Feb 24, 2024 16:27 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا،په تیرې ا ونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د بې نقابه امریکا د تیرې اونۍ د ځينو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په  خدمت کې  یوو ، په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې ددغه هیواد د ځينو  مهمو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،بیا مو هم رابولوو، دځینو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .

 

*/*/*/*/

د مهاجرو په موضوع کې د  جوبایډن له حکومته د زیاتره امریکایانو خپګان،

*/*/*/*/

د نیویارک په محکمې کې دډونالډټرمپ محکومیّت

*/*/*/*/

د امریکا د فیډرل زندانونو د سسټم ناکامي

*/*/*/*/

او د امریکا له خوا د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ ترهه ګر اعلانول ، په تیرې اونۍ کې د امریکا ځیني مهمې پيښې وې البته اوس مو هم رابولوو، دځینو موردونو په باب د تحیلیلي برخې آوریدو ته .

***********************

            وروستۍ نظر غوښتنې ښئ چې زیاتره امریکایان په دې اند دي چې د جوزف بایډن حکومت امریکا ته د مهاجرو د ورتلونکي څپې په مدیریّت کې ډير  کمزوری کړچار  درلودلی دی.هیل ټیلیکس د پيّو څيړنیز مرکز د احصایو او ډیټا په استناد سره لیکلي دي،اتیا فیصدي امریکایان چې د هغو ډيرو مهاجرانو د احصایو د مدیریّت له څرنګوالي سره په رابطه کې چې نیّت لری،د میکسیکو له پولې امریکا ته وارد شي، وائي؛چې د دوي د هیواد حکومت په دې باب ډیر بد یا نسبتا بد کړچار درلودلی او یوازې اتلس فیصدي امریکایان په دې اند دي چې حکومت په دې زمینې کې ډير ښه یا نسبتا ښه کړچار درلودلی دی. دغه نتیجې د فرورۍ په شپاړسمه نیټه،د سرحدي امنیت د موافقې په سر د پخلا کیدا لپاره  د امریکا په مشرانو جرکې کې د اصلی ګوند دوو غړو له وروستۍ ناکامۍ سره په یووخت خپرې شوي چې د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر او دراتلونکو انتخاباتو لباره دجمهوری غواړو بیا ځلې کاندید ډونالډټرمپم ورسره ډير مخالفت کړی او ددغه خبر له خپریدا سملاسی وروسته ئې د خپل ګوند (جمهوری غواړي ګوند)لپاره د مرګ هیله کړې وه.ټرمپ پخپلې ټولنیزې رسانئ تروث کې لیکلي دي،یوازې یو احمق یا افراطي کین پال ډیموکراټ دغې وحشتناکې سرحدي مسودې ته رایه ورکوي،چې  په ورځې کې له غیرقانونی مهاجرو سره له پنځه زره وارې مخامخیدا وروسته د پولو دتړل کیدا اختیارات ورکوي. په داسې حال کې چې مونږ حق لرو، اوس پولې وتړو، داسې کار چې باید ترسره شي.د پيّو مرکز  نتیجې  همداراز ښئې چې ۵۷فیصدي امریکایان  باؤري دي، د جنوبی پولو اوسنی وضعیّت چې په سبب ئې  ډيری مهاجران نیّت لری ، امریکا ته وارد شي، په دغه هیواد کې د جرمونو دزیاتیدا سبب کیږي.له دوي ۳۳فیصدو وئيلي د ي دغه وضعیّت  په امریکا کې د جرمونو او جنایتونو  په اندازې کې هیڅ  اغیزې نه لري او یوازې درو فیصدو ووئيل چې دمهاجرانو ورتلل  په امریکا کې جرمونه کموي.دغه تازه شوي نظر سنجي د جنورۍ له ۱۶تر ۲۱نیټې پورې په مودې کې  د ۵زره یو سل څلویښت امریکایانو په ګډون  او  د یو اعشاریه اوه فیصدو مثبتو اومنفی تیروتنو  سره ترسره شوې ده .

             په نیویارک کې یوه قاضي،ډونالډټرمپ په درې سوه پنځه پنځوس میلیون ډالره جرمانه کړی او په نیویارک کې ئې له تجارتي فعالیتونو څخه تر درو کلونو پورې په ممنوعیّت محکوم کړی دی.د امریکا پخوانی کرغیړن ولسمشر په هغې دوسیې باندې د غورکولو په بهیرکې چې د هغه ځایونه او شرکتونه ئې له خطرې سره مخامخ کول،د خپلو شرکتونو د خالصې سرمائې  په راپور کې ئې ددوکه ورکولو به علت په کابو درې سوه  پنځه پنځوس میلیون ډالرو جرمانه ورکولو محکوم شو.د امریکارسندویو رابور ورکړ،ددغې دوسیې قاضي آرثور اننګورن ډونالډټرمپ په نیویارک کې د هر یو ه شرکت  له اداره کولو په در کلن  ممنوعیّت محکوم کړ.د نیویارک ایالت لوي څارنوال لتیتاجیمز  په دغې دوسیې کې ټرامپ او د هغه شرکت د په مالي لیکونو  کې د خپلې شتمنۍپه باب ددروغو له لارې،د بانکونو،د بیمې او نوروشرکتونو ته په دوکه ورکولو تورن کړی ؤ.د امریکا پخوانی ولسمشر چې د ځایونو او کورونو  دتجارت  په زمینې کې پخپل شهرت او شتمنیو باندې په تکیې سره دسیاست دنیا ته وارد شو.له دې مخکې هغه دغه تورونه رد کړي او ډيموکراټان ئې د هغه پر کمپاینوننو باندې د اغیزشیندلو لپاره په سیاسی غرضي کړچارو نو تورن کړي دي .ددغه شکایت د بنسټګر په توګه جیمز،د هغه يموکراټيک ګوندغړی په توګه حسابیږي،چې د ټرمپ  سیال ګوند دی. ټرمپ اوس د ۲۰۲۴کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د جمهوری غواړي ګوند مخکښ  کاندید دی.هغه له دې مخکې وئيلي وو،جیمز  او د دوسیې قاضي د مارئه لاګو په څير د هغه د ځایونو ارزښت له واقعي ارزښته لاکم  اټکل کوي.هغه همداراز وئيلي دي،چې په هغو لیکنَو یا مدرکونو کې مطرح شوي ادعاګانې هیڅ اهمیّت نه لري،ځکه چې په هغو کې د مسئولیّت د سلبولو  لپاره مادې شته دي  او په هغو کې منل شوې ده چې باید په دغو سندونو  یا اعلامیو باؤر ونشي .

                     د امریکا د فیډرل زندانونو د وضعیت په باب تر ټولو نوی راپور ښئ چې  په دغو مرکزونو کې رامینځة شوي مرګونه ترڅومره حده په اوڅاره توګه زیات دي او ددغو مرکزونو له ریښه لرونکو او  ژورو بحرانونو سره په مقابلې کې د امریکا د فیډرل  زندانونو ناکامي د ټولو بندیانو د ژوند په بیّه ختمیږي.د امریکاد عدلې وزارت لوئې څارنوالۍ په همداوروستیو کې د وسلو او نشه ایزو موادو د ورتلو په مخنیوي کې د ناکامۍ او دله شخصي سیلولونو څخه د پراخې استفادې پشمول ددغه هیواد د فیډرل زندانونو د ادارې سیکوریټي او خوندیوتوب د کمزوریو په باب یو راپور خپور او ټينګار ئې کړی دی،دغه چاره د بندیانو د اټکل وړ مړینو د رامینځةکیدا سبب شوي دي.د امریکا د عدلیې د وزارت عمومي پلټونکي  مائیکل هوروویټز ۱۰۰ مخیز راپور، له ۲۰۱۴کال څخه تر ۲۰۲۱کال پورې  په مودې کې د امریکاپه فیډرل زندانونو کې د ۳۴۴بندیانو د مړینې د ارزونې په اساس برابر شوی دی.دغه راپور،د امریکا په فیډرل زندانونو کې د مخنیوي وړ مړینو علت،د امریکا د پخوانیو امنیتي کیمرو او څارونکو تجهیزاتو پشمول ددغو مرکزونو د سسټم عملیاتي او مدیریتي نیمګړتیاوې، د انساني ځواک په کمښت او د ټاکل شوو طرز العملونو په پيروئ کې  د کارکونکو بې وسي وبلله.د دوو نامتو بندیانو له مړینې وروسته دامریکا د فیډرل زندانونو په باب د سسټمونو اندیښنو ته پام وشو.لومړئ مرګ په ۲۰۱۸کال کې د یوه بدنام بدماش وایټي بولګر چې په لویدیځي ورجینیا ایالت په یوه فیډرلي زندان کې ووژل شو،او دوهمه مړینه هم د مینهیټن په فیډرل زندان کې  په ۲۰۱۹کال کې د جنسي مجرم جفري اپسټن خودکشي  وه.

Image Caption

 

           د امریکا خارجه وزارت د فرورۍ په اولسمه نیټه ددغه هیواد د خزانې وزارت له خوا د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ په ضد د بندیوزنو د نوي پړاؤ په اجرا پسې،دغه غورځنګ نړیواله ترهه ګره ډله اعلان کړه. د امریکا د خزانې وزارت  د فرورۍ په شپاړسمه نیټه  اعلان وکړ،هغه بندیزونه چې د امریکا متحده ایالاتو د به سره سمندر یا هماغه بحیره احمر کې پر تجارتي کشتیو د یمن د انصار ا....د حملو په دلیل  په دغې ډلې لګولي دي، له همدا ننه ، اجرائي مرحلې ته وارد شول. د  امریکا د ولسمشر جوزف بایډن حکومت په  ۲۰۲۱ کال کې او د یمن د سولې په خبرواترو کې د آسانتیاؤ په موخې سره،د انصار ا... غورځنګ نامه د واشنګټن د ترهه ګرو له لیسټه ویستلې وه.د یمن پوځ  په وروسیتو څو اونیو کې په غزې تړانګې کې د فلسطین دملت د مقاومت په ملاتړ کې  په سره سمندر او باب المندب  تنګي کې اسرائیلي کشتۍ  او یا د  نیواکي ټاټوبو  په لور تګ راتګ کونکي کشتۍټارګټ کړي دي. د یمن پوځ ژمن شوی دی،تر هغه مهاله چې وحشي صهیونیسټي رژيم  په غزې تړانګې خپلې حملې ونه دروي ،ددغه رژيم پر کشتیو او  یا د نیواکي ټاټوبو په لور تلونکي درستې کشتۍ به په سره سمندر یا هماغه بحیره احمر کې د خپلو ډرونز او توغندیو په شیشت کې راولي.د یمن پوځ  همدرااز ټینګار کړی دی،چې په عدن او سره سمندر کې د کشتیو تګ راتګ نورو درستو کشتیو لپاره آزاد دی اوهیڅ ډول نه ګواښل کیږي.امریکا او انګلستان د نورو اتو هیوادونو په ملاتړ سره د تیرې جنورۍ په یولسمه نیټه د ملګروملتو د امنیت شورا په پریکړه لیک پسې،د یمن د انصار ا...پر مورچلو حملې وکړې . د ملګروملتو امنیت شورا د  جنورۍ په لسمه نیټه  د امریکا او جاپان د متحده ایالاتو د وړاندیزي پریکړه لیک مسوّده د غزې  تړانګې په بمبارولو کې له صهیونیسټ رژيم څخه د واشنګټن  ملاتړونو او د دغو  حملو اصلي دلیل ته له اشارې پرته  په سره سمندر کې  د حملو په باب د یمن د انصار ا... په ضد ۲۷۲۲پریکړه لیک تصویب کړ. د  امریکا  خارجه وزیر آنتونیو بلینکن د جنورۍ په اتلسمه نیټه په یوې اعلامیې کې  ووئیل،  واشنګټن یو ځل بیا دیمن انصار ا... غورځنګ  د خپلې  تش په نامه ترهه ګرو ډلو لیسټ کې شامله کړې ده  او دا فیصله   له دیرشو ورځو وروسته  اجرائي کیږي. د سپینې ماڼۍ  دملی امنیت سلاکار  جیک سالیوان  هم ددې ادعا په بیانولو سره چې  امریکاپه سرۀ سمندر کې د دوامدارو ګواښونو او حملو په غبرګون کې  د یمن انصار ا... غورځنګ  چې په حوثیانو  هم مشهور ه ده ،د نړۍ دځانګړي ترهه ګرې ډلې په توګه معرفي کړې ،ووئيل؛ که انصار ا... په سره سمندر او عدن خلیج کې خپلې حملې  ودروي ،نو امریکا  به پخپلې دغې نومونې باندې بیا ارزونه وکړي.  

           +  دوستانو د بې نقابه امریکا  نومئ  اونیز پروګرام  وخت همدومره  ؤ نو تر بلې اونۍ پورې  په یوه نوي مطلب سره ستاسو خدمت ته حاضریږي،نو  د تهران ریډیو  د انټرنیټي سایټ ایډریس PARSTODAY.IR/PS     هم درسره نوټ کړی او  له وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو پیښو او تازه خبرونو ځانونه خبر کړئ او دغه ایډریس له خپلو نورو  دوستانو او خپلوانو سره هم شریک کړئ ،نو ترهغه مهال مو په نیاؤمن او پتمن  خداي سپارو ، بریالي او سوکاله ووسئ.

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************  

 

ټیګونه