رڼا سرچینې (۶۹) د قرآني آیتونو دنزول شأن او د حقانیّت سند
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني ۶۹ مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې هم د هود سورې د اولسم آیت د نزول د شأن په باب درسره غږیږو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
خوږو دوستانو د حجاز په ټاټوبی کې د یهود قبایلو د هستوګنې د یوه تاریخي قول په اساس،د؛بُختُ نصّر؛ پاچائي شپو ورځو ته ورګرځي. بُختُ نصّر ، له میلاده شپو سوه کاله مخکې د بابل یو پاچا دی . هغه دخپل حکومت په پړاؤ کې ، بیت المقدس نیوۀ او یهودیان ئې له هغه ټاټوبی وشړل.له هغوي یو شمیر د حجاز د ټاټوبی په لور راغلل او د یثرب ،خیبر، وادي القری او تیماء په څير په سیمو کې دیره شول.البته ځيني په دې اند دي چې حجاز ټاټوبی ته د یهودیانو د مهاجرت علت،د بشریّت د ژغورونکي (منجي موعود) له انتظار سره اړوندیږي.ځکه چې یهودیانو په پخپلو کتابونو کې لیدلی دي چې د وروستي پیغمبر د هجرت ځاي،د عَیر او احد دوو غرونو ترمینځ او په حجاز ټاټوبي کې دی. له دې امله ئې د هغه ځاي د لټوَلو په دوام کې هجرت کړی څو هغه غرَ پیدا کړي ، چې ورته حداد وئیل کید. دوي د خپلو مدرکونو په اساس؛حداد؛ له ؛احد؛ سره یو وبالۀ، نو ځکه دهغه غرۀ په شاوخوا کې تیت پرک شول . له هغوي ځينو ؛تیما ؛ سیمه خوښه کړه ، ځیني؛ فدک ؛ او ځینو هم ؛ خیبر ؛ سیمه خوښه کړه.
د ؛بنی قینقاع ؛ قبیله چې د مال او شتمنۍ له پلوه ،د یهودو یوه ترټولو شتمنه قبیله حسابیدله،د مدینې په شاوخوا کې د طحان په نامې سره په یوه ځاي کې هستوګن شول . بنی النصیر قبیله ، یوه بله یهودي قبیله وه چې د حضرت موسی (ع) له ورور هارون سره ئې حسب او نست ملاوید. دوي د مدینې په شاوخوا کې ژوند کاوه او د مدینې د خرما دباغونوترټولو ښې مځکې له دوي سره اړونده وې. بنی قریظه قبیلې هم دنورو قبایلو په نسبت له مدینې په لازیات واټن کې ژوند کاوۀ.
د ځينو مورّخانو په وینا،په یمن کې د مارب ډیم له ورانیدا وروسته د ؛اوس؛ او خزرج ؛ دوو قبیلو هم د مدینې شاوخوا ته هجرت وکړ . دوي یثرب چې د کرهڼې لپاره د آب و هوا له پلوه ډير مناسبه مځکه ښکاریده ، د هستوګنې لپاره وټاکله. اوس قبیله د یثرب په جنوب ختیځ کې او خزرج قبیله هم دیثرب په شمال لویدیځ کې او د بنی قینقاع قبیلې په ګاونډ کې دیره شوې . مهاحرو عربو د یهودیانو له هردرو واړو قبیلو سره دد وستۍ تړون وکړ. خو د وخت په تیریدا سره ،یهودیانو چې دن ورو قومونو په نسبت ئې د برلاسي احساس درلود، دعربانو کړول او اذیّت کول ئې پیل کړل. په لنډ وخت کې، ټول تړونونه او ژمنتیاوې ترپښو لاندې شوې ، او خونړی جنګ رامینځةشو. ددغه جنګ په نتیجې کې اوس او خزرج دوې قبیلې پر یهودیانو غالبې او مسلطې شوې.
یهودیان لکه چې ځانونه ئې یو غوره قوم بالۀ، خپل دین ته ئې هیچا ته بلنه نه ورکوله ، خو هڅه ئې کوله چې په خلکو کې د تورات خرافات او کیسې خپرې کړي او په دې توګه په نورو د ویاړ کولو په لټه کې وو. د مثال په توګه، یهودیانو تل د عربو سپکاوي کول او او ویل به ئې ، د عربو نسَب اسماعیل ته ګرځي او لکه څنګه چې د اسماعیل علیه السلام مور هاجره یوه نوکره وه، نو د عربو نسَب هم کم ارزښته دی . خو د اسحاق مور ساره یوه شتمنه ښځه وه او له یوې لویې کورنۍ څخه وه، نو یهودان چې د هغې له نسله دي پرعربانو برلاسه دي. له بلې خوا لکه څنګه چې دوي تل په اقلیّت کې وو او د سیمې عربو په دوی باندې تسلط درلود،د بشریّت په ژغورونکي (منجي موعود) باندې داعتقاد په اساس به ئې تل، بت پرست عربان ګواښل او ویل به ئې چې: ډېر ژر به د هغه پیغمبر پیروي وکړي. چې ظهور کوي ، نو تاسو به د به د عاد او هود قوم په څير له مینځه یوسي .
جالبه دلته ده چې همدغه خبرې ، د اسلام له ظهوره مخکې، د اوس او خزرج دوو قبیلو په وسیله ددغه دین د منلو زمینه جوړونکې شوې، داسې چې کله د خداي رسول(ص)، اسلام د حج په پړاؤ کې دوي ته وړاندې کړ، نو ددغو دواړو قبیلو مشرانو له کوم چون اوچرا پرته اسلام ومانۀ او له پیغمبر اکرم (ص) سره ئې بیعّت وکړ.
یهودیانو د هغو نښو نښانو په اساس،چې پخپلو کتابونو کې ئې د پیغمبر اکرم په باب لوستلې وې،هغه بزرګوار ئې ښه پيژاندۀ،البته د سختې دښمنۍ، ځِل، او توکمپرستۍ په خاطر ئې نه شول منلی چې ژغورونکی پیغمبر د حضرت اسماعیل (َع) له نسله دی. لکه چې یوه یهودي مشر ، سَلام بن مِشکَمِ؛ د ؛بنی نصیر؛ قبیلې له یوه مشر حُبَی بن اخطب ؛ سره د خولې دشخړې په وخت په ډاګه ووئيل؛ په خداي قسم ، هم ته پوهیږې او هم مونږ پوهیږو ، چې محمد د خداي رالیږل شوی دی او د هغه ټول صفتونونه دمونږ په کتابونو کې راغلي دي، اوس که دښمني او کینه لرو، او له هغه پیروي نه کوو، نو دا په دې خاطر ده چې نبوّت د هارون(بنی اسرائيلو) له کورنۍ بهر شوی دی.
توکمپالنه د یهودیانو یوه ترټولو مهمه ځانګړنه ده . دوي ځانونه یو ؛غوره شوی قوم ؛ ګڼي. غوره شوی قوم ؛ یو داسې عنوان دی چې په تورات او تلمود کې ډیر ترسترګو کیږي، داسې چې دنړۍ خلک په دوو برخو یعني اسرائيلو او غیر اسرائيلو ویشل شوي دي. لکه څنګه چې په تلمود کې راغلي دي چې یسرائيل(یعنی بنی اسرائيل) د زیتونو دانې سره شباهت لری، لکه څنګه چې زیتون له نورو موادو سره د اغښل کیدا امکان نه لري، پر دې اساس که له یهود توکمه پرته بل څوک وغواړي ، دغه دین ومني ، نو دهغوي لپاره دمنلو وړ نه دي.
دغه عقیده د یهودیانو په بطن کې داسې نغښتې ده چې وئيل ئې ؛ مونږ د خدای بچیان او د هغه(خاص) دوستان یوو:: دوي نه یوازې په دې دنیا کې دځان لابرلاسي ته قایل دي، بلکې په دې اند دي چې د توکم دغه امتیازونه په آخرت کې هم ورسره مرسته کوي او د دو ي ګناهګار کسان به ،د نورو کسانو په اپوټه د یوې لنډې مودې لپاره او لږ سزا شي. نو ځکه هرکله پیغمبر اکرم(ص) دوي د اسلام دین ته دعوت کول او یهودیان ئې د نورو مشرکانو په څير د خدای له قهر او عذابه ویرول، دوي د هغه بزرګوار د دغه ګواښ په وړاندې وئيل، مونږ مه ګواښه ، مونږ د خداي بچیان او د هغه دوستان یوو ، چې که پر مونږ قهر وکړې ، نو دا داسې غوسه ده لکه چې انسان ئې پر خپل بچي کوي،یعني ډير زر دغه غوسه ختمیږي.
مسلمه ده چې له دغو ټولو ادعاانو او کبر اوغرور سره به یو قوم،هیڅکله هم حاضر نشي،د یوه داسې پیغمبر پیروي وکړي چې د هغوي له قوم او قبیلې نه وي.
د نفسیاتي جنګ یوه خطرناکه روده ،له اصلی موضوع د افکارو منحرفول او په فرعي او د څنډې په مسئلو باندې د خلکو بوخت کول دي. د پیغمبر اکرم(ص)په زمانې کې یهودیانو هم له دې رودې استفاده کوله. دوي ځیني پوښتنې مطرح کولې؛ البته د تحقیق او د حقیقت د کشفونې په انګیزې سره نه ،بلکې د حق او باطل د ګډوډولو او د شکونو درامینځةکولو لپاره . د وي دشکم د رامینځةکولو په رودې سره هڅه کوله ، یوشمیر له هغه بزرګواره جلا کړي یا هغه کسان چې غواړي ،دغه دین ته مخه کړي، له دغه کاره ئې وغړوي. له دې امله له دې وروسته چې پيغمبر اکرم(ص)دوي ته په قرآن سره ځواب ورکاوۀ، بیا ئې هم مبالغه کوله او وئیل ئې،که محمد هماغه موعود پیغمبر دی،نو بیا ولې د خپلې ادعا د اثبات لپاره کوم دلیل او شاهد نه لري؟..
ددغه ډول پوښتنو په ځواب کې د هود سورې اولسم آیت نازل شو او یهودیانو ته یادونه وشوه چې له قرآن څخه لا لوړ او غوره بل کوم دلیل غواړئ چې ددغه پیغمبر یوه تل پاتې معجزه ده ؟مګر دا سې نه ده چې د موسی تورات هم ددغه پیغمبر ځانګړنې بیان کړي او د هغه د ظهور ځیری ئې ورکړی دی؟. په دغه آیت کې خداوندمتعال فرمائي ؛ أَ فَمَنْ کانَ عَلى بَیِّنَة مِنْ رَبِّهِ وَ یَتْلُوهُ شاهِدٌ مِنْهُ وَ مِنْ قَبْلِهِ کِتابُ مُوسى إِماماً وَ رَحْمَةً أُولئِکَ یُؤْمِنُونَ بِهِ وَ مَنْ یَکْفُرْ بِهِ مِنَ الأَحْزابِ فَالنّارُ مَوْعِدُهُ فَلا تَکُ فی مِرْیَة مِنْهُ إِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّکَ وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لایُؤْمِنُونَ: آیا هغه څوک چې د خپل پروردګار له خوا روښانه حجت دی او د هغه خپلوان شاهد دي او له هغه مخکې (هم)د موسی کتاب،د راهبر او د رحمت زمینه وه( دروغ وائي؟).هغه کسان(چې د حقیقت په لټون کې دي)ورته ګروهمن کیږي، او هرڅوک له (مخالفو) ډلو څخه کفر ته مخه کوي ، د هغه وهده اور دی . پس په دې کې شک مه کوه ، چې هغه حق دی (او) د پروردګار له خوا(راغلی دی)، خو لازیات خلک ایمان نه راوړي ...
البته پیغمبر اکرم (ص) پوهید چې یهودیان په دغو پوښتنو کې څه انګیزې لري. دوي په تیرو وختونو کې هم له حضرت موسی(ع)څخه دغه شان غوښتې درلودې او آسماني مائده د هغوي لپاره نازله شوه،خو بیا ئې هم ایمان نه ؤ راوړی.نو ځکه پیغمبر اکرم(ص) دغه شان پلمو ته له توجه پرته،خپله لاره کچ کړه او له اصلي لارې چې د هغو لپاره په رسالت مبعوث شوی ؤ، لاس په سر نه شو. هو! یهودیان هیڅکله ونه توانیدل پیغمبر اکرم(ص) او نور مسلمانان له خپلې لارې وغړوي او د افکارو په منحرفولو سره، دوي بې لارئ ته وکاږي.
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د رڼا سرچینې نومې لړۍ دننني مطلب وخت هم همدومره ؤ نو ددغې لړۍ تربل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو، سرلوړي اوبریالي او سوکاله ووسئ......
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************