کال لپاره چې د ستمبر په دیرشمه نیټه پاي ته رسیږي،د یو اعشاریه نهه پنځوس ټریلیّن ډالري بودجې  سره  موافقه وکړه . ډیموکراټان وائي ،  چې د موافقې واقعي پیسې  یو اعشاریه شپږشپیته ټریلیّن ډالره  دي.  د کانګرس  د جمهوری غواړو ترمینځ  سخت اختلاف چې د لګښتونو په ډيرې کمیدا پسې  دي او ډیموکراټان په  څلور دیرش اعشاریه   څلور ټریلیّن ډالر ملی پور پسې دي  چې په تیزئ سره په زیاتیدا  دی . دا د مالی تامین دریم ه مسوده ده چې  دوامداره تامینیدا یا  ؛سی آر ؛ نامه ئې  خپله کړې ده  او یوازې دتیر مالی کال د خرڅونو سویه   د  حکومت د لګښتونو د بشپړولو لباره  دمارچ میاشتې تر لومړۍ او تمې نیټې پورې  په  دوو الټی میټمونو سره تمدیدوي.  دې ته په پام سره چې  د موقته بودجې مسوده  اوس د تصویبیدا په حال کې ده ، نمایندګان اوس د ټول کال لپاره  د بودجې د ۱۲مسودې پر تصویبیدا متمرکز کیږي.  د امریکا د کانګرس  مشر مایک جانسن  ممکنه ده ،د خپل ګوند د هغو سرزورو غړو  له غبرګون سره مخه  شي چې د حکومت د لګښتونو  له ډيرې کمیدا پرته د یوې داسې بودجې  له مسودو سره  مخالف دي .  دغه خپګان  په تیر اوړي کې هم د کانګرس د پخواني مشرکوین مک کارتي  د نسکوریدا سبب  شول.. تر اوسه پورې ځیني جمهوری غواړو  له خپګانونونو سره سره،له جانسن سره خبرې اترې کړي دي.د جمهوری غواړو یو استازی تیم بورچت دجانسن په باب وائي، هغه یوازې له هغو پاڼو سره چې  هغه ته ورکول شوي ،لوبې کوي. بورچت  په تیر ستمبر میاشت کې د دوو ګوندونو له راي  اخستنې وروسته د کانګرس له مشرۍ څخه د مک کارتي څنګة کولو ته رایه ورکړې وه. هغه وائي،دا نور واقعا ما نه خبه کوي. دا  واقعیّت دی . جانسن  دا مشکل نه دی رامینځةکړی.

         د امریکا  د کانګرس کابو ۶۰ډيموکراټو استازو  ددغه هیواد  خارجه وزیر آنتونیو بلینکن ته په یوه لیک کې  له حکومته وغوښتل ،څو دغزې اوسیدونکو  فلسطینیانو د دایمي او اجباري  ګوچولو  سره دې پر خپل مخالفت جدي ټینګار وکړي.  د  امریکا د کانګرس استازو د جنورۍ په نولسمه نیټه  د غزې په ضد د اسرائيلو  په جنګ کې  د عامو خلکو دمرګ ژوبلو  دزیاتیدا په باب  اندیښنه  څرګنده کړې ده .دغو استازو  پخپل لیک کې  د امریکا  د ولسمشر جوزف بایډن له حکومته غوښتي دي ،څو  ټینګار وکړي ،چې متحده ایالات   دغزې د فلسطینیانو  له اجباري او دایمي کوچولو سره پر خپل  مخالفت   په کلکه  او په کلکه ټينګار وکړي. دوي په دغه لیک کې  دغزې په ضد د اسرائيلو  په جنګ کې دعامو خلکو د مرګ ژوبلو په زیاتیدا هم اندیښنه ښودلې ده . دغو استازو  د بایډن پر حکومت غږ کړی ،څو ټينګار وکړي چې  متحده ایالات  دغزې د فلسطینیانو  له اجباري او دایمي کوچولو سره سخت مخالف دي . دغو استازو دغه راز د  اسرائيلو لپاره د امنیتی بودجې  او د لازیاتو انسان دوستۍ مرستو سره  په رابطه کې د خپلو ځينو غوښتنو په باب  د حکومت د شفاف سازۍ  غوښتنه هم وکړه. امریکا په کال کې اسرائيلو ته  درې اعشاریه اته میلیارډ پوځي مرستې ورکوي، خو د جوزف بایډن حکومت دغه رژيم ته د وړاندې کولو لپاره د  نورو څوارلس میلیارډالرو غوښته کړې ده .

Image Caption

 

Image Caption

 

له دې وروسته چې د صهونیسټ رژیم  لومړي وزیر بینامین نتن یاهو  په ډاګه وئیلي دي ،د غزې له جنګ وروسته د یوه فلسطیني  هیواد د جوړیدا مخالف  دی او په مستقیم ډول ئې دامریکا سیاست رد کړی،د کانګرس یهودي ترغي غواړو نامتو استازو،له اسرائيلو څخه د امریکاپه بې قید او شرطه  ملاتړ سختې نیوکې وکړې. نتنیاهو د جنورۍ په اتلسمه نیټه  اعلان وکړ، اسرائيل به ،د اردن سین د ټولو لویدیځي ټاټوبو  د کنټرول  دتل لپاره وساتي  او دلته به د یوه خپلواکه فلسطیني هیواد جوړیدا ناممکنه کړي. نتن یاهو وئیلی دي ،دا یو ضروري شرط دی  او د (فلسطین) د حاکمیّت له آئيډیا سره  په تضاد کې دی،نو باید څه وکړو؟، زه  خپلو  امریکائي دوستانو ته هم دا وایم  او همداراز  مو  د هغه واقعیت  دتپلو لپاره هڅه چې د اسرائيلو  امنیت ته  تاوان رسوي ، درولې ده.د کانګرس ۱۵یهودي استازو  دجنورۍ په نولسمه ، دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئيل، له نتن یاهو سره سخت مخالف دي .په دغې اعلامیې کې چې جري ناډلر،جیمي راسکین،ایډم شیف او الیسا سلاتکین  ئې لاسلیک کونکي دي،راغلي دي  د دوو هیوادونو حل لاره  په وړاندې ده .د کانګرس یولس نور غړي هم ورسره یو ځای شو ل.ډیموکراټ سټراتژيست ولید شهید،په یوې جلا اعلامیې کې وړاندیز وکړ، په غزې کې د اسرائیلو د جنګ د بې قید اوشرطه مالی تامین دوام به د ولسمشر  به توګه د جوبایډن د بیرته ټاکلو لباره  درایو په ترلاسه کولو کې دروند لګښت ولري . شهید زیاته کړې ده ،جوزف بایډن به د ډيرو  ډیموکراټانو  اعتماد له لاسه ورکړي.

                     دوستانو د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام وخت هم همدلته پاي ته ورسید نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو.......

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه