Feb 03, 2024 16:03 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه و الو  د خپرونې په  دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې   یوو ،په دغه نننی مطلب کې په پیل کې درته   په  تیرې اونۍ کې دامریکا ځيني مهمو پیښو یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،ا و ورپسې مو هم د تحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو،نو هیله ده داستفادې و ړ مو وګرځي.

*/*/*/*/

له ایران سره ډغرې ته د  جوبایډن د کاږلو لپاره د جمهوری غواړو هڅه

*/*/*/

په امریکا کې د بې کوره  دشمیر تر ۵۰فیصدو پورې زیاتیدا

*/*/*/

او په غزې کې له نسل وژنې څ خه د ملاتړ په علت په کلیفورنیا  کې یوې محکمې ته  د بایډن په ضد  شکایت ، په تیرې اونۍ کې د امریکا ځينی مهمې پيښې وې،اوس مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته ....

*****************************

           د سورئې له پولې سره نزدې  د اردن په شمال ختیځ کې دامریکائي پوځيانو پر مرکز دډرون په حملې  او د درو امریکائي عسکرو په وژل کیدا او په ۳۴ نورو ټپي کیدا پسې  دا موضوع د امریکا د اوسني بې خوده ولسمشر جوزف بایډن  باندې د جمهوری غواړود سختو نیوکو او  په ایران د حملې لپاره د هغه د لمسؤَنې په باب د هڅې لپاره په یوه لاسوند بدله شوې ده .په طوفان الاقصی  ناڅاپي عملیاتو پسې  د غزې  د جنګ د پیلیدا له وخت راهسې  دا  په سیمې کې د امریکائي پوځيانو د وژل کیدا لومړنی مورد دی. د امریکا  ولسمشر جوزف بایډن  د تیرې یکشنبې په ورځې په یوې اعلامیې کې مدعي شوی چې دغه ډرون حمله ډیره دردناک غم دی چې تیره شپه  او د سورئې له پولې سره نزدې  داردن په شمال ختیځ کې  د امریکائي پوځیانو پر مرکزد ایران له خوا په ملاتړ کیدونکو  ځواکونو په وسیله شوې ده. هغه همداراز ادعا کړې  ددغې حملې مسئولانو ته په په مناسب وخت او رودې سره ځواب ورکړل شي .د امریکادفاع وزارت هم  دغه حمله  د سیمې په چارو کې یوه ډيره خطرناکه نمونه بللې ده.داپه داسې حال کې دي چې  امریکائي چارواکي په کرتو مدعي شوي دي د غزې د جنګ دپراختیا  او په یوه سیمه ایز جنګ ئې د بدلیدا غوښتونکي نه دي.  دغزې دجنګ په پیلیدا سره ،د سیمې په تیره بیا په عراق کې د مقاومتي چورلیز غورځنګونو په سیمې کې د امریکاپوځي مرکزونه په شیشت کې راوستي او ټارګټ کړي ئې دي . د پنټاګان په وینا، دا حملې  له وروستیو وژلو ترمخکې پورې  مرګونې نه  وې ،البته د کابو اویاؤ امریکائي عسکرو د ټپي کیدا سبب شوي وې. په عین حال کې  په عراق کې د مقاومتي ډلو پر مورچلو او مرکزونو د امریکا هوائي حملې  د امریکا د څولسیزو  پوځي شتون د ختمیدا لپاره په دغه هیواد کې د سیاسی دباؤنو سبب شوي دي .

Image Caption

 

                اوس البته د درو امریکائي عسکرو په هلاکت سره جمهوری غواړي  په دې پلمه چې تهران ددغو حملو ترشا ولاړ دی، دایران په وړاندې د غچ اخستونکي غبرګون غوښتونکي شوي  دي. په دې لړ کې یو شمیر زوړپالو سناتورانو په ښکاره په ایران باندې په حملې سره د غچ  اخستونکي اقدام غوښته کړې ده .جمهوری غواړي سناتور ګراهم  په یوه ټولنیز پيغام کې لیکلي دي،د ایران په وړاندې د بایډن سیاست ناکام شوی دی او په سیمې کې د مونږ د پوځیانو په ضد دڅه ډپاسه سلو حملو سبب شوی دی.زه د جوبایډن له حکومته غواړم ، د مونږ د عسکرو د وژلو دغچ اخستو او همدرااز د مخه نیونې د تامینیدا په خاطر دې د ایران په داخل کې په ځینو ټارګټونو حملې وکړي. سناتور جان کورنین هم د درو امریکائی عسکرو د وژل کیدا په غبرګون کې لیکلي دي، تهران  ټارګټ کړئ. همداراز یوه بل جمهوری غواړي سناتور تام کاټن هم په یوې بشپړ غیر منطقي او له کوم سند پرته په چټي ادعا کې  وئيلي دي،ددغو حملو یوازینی ځواب باید د ایران پر ځواکونو ویجاړونکی  او پوځي غبرګون ،هغه هم د  ایران په داخل او  درست مینځني  ختیځ کې نندارې ته وړاندې شي. د امریکا  دولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د جمهوری غواړو زوړپالي ګوند د مقدماتي  انتخاباتو کاندیدې نیکي هیلې هم  په ایکس ټولینز چینل کې لیکلي دي ، دغې حملې ښودلې ده چې  که  جوزف بایډن  له ایران سره پخپل چلند کې دومره کمزوری عمل نه کولئ، نو دوي د مونږ پر پوځيانو حمله نه شوه کولئ. مونږ باید د امریکا په ټول قدرت سره  غچ واخلو . دا  د لازیات  جنګ د مخنیوی یوازینۍ لاره ده . که دا کار ونه کړو ، نو دغه  حملې به  هماغه شان دوام و مومي.

          داسې ښکاري له دغو خبرو او له  لمسؤنکو دریځونو څخه د جمهوری غواړو اصلي هدف ،د ایران په ضد غلیمانه او یرغلریزو اقداماتو غوره کولو او په نهایت  کې له ایران سره د متحده ایالاتو پوځي مخامخیدنې ته د بایډن د حکومت اړباسل دي . څو په دې توګه  د ایران په وړاندې د امریکاپه پوځي ناکامۍ او په سیمې کې د امریکا پوځي مرکزونو ته د زیاتو مرګ ژوبلو او تاوانونو  په واردولو سره،په ما تې او ناکارندوالي  د بایډن په تورنولو سره د جمهوری غواړو د سیاسی حملو لپاره  لازمه پلمه  برابره شي او د امریکا د ۲۰۲۴کال د نومبر  د میاشتې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د هغه  موقعیّت  لازیات کمزوری کړي.څو په دې توګه د هغه د جمهوری غواړي سیال د بریالیتوب امکان چې په زیات احتمال سره به هماغه لیونی ډونالډټرمپ وي،برابر شي.سره له دې چې جوزف بایډن او دامریکا لوړپوړي سیاسی او پوځي  چارواکو په کرتو ایران تورن کړی دی چې په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا په پوځي مرکزونو  دحملو ترشا ولاړ دی. په عین حال کې دا موضوع  ئې یاد کړې ده چې  له ایران سره دجنګ او د سیمې په سویه د نښتو د پراختیا غوښتونکي نه دي.په دې زمینې کې په ترټولو وروستي دریځ نیونې کې،د متحده ایالاتو د پوځ لوي درستیز   جنرال چارلز براؤن   وئیلي دي، امریکا  له ایران سره په جنګ پسې نه ده  او که  نښتې لاپراخې شي ، نو ځواب به ورکړو.د امریکا دغه لوړپوړي پوځي چارواکي  په دې باب نیوکو ته په ځواب کې چې  د جوبایډن حکومت په کافی اندازه د ایران په وړاندې او د هغه څه په وړاندې  چې ددغه هیواد نیابتي ډلې ئې نومولي دي ، لاجدي او سخت ګیر نه دی ، ووئيل،  د مونږ هدف،یوه  بشپړ جنګ او پراخو نښتو ته واریدیدا نه ،بلکې  مخه نیونه او په عین حال کې د امریکائي پوځيانو ساتل دي.

Image Caption

 

             ایران په کرتو اعلان کړی دی چې که څه هم له امریکا سره دجنګ غوښتونکي نه دي ، خو  په ایران د متحده ایالاتو د هرډول پوځي یرغلونو په وړاندې له سخت او پریکنده غبرګون لپاره  له کافي او اغیزشیندونکي توانه برخمن دی . د یو اړخیزو او څو اړخیزو  بندیزونو سره سره ، د ایران  اسلامی جمهوریت، د یوه سیمه ایز قدرت په توګه پيژندل کیږي،او د هرډول سیمه ایز او له سیمې د ورآخوا  ګواښ په مقابل کې  له ځانه ددفاع له بشپړ توانمنیو  برخمن دی . تهران  همداراز پر دې موضوع هم ټینګار کوي،  چې په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا څو لسیزې پوځي شتون  په دغې سیمې کې د ترهه ګرۍ د پراختیا  او د بې ثباتیو او ناکراریو د زیاتیدا او  دجنګ  درامینځةکیدا یو مهم عامل دی . اوس هم واشنګټن  د وحشي صهیونیسټي رژيم  په هراړخیز  پوځي او وسلوالو ملاتړونو سره ، په غزې ې: د جنګ د دوام لپاره یو  اصلي لمسَؤنکی  دی . دغه چاره  په سیمې کې   د امریکا په پوځي مرکزونو او اډو د مقاومتي چورلیز د مبارزانو او ډلو ټپلو  دحملو یو مهم دلیل   حسابیږي .

           دبشری حقوقو ډلو په امریکا کې د فلسطین  له ملاتړو د پلټنو دزیاتیدا  خبر ورکړی دی . د فلسطین حقوقي ډلې په یوه راپور کې وئيلي دي، دبشری حقوقو له فعالانو څخه  او په غزې کې د فلسطینیانو په  نسل وژنې د هغوي په نیوکو پسې د ایف بی آئي  مامورانو د پلټنو ډیری موردونه  لیدل شوي دي.  ددغه راپور په اساس، دغه کسانو له دې وروسته چې  په صهیونیسټ رژيم ئې  دنیوکو په باب په ټولنیزو چینلونو کې  ځیني مطلبونه  خپرۀ کړي وو، د پلټنو لپاره احضار شوي دي . د فلسطین حقوقي ډلې ټينګار کړی دی،د امریکا د پولیسو دغه اقدام د صهیونیسټي رژيم په جنایتونو باندې په نیوکه کونکو کې  د ویرې او وحشت د فضا د رامینځةکولو لپاره  ترسره کیږي.

Image Caption

 

دا په  داسې حال کې دي چې د بشری حقوقو ډلو او د  فلسطین د ملاتړو ډلو په نمایندګۍ د امریکا د مدني آزادیو ډلې، دغزې د بې څوکه خلکو په وژلو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم  دملاتړ په دلیل  د بایډن   او د هغه د حکومت د کابینې د غړو  په ضد عدالت ته یو شکایت وړاندې کړی دی.په کیلفورنیا کې  د محکمې په لومړنۍ  غونډې کې  چې د  جنورۍ به ۲۷ترسره شوي ،  د شاهدانو په توګه د غزې یوشمیر ډاکټرانو او د بشری حقوقو  فعالانو ،د صهیونیسټ رژيم په حملو پسې  دغزې د وضعیّت او د هغې د خلکو د  مشکلاتو بیانولو ته مخه کړې ده . د عدالت دغونډې له ترسره کیدا سره په یووخت ، په غزې کې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  په جنایتونو په اعتراض کې یوه غونډه ترسره شوه. اعتراض کونکو د امریکا له ولسمشر  وغوښتل ، په غزې کې دې  د نسل وژنې څخه  له ملاتړه لاس واخلی .

                د امریکا حکومت په تیرو څلورو میاشتو کې صهیونیسټي رژيم ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت وسلې  ورکړی دي . د خپرو شوو راپورونو په اساس، امریکا تر اوسه پورې د شلو تجارتي کشتیو  او ۲۳۰ ټرانسپورټي  الوتکو څخه په استفادې سره  د وسلو جوپې  دغه رژيم ته لیږدولي دي . د فلسطینیانو له نسل وژنې څخه د جوبایډن د حکومت دغه ښکاره ملاتړ، حتی  ددغه هیواد په کا نګرس کې د  امریکائي بې خوده ولسمشر جوبایډن  دسیاسی متحدانو چغې هم په ځان پسې درلودلي دي. سناتور برني سنډرز په دې زمینې کې وائي،متحده ایالاتو  له اسرائيلو سره په کال کې د درې اعشاریه اته میلیارډ ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کوي او اوس  هغه ټول بمونه او پوځي تجهیزات چې د غزې د ویجاړولو لپاره ترې استفاده کیږي، ټول دامریکا جوړ دي .په بله معنا،مونږ ټول په هغو پیښو کې چې په غزې کې په رامینځةکیدا دي،شریک یوو او هغه څه چې رامینځة کیږي،د بیانولو وړ نه شمیرل کیږي.

= دوستانو د بې نقابه امریکا نومې لړۍ  د مطلب  وخت هم همدومره ؤنو تر بلې اونۍ پورې مو په نیاؤمن  خدای سپارو،سر لوړي ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه