Feb 13, 2024 10:01 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهمې پيښې

په تیره اونۍ کښې د افغانستان په لویدیځ کښې د هرات د ریلوی مشر وویل چې په راتلونکي کال کښې به د خواف-هرات د پټلۍ له لارې د شیانو په انتقال کښې ښه زیاتوالی راشي. د هرات ولایت د ریلوی مشر محمد نسیم محمدي خبریالانو ته وویل: په راتلونکي کال کښې به د خواف-هرات د ریل پټلۍ په ذریعې د تجارتي شیانو انتقال له ۳۰۰ زرو ټنو نه ۵۰۰ زره ټنو ته وریږي.

هغه زیاته کړه: قرارداد داسې دی چې له مخې یې به اول کال له یو کال نه تر درې لاکه ټنو پورې اټکل شوی دی خو مونږ ډیره وړتیا لرو او په دې پړاؤ کښې تر ۵ لاکه ټنو شیان منتقلولی شو.

له بلې خوا د هرات د ګمرک مشر «عبدالحمید حامد» هم وویل چې د دغه ګمرک عایدات د تیر کال په پرتله ۶۰ فیصده ډیر شوي دي. د هرات-خواف ریل پټلۍ څلور برخې لري چې تر دې دمه یې درې برخې بشپړې شوې دي او څلورمه یې په جوړیدو ده. دا ریل لاره له ختیځ نه لویدیځ ته د نړیوالې لارې یوه برخه ده او د ختیځې آسیا او لویدیځې آسیا د هیوادونو ترمینځ اقتصادي راکړې ورکړې ګړندۍ کوي.

*/*/*/*/

تیره اونۍ په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نوی کلتوري صلاحکار سید روح ا... حسیني په رسمي توګه معرفي شو او کار یې پيل کړ.

کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ملا خیرا... خیرخواه سره په کتنه کښې د ایران نوی صلاحکار د افغانستان چارواکو ته په رسمي توګه معرفي کړ.

په دغه ملاقات کښې سید رو ح ا... حسیني د ایران او افغانستان ترمینځ د کلتوري اړیکو د پراخولو په لړ کښې، په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري مرکز بشپړ چمتووالی اعلان کړ.

*/*/*/

تیره اونۍ همداشان د طالبانو ویاند د افغانستان د شتمنیو د توقیف د تمدید لپاره د امریکې د ولسمشر پریکړه یو ظالمانه اقدام وباله. ذبیح ا... مجاهد څرګنده کړه، دا ظالمانه اقدام د ټولو نړیوالو اصولو خلاف دی.

د امریکې ولسمشر جوبایډن په یو حکم کښې د افغانستان د خلکو د شتمنیو توقیف بیا وغزوه. سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې په افغانستان کښې د انساني ناورین او له امله یې د رامینځته شویو ګواښونو په وجه د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ په ۱۱ نیټه د امریکې د ولسمشر له خوا صادر شوی حکم د ۲۰۲۴ کال د روانې فرورۍ میاشتې له ۱۱ نیټې وروسته هم د اجرا وړ دی.

د رپورټونو له مخې، لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا باید د افغانستان د مرکزي بانک کابو لس میلیارډ ډالره شتمني آزاده کړي ترڅو د دغه هیواد اقتصاد فعالیت وکړې شي.

له دې مخکښې څه باندې ۷۰ نړیوالو اقتصاد پوهانو او ماهرانو د تیر کال په وروستیو کښې په یو لیک کښې د امریکې له ولسمشر جو بایډن نه غوښتې وو چې د افغانستان شتمنۍ آزادې کړي.

مخکښې ترې هم د کړکیچ نړیوالې ډلې په یو رپورټ کښې ویلې وو چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د امریکې بندیزونه په افغانستان کښې د پانګونې د لارې یو ستر خنډ دی.

د افغانستان د چارو کارپوه علي خزايي په دې هکله وايي: امریکې له افغانستانه د خپلو پوځیانو له ایستلو وروسته نه یوازې دغه هیواد بایکاټ کړ بلکې د هغه کابو ۱۰ میلیارډه ډالر یې ونیول او څه برخه یې ترې مصادره هم کړه. دا په داسې حال کښې دي چې افغانستان  د خپلو ستونزو د هواري لپاره دغې شتمنۍ ته له بل هر وخت نه زیات ضرورت لري. د افغانستان توقیف شوې شتمني د دغه هیواد د خلکو ده او امریکا یې د توفیف په غزولو سره په حقیقت کښې د افغانستان خلک ځوروي. /*/*

تیره اونۍ پاکستان هم له مختلفو پيښو سره مخامخ و چې ترټولو مهمه په کښې پارلیماني او صوبايي انتخابات وو.

د پاکستان پوځ د پارلیماني ټاکنو له ترسره کیدو وروسته په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې انتخابات په بریمنه او صلحه ایزه توګه ترسره شوې دي. پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د انتخاباتو د ترسره کیدو په دوران کښې له یو نیم لاکو زیاتو ځواکونو د رایه ورکونې د مرکزونو امنیت وساته او ټاکنې په کامیابۍ سره او په صلحه ایزه توګه ترسره شوې.

د پاکستان پوځ د دغه هیواد د انتخاباتو په ورځ حملو ته په اشارې سره هم ویلي چې په دې دوران کښې په هیواد کښې ۵۱ ترهګرې حملې وشوې چې زیاتره په خیبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې رامینځته شوې او په کښې ۱۰ امنیتي ځواکونو وژل شوي او ۳۹ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان موقته وزیراعظم «انورالحق کاکړ» هم ویلي چې د ترهګرو پیښو سره سره په انتخاباتو کښې ګډون ډیر زیات و او د پوځي او پولیسو ځواکونو او د انتخاباتو د کمیشن هلې ځلې د ستاینې وړ دي.

رایه اخیستنه یا ووټنګ د تیرې پنجشنبې، د فرورۍ د اتمې نیټې د سهار په اته بجې پیل شو او د مازیګر په پنځه بجې پاې ته ورسید. د راې ورکونې لپاره تقریباً ۱۲۸ میلیون(۱۲ کروړه ۸۰ لاکه) کسانو نومونه ثبت شوي وو. د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو د اعلان ځنډیدل د مسلم لیګ نواز او پاکستان تحریکِ انصاف ګوندونو له خوا د مختلفو ګونګوسو لامل شول.

*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند په پاکستان کښې د پارلیماني انتخاباتو کامیابه ترسره کیدنه په دغه هیواد کښې د پياوړې ولسواکۍ او ډیموکراسۍ نښه وبلله او د پاکستان حکومت او ولس ته یې مبارکي ورکړه.

ناصر کنعاني د ملګري، ګاونډي او ورور هیواد پاکستان د حکومت او ولس لپاره د انتخاباتي بهیر په بشپړولو او د پارلیمان او نوي حکومت د جوړولو په دې بهیر کښې د کامیابۍ آرزو وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند په عین حال کښې په پاکستان کښې ترهګر اقدامات وغندل او ویې ویل چې ایران د پاکستان د ملګري، ګاونډي او ورور حکومت او ولس ترڅنګ ولاړ دی. ناصر کنعاني د ترهګرو هدف په پاکستان کښې د ولسوالۍ د بهیر ننګول او په دغه هیواد کښې د انتخاباتو د ارامښت ګډوډول وبلل او زیاته یې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د ولسوالۍ او د ترهګرۍ له سپیرې ښکارندې سره د مقابلې په لړ کښې د پاکستان د حکومت او ولس ترڅنګ ولاړ دی.

یاده دې وي چې د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې په دوو ترهګرو حملو کمښې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. و

د سیاسي چارو کارپوه "محسن رویي صفت په دې هکله وايي: د ترهګرۍ مسئله د ایران او پاکستان یوه ګډه ستونزه او ننګونه ده. ترهګري هغه سپیره ښکارنده ده چې پوله او سرحد نه پیژني او په دې وروستیو کلونو کښې د سیمې د امنیت په تیره بیا د ایران او پاکستان په ګډو پولو کښې د امنیت د خرابولو لپاره د پردیو د لاس په یوې آلې بدله شوې ده. په دې وجه تمه ده چې د پاکستان راتلونکی حکومت هم د ضروري تابیاؤ په کولو سره، د سیمه ایزو ملګررتیاؤ د پياوړې کولو په ترڅ کښې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

*/*/*/

په تیره اونۍ کښې د پاکستان موقته وزیراعظم په یوه ټیلیویژني وینا کښې د طالبانو او د ډیرورنډ په نامه له افغانستان سره د دغه هیواد د پولې په هکله د اسلام آباد سیاستونه اعلان کړل.

د هغه په وینا، ترڅو چې د سیمې او نړۍ هیوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژندي، پاکستان به هم دغه کار ونه کړي. د انوارالحق کاکړ په وینا، د رسیې او چین په شمول د سیمې ټول هیوادونه په افغانستان کښې صلحه، ثبات او امنیت غواړي. هغه له افغانستان سره د پاکستان د سرحدي ستونزو په اړه هم وویل چې د ډیورنډ فرضي کرښه د دواړو هیوادونو ترمینځ نړیوال سرحد دی. هغه زیاته کړه: ملګرو ملتو او د نړۍ ۲۰۶ هیوادونو منلې ده چې ډیورنډ یوه نړیواله پوله ده.

کاکړ یوځل بیا څرګنده کړه چې د ټي ټي پي په نامه پاکستاني طالبان د افغانستان په ځینو ولایتونو کښې پتڼخي لري او همدا چاره په پاکستان کښې د ناامنۍ د زیاتیدو لامل شوې ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د ډیورنډ فرضي کرښه په افغانستان کښې یوه ملي مسئله ګڼله کیږي او په وروستیو څه باندې سلو کالو کښې په افغانستان باندې واکمن هیڅ کوم حکومت هغه د افغانستان او پاکستان ترمینځ د نړیوال سرحد په توګه په رسمیت نه ده پیژندلې.

او په افغانستان کښې د تحریکِ طالبانِ پاکستان د کسانو شتون هم د افغان طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمینځ په یوې لانجمنې مسئلې بدل شوی دی.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه