Feb 17, 2024 13:30 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

تېره اونۍ د افغانستان د موضوع په اړه د ملي امنیت د عالي شورا د سېمې د هېوادونو د منشیانو او د ملي امنیت د سلاکارانو شپږمه غونډه، د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړه شوه.

د دې غونډې په څنډه کې د ایران او قرغیزستان د ملي امنیت د عالي شورا منشیانو هم له یوه بل سره وکتل او د ځینو لوېدیځو هیوادونو له خوا په افغانستان کې، د ترهګرو ډلو د تمویل په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.

په دې کتنه کې د منځنۍ آسیا د هېوادونو په چارو کې د ځینو لوېدیځو هېوادونو لاسوهنې، چې د هغوی د غوښتنو د تحمیلولو په هدف ترسره کېږي، مخالفت وشو.

د ایران او قرغیزستان د ملي امنیت عالي شورا منشیانو همدارنګه له داعش سره د مبارزې په ګډون د سیاسي، امنیتي او پوځي همکاریو پر ډېروالي ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي "علي اکبر احمدیان" د خپل قرغیزستاني سیال په بلنې سره د دغه هېواد پلازمینې بشکیک ته د افغانستان په اړه د سیمي د هېوادونو د منشیانو او د ملي امنیت د سلاکارانو په شپږمه غونډه کې د ګډون لپاره سفر وکړ.

د ایران اسلامي جمهوریت د دغې غونډې بنسټګر دی، د دغې غونډې پخوانۍ پنځه دورې په ایران، روسیې، هند او تاجکستان کې ترسره شوي دي.

په دغو غونډو کې، د ایران د اسلامي جمهوریت، روسیې، چین، هند، تاجکستان، قرغیزستان، قزاقستان، ازبیکستان او ترکمنستان په ګډون، د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت لوړرتبه چارواکي ګډون کوي.

تېره اونۍ د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېرمحمد عباس ستانکزي ټینګار وکړ، چې د ډیورنډ فرضي کرښه به هېڅکله د افغانستان له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي.

نوموړي په لوګر کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو د ٣٥ مې کليزې د نمانځنې په مراسمو کې د وينا پر مهال وويل، چې د افغانستان نيمه جغرافیه د ډيورنډ فرضي کرښې بلې غاړې ته ده او دغه کرښه په هماغه وخت کې د انګریزانو لخواد افغانستان پر خلکو تپل شوې ده.

له همدې امله، پاکستان ته د تګ لپاره د ویزې او پاسپورټ ترلاسه کول، افغانانو ته د منلو وړ نه دي. د عباس ستانکزي په وینا، نن نیم افغانستان د ډیورنډ فرضي کرښې بلې غاړې ته بېل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې موږ په خپل ټول عمر کې د ډېورنډ فرضي کرښه نه په رسمیت پېژندلې او نه یې په رسمیت پېژنو. دا هماغه فرضي کرښه ده چې انګریزانو پر افغانانو تپلې ده. مګر کله چې زموږ ختیځ ګاونډۍ په ډېرې بې رحمۍ سره کډوال له هغه ځایه باسي او وايي چې خپل هېواد ته ولاړ شئ.

د سیاسي چارو کارپوه محسن رویي صفت په دې اړه وايي:

د ډېورنډ فرضي کرښه په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له رامنځته کېدو وړاندې د انګریزانو له لوري جوړه شوه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په زخم کې د هډوکي په څېر عمل کوي او همدارنګه د دواړو لورو ترمنځ د اساسي حل لارو خنډ ګرځي.

په واقعیت کې انګریزان د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د خپلو ټولو دسیسو په څېر، د ډېورنډ فرضي کرښه  د دسیسې په توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په میراث پرېښوده، چې اوس هم ناخوالي رامنځته کوي.

په تېره اونۍ کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۵مې کلیزې د نمانځنې مراسم، د نړۍ په مختلفو سیمو له هغې جملې د کابل او د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شول.

د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي، په کابل کې په دې مراسمو کې وویل، چې د ایران د اسلامي انقلاب بریا، د میلیونونو مسلمانو ایراني نارینه او ښځینه وو د اتحاد او اتفاق پایله ده.

هغه د ایران دولت او ملت ته د دغې ورځې په مبارکۍ سره زیاته کړه، په تېرو دوه نیمو کلونو کې په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، کلتوري، علمي او نورو برخو کې د افغانستان او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ تعامل او د اړیکو پراختیا، د پام او د کتنې وړ زیاته شوې ده.

ستانکزي ټینګار وکړ چې د ایران او افغانستان ترمنځ ګډ تاریخي، دیني، کلتوري او ژبني برخو کې د دواړو هېوادونو اړیکې په مختلفو برخو کې د پراخېدو او پیاوړتیا سبب شوي دي.

د ستانکزي په وینا، اقتصاد او سوداګري د دوه اړخیزو او اقتصادي تعاملاتو په برخه کې د ایران او افغانستان د همکاریو یوه مهمه برخه ده او د افغانستان او ایران د اسلامي جمهوریت اقتصادي اړیکې، تل د پراختیا په حال کې دي.

په تېره اونۍ کې پاکستان هم  له بېلابېلو بدلونونو او پېښو سره مل وو، چې ترټولو مهم یې د تحریک انصاف ګوند مشر، د پاکستان د لومړي وزیرۍ لپاره د دې ګوند له خوا عمر ایوب خان نوماند کړ.

د تحریک انصاف ګوند د مشر د عمران خان یوه مهم سلاکار اعلان وکړ چې دې بندي رهبر، عمر ایوب خان د تحریک انصاف د نوماند په توګه د لومړي وزیری څوکۍ ته معرفي کړی دی.

دې ګوند همدارنګه په ټاکنو کې د خپل ځان پر وړاندې د پراخو درغلیو له امله د پراخو اعترضونو خبر ورکړ.

د ټاکنو کمیسیون دا ډول تورونه رد کړي او وايي چې په دې تړاو به هرډول اندېښنې له منځه یوسي.

په دې ټاکنو کې هېڅ یوه لوري هم اکثریت مطلق رایې ترلاسه نه کړې، مګر د عمران خان ملاتړي او خپلواکو نوماندانو د پاکستان د پارلمان له ۲۶۶ څوکیو څخه له ۹۰ زیاتې څوکۍ وګټلې.

د پاکستان د تحريک انصاف يوه جګپوړي مشر اسد قيصر په زندان کې له عمران خان سره تر ليدنې وروسته خبريالانو ته وويل، عمر ايوب به د لومړي وزیرۍ لپاره د تحريک انصاف نوماند وي، هغه د عمران له خوا نوماند شوى دى.

له دې سره، د پاکستان شپږ ګوندونه چې مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند یې په سر کې دي، موافقه کړې چې د پیپلز ګوند مشر آصف علي زرداري د پاکستان د نوي ولسمشر لپاره د خپل ګډ نوماند په توګه معرفي کړي.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر آصف علي زرداري چې د پنځو کلونو لپاره د پاکستان ولسمشر هم وو، ټاکل شوې چې یو ځل بیا د دغه هېواد د نوي ولسمشر لپاره د نوماند په توګه معرفي شي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د شپږو پاکستاني ګوندونو مشران چې په سر کې یې د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند دي، په پاکستان کې د ائتلافي حکومت د جوړولو په اړه د خپلې ګډې پرېکړې د اعلان سربېره،  هوکړه کړې چې آصف زرداري د نوي ولسمشر په توګه وټاکي.

د پاکستان د اوسني ولسمشر عارف علوي پنځه کلنه دوره د سپټمبر په میاشت کې پای ته ورسېده، خو د تېر پارلمان د پنځه کلنې دورې د پایته رسېدو له امله، نوموړی اړ شو چې د نوي پارلمان تر ټاکنو پورې، خپل مسئولیت ته دوام ورکړي.

د نوي ولسمشر د ټاکلو په بهیر کې هم، د واکمن ګوند او د اپوزیسیون د لویو ډلو په ګډون، ټول ګوندونه چې په ملي شورا کې استازي لري، د خپلې خوښې نوماندان معرفي کوي او مطلوب نوماند د پاکستان د ملي، ریاستي او مشرانو جرګې د استازو له خوا د نوي ولسمشر په توګه ټاکل کېږي.  

۶۸ کلن زرداري، د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو خاوند او د بهرنیو چارو د پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري پلار، له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د پاکستان د ۱۱م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې.

د پاکستان په وروستیو ټاکنو کې د زرداري ګوند وتوانید، چې په ملي اسمبلۍ کې ۵۴ څوکۍ وګټي او په ورته وخت کې یې د سند صوبې په اسمبلۍ کې هم اکثریت څوکۍ وګټلې، چې په ترڅ کې به یې پیپلز ګوند وکولای شي په دې صوبې کې خپل خپلواک حکومت جوړ کړي.

په تېره اونۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې په رفح کې د صهیونیسټي رژیم پوځي تیری، د فلسطینیانو د ژوند د ساتنې لپاره د عدالت د نړیوالې محکمې د حکم خلاف ورزي وبلله او خبرداری یې ورکړ چې د تل ابیب دغه برید د اوربند لپاره هڅې په شدت سره له ګواښ سره مخ کوي.

ممتاز زهرا په یوه بیانیه کې د غزې پر رفح ښار باندې د اسرائیلي پوځیانو یرغل او  ویجاړي  او د فلسطینيانو وژل په کلکه وغندل. په دغه بیانیه کې راغلي دي: پر رفح باندې د اسرائیلو د غاصب رژیم برید، له هغه موقتي تدابیرو څرګنده سرغړونه ده، چې د نسل وژنې پر وړاندې د غزې د خلکو د ساتنې لپاره، د عدالت نړیوالې محکمې لخوا منل شوي دي.

په غزه کې په تېرو څلورو میاشتو کې د کوم انساني ناورین شاهدان چې وو، پر رفع باندې تیري دا ناورین یې زیات کړی او د احتمالي اوربند لپاره راونې هڅې له ګواښ سره مخ کوي. هغې ټینګار کړی چې پاکستان له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو څخه غواړي چې د بشریت پروړاندې د بې وقفې جنایاتو او د اسرائیلو د تیري پایته رسولو لپاره، بېړني اقدامات ترسره کړي.

د غزې په سویل کې پر رفع باندې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو او بمباریو له امله، نږدې ۱۰۰ کسان په شهادت ورسېدل او ګنشمېر نور هم ټپیان شول. خبري سرچینو همدارنګه اعلان وکړ چې ډېری قربانیان ښځي او ماشومان دي.

د سیاسي چارو کارپوه علي خزايي په دې اړه وايي:  

د صهیونیسټي رژیم جنایتونه همدارنګه د نړیوالې ټولنې د چوپتیا تر سیوري لاندې دوام لري او په خواشینۍ سره اسلامي هېوادونو هم ونشو کړای چې د صهیونیسټانو د جنایتونو د مخینوي لپاره یو واحد دریځ غوره کړي. که څه هم ځیني هېوادونه لکه د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان د صهیونیسټانو د جنایتونو په غندلو کې مخکښ دي.

ژباړه: زماني

ټیګونه